جرمني سږ کال ۲۱۹ افغانان بېرته افغانستان ته لېږلي دي

0 47

د جرمني حکومت وايي، د روان میلادي کال له پیله تر اوسه یې ۲۱۹ افغان وګړي له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړي دي.

دا شمېر د تېرو کلونو په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي؛ ځکه په ۲۰۲۵ کال کې ۸۳ او په ۲۰۲۴ کال کې ۲۸ افغانان شړل شوي وو.

دغه شمېرې د جرمني حکومت د پنجشنبې په ورځ، د قوس پر پنځمه، د کیڼ اړخي ګوند د استازو د پوښتنو په ځواب کې خپرې کړې دي.

د سند له مخې، د ۲۰۲۶ کال د غبرګولي له ۱۸مې د وږي تر نیمایي پورې د افغان وګړو د ایستلو لپاره ۴۸۸ غوښتنې ثبت شوې وې، چې له ډلې یې ۲۶۷ کسان هېڅ ډول جرمي سابقه یا محکومیت نه درلود.

Related Posts
1 of 63,763

له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو بهیر په ۲۰۲۴ کال کې پیل شو.

په لومړیو کې دغه بهیر یوازې هغو کسانو ته محدود و چې په جرمني کې په جرمونو محکوم شوي وو، خو د ۲۰۲۶ کال له دوبي راهیسې د جرمي سابقې نه لرونکي افغانان هم د ایستلو په نوملړ کې شامل شوي دي.

جرمني د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په برخه کې د اسلامي امارت له چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply