ډیموکراتانو د امریکا د سنا مجلس کنټرول له جمهوريغوښتونکو څخه واخیست
د امریکا وګړو د سېشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۳مه، چې د ۱۴۰۵ کال د لړم له ۱۲مې سره برابره ده، د دغه هېواد په منځمهالو ټاکنو کې ګډون وکړ. د دغو ټاکنو پایلې کولای شي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ دورې په وروستیو دوو کلونو کې د حکومت پر سیاسي تګلارو اغېز وکړي.
د اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ډیموکراتانو په څو حساسو ټاکنیزو سیالیو کې د بریا له ترلاسه کولو سره د سنا مجلس کنټرول له جمهوريغوښتونکو څخه اخیستی دی.
دغه ګوند د سنا مجلس لږ تر لږه شپږ څوکۍ ګټلې دي او له څو لسیزو وروسته یې د لومړي ځل لپاره په ټکساس، کانزاس او سوېلي کارولاینا ایالتونو کې د سنا څوکۍ ترلاسه کړې دي. ډیموکراتانو په شمالي کارولاینا او اوهایو ایالتونو کې هم بریاوې خپلې کړې دي.
د استازو مجلس په ټاکنیزو سیالیو کې هم ډیموکراتانو د پام وړ لاسته راوړنې لرلې او له جمهوريغوښتونکو څخه یې څه باندې ۱۲ څوکۍ ګټلې دي؛ خو د دغه مجلس د کنټرول وروستۍ پایله د راپور تر خپرېدو پورې نه وه څرګنده شوې او په ځینو ټاکنیزو حوزو کې د رایو شمېرنه لا هم روانه وه.
د سږنیو ټاکنو په ترڅ کې د استازو مجلس لپاره د ۴۳۵، د سنا مجلس لپاره د ۳۵ او د ایالتونو د واليانو د ۳۹ څوکیو لپاره ټاکنې ترسره شوې. د دغو سیالیو پایلې د کانګرس د سیاسي جوړښت او د امریکا د کورنیو او بهرنیو سیاستونو د لوري په ټاکلو کې مهمې بلل کېږي.
په مهمو ایالتونو کې د ډیموکراتانو بریاوې
د دغو ټاکنو له مهمو پایلو څخه یوه په ټکساس ایالت کې د سیاسي توازن بدلون و. هلته د ډیموکراتانو نوماند جېمز تالاریکو د دغه ایالت جمهوريغوښتونکي لوی څارنوال کن پاکسټون ته ماتې ورکړه او له ۱۹۸۸ کال راهیسې د ټکساس لومړنی ډیموکرات سناتور شو.
همدارنګه، د ډیموکراتانو نوماندې جینا هینوجوسا د ټکساس ایالت د والي په ټاکنو کې جمهوريغوښتونکي والي ګرېګ اېبټ ته ماتې ورکړه. په دې بریا سره ډیموکراتان له څه باندې درېیو لسیزو وروسته یو ځل بیا د دغه ایالت د والي څوکۍ ترلاسه کوي او هینوجوسا د لومړۍ لاتینيتوکمې ښځې په توګه د والي مقام ته رسېږي.
په جورجیا، اوهایو او ایووا ایالتونو کې هم د ډیموکراتانو نوماندانو د والي څوکۍ له جمهوريغوښتونکو څخه ګټلې دي.
اسوشیټډ پرېس راپور ورکړی چې دغو بریاوو، د سنا مجلس د جوړښت له بدلون سره یوځای، د فدرالي او ایالتي کچو په سیاسي ډګر کې د ډیموکراتانو دریځ پیاوړی کړی دی.
د ټاکنو پایلو ته د ټرمپ غبرګون
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ټاکنو د پایلو په غبرګون کې ویلي چې د رایو پایله مني، خو دا د خپل سیاسي دریځ پر وړاندې ګوزار نه ګڼي.
هغه له فاکس نیوز شبکې سره په مرکه کې د ډیموکراتانو نوماندانو د بریا په اړه د خبرو ترڅنګ، د جمهوريغوښتونکو د ماتې یوه برخه پړه د خپل ګوند پر نوماندانو اچولې ده.
د اسوشیټډ پرېس د رایهورکوونکو د یوې نظرپوښتنې له مخې، د ژوند لوړ لګښتونه، اقتصادي وضعیت او د حکومت د کړنو په اړه اندېښنې هغه مهم موضوعات وو چې د رایهورکوونکو پر پرېکړو یې اغېز کړی دی. د ایران جګړه هم د امریکا د ټاکنیز چاپېریال له مطرح موضوعاتو څخه بلل شوې ده.
د ټاکنو سیاسي پایلې
د سنا مجلس د کنټرول لپاره د ډیموکراتانو بریا کولای شي د ټرمپ د حکومت پر پروګرامونو په راتلونکو دوو کلونو کې نور محدودیتونه ولګوي.
د سنا مجلس کنټرول د قوانینو د څېړلو او تصویب، د حکومت د ځینو مهمو چارواکو د ګومارنې د تایید او د مهمو سیاسي پرېکړو په بهیر کې اغېز لري.
خو د استازو مجلس وروستۍ پایله به هم مهمه وي؛ ځکه د کانګرس د دواړو مجلسونو سیاسي جوړښت څرګندوي چې د ټرمپ حکومت به د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره له قانونجوړوونکو سره تر کومې کچې له همکارۍ یا مخالفت سره مخ شي.
د ۲۰۲۶ کال د منځمهالو ټاکنو پایلې په داسې حال کې اعلانېږي چې جمهوريغوښتونکو د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ په مشرۍ بریا ترلاسه کړې وه؛ خو اوس د سنا مجلس د جوړښت بدلون او د استازو مجلس د کنټرول پر سر نږدې سیالۍ په واشنګټن کې سیاسي وضعیت یوې نوې مرحلې ته داخل کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320