د افغانستان د هندوانو او سیکانو د حقونو خوندیتوب؛ د ملي یووالي او ګډ ژوند یوه مهمه اړتیا

زړګی ویساء صافی

57

افغانستان د بېلابېلو قومونو، ژبو او مذهبونو ګډ کور دی. هندوان او سیکان هم د دې خاورې له هغو تاریخي ټولنو څخه دي چې د پېړیو په اوږدو کې یې د هېواد په سوداګرۍ، اقتصاد، فرهنګ او ټولنیز ژوند کې د پام وړ ونډه لرلې ده له بده مرغه، د اوږدو جګړو، ناامنۍ او بېلابېلو ستونزو له امله د دې ټولنو ګڼ شمېر کورنۍ اړ شوې چې خپل پلرنی ټاټوبی پرېږدي او په نورو هېوادونو کې ژوند غوره کړي. د دې بهیر په ترڅ کې ځینې یې له خپلو کورونو، ځمکو، دوکانونو او نورو شخصي ملکیتونو بې‌برخې شوې، په داسې حال کې چې یو شمېر تاریخي عبادت ځایونه یې هم له فعال فعالیت څخه پاتې شوي دي اوس د دې وخت دی چې د افغانستان د هندوانو او سیکانو د وضعیت په اړه د یوې جدي، مسوولانه او ملي لیدلوري له مخې پاملرنه وشي د دوی د غصب شویو ځمکو، کورونو او سوداګریزو ملکیتونو موضوع باید د قانون، عدالت او شفافیت له مخې وڅېړل شي او د هغو کسانو حقونه بېرته خوندي شي چې خپل اسناد او قانوني مالکیت ثابتولای شي.

همدارنګه، د دوی مندرونه او ګوردوارې د تاریخي، فرهنګي او مذهبي میراثونو په توګه د ساتنې او بیا فعالېدو اړتیا لري، څو د دغو ټولنو غړي وکولای شي په ازادانه او خوندي فضا کې خپل مذهبي مراسم ترسره کړي.

بله مهمه موضوع د هغو افغان هندوانو او سیکانو بېرته راستنېدل دي چې له هېواده بهر ژوند کوي. باید داسې شرایط برابر شي چې دوی په ډاډه زړه خپل وطن ته راستانه شي، خپل کورونه بیا ورغوي، سوداګریز فعالیتونه پیل کړي او د افغانستان په اقتصادي وده کې ونډه واخلي د دوی راستنېدل یوازې د یوې مذهبي ټولنې موضوع نه ده، بلکې د ملي مشارکت، اقتصادي ودې، ټولنیز تنوع او د تاریخي اړیکو د پیاوړتیا یوه مهمه برخه ده له اړوندو مسوولینو څخه تمه کېږي چې د افغانستان د هندوانو او سیکانو ستونزو ته د جدي پاملرنې ترڅنګ، د هغوی د ملکیتونو د بېرته ترلاسه کولو، د عبادت ځایونو د خوندیتوب، د مذهبي ازادیو د تضمین او د اقتصادي فعالیتونو د اسانتیا لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

زما په باور، د یوه باثباته او پرمختللي افغانستان بنسټ په دې کې دی چې هر وګړی، پرته له دې چې په کوم مذهب او قوم پورې تړاو لري، په خپل وطن کې د امنیت، عدالت، عزت او برابرۍ احساس وکړي افغان هندوان او سیکان هم د دې خاورې تاریخي اوسېدونکي دي. د هغوی شتون، حقونه او ونډه باید د افغانستان په راتلونکي کې خوندي ځای ولري افغانستان هغه وخت رښتینی ګډ کور کېدای شي چې هېڅوک پکې د خپل هویت او عقیدې له امله د پردیتوب احساس ونه کړي د عدالت، متقابل درناوي او ګډ ژوند لپاره؛ د ټولو افغانانو ترڅنګ د افغان هندوانو او سیکانو د حقونو ملاتړ.

!افغان مهاجر؛ د یوه نسل هېر شوی تاریخ

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320