د مات زړونو وطن

لیکوال: زړګی ویساء صافی

53
وطن یوازې د غرونو، سیندونو او دښتو نوم نه دی؛ وطن د مور د دعا هغه تود احساس دی چې د انسان په زړه کې تر وروستۍ سلګۍ پورې ژوندی پاتې کېږي. وطن د پلار د تندي خوله ده، د ماشوم د خندا غږ دی، د بزګر د لاس تڼاکې دي، د شهید د وینې سور رنګ دی او د هغې خاورې نوم دی چې انسان پکې لومړی ځل د ژوند ساه اخلي.
افغانستان زما لپاره یوازې یوه جغرافیه نه ده؛ افغانستان زما د زړه درزا ده. هغه زړه چې ډېر ځله مات شوی، خو بیا یې هم د مینې له ټوټو څخه د امید څراغ جوړ کړی دی زموږ د وطن غرونه لا هم ولاړ دي، خو د هغو په لمنو کې د میندو د اوښکو کیسې پرتې دي. زموږ د کلیو لارې لا هم غځېدلې دي، خو پر هره لاره د چا د پلار، د چا د ورور او د چا د زوی د قدمونو یادونه پاتې ده. زموږ د کورونو دېوالونه لا هم شته، خو په ډېرو کورونو کې هغه غږونه چوپ شوي چې یو وخت یې ژوند ښکلی کړی و کله چې د کابل پر واټونو قدم وهم، داسې احساس کوم لکه ښار چې له ما سره خبرې کوي. هره کوڅه یوه کیسه لري، هره ورانه ودانۍ یوه چیغه پټه کړې ده، هره کړکۍ د چا د راتګ په تمه پاتې ده. د کابل په دوړو کې یوازې دوړې نه دي؛ هلته د خلکو خوبونه، ماتې هیلې او د هغو انسانانو یادونه ګډ دي چې غوښتل یې په خپل وطن کې په عزت ژوند وکړي.
زما زړه هغه وخت ډېر دردېږي چې یو افغان ماشوم د پردیو په ښارونو کې د ډوډۍ لپاره لاس اوږدوي. زه له ځانه پوښتم: ایا دا هماغه ماشوم نه دی چې باید د خپل وطن په ښوونځي کې یې د قلم غږ پورته شوی وای؟ ایا د دې پر ځای چې د کډوالۍ په سړو شپو کې د مور تر څنګ له لوږې ویده شي، باید د خپل کور په انګړ کې یې د لوبو خندا نه وای خپره شوې؟
څومره دردوونکې ده چې انسان په خپله خاوره کې د خپل راتلونکي په اړه ډاډمن نه وي، خو د پردي وطن په کوڅه کې د خپل وطن د یوې وړې نښې په لیدلو سترګې لمدې کړي. هلته یوه افغانۍ لهجه، یو افغاني سلام، د وچې ډوډۍ یوه ټوټه یا د وطن د غره یو انځور د انسان ټول وجود ولړزوي.
ځکه وطن، که هر څومره غریب وي، د انسان د زړه شتمني ده.
د کابل په یوه زړې کوڅه کې یوه مور اوسېده. نوم یې بي بي زرغونه و. د ژوند ډېری کلونه یې د جګړو په لوګیو کې تېر کړي وو. د کور دېوالونه یې چاودلي وو، د دروازې رنګ یې توی شوی و او د انګړ هغه ونه چې یو وخت به یې سیوری د کورنۍ پر سر غوړېده، اوس نیمه وچه شوې وه. خو د کور په یوه کونج کې یې د خپل زوی احمد انځور لا هم په مینه ساتلی و.
احمد کلونه وړاندې له کوره وتلی و. مور یې هر سهار د دروازې تر څنګ ناسته وه او د لارې لوري ته به یې کتل. د هغې سترګې کمزورې شوې وې، خو د زوی د قدمونو د پېژندلو هیله یې لا ژوندۍ وه هر څوک به چې د کوڅې له سر څخه راښکاره شو، هغې به په بېړه خپل څادر سم کړ او دروازې ته به ورسېده. کله به یې د یوه پردي مسافر څېره ولیده، کله به یې د ګاونډي زوی، خو احمد به نه و ګاونډیانو به ورته ویل:
«مورې زرغونې، نور خو ډېر کلونه تېر شول. ځان مه ځوروه.»
هغې به په لړزېدلي غږ ځواب ورکړ:
«زویه، مور څنګه د خپل اولاد د راتګ هیله پرېږدي؟ که ټولې نړۍ هغه هېر کړی وي، زما زړه یې لا هم په نوم درزېږي. کېدای شي نن راشي، کېدای شي سبا. تر څو چې ساه لرم، د دې دروازې څراغ به مړ نه کړم. د هغې خبرې به د هر اورېدونکي زړه دردولی. ځکه د مور انتظار داسې اور دی چې لوګی یې د سترګو له لارې راووځي، خو لمبې یې د زړه په تل کې بلې وي.
احمد له وطن سره مینه لرله. هغه به ویل چې یوه ورځ به د خپل کلي ښوونځی جوړوي، د بېوزلو ماشومانو لاس به نیسي او د خپل وطن د خلکو لپاره به داسې ژوند غواړي چې هېڅ ماشوم د ډوډۍ له نشتوالي ونه ژاړي.
خو جګړې د هغه خوبونه نیمګړي کړل. یوه ورځ یې د وطن د پرېښودو پرېکړه وکړه، نه ځکه چې وطن یې نه خوښېده، بلکې ځکه چې غوښتل یې ژوندی پاتې شي، کار وکړي او یوه ورځ بېرته د خپلې مور غېږې ته راوګرځي.
د تګ پر شپه یې مور ته وویل:
«مورې، زه ځم، خو زړه مې دلته پرېږدم. که هر چېرته ولاړ شم، د دې کور بوی به راسره وي. ستا دعا به مې د لارې ملګرې وي. زه نه پوهېږم چې بېرته به کله راشم، خو دا پوهېږم چې د وطن مینه له ما څخه هېڅوک نه شي اخیستلای.»
مور یې د هغه دواړه لاسونه په خپلو لاسونو کې ونیول. د زوی پر لاسونو یې ښکل کړل او ورته ویې ویل زویه، د دنیا په هره لاره کې انسان پاتې شه. د چا حق مه خوره، د چا زړه مه ماتوه، د خپل وطن نوم په بدۍ مه یادوه. که شتمن شوې، د غریب لاس ونیسه؛ که ځواکمن شوې، د کمزوري ملاتړ وکړه. وطن یوازې په جګړه نه ساتل کېږي، وطن په علم، رښتینولۍ، مینې او خدمت هم ابادېږي. احمد د مور له غېږې جلا شو، خو د هغې د اوښکو تودوخه یې تر ډېره پر مخ پاتې وه. کله چې له کوره ووت، څو ځله یې شاته وکتل. مور یې لا هم د دروازې تر څنګ ولاړه وه. هغه کوچنی کور، هغه نیمه وچه ونه او هغه ښځه چې ټول ژوند یې د خپلو اولادونو لپاره قرباني کړی و، د هغه په سترګو کې ورو ورو لرې کېدل احمد روان و، خو زړه یې هر ګام له وطن سره پرېښود.
په پردي وطن کې یې ورځې په کار او شپې په فکر تېرولې. د خلکو په منځ کې به ناست و، خو ذهن به یې د کابل په زړو کوڅو کې ګرځېده. کله به یې د خپلې مور غږ په غوږونو کې انګازې وکړې، کله به یې د کلي د جومات اذان ورپه یاد شو او کله به یې د پسرلي هغه سهارونه سترګو ته ودرېدل چې د غره پر لمنو به ګلان غوړېدل.
یوه ورځ یې په یوه پارک کې یو کوچنی افغان ماشوم ولید. ماشوم د ونې تر سیوري لاندې ناست و او په یوه زاړه کتاب کې یې لیکل کول. احمد ورنږدې شو او پوښتنه یې ترې وکړه:
«زویه، څه لیکې؟»
ماشوم خپل سر پورته کړ او ویې ویل «د خپل وطن نوم لیکم. ښوونکي راته ویلي چې انسان باید د خپل وطن نوم په مینه ولیکي.»
احمد چوپ شو. د ماشوم له لاسه یې کتاب واخیست. پر سپینه پاڼه یې په ناسم خط لیکلي وو: «افغانستان».
احمد د کتاب پر پاڼه ګوته کېښوده، خو اوښکې یې د سترګو له کنټروله ووتلې. هغه نوم چې د ماشوم لپاره یوازې یو ټکی و، د احمد لپاره د ژوند ټوله کیسه وه؛ د مور دعا، د پلار قبر، د کلي ونې، د ماشومتوب ملګري او هغه خوبونه چې لا یې د پوره کېدو هیله لرله.
هغه ماشوم ته وویل:
«زویه، دا نوم یوازې مه لیکه، مینه ورسره وکړه. خو په یاد ولره، له وطن سره مینه دا نه ده چې یوازې یې نوم په ژبه واخلې؛ مینه دا ده چې علم زده کړې، رښتینی انسان شې، د خپل ولس درد درک کړې او داسې کار وکړې چې ستا د وطن یو بل ماشوم له تا وروسته په امن او عزت ژوند وکړي ماشوم موسکی شو. احمد په هماغه موسکا کې د افغانستان راتلونکی ولید کلونه تېر شول. د مور د انتظار ورځې اوږدې شوې. د هغې ویښتان سپین شول او ملا یې کږه شوه. هره شپه به یې د احمد د انځور مخې ته څراغ بل کړ او په دعا کې به یې ویل:
«خدایه، زما زوی هر چېرته چې وي، روغ یې وساته. که بېرته راشي، زما د ژوند تر ټولو لویه خوشحالي به وي؛ او که زه یې تر راتګ مخکې له دې نړۍ لاړه شم، نو لږ تر لږه یې زړه له خپل وطنه مه لرې کوه.»
یوه سړه ماښام، کله چې د کابل پر کوڅو د لمر وروستۍ وړانګې خورېدې، د کور دروازه وټکېده.
بي بي زرغونې په سختۍ له خپل ځایه پاڅېده. زړه یې داسې درزا کوله لکه د کلونو انتظار چې په یوه شېبه کې راویښېږي. دروازې ته ورسېده، لاس یې پر لرګي کېښود او په لړزېدلي غږ یې وویل:
«څوک یې؟»
له هغې غاړې یو ستړی غږ راغی:
«مورې… زه یم.»
د هغې له لاسه د دروازې زوړ قلف ولوېد. دروازه یې پرانیسته. مخې ته یې یو ستړی سړی ولاړ و، په مخ کې یې د کلونو د پردیسۍ نښې وې، خو سترګې یې هماغه د ماشومتوب سترګې وې.
«احمده!»
د مور له خولې یوازې همدا یو نوم راووت. بیا یې زوی په غېږ کې ونیو. د هغې کمزوري لاسونه د زوی پر اوږو ټینګ شول، لکه وېره یې چې لرله، که لږ یې خوشې کړي، بیا به یې له لاسه ورکړي.
احمد د مور پر لاسونو ښکلې کېښودې او په ژړا یې وویل:
مورې، وبښه. ډېر ناوخته شوم.
مور یې د هغه پر سر لاس تېر کړ.
نه زویه، ته ناوخته نه شوې. ته راغلې. زما لپاره همدا د ټول عمر خوشحالي ده. هغې د زوی مخ په دواړو لاسونو کې ونیو، په ځیر یې ورته وکتل او ویې ویل ته ډېر بدل شوی یې، زویه، خو زما په زړه کې لا هماغه کوچنی احمد یې چې د دې انګړ په خاورو کې به یې لوبې کولې. احمد د کور شاوخوا وکتل. دېوالونه لا هم زاړه وو، ونه لا هم نیمه وچه وه، خو د مور په غېږ کې یې داسې احساس وکړ لکه ټول وطن چې یې بېرته موندلی وي هغه شپه یې د مور ترڅنګ تېره کړه. تر سهاره یې د ژوند کیسې سره شریکې کړې. مور یې د زوی خبرې اورېدې او کله به یې اوښکې پاکولې، کله به یې موسکا کوله. په هغې شپه د کور زړو دېوالونو د کلونو وروسته د خوشحالۍ غږ واورېد.
خو احمد پوهېده چې یوازې خپل کور ته ستنېدل د وطن د دردونو درملنه نه ده. له دې کوره بهر ډېر نور کورونه وو چې دروازې یې د چا د راتګ په تمه تړلې پاتې وې. ډېرې میندې وې چې زامن یې ورک وو، ډېر ماشومان وو چې د پلار د لاس سیوری یې نه و لیدلی، ډېر ځوانان وو چې د بېکارۍ او ناهیلۍ له امله یې د خپل وطن د پرېښودو فکر کاوه.
احمد له ځان سره ژمنه وکړه چې پاتې ژوند به د خلکو د خدمت لپاره تېروي هغه د خپل کلي ښوونځي ته ولاړ. هلته یې ماشومان ولیدل چې په زړو کتابونو او مات قلمونو یې زده کړې کولې. د ښوونځي دېوالونه چاودلي وو، خو د ماشومانو په سترګو کې د راتلونکي رڼا لا ژوندۍ وه.
احمد د ټولګي مخې ته ودرېد او ورته ویې ویل ماشومانو، زه ستاسو په څېره کې د خپل وطن سبا وینم. کېدای شي زموږ پرون له دردونو ډک وي، خو موږ باید خپل سبا د علم، یووالي او مینې په رڼا جوړ کړو. ستاسو له ډلې به یو ډاکټر شي، بل به ښوونکی، بل به انجنیر او بل به داسې انسان شي چې د نورو دردونه به احساسوي. خو تر هر څه مخکې، ښه انسانان شئ. خپل وطن ته خدمت وکړئ، خو د بل انسان حق هم دروند وګڼئ. افغانستان هغه وخت ابادېږي چې موږ د یو بل لاسونه ونیسو، نه دا چې یو بل له لارې لرې کړو د ماشومانو په سترګو کې ځلا پیدا شوه. یوه کوچنۍ نجلۍ راپورته شوه او پوښتنه یې وکړه «استاده، ایا زموږ وطن به یوه ورځ دومره ښکلی شي چې هېڅ ماشوم پکې وږی نه وي او هېڅ مور د خپل زوی په انتظار ونه ژاړي؟»
احمد د یوې شېبې لپاره غلی شو. د دې پوښتنې ځواب اسانه نه و. د هغه په زړه کې د مور د انتظار کلونه راژوندي شول. هغه د نجلۍ پر سر لاس کېښود او په نرم غږ یې وویل هو، لورې، دا ممکنه ده. خو دا خوب یوازې په دعا نه پوره کېږي. موږ باید کار وکړو، زده کړې وکړو، یو بل ته درناوی ولرو او د خپل وطن د هر انسان درد خپل درد وګڼو. وطن هغه وخت ښکلی کېږي چې د هغه ماشومان په امن کې وي او میندې یې په ډاډه زړه ویده شي. له هغې ورځې وروسته احمد د کلي له خلکو سره په ګډه د ښوونځي د جوړولو کار پیل کړ. چا خښتې راوړې، چا لرګي، چا د کار لپاره خپل لاسونه ورکړل او چا د لږو پیسو مرسته وکړه. هغه بزګر چې خپله یې د ژوند اړتیاوې په سختۍ پوره کولې، د ښوونځي لپاره یې د غنمو یوه بوجۍ ورکړه. یوې کونډې ښځې د خپلو زړو جامو له خرڅولو څو پیسې راټولې کړې او ویې ویل:
دا د ماشومانو د راتلونکي لپاره دي. زه نه غواړم نورې میندې زما په څېر د بېوسۍ او وېرې شپې تېرې کړي. دا هغه شتمني وه چې په هېڅ بازار کې نه پلورل کېده: د خلکو مینه، قرباني او د یوه ګډ راتلونکي هیله ورو ورو د ښوونځي دېوالونه ورغېدل. د ماشومانو د قلمونو غږ د کلي په کوڅو کې خپور شو. هغه انګړ چې یو وخت به یې یوازې د جګړو د وېرو کیسې اورېدې، اوس پکې د زده کړې او خندا غږونه پورته کېدل یوه ورځ احمد د ښوونځي په انګړ کې ولاړ و. د افغانستان بیرغ د باد په څپو کې رپېده. هغه پورته ورته وکتل. د سترګو په کونجونو کې یې اوښکې راټولې شوې د ده لپاره دا بیرغ یوازې رنګونه نه وو؛ دا د هغو خلکو د هیلو نښه وه چې له هرې سختۍ وروسته یې بیا د ژوند د پیل هڅه کړې وه. دا د هغو میندو د دعاوو نښه وه چې خپل اولادونه یې د سولې او عزت په هیله لوی کړي وو. دا د هغو ماشومانو د راتلونکي نښه وه چې غوښتل یې د جګړې پر ځای د کتابونو نړۍ وپېژني.
احمد ورو وویل:
«زما وطنه، څومره دې دردونه لیدلي دي! څومره دې زامن د لارې په اوږدو کې له لاسه ورکړي، څومره دې میندې د انتظار په اور کې سوځېدلې دي، څومره دې ځوانان د خپلو خوبونو له نیمګړتیا سره مخ شوي دي. خو ته لا هم زما وطن یې. ستا غرونه زما د زړه غرور دی، ستا سیندونه زما د روح سندرې دي، ستا خاوره زما د وجود ریښه ده. که زر ځله مات شم، بیا به هم ستا د ابادۍ خوب وینم. که زر ځله ستړی شم، بیا به هم ستا د ماشومانو لپاره د رڼا څراغ بلوم. هغه په خاوره کېناست، د وطن یوه موټی خاوره یې په لاس کې واخیسته او ورو یې پر خپلو سترګو کېښوده «ای خاورې! ته زما د پلرونو د قدمونو نښه یې. په تا کې د هغو انسانانو یادونه پراته دي چې د ژوند، عزت او خپلواکۍ خوبونه یې لرل. زه ستا له هرې ذرې سره مینه لرم، خو زما مینه یوازې په ژړا او خبرو نه پوره کېږي. زه به ستا د ابادۍ لپاره کار کوم، ستا د خلکو د یووالي لپاره به هڅه کوم او ستا ماشومانو ته به د امید کیسې وایم.»
ماښام چې کور ته راستون شو، مور یې د انګړ تر څنګ ناسته وه. د لمر وروستۍ وړانګې د هغې پر سپینو ویښتانو لګېدلې وې. احمد د هغې څنګ ته کښېناست او سر یې د مور پر زنګون کېښود.
مور یې ورو د هغه پر سر لاس تېر کړ زویه، اوس دې زړه ارام شو؟احمد د مور لاس ښکل کړ او ویې ویل مورې، تر هغه چې زموږ په وطن کې یوه مور د خپل زوی په غم ژاړي، زما زړه به ارام نه وي. تر هغه چې یو ماشوم له لوږې ویده کېږي، زما کار به پای ته نه وي رسېدلی. تر هغه چې زموږ خلک یو بل د ژبې، قوم او سیمې له امله پردي ګڼي، زموږ د وطن د مینې سفر به لا نیمګړی وي.»
مور یې په مینه ورته وکتل.
نو زویه، د خلکو زړونه سره نږدې کړه. د وطن تر ټولو لویه شتمني یې انسانان دي. خاوره هغه وخت رښتیا ګرانه وي چې خلک یې په مینه کې ژوند وکړي. د مور دا خبرې د احمد په زړه کې د تل لپاره ځای پر ځای شوې.
کلونه وروسته، کله چې د کلي ماشومان له ښوونځي فارغېدل، احمد به د هغوی څېرو ته کتل او د خپل تېر ژوند دردونه به یې په یاد شول. ده پوهېده چې د وطن رغېدل د یوې ورځې کار نه دی؛ دا د نسلونو هڅه غواړي. د ورانو کورونو تر څنګ باید مات زړونه هم ورغول شي. د سړکونو تر څنګ باید د باور لارې هم جوړې شي. د ودانیو تر څنګ باید د انسانانو ترمنځ د مینې او درناوي پلونه هم پورته شي افغانستان به هغه ورځ رښتیا اباد وي چې د یوه ولایت ماشوم د بل ولایت ماشوم خپل ورور وبولي؛ چې د یوه قوم ځوان د بل قوم د انسان درد خپل درد وګڼي؛ چې ښځې او نارینه د علم، کار او عزت په ډګر کې د پرمختګ فرصت ولري؛ چې د اختلاف پر ځای خبرې وشي، د کرکې پر ځای خواخوږي پیدا شي او د وېرې پر ځای د امن احساس د هر کور برخه شي.
وطن‌مینه دا نه ده چې د وطن نیمګړتیاوې پټې کړو؛ وطن‌مینه دا ده چې د هغه دردونه وپېژنو او د درملنې لپاره یې کار وکړو. دا نه ده چې یوازې د بیرغ تر سیوري لاندې شعارونه ووایو؛ دا ده چې د بیرغ تر سیوري لاندې د هر انسان حق وساتو. دا نه ده چې یوازې د تېرو اتلانو نومونه واخلو؛ دا ده چې د راتلونکو نسلونو لپاره داسې ژوند جوړ کړو چې هغوی د خپل وطن په نوم ویاړ وکړي زما وطنه، ته که هر څومره ستړی یې، زه لا هم له تا سره مینه لرم. ستا په وچو دښتو کې هم زما د زړه د شنو هیلو تخم پروت دی. ستا په لوړو غرونو کې هم زما د امید غږ انګازې کوي. ستا په زړو کورونو کې هم د بیا رغېدو ارمان ژوندی دی زه پوهېږم چې زما او ستا ترمنځ ډېرې اوښکې پرتې دي، خو زه باور لرم چې یوه ورځ به ستا پر لارو د وېرې پر ځای د ماشومانو د خندا غږونه خپاره شي. یوه ورځ به ستا په کليو کې د ټوپک د ډزو پر ځای د ښوونځي زنګونه واورېدل شي. یوه ورځ به ستا میندې د دروازو تر څنګ د اندېښنې په ځای د خپلو اولادونو د راتګ په خوښۍ کې سترګې لارې ته نیولې وي. یوه ورځ به ستا ځوانان د پردیو په کوڅو کې د کار او امن په لټه نه ګرځي، بلکې په خپل وطن کې به په عزت کار کوي، کورونه به جوړوي او د راتلونکي خوبونه به پوره کوي هغه ورځ به زموږ د ټولو قربانیو د صبر ورځ وي. هغه ورځ به د هغو میندو د دعاوو ځواب وي چې کلونه یې په ژړا کې تېر کړي دي. هغه ورځ به د هغو ماشومانو حق وي چې د ژوند په لومړیو کلونو کې یې د جګړې سیوري لیدلي دي او که زما په برخه کې د دې لوی بدلون لیدل نه وي، بیا هم به د وطن د مینې دا څراغ مړ نه کړم. ځکه زه باور لرم چې د یوه انسان رښتینې مینه د هغه له عمر سره نه ختمېږي؛ د هغه په عمل، په خبرو، په اولادونو او په هغو زړونو کې ژوندۍ پاتې کېږي چې ده د امید رڼا پکې بلې کړې وي زما وطنه، زه ستا د خاورې زوی یم. زما د مور دعا ستا په نوم ده، زما د پلار یاد ستا له غرونو سره تړلی دی، زما د ماشومتوب خوبونه ستا په کوڅو کې پاتې دي او زما د سبا هیلې ستا په ماشومانو کې ژوند کوي که ژوند رانه هر څه واخلي، ستا د مینې حق به نه شي اخیستلای.
زه به ستا د هرې لوېدلې خښتې لپاره د بیا جوړېدو هیله ساتم، ستا د هر یتیم لپاره د ورورۍ لاس اوږدوم، ستا د هرې مور د اوښکو درناوی کوم او ستا د هر ماشوم په سترګو کې د رڼا د پیدا کېدو لپاره هڅه کوم ځکه وطن یوازې هغه ځای نه دی چې انسان پکې زېږېدلی وي؛ وطن هغه ځای دی چې انسان یې د ابادۍ لپاره خپل زړه، خپل فکر او خپل ژوند وقف کړي افغانستانه! ته زما د زړه ټوټه یې. ستا درد زما درد دی، ستا خوښي زما خوښي ده او ستا راتلونکی زما مسؤلیت دی. زه نه پوهېږم چې زما د ژوند په پای کې به ستا پر ځمکه څومره ګلان غوړېدلي وي، خو دا ژمنه درسره کوم چې تر وروستۍ ساه پورې به د سولې، یووالي، علم او انسانیت د ګلونو د کرلو هڅه کوم ځکه زه د مات زړونو د وطن زوی یم، خو نه غواړم چې زما وطن د تل لپاره د مات زړونو وطن پاتې شي. زه غواړم چې یوه ورځ دا وطن د مینې، سولې، عزت او امید وطن شي؛ داسې وطن چې هر افغان پکې په ویاړ ووایي: دا زما کور دی، دا زما خاوره ده، دا زما افغانستان دی.

 

د خاورې وروستی لیک

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320