ماښام ورو ورو پر کلي خپرېده.
د غرونو له څوکو د لمر وروستۍ وړانګې لکه د یوه ستړي مسافر وروستی سلام، د کلي پر بامونو خورې شوې او بیا ورکې شوې.
د کلي په منځ کې یو زوړ چنار ولاړ و. تنه یې چاودلې وه، څانګې یې له ډېرو ژمو ستړې شوې وې، خو لا یې هم هره پسرلی شنه پاڼه غوړوله.
خلکو به ویل دا چنار د کلي له خلکو ډېر عمر لري.
خو د کلي د خلکو په منځ کې یوه ښځه وه چې تر چنار هم ډېره زړېدلې وه.
خلکو به ورته ویل:
«د احمد مور.»
هغې خپل نوم هم هېر کړی و.
له هغه وخته چې احمد تللی و، خلکو به نوم نه ورکاوه؛ ټول به یې د هغه په نوم پېژندله.
«د احمد مور.»
او هغې ته همدا نوم بس و.
هر ماښام به یې د کور دروازه خلاصه پرېښوده.
ګاونډیانو به ورته ویل:
مورې، ولې دروازه نه بندوې؟ ژمی دی، ساړه دي.
هغې به ویل احمد چې راشي، شاید دروازه بنده وي.
خو که ناوخته راغی؟
زوی مې پوهېږي چې مور یې انتظار کوي دا جمله به یې په داسې ډاډ ویله، لکه احمد چې سبا سهار خامخا راځي.
خو سبا به راغی.
او احمد به نه و.
بیا به بله ورځ راغله.
او هغه هم نه و.
بیا میاشت.
بیا کال.
بیا کالونه.
خو مور لا هم انتظار کاوه.
احمد د کلي یو عادي هلک نه و.
له ماشومتوبه به یې د غرونو لمنې وهلې.
د چنار لاندې به یې له نورو ماشومانو سره لوبې کولې.
کله چې به ستړی شو، د مور لمنې ته به ورغی او ویل به یې:
مورې، کله چې لوی شم، څه به شم؟
مور به یې موسکۍ شوه:
ته چې هر څه شې، یوازې ښه انسان شه که عسکر شوم؟
مور به یې وېرېدلې سترګې ورته وکتلې.
نه زویه.
ولې؟
ځکه چې مور دې زړه لري.
احمد به وخندل.
زه به داسې عسکر شم چې څوک به نه وژنم.
مور به یې سر پرې کېښود.
زویه، که نړۍ ستا خبره واوري، جګړه به ختمه شي.
احمد لوی شو.
په ښار کې یې زده کړې پیل کړې مور به یې هر سهار له خوبه مخکې پاڅېده، ډوډۍ به یې ورته پخه کړه، جامې به یې ور برابرې کړې یوه ورځ احمد د وتلو پر وخت د دروازې مخې ته ودرېد.
مور ته یې وویل مورې، که زه لاړم، ته به ډېرې یوازې شې؟
مور وخندل.
مورې چې زوی ولري، هېڅکله یوازې نه وي.
احمد لاړ.
مور تر ډېره د دروازې تر څنګ ولاړه وه تر هغه وخته چې د زوی سیوری هم ورک شو.
هغې ورو وویل:
خدای دې مل شه، زویه.
دا د هغې د خولې وروستۍ عادي دعا وه.
وروسته یې هره دعا په ژړا بدله شوه.
جګړه شدیده شوه.
په ښار کې چاودنې شوې.
لارې وتړل شوې.
خلک له خپلو کورونو وتښتېدل.
احمد هم غوښتل له ښار څخه ووځي.
مور ته یې زنګ وواهه.
مورې، زه در روان یم.
زویه، ژر راشه.
سبا سهار به درسره یم.
ژمنه؟
ژمنه.
مور هغه شپه خوب ونه کړ.
د زوی لپاره یې کوټه پاکه کړه.
د هغه زوړ بالښت یې وښووراوه.
د هغه د ماشومتوب جامې یې له صندوقه راوویستې.
دوه ورځې مخکې یې د احمد خوښې شوې ډوډۍ پخه کړې وه ډوډۍ یې په ټوکر کې تاو کړه.
او د دروازې تر څنګ کښېناسته.
انتظار یې کاوه.
ماښام شو.
احمد رانغی.
شپه شوه.
احمد رانغی.
سهار شو.
احمد رانغی.
د دروازې مخې ته هر موټر چې ودرېد، مور به له ځایه پورته شوه.
احمد!
خو هر ځل به پردی سړی و.
درې ورځې وروسته یو سړی راغی.
د احمد ملګری و.
مور چې هغه ولید، په منډه ورغله زویه! احمد چېرته دی؟
سړي سترګې ښکته کړې.
مور پوه شوه.
هغې د سړي لاس ونیو.
راته ووایه.
سړي څه ونه ویل.
مور چیغه کړه:
احمد چېرته دی؟!
سړي په مات غږ وویل:
مورې…
همدا یوه کلمه بس وه.
مور د دروازې په منځ کې ودرېده.
د هغې لاسونه ولړزېدل.
نه…
سړي سر ښکته کړ.
احمد…
مور چیغه کړه:
نه!
او پر ځمکه ولوېده.
هغه ورځ د کلي خلک ټول راغلل.
خو مور هېڅوک نه لیدل.
هغې یوازې یوه خبره کوله:
هغه خو راته ویلي وو چې سبا راځي.
یوې ښځې یې لاس نیولی و.
مور ورته وویل:
دروغ یې ویلي نه وو، نه؟
ښځې ژړل.
مور بیا وویل هغه خو زما زوی و. مور ته یې دروغ نه ویل.
هیڅوک ځواب نه شو ورکولی.
د احمد جنازه راغله.
تابوت د کور مخې ته کېښودل شو.
مور ورو ورو ورنږدې شوه.
خلکو غوښتل چې مخه یې ونیسي.
خو هغې وویل:
لیرې شئ.
هغې د تابوت سر ته لاس کېښود.
زویه…
چوپتیا وه.
ته خو ویل سبا راځم.
اوښکې یې روانې شوې.
ما ستا لپاره ډوډۍ پخه کړې وه.
هغې د خپل زوی پر تابوت لاس وموښه ډوډۍ لا هم ګرمه وه، زویه…
بیا یې خپل مخ پر تابوت کېښود.
ولې دې مور ته ونه ویل چې ډېر ناوخته راځې؟
له خلکو نه هېڅوک ونه توانېدل چې خپلې اوښکې پټې کړي.
احمد په هماغه کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
مور د قبر تر څنګ ډېره شېبه ناسته وه.
ماښام شو.
خلک لاړل.
خو مور نه تلله.
یو سړي ورته وویل:
مورې، شپه کېږي.
هغې وویل:
لاړ شه.
ته به دلته یوازې پاتې شې.
مور قبر ته وکتل.
زه یوازې نه یم.
له هغې ورځې وروسته د مور ژوند بدل شو.
نور یې خبرې نه کولې.
خو هر سهار به د احمد قبر ته تلله.
د قبر خاوره به یې په لاسونو لمسوله.
او ویل به یې:
زویه، نن مې هم ستا لپاره دعا وکړه.
یوه ورځ یې قبر ته نږدې یو کوچنی نیالګی کېښود.
یو ماشوم ترې وپوښتل:
انا، دا ولې کرې؟
مور وویل:
ځکه چې زما زوی د سیوري په لټه کې و.
اوس؟
مور وویل:
اوس به نور ماشومان د ده تر سیوري لاندې کښېني.
کلونه تېر شول.
جګړه لا هم روانه وه.
خلک له هېواده وتل.
کلي تشېدل.
د احمد مور هم د خپل زوی د قبر تر څنګ پاتې وه.
یوه ورځ د کلي ښوونځی وتړل شو ماشومان بې درسه شول.
مور ماشومانو ته وکتل.
ولې ښوونځي ته نه ځئ؟
یو ماشوم وویل:
ښوونځی نشته.
مور د احمد د قبر خواته وکتل.
بیا یې وویل:
نو راشئ.
چېرته؟
زما کور ته.
له هماغې ورځې د هغې کور ښوونځی شو.
په سهار به ماشومان راتلل.
مور به ورته د پښتو توري ور زده کول.
الف.
ب.
پ.
ماشومان به توري لیکل.
او مور به په پټه ژړل.
هغوی به فکر کاوه چې انا خوشحاله ده.
خو هغې به د ماشومانو په هره وړه خندا کې د احمد ماشومتوب لټاوه.
کله چې به یو ماشوم خندل، هغې به احمد لید.
کله چې به یو ماشوم منډه وهله، هغې به احمد لید.
کله چې به یو ماشوم «مورې» ویل، د هغې زړه به ټوټه ټوټه شو.
ځکه احمد هم په ماشومتوب کې همداسې ویل:
«مورې!»
یوه ورځ یو ماشوم د هغې مخې ته کتاب کېښود.
انا، زما لیکل وګوره.
مور کتاب واخیست.
په لومړۍ پاڼه کې یې لیکلي وو:
«وطن»
مور ناڅاپه چوپه شوه.
سترګې یې له اوښکو ډکې شوې.
ماشوم وپوښتل:
انا، غلط مې لیکلي؟
مور خپل سر وخوځاوه.
نه زویه…
اوښکه یې پر کتاب ولوېده.
ډېر سم دې لیکلي.
نو ولې ژاړې؟
مور کتاب خپلې سینې ته ونیو.
ځکه چې ستا د «وطن» په نوم کې زما د زوی ټول عمر پروت دی.
هغه شپه مور د احمد زوړ صندوق خلاص کړ.
په صندوق کې یې د زوی یو عکس، څو زاړه کتابونه او یو لیک پروت و.
هغې لیک راواخیست.
لاسونه یې رپېدل.
لیک یې بیا ولوست.
«مورې! که بېرته رانغلم، زما پر ځای وطن مه ژړوې؛ وطن ژوندی وساته.»
مور اوږده ژړا وکړه.
زویه…
هغې عکس ته وکتل.
ته پوهېدې چې زه به دې وروسته څنګه ژوند کوم؟
هغې عکس خپلې سینې ته ونښلاوه.
ته پوهېدې چې مور به دې هره شپه دروازه خلاصه پرېږدي؟
هغې خپل مخ په لاسونو پټ کړ.
ته پوهېدې چې ستا د کوټې دروازه به زه هېڅکله بنده نه کړم؟
بیا یې په مات غږ وویل:
زویه، ما وطن ژوندی وساته…
او لږه شېبه وروسته یې وویل:
خو ته مې را نه ګرځولې.
ژمی راغی.
سخت ژمی و.
واوره ډېره ورېدله.
مور ناروغه شوه.
ماشومان یې شاوخوا راټول شول.
احمد ته ورته ماشوم، چې اوس لوی شوی و، د هغې لاس نیولی و انا، روغتون ته دې یوسو؟
مور ورو سر وخوځاوه.
نه.
ولې؟
زه به سبا ښوونځي ته راشم.
هلک وژړل.
انا، ته به سبا راځې؟
مور موسکۍ شوه هو.
خو هغه پوهېده چې شاید سبا ونه ویني.هغه شپه یې د کور دروازه خلاصه پرېښوده.
د احمد عکس یې تر څنګ کېښود.
او ورو یې وویل:
زویه، نن زه ستا خواته راځم.
بهر واوره ورېده.
چنار په باد کې ښورېده.
مور سترګې پټې کړې.
ورو یې وویل:
احمده…
لکه د ډېر لرې نه چې یو غږ راغی مورې…
هغې موسکا وکړه.
زویه، راغلې؟
د هغې پر شونډو وروستۍ موسکا وه.
او بیا چوپتیا شوه.
سهار ماشومانو دروازه وټکوله.
دروازه خلاصه وه.
مور نه وه.
د هغې پر ځای د احمد عکس پروت و.
او ورسره یو کوچنی کاغذ.
پر کاغذ لیکل شوي وو:
«ماشومانو که زه نه وم، ښوونځی مه بندوئ.
که واوره ډېره شوه، اور بل کړئ.
که تیاره شوه، څراغ ولګوئ.
که څوک درته وویل چې وطن ختم دی، باور مه کوئ.
وطن هغه وخت مري چې اولادونه یې له امید څخه لاس واخلي قلمونه مو مه پرېږدئ.
پښتو مو مه هېروئ.
خپله خاوره مه هېروئ.
او که کله زما احمد در په یاد شو، د هغه قبر ته مه ژاړئ یوازې یو ماشوم کتاب ته کېنوئ.
دا به زما د زوی لپاره تر ټولو لویه فاتحه وي.»
ماشومان چوپ وو.
یو ماشوم په ژړا وویل:
انا لاړه.
بل ماشوم وویل:
نه.
هغه د ښوونځي تختې ته وکتل.
په سپین چاک یې ولیکل:
«وطن»
بیا یې لاندې ولیکل:
«مور»
او بیا یې ورو وویل انا راته ویلي وو چې وطن باید ژوندی وساتو کلونه وروسته، هغه کوچنی ښوونځی په لوی ښوونځي بدل شو چنار لا هم ولاړ و.
د احمد قبر لا هم د هماغې غونډۍ پر سر و او هر کال د پسرلي په لومړۍ ورځ ماشومان د هغه قبر ته تلل.
ګلان به یې اېښودل.
خو ژړل به یې نه.
د مور خبره یې په یاد وه.
«د هغه قبر ته مه ژاړئ؛ یو ماشوم کتاب ته کېنوئ.»
د کلي په ښوونځي کې به هر سهار د ماشومانو غږونه پورته کېدل د پښتو توري به ویل کېدل.
د وطن شعرونه به لوستل کېدل.
او د چنار پاڼې به د باد په څپو کې داسې ښورېدې، لکه یوه بوډۍ مور چې له ډېر لرې نه خپلو ماشومانو ته دعا کوي.
او که څوک به د ماښام پر مهال د احمد قبر ته نږدې شو، شاید یې د باد په غږ کې یوه ډېره نرمه جمله واورېدله «مورې… ما وطن ژوندی ولید.»
او ښايي له همدې امله،
هغه مور چې خپل زوی یې له لاسه ورکړی و خپله ټوله مینه یې په یوه ملت کې خپره کړه ځکه ځینې میندې یوازې د خپلو زامنو لپاره نه ژاړي؛
ځینې میندې د یوه ټول وطن په اندازه زړه لري او ځینې زامن یوازې په قبرونو کې نه پاتې کېږي هغوی په کتابونو، په ژبه، په خاوره، په ماشومانو او د مور په دعا کې ژوندی پاتې کېږي.
د احمد قبر لا هم هلته دی.
چنار لا هم شین دی.
ښوونځی لا هم پرانیستی دی.
او د هر سهار په پیل کې،
کله چې یو ماشوم خپل کتاب پرانیزي د یوې مور د زړه وروستی لیک بیا لوستل کېږي «زویه، که زه نه وم… وطن ژوندی وساته.»
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()