غلام نبي خان چرخي

عبدالباري جهاني

0 65

د غلام نبي خان چرخي په باره کي دا لیکنه ځکه کوم چي محترم محمدداوود مومند مستقیماً زما څخه دا پوښتنه کړې ده چي غلام نبی خان چرخي ته، پر افغانستان باندي د شوروي قواوو په ملاتړ حملې له امله، ملی خاین ویلای سو کنه؟

لومړی باید ووایم چي زه د دومره لوی حکم د کولو صلاحیت نه لرم. دوهم دا چي زه پخپله د خاین کلمه، او په تېره بیا د ملي خاین کلمه یو څه درنه بولم نوځکه یې په استعمالولوکي له احتیاط څخه کار اخلم. که څه هم چي پر مزارشریف او تاشقرغان باندي د شوروي د سرو قواوو او« کي جی بي» یا په افغانستان کي د هغه وخت د « ګې پي او» د استازي ژرژ سرګیویچ آقابکوف په ملاتړ حمله کول په هیڅ صورت نه دفاع کیږي او په هر صورت د افغانستان په تاریخ کي یو محکوم عمل دی.

غلام نبي خان چرخي د سپه سالار غلام حیدرخان یوسفزي زوی وو( امیر عبدالرحمن خان د غلام حیدرخان په نوم درې تنه نور جنرالان هم درلودل – جنرال غلام حیدرخان وردګ، جنرال غلام حیدرخان اورکزی او جنرال غلام حیدر خان توخی). غلام نبی خان د امیر حبیب الله په پوځیانو کي یو زړه ور افسر وو او د اعلیحضرت امان الله خان په زمانه کي خصوصاً هغه وخت ډېر مهم سو چي د خوست د ښورښ په ځپلو کي یې توره وکړه او د هغه خدمت په بدل کي د سمت جنوبي د رییس تنظیمه په حیث وټاکل سو.

دا وخت چي امان الله خان د بچه سقاو د قواوو په مقابل کي ماته کړې اوکندهار ته خوځېدلی وو او هلته یې کوښښ کاوه چي، د دراني قبایلو په مرسته، بیرته کابل ونیسي، غلام نبي خان په ماسکو کي د افغانستان سفیر وو. غلام نبي خان کوښښ کاوه چي د امان الله خان د بیرته پاچا کولو لپاره له شوروي اتحاد څخه پوځي مرسته ترلاسه کړي.

د ختیځ لپاره د « ګی پي او» د سیاسي ادارې عمومي رییس او په افغانستان کي د شوروي اتحاد په سفارت کي پخوانی مامور آقابکوف په دې عقیده وو چي جبیب الله کلکاني د زحمتکښانو له طبقې څخه دی. شوروي اتحاد باید له هغه سره دوستانه اړیکي ټینګ کړي او مرستي ورسره وکړي. آقابکوف په دې عقیده ووچي امان الله خان په خپل هیواد کي بدنامه سوی او پرزېدلی دی او نور د شوروي په درد نه خوري نو باید چي د هغه له ملاتړ څخه لاس واخیستل سي. پروفیسر ولادیمیربویکو. دولت و اپوزیسیون در افغانستان ص ۱۸۲

پخپله آقابکوف په خپلو خاطراتو کي لیکي چي خارجه وزارت او د کمونیسټ ګوند سیاسي دفتر په دې عقیده وو چي له امان الله خان سره باید مرسته وسي او که امکان ولری بیرته د کابل تخت ور ورسپارل سي. . . . آقابکوف لیکي چي ګي پي او بالآخره فیصله وکړه چي د کمونیسټ ګوند د سیاسي دفتر هدایتونه عملي کړي او د افغانستان د وضع د څېړلو او روښانولو لپاره، د امان الله خان د فعالیتونو مرکز ته یو استازی ولیږي. دغه استازی باید په قبایلو کي د امان الله خان محبوبیت وڅیړي او ضمنن د کندهار او هندوستان ترمنځ یوه جاسوسي شبکه فعاله کړي.

آقابکوف لیکي چي دا وظیفه ماته راوسپارله سوه؛ خو موږ ته اطلاع ورسېده چي د هرات ټول ولایت د بچه سقاو لاسته ورغلی دی او د هرات او کندهار ترمنځ لاره تړله سوې ده نو زه په ماسکو کي پاته سوم. خاطرات آقابکوف ص ۲۰۳

شوروي محقق ولادیمیر بویکو لیکي چي شوروي حکومت هم له امان الله خان سره بې مقصده پوځي مرستي نه کولې بلکه په عوض کي یې پنبه، څرمني، وړۍ او نور ازرښتمنده شیان ورڅخه غوښتل. دولت و اپو زیسیون ص ۱۷۹

څرنګه چي پر افغانستان باندي، د شوروي قواوو په ملاتړ، د سپه سالار غلام نبي خان چرخي په پوځي عملیاتو کي په افغانستان کي د شوروي د کي جي بي پخواني استازي ژرژ سرګیویچ آقابکف پخپله برخه درلوده نو لازمه ده چي د دغو پوځي عملیاتو په باره کي د هغه خاطراتو ته توجه وکړو. آقابکف لیکي:

« د سیاسي دفتر په هغه غونډه کي چي د ستالین، غلام نبي خان او په افغانستان کي د شوروي نظامي آتشه پریماکوف په ګډون جوړه سوې وه فیصله وسوه چۍ د سره پوځ د عسکرو یوه ډله دي، په افغاني یونیوفورم کي، د پریماکوف تر قوماندي، افغانستان ته رهي سي. دوی باید په مخفي شکل د افغانستان له پولي څخه تېر سي او د کابل پر لور دي حرکت وکړي او د دې لپاره چي له ستونزوسره مخامخ نه سي باید چي د دې قوې ظاهري قومانده د غلام نبي خان په لاس کي وي تر څو د افغانستان په شمال کي له خپل نفوذ څخه ګټه واخلي.

څو هفتې وروسته دا برنامه په دې ترتیب عملي سوه:

Related Posts
1 of 63,784

یوه ورځ سهار د سرحدي ښار ترمز خلک شاهد ول چي د شوروي الوتکو د آمو د سیند له غاړي څخه د پاتا ګیسار په نوم سرحدي پوستې څخه پرواز وکړ او کله چي د افغانستان سرحدي ساتونکي الوتکو ته متوجه سول نو الوتکو هغوی ټول په ماشین ګنو وویشتل او ټول یې ووژل. او له دې سره سم د ماهرو عسکرو یوې ۸۰۰ کسیزي قطعې چي په تاشکند کي روزل سوي وه او له ټولو سره ماشیندار ورسره وه له څو توپونو سره د مزار شریف پر لور حرکت وکړ. دې قطعې د افغانی عسکرو څو ډلګۍ، چي مخي ته یې ورغلې ټول د ماشیندار او توپونو خوراک کړل.

د مزار شریف په شاوخوا کي د هغوی په مقابل کي مقاومتونه وسول او سمدستي خنثی کړه سول. او د سره پوځ عسکرو، چي افغاني جامې یې په تن کي وې، ډېر ژر د مزار شریف ښار ونیوی. له سرحد څخه چي عملیات پیل سول بیا د مزار شریف تر نیولو پوری د افغانانو تلفات ۲۰۰۰ تنه اټکل کیږي.

د بچه سقاو مجاهدینو، چي زیاتره د ترکمن او بخارا مهاجرین ول، د مزراشریف په ختیځ کي سره راغونډ سول څو د غلام نبي خان د قواوو مخه ونیسی. غلام نبي خان هم د مزار شریف او شاوخوا خلک راغونډ کړل او د سره پوځ له عسکرو سره د تاشقرغان پر لور رهي سو.

د تاشقرغان سره نیژدې دواړو قواوو نښته وکړه او تر شپږ ساعته جګړې وروسته د بچه سقاو عسکرو ماته وکړه. ۳۰۰۰ تنه یې ووژل سول او نور یې وتښتېدل. په نتیجه کي زموږ او د غلام نبي خان قواوو د تاشقرغان ښار په ډېره آسانی ونیوی او د خان آباد پر لور مو حرکت پیل کړ» خاطرات آقابکف ص ص ۲۰۴-۲۰۵

آقابکف لیکي چي د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کي موږ ته اطلاع ورسېده چي امان الله خان د بچه سقاو په مقابل کي له مقاوته لاس اخیستی او له کندهار څخه هند ته تښتېدلی دی. موږ هم عقب نشینی وکړه او درې ورځي وروسته مو ټول عسکر بیرته د شوروی په خاوره کي ځای پر خای سول.

آقابکف وايی د شوروي قواوو د عقب نشینی بل دلیل دا وو چي ټوله نړۍ د شوروي په دې عملیاتو خبره سوې وه او حتی زموږ دوستو هیوادونو هم له دې مداخلې سره موافقه نه درلوده.

په نتیجه کي ویلای سو چي د پردیو قواوو او هغه هم د شوروي اتحاد په څېر یوه غلیم هیواد د عسکرو، الوتکو، توپونو او ماشیندارانو په وسیله پر خپله خاوره باندي یرغل کول او شاوخوا ۶۰۰۰ پوځي او ملکي کسان قتلول که خیانت نه وي نو لږترلږه داسي شریر او د غندني وړ عمل دی چي په هیڅ توګه توجیه کېدلای نه سي. غلام نبي خان که هر څومره زړه ور عسکر وو. که هر څومره تکړه سپه سالار وو. که یې له امان خان سره هر څومره ژوره مینه درلوده. دا وروستی عمل یې په هیڅ توګه دفاع کېدلای نه سي.

تاریخ باید په هیڅ توګه د خپلو احساساتو قرباني نه کړو. د یوه مورخ تر ټولو غوره او مهم خصلت دا دی چي حقایق لکه څرنګه چي دي هغسي بیان کړي. مورخ باید په دې پوه وي چي هر څه لیکي خلک به د ده په ژوند او یا له مرګه وروسته پر هغه باندي قضاوت کوي. مرحوم غبار،چي« افغانستان در مسیر تاریخ» کتاب ته یې زموږ افغانان د مقدس متن په سترګه ګوري، د حقیقت ویلو اصل رعایت کړی نه دی. غبار نه سو کولای چي د افغانستان په شمال کي د غلام نبي خان پر دغو پوځي عملیاتو سترګي پټي کړي نو داسي اشاره یې ورته کړې ده چي ګواکي د غلام نبي خان په هغو پوځي عملیاتو کي شوروي قواوو له سره برخه نه درلوده. هغه په لوی لاس حقیقت پټ کړی او په دې توګه یې یې خپل ټول کتاب تر سوال لاندي راوستلی دی. مرحوم غبار لیکي چي کله هرات د عبدالرحیم خان لاسته ولوېدی نو د هرات نایب الحکومه د ایران له لاري اروپا ته ولاړی. وروسته لیکي:

« اما په عوض کي، په شوروي کي د افغانستان سفیر غلام نبی خان چرخي له څو سوو هزاره او ترکمنو عسکرو سره د آمو د سیند له پوري غاړي څخه افغانستان ته داخل سو او تر دولت آباد پوري مخ ته ولاړ. سقاوي عسکرو د هغه په مقابل کي په دفاع لاس پوري کړ او د ۱۳۰۹ کال د حمل په میاشت کي یې د خواجه ولي په سیمه کي ډېره سخته ماته وخوړه. غلام نبي خان د ثور د میاشتی پر دوهمه، له یوې سختي جګړې څخه وروسته، د مزار ښار اشغال کړ. مګر لږ وروسته، د سقوي حکومت رییس تنظیمه له ایبک او تاشقرغان څخه ۲۰۰۰ زره عسکر راغونډ کړل او د مزار شریف پر ښار یې حمله وکړه مګر ماته یې وکړه. سره له هغه هم د سقاو طرفدارانو د مزار پر ښار باندي دلته هلته حملو ته دوام ورکړ. غلام نبي خان د ثور پر اتمه د سقاویانو د شیرآباد عسکري قشله ونیوله. او یوه ورځ وروسته یې د توپ او الوتکو د حملې په وسیله قلعه جنګي ونیوله. ( غبار دا نه وايي چي غلام نبي خان په دونه لږه موده کي توپونه او الوتکي له کومه کړې؟؟؟» په تاشقرغان کي د سقویانو وروستی مقاومت هم مات سو او د بلخ ټول ولایت د غلام نبي خان قواوو ته په لاس ورغی. سقاوي حکومت خپل د دفاع وزیر سید حسین ته امر وکړ چي د خپلو څلورو زرو عسکرو سره د بلخ پر ولایت باندي حمله وکړي. د غلام نبي خان قواوو دې پوځ ته هم په ایبک کي ماته ورکړه اوعسکر وتښتېدل او سید حسین هم د قطغن ولایت ته وتښتېدی. تر دغه وخته پوري شاه امان الله له کندهاره د کابل پر لور حرکت کړی او تر غزني پوري رسېدلی وو خو کله چي یې په غزني کي د سقاویانو او سلیمان خیلو د قواوو په مقابل کي مغلوب سو او له افغانستانه خارج سو نو خارجه وزیرغلام صدیق خان چرخي خپل ورور غلام نبي خان ته، له افغانستان څخه د امان الله خان د وتلو په باره کي، ټلګرافي اطلاع ورکړه او غلام نبي خان هم، په داسي حال کي چي فاتح وو، د آمو له سینده واوښت او له افغانستان څخه خارج سو. هغه په خپل دې حرکت سره وښودله چي یوازي غواړي د امان الله خان خدمت وکړي ځکه یې خپل هیواد د ښورښیانو لاسته پرېښود او له وطنه خارج سو» افغانستان در مسیر تاریخ چاپ اول ص ۸۳۱

سړی چي د مرحوم غبار د کتاب دغه یوه پاڼه لولي نو سوال ورته پیدا کیږي چي هغه ولي دونه حقیقتونه په لوی لاس پټ کړي او حتی مخامخ یې دروغ ویلو ته ملاتړلی ده. غبار وايي چي غلام نبي خان څو سوه هزاره او ترکمن عسکر د حمل د میاشتي په پای کي راغونډ کړل. د هغه ټولو پوځي عملیاتو څه کم یوه میاشت دوا کړی دی. دی خپل لوستونکو ته څرنګه دا قناعت ورکولای سي چي د غلام نبي خان څو سوو عسکرو یو ځل د سقاویانو ۲۰۰۰ کسیز او بل ځل ۴۰۰۰ کسیز پوځ ته داسي ماته ورکړې ده چي عسکر او قوماندان یې دواړه له میدانه تښتېدلي دي. دا خو لا پرېږده چي په دې دونه لږ وخت کي یې بمب غورغوځونکي الوتکي لا هم پیدا کړي دي. غبار ته به یې څه تاوان کړی وای چي د شوروي د قواوو نوم یې اخیستی او حقیقت یې پټ کړی نه وای؟

که چیري، فرض محال، د غلام نبي خان هغه پوځي عملیات بریالي سوي وای. او بیاهم، فرض محال، قدرت یې امان الله خان ته پرې ایښی وای، نو بیا به افغانستان څه باندي سل کاله وړاندي د بخارا او سمرقند په څېر د شوروي اتحاد مستعمره وای. شورویان د امان الله خان له غمه مړه نه وه چي خپل عسکر به یې د هغه لپاره وژل. پیسې به یې لګولې.؟ بین المللي بدنامۍ ته به یې ځان ورکاوه او کله چي امان الله خان د کابل تخت بیرته ترلاسه کړی وای نو دوی به په خپله مخه تللای. برعکس، که امان الله خان د شوروي د قواوو په زور کابل نیولی وای نو بیا به هغه پخوانی شاه امان الله نه بلکه د شوروي لاس کښېنولی او فرمان وړونکی مامور وای.

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply