اکثریت افغانان د خلیل زاد له نامه څخه نفرت لري او هغه ته د یوه خاین په سترګه ګوري. ما به هر وخت افغانانو ته ویل چي تاسی خلیل زاد ته ولي خاین وایاست؟ هغه یو امریکايی دی او د خپل هیواد ګټو ساتلو ته وفادار سړی دی. تاسي له هغه څخه ولي د یوه افغان تمه لری او له هغه څخه ولی هر وخت ګیله من یاست. البته هغه یوازي د امریکایی په حیث د امریکا ګټي ساتلي نه دي بلکه د خپلو شخصي ګټو د ساتلو لپاره یې افغانستان ته دونه تاوانونه اړولي دي چي لږو دښمنانو به ورته رسولي وي.
خلیل زاد له ۱۹۸۲ کال څخه د مجاهدینو د مشرانو لپاره د جمهورریس ریګن خاص استازی یا سفیر وو او په وروسته کي تر اوسه پوري د جمهوري غوښتونکو جمهورورییسانو له خوا د مجاهدینو د تنظیمونو، طالبانو، د افغانستان د حکومتونو او بیا هم د طالبانو لپاره د امریکا د حکومت استازی وو. خلیل زاد په دې څه کم پنځوسو کلونو کي ، د افغانستان په سیاسي صحنه کي، د افغانستان تر خپلو سیاسي مشرانو هم زیات فعال او اغېزمن کردار دی او په ۲۰۱۹م کال کي د طالبانو او د امریکا د حکومت ترمنځ د دوحې د بدمرغي موافقې د لاسلیک کېدلو او په وروسته کي، د هغي موافقې په اساس، د طالبانود قدرت نیولو او د جمهوریت د سقوط یو عامل هم دی پخپله وو.
خلیل زاد له لومړي سره یوازي یو امریکایی ډیپلوماټ نه وو بلکه له لومړۍ ورځي یې، د خپلي ډیپلوماټیکي وظیفې تر څنګ، د افغانستان په ټولو حوادثو کي د افغانستان د خلکو په مستقیم تاوان رول درلودلی دی او د خپلي خوښي سره سم یې مستقیمي مداخلې کولې. په ۲۰۱۲ کال کي یې دوه ځله په واشنګټن کي خپل دفتر ته ور وغوښتلم او دواړه ځله یې تر یوه ساعت زیاتي خبري را سره وکړې. زه اوس هم نه پوهېږم چي ولي یې دفتر ته وربللم. ځکه چي زه نه سیاستمدار، نه قومي مشر او نه د کوم اجتماعي نفوذ خاوند وم. ښايی داسي به یې په لس هاوو نور افغانان وربللي وي. په دوهم مجلس کي یې له جمهورریس کرزي څخه ډېر زیات شکایت وکړ او په پای کي یې ماته وویل چي کودتا ورته و کړو که څنګه؟ ما ورته وویل چي د کرزي صاحب خو هسي هم لږ وخت پاته دی. دا خبري یې د خپل پښتانه سکرټر یا د دفتر د رییس په مخکي، چي اوس هم کار ورسره کوي، راته وکړې. له دې څخه ښکاري چي خلیل زاد د افغانستان په سیاست کي څونه مستقیمه لاسوهنه کوله.
تېره هفته رپوټونه خپاره سول چي ګواکي خلیل زاد کابل ته تللی او د طالبانو له خارجه وزیر امیرخان متقي سره یې کتلي دي. هر چا ویل چي خلیل زاد به د امریکا د حکومت په استازولی هلته تللی وي او ښايی دا د طالبانو په مقابل کي د امریکا د دریځ د تغییر نښه وي. خو د امریکا حکومت اعلان وکړ چي خلیل زاد د امریکا د حکومت په استازیتوب نه بلکه په خپل شخصي ابتکار هغه هیواد ته تللی دی. او وروسته مو ولیدل چي خلیل زاد په کابل کي د طالبانو او د د لتا د ګروپ تر منځ د موافقی د لاسلیک کېدلو په ترڅ کي د ملا برادر شاته ولاړ دی.
افغانستان ته د خلیل زاد له دې وروستي سفر او د ملا برادر شاته عکس څخه په زغرده ښکاري چي خلیل زاد نه یوازي د خپلو فعالیتونو څخه لاس نه دی اخیستی بلکه ځکه یې لا زور ورکړی دی چي ویل کیږي د ده زوی له څه باندي ۱۵ کالو راهیسي د تېلو په قراردادونو او حمل او نقل کي برخه لري. یوه خبیر سړي، چي د جمهوریت په کلونو کي یې څه کم لس کاله پر لوړو چوکیو کار کړی وو، راته وویل چي د خلیل زاد زوی او د جمهوریت په کلونو کي د دوو یا دریو وزیرانو زامن هم د جمهوریت له پیل څخه تر پایه پوري د تېلو په قراردادونو کي شریک ول او اوس هم لا فعال دي.
دا چي د دې او دغه ته ورته نورو قراردادونو څخه څومره پیسې ترلاسه کیږي ځکه د افغانستان د خلکو لپاره مهمه مسله نه ده چي دا ټولي ترلاسه سوي پیسې د طالبانو او د هغوی د انډیوالانو جېبونو ته ځي او د خلکو په هیڅ درد نه لګیږي. دا خبره ځکه کوم چي امریکا له افغانستان څخه د وتلو راهیسي تر اوسه پوري هره میاشت طالبانو ته څه باندي ۱۵۰ میلیونه ډالر نغد ورکړي دي چي په ۵ کالو کي یې خبره تقریباً ۱۰ بیلیونو ډالرو ته رسیږي. ملګرو ملتونو څه موده مخکي اعلان وکړ چي ۶بیلیونه ډالر یې طالبانو ته د بشري مرستو په توګه ورکړي دي. دا نغدي پیسې پر هغو عایداتو برسېره دي چي طالبانو د ګمرکونو او صادراتو له لاري ترلاسه کړي او د دې ترڅنګ یې د بدخشان او پنجشېر قېمتي ډبري را ایستلي او په بازارونو کي یې په غیر قانوني توګه پلورلي دي.
د افغانستان کلنی عاید په کال کي په اوسط ډول ۸۵۵ میلیونه ډالره دی. چي په پنځو کالو کي ۴،۲ بیلیونه ډالر کیږي. که له دې پیسو څخه د طالبانو هغه غیر قانوني عایدات، چي د ډبرو له خرڅلاو څخه یې ترلاسه کوي، وباسو نو له هغو پیسو سره چي امریکا او ملګرو ملتونو افغانستان ته ورکړي دي نو طالبانو په دې پنځو کالو کي څه باندي ۲۰ بیلیونه ډالر یا په هر کال کي ۴ بیلیونه ډالر ترلاسه کړي دي.
طالبانو د جمهوریت په شلو کلونو کي په پاکستان کي ژوند کړی دی او ټول شل کلونه یې د کوکنارو له کښت او د مخدره موادو له تولید او قاچاق له لاري د پیسو د ترلاسه کولو څخه، چي ویل کیږي، په کال کي، په اوسط ډول، ۶ بیلیونه ډالر کېدل، خپل جنګونه تمویل کړي او د ټول افغانستان امنیت یې ورخراب کړی، ثبات یې بې اطمینانه کړی او په زرګونو انسانان یې د خپلو ځانمرګو حملو قرباني کړي دي. هغوی به اوس هم له دغو پیسو څخه د ځان مرګو او دهشت اچوونکو د روزلو لپاره کار اخلي او که نن نه وي په نیژدې راتلونکي به د سیمي امنیت ته خطر پېښوي. په داخل کي به خپل تور رژیم ته دوام ورکوي. د نجونو پر زده کړو به بندیز دوام لري. خلک، په تېره بیا د پخواني نظام مامورین او امنیتي کارکوونکي به تري تم کیږي او د بشر پر حقوقو به تېری نور هم زور اخلي. او د دې ټولو بدیو تر څنګ لا اداري فساد داسي حالت ته رسېدلی او عام سوی دی چي هیڅ دولتي اداره ورڅخه بېغمه نه ده.
په داسي حال کي چي طالبان په عیش او نوش لګیا دي. هر یوه یې دوه او درې ودونه کړي دي. ټول مشران یې په بنګلو کي ژوند کوي او په زغره والو موټرونو کي ګرځي او ټول مشران یې په هم په داخل کي د جایدادونو څښتنان سوي او هم په بهر کي پانګوني لري خو د افغانستان د خلکو اکثریت Under poverty line یا د فقر او بېوزلۍ تر کرښي لاندي ژوند کوي. د هیواد په سلو کي اتیا ځوانانو ته که د تېښتي لاره برابره سي په وطن کي نه پاتیږي او تر اېران پوري د رسېدلو لپاره شپې شپې پیاده مزلونه کوي. د هغه سړي ویدیو به ټولو افغانانو لیدلې وي چي په بازار کي ولاړ دی. ژاړي او خپله ماشومه لور پلوري.
دا پیسې بالاخره څه کیږي او د افغانستان خلکو ته یې څه ګټه رسیږي. د تېلو پروژې او له ګاونډیو هیوادونو سره تجارتي او اقتصادي قراردادونه هغه وخت ګټه کوي چي هیواد یو سالم نظام ولري او قدرت د چړي او ملا په لاس کي نه بلکه د اهلو او وطن پالو انسانانو په لاس کي وي.
خلیل زاد د امریکا په جمهوري غوښتونکي ګوند کي ډېر زیات نفوذ لري او ښايی له جمهوري غوښتونکو سره د خپلو اړېکو او نفوذ څخه په ګټي اخیستلو سره د طالبانو لپاره کمپاین وکړي څو لږترلږه په امریکا کي د رسمیت پېژندلو لپاره لاره ورته هواره کړي. البته دا به د افغانستان د خلکو د بدمرغه کېدلو او د طالبانو د تور نظام د عمر د اوږدېدلو لپاره داسي ګام وي چي طالبان یې هره ورځ خوبونه ویني. د طالبانو له نظام سره هرډول مرسته او د هغوی د ثبات په لاره کي هر ډول هلي ځلي د ټول افغانستان له خلکو سره ښکاره ظلم دی.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.