اروپايي ټولنې په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زدهکړو او سواد زدهکړې د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) ته ۴.۷ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ د سېشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۸مه، د «سواد زدهکړې نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي، چې دغه مرسته به ۷۵۰۰ کسانو ته د سواد زدهکړې او د معیشت او کارموندنې اړوندو مهارتونو د زدهکړې زمینه برابره کړي.
د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي، دغه ټولنه په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د زدهکړو او سواد زدهکړې ملاتړ ته ژمنه ده او هڅه کوي له هغوی سره مرسته وکړي، څو روښانه راتلونکی جوړ کړي.
هر کال د سپټمبر اتمه د ملګرو ملتونو او د نړۍ د هېوادونو له خوا د «سواد زدهکړې نړیوالې ورځې» په توګه نمانځل کېږي.
یونسکو ویلي، سږ کال دا ورځ د «د خلکو، ځمکې او هوساینې لپاره سواد» تر شعار لاندې نمانځل کېږي. د دغه سازمان په وینا، دا ورځ د زدهکړې، فرصتونو رامنځته کولو او د خلکو او ټولنو لپاره د ښه راتلونکي په جوړولو کې د سواد د رول په اړه د فکر کولو فرصت برابروي.
دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي چې طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی او په پایله کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه نجونې له ښوونځیو او پوهنتونونو څخه بېبرخې شوې دي.
د طالبانو محدودیتونو او د بشري مرستو د ادارو د بودجې کمښت هم په ټول هېواد کې د سواد زدهکړې ټولګیو ته د نجونو لاسرسی محدود کړی دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.