په ۲۰ مه پیړۍ او تر هغې وړاندې په مستعمره هیوادونو کې د انګلیس د لویې امپراتورۍ پالیسي دا وه ( تفرقه واچوه او حکومت وکړه). د همدې پالیسۍ په اساس یې موږ په خیلونو، ژبو، اقلیت او اکثریت، په ټټار ا نانوایی، په جولا او نداف، په ملا او مکتبي او نورو تقسیم کړو. خو الحمدلله دې پالیسي یې کار ورنکړ. تر انګلیس وروسته روسانو عین پالیسي رامخته کړه، په افغانستان کې یې خپل کمونیست ملګري په یو حزب کې د ژبې په بنیاد وویشل(خلق او پرچم). بیا تر روسانو وروسته امریکا عین کار وکړ. په همدې دوران کې زموږ مغرضو ګاونډیانو د ژبې، قومي او مذهبي بنسټونو په بنیاد په تنظیمونو وویشلو، چې د دې ټولو پایلې او نتیجې زموږ په مخکې پرتې دي.
اسلامې آمارت د ملت د غوښتنو خلاف په هیواد کې ملي خاینینو ته عمومي عفوه په دې هیله اعلان کړه چې دنیاوالو ته وښایي، چې موږ په خپلو کې د جګړې خلک نه یو. او نه له ګاونډیانو او نړۍ سره د جګړې کلتور لرو. او نه جګړه د یو تعداد لرې او نژدې هیوادونو په شان د ګټې وټې وسیله ګڼو. او دنیا شاهده ده چې موږ د تاریخ په اوږدو کې ټولې جګړې د خود ارادیت او آزادۍ په خاطر کړي.
که موږ د خپلې امپراطورۍ په مهال په هند برید کړی، تاریخ پدې شاهد ده چې دا کار مو د هند د مسلمانانو په مکررو غوښتنو کړی، چې تر زیات فشار لاندې وه.
اسلامې آمارت تر بریا وروسته د ډېر بد اقتصادي حالت سره سره په هیواد کې غټو غټو عمرانې پروژو ته لاس واچاوه، چې دنیا مطمینه کړي چې موږ د آبادۍ خلک یو. نه یوازې دا چې خپل اقتصاد رغوو، بلکې د ټولې سیمې د اقتصاد له رغیدو سره مرسته کوو. په خپله سینه د برق پایې خښښو، په خپله سینه د ریل پټلۍ تیروو، په خپله سینه د ګازو پایپ تیروو څو شمال او جنوب سره ونښلي. او په دې ترتیب د پاکستان او جنوبي آسیا هیوادو اقتصاد ورغیږي او د هندوستان اقتصاد نور هم پیاوړی شي.
اسلامي آمارت په دې هیله د پامیر زړه سوری کړ تر څو چین ته لار وباسي او په دې سره د شرق او غرب تر منځ د وریښمو د لارې یاد بیا راژوندی او هم د شمال د ولایتونو په ځانګړي ډول د بدخشان د پر نفوسه آما غریب ولایت اقتصاد ورغیږي، او د واخان خلک له څمڅو نه د متمدنه ژوند خاوندان شي.
آسلامي امارت په دې هیله د قوشتیپې کانال وکینده چې زموږ هیواد د غلې ګودام شي. له دې ټولو پرمختګونو سره سره دنیا او ګاونډیانو او اسلامي هیوادو نه یواځې دا چې په رسمیت یې ونه پیژندلو، بلکې زموږ په وړانډې یې له توطیه جوړولو هم نه قراریږي. نو موږ و پتییله چې آخر موږ به څه کوو؟
دا خبرې لومړی جهادي او علمي شخصیت انجینر صیب محمد افضل له ځان سره شاربلې او ګړنجولې وې. بیا یې زموږ د بل ورور جهادي او علمي شخصیت محمد داود عابدي، علمي شخصیت محمد عیسی نظیف حساس چې په بهر کې ژوند کوي. او د ښاغلو سناتور صفر محمد کاکړ، حاجي غلام محمد معصومي او ما غلام نبي ګل سره شریکې کړې. انجینر صیب افضل موږ ته وویل چې عمر مو خوړلی ده، او مریض هم یم. له هیڅ شي لذت نه وړم، مګر دا چې دا خپل ملت آرام او سوکاله وګورم. راځئ چې یو حرکت پیل کړو، که دنیا او اسلامي نړۍ زموږ د نیمې پيړۍ دا قربانۍ نادیده نیسي او موږ په رسمیت نه پیژني. راځئ په خپل کور ځان جوړ کړو. فیصله مو په دې وکړه چې راځئ داسې یوه طرحه به جوړه کړو چې ملت د دولت شاه ډکه کړي، او دولت د ملت. یا په بله معنا آمارت د ملت تر شاه مرنډ یا استنادي دیوال شي او ملت د آمارت تر شاه مطمینه تکیه ګاه یا مرنډ وګرځي. نو موږ بې له ځنډه عملاً لاس په کار شو، فیصله مو پدې وکړه چې خپله طرحه یا فکر لومړی په آمارت کې له هغو ورونو سره شریک کړو چې موږ ورته په اسانه لاسرسی ولرو. تر اوسه مو د آمارت له دوه مشرانو سره خپل فکر شریک کړی ده، هغوی موږ سره موافق و او دا لړۍ روانه ساتو، تر څو د دوی له طریقه د آمارت اسلامي رهبري ته د خپلې طرحې جزیات ورسوو. او د رهبري له توافق وروسته رهبري موږ ته هغه کسان راوپيژني چې موږ ورسره په شریکه په هغه لارو چارو بحث او مباحثه وکړو چې:
ـ ملت او دولت سره نوک ورۍ ګرځوي.
ـ ملت هغه اګاهي ترلاسه کړي چې زموږ د لرې او نژدې بدخواهانو او توطیو ښکار نشي.
ـ ملت دولت ته څه ورکولی شي او دولت ملت ته؟
ـ هغه کوم فکتورونه دي چې زموږ ورونه ملیتونه لکه د دنیا د نورو ملیتونو په شان په ملت بدلولی شي څو د تل لپاره د ژبې، قوم، مذهب او ټبر په نوم زموږ دښمنان زموږ په هیواد کې د پښو ایښودو ځای پیدا نکړي.
ـ څنګه کیدلای شي چې دنیا زموږ د ورونو ملیتونو په خپله ژبه په دې قانع کړو چې بهر ته تښتیدلي غله او لوټماران په افغانستان کې د هیڅ قوم او ژبې نماینده ګان ندي.
ـ څنګه زموږ ورونه ملیتونه او افغانان په دې قانع شو چې دلته عدل او انصاف د ټولو لپاره دی.
ـ څنګه د آمارت یو تعداد ورونه په دې قانع کړو چې د خپلې قربانۍ په بدل کې په آخرت کې جنت او په دنیا کې د افغان ملت سرداري غواړي او که د دنیا منصب او چوکۍ.
ـ د دولت د ملکي مامورینو لپاره په یو یونیفورم فکر کول.
ـ د دولت په مختلفو ملکې او نظامي لیکو کې د مختلفو ملیتونود ښو او با تقواه افرادو نه استفاده چې خپل خلک په خپله ژبه وپوهوي.
ـ هغه لارې چارې چې د افغانستان د ورونو ملیتونو تر منځ راشه درشه زیاته کړي او یو بل په اعتماد کې واخلي.
ـ څنګه کولای شو سرحداتو پراته قومونه د ګاونډیانو توطیې په نطفه یا هماغه سرحد کې خنثا کړي.
ـ هغه کومې لارې چارې دي چې په مختلفو هیوادونو کې میشت افغانان په خپلو کوربه هیوادونو کې خلک او دولتونه پدې قانع کړي چې د هیواد چارې یې په ښه خوا روانې دي.
ـ په هیواد کې دننه او بهر د افغان پوهانو او متخصصینو له تجربو نه د استفادې په میکانیزم فکر.
ـ د فکري خونې ایجاد چې ډېری هیوادونه یې لري.
ـ له مقام او قدرت نه د سوءاستفاده افرادو تصفیه ولو که هر څومره جهادي سابقه ولري.
ـ په هغه میکانیزمونو فکر کول چې آهسته آهسته کار اهل کار ته وسپارل شي.
پورته ټول موارد نهایي ندي، د آمارت له ورونو سره په مشترکه ناسته کې دا کمیدلی او زیاتیدلی شي. د رهبرۍ له توافق وروسته هر هدف ته د رسیدو کړنلارې جوړیږي. په مالي امکاناتو یې فکر کیږي. په زمان او وخت یې فکر کیږي، چې په څومره وخت کې دا مزل ووهو.
د آمارت اسلامي د رهبرۍ د توافق په هیله
نوټ: د توافق په صورت کې د عامه اذهانو د آګاهۍ لپاره د لویې غونډې رابلل.
د آزادخان افغان (ازاد خان غیلجي/غرزي/خیلجی/غیلزي) لنډه پیژندنه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.