ملګرو ملتونو ویلي، افغانستان له څه باندې ۴۰ کلونو جګړو او طبیعي پېښو وروسته لا هم د پرلهپسې بحرانونو له پایلو سره مخ دی او په نړۍ کې د کډوالو له تر ټولو لویو نفوسونو څخه یو لري.
ملګرو ملتونو د سېشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۸مه، په خپور کړي راپور کې ویلي چې د افغانستان خلک لا هم د څو لسیزو جګړو، بېثباتۍ او طبیعي پېښو له امله زیانمنېږي او په دغه هېواد کې بشري اړتیاوې لا هم دوام لري.
د راپور له مخې، په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او د دغه هېواد د نفوس لویه برخه بشري مرستو ته اړتیا لري.
ملګرو ملتونو زیاته کړې چې افغانستان د نړۍ د یوه له سترو بشري بحرانونو پر لور روان دی او نږدې ۲۳ میلیونه کسان له شدیدې غذایي ناامنۍ سره مخ دي.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې کېږي او اړمنو کسانو ته د بشري مرستو او اړینو خدمتونو د رسولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
ملګرو ملتونو له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د بشري ناورین د مدیریت او د دغه هېواد د خلکو د ملاتړ لپاره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.