کله چې یو ملت او انسانان په خپل ځان باور او اتما ونه لري، هغوي بیا خپلې هیلې او ارمانونه د نورو پورې تړي. یعنې نور باید د دوی هیلې او ارمانونه پوره کړي.
همدا علت دی چې اکثره افغانان د ژوند، سیاست، حکومتولې او نورو ټولو برخو کې شاته پاتې دي. دلته هدف د یو کس او دوه کسو نمونوي پرمختګ نه دی بلکې د ټولنې اکثریت وګړي په کومه خوا روان دي.
په ځان باور او اتکا د هر څه نه مهمه ده چې څه غواړې او څه کوې؟ کله چې یو ملت او یو انسان په ځان باور او اتکا پیدا کړله، بیا هغوي خپل ځانته په سیاسي، ټولنیز او حتی د کورني ژوند په چوکاټ کې مسیر ټاکي.
د ژوند د هلو ځلو په دغه مسیر کې درته نږدې ګاونډیان، دوستان، خپلوان او حتی د ټولنې فرهنګي او ټولنیز چاپیریال په بیلابیلو ډولونو خنډونه جوړوي او نه دې پریږدي چې په خپل مسیر مستقیم حرکت وکړې تر څو خپلو مؤخو ته ورسیږي یا ارام او د سکون ژوند ولرې.
د خنډونو سره د مبارزې په وړاندې هغه ملتونه او انسانان چې په ځان باور او اتکا نه لري، هغوي ډیر ژر ستړی او مایوسه کیږي. ځانونه ورته بې وسې، بې کسه او ضعیفه ښکاري. د تفکر او جمعي ګډې مبارزې قوت د لاسه ورکوي او نشي کولې چې د خپل ژوند د مسیر د ښه کیدو په لار مزل وکړي. په اوسني عصر کې چې په بیلابیلو برخو کې پرمختګ په ډیره چټکې سره په مخ روان دی، که یو ملت او یا یو کس یوه ورځ هم د پرمختګ د کاروان نه وروسته پاتې کیږي، هغوي نشي کولې چې خپل ارمانونه او ځانته د سکون ماحول په فکري، رواني او د بشري ښیګڼو په اساس جوړ کړي. د هرې ورځې په تیریدو سره د ژوند د کاروان او د نورو سره د مثبتو سیالیو نه وروسته پاتې کیږي.
له بله خوا، د افغانانو په ټولنیز ژوند او سیاست کې د زیاتو کسانو موخه دا ده چې څنګه د هغه کسانو د پرمختګ مانع شي چې د پرمختګ په لورې روان دي. دا فرموله او فرهنګ د افعانانو په ټولنیز او سیاسي ژوند کې ډیر ضعیفه طرز فکر، فرهنګ او بصیرت دی. افغانان باید دا فرهنګ او بصیرت پیدا کړي چې څنګه د هغه کسانو ملاتړ یا لاس نیوې وکړي چې د پرمختګ په مسیر ښه روان دي. یعنې د افغانانو ټولنیز ژوند او سیاسي فرهنګ د موانعو په ایجادولو ولاړ او په دې برخه کې ډیر ښه ماهره دي. د ژوند د مسیر په هر قدم کې یو بل ته موانع ایجادوي چې د خپل کار او مزل نه یې منع کړي.
د ژوند په دغه مسیر کې افغانان د دوه حالتونو سره مخامخ کیږې. یا به خپل وخت په دې ضایع کوي چې هر چاته قناعت ورکړې او د خپل مزل نه وروسته پاتې شي او یا به غوږونه کاڼه کوې، په موانعو او د نورو په خبرو به سترګې پټوې او په خپل فکر به خپلو مؤخو ته په خپل مسیر حرکت کوي. هغه ملتونه او انسانان چې په ځان باور او اتکا لري، هغوي غوږونه کاڼه کوي، د نورو د خبرو پروا نه لري او په خپل مسیر حرکت کوي. د خپل ژوند په دغه مسیر کې ستړي، مایوسه او ناهیلې کیږي نه. د هیچا نه ویره نه لري. د ډیرو خبرو اوري، خو موانع لري کوي او د خپل ژوند مسیر ته که پیاده مزل وي، که په بایسکل وي، یا موټړ، اورګاډي او یا په هوا کې د الوتکو له لارې، دوام ورکوي. د چا په طمعه لاس تر زنې نه کیني او نه د نورو د منفي فکر، خبرو او تګلورو ځان تابع کوي.
پدیتوګه د ژوند د حرکت په معادله کې دا مهمه ده چې یو ملت او هر کس په خپل ځان باور او اتکا پیدا کړي. د ځانونو لپاره د عیني او ذهني شرایطو ښې مؤخې او ښه مسیر وټاکي. که مسیر او مؤخې د ژوند په ارماني او خیالي خبرو ولاړې وي، بیا هم څه ګټه نه لري. د معقولو او مشروع مؤخو لپاره په سمه لار حرکت کې، خامخا خدای برکت اچوي.
شاه محمود میاخېل
د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غږښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
نه طالبان، نه جنګسالاران؛ د افغانستان د بحران د حل درېیمه لار څه ده؟
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.