د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار سرچینې وايي، لسګونه هغه کورنۍ چې طالبانو له خپلو کورونو په زور بېځایه کړې دي، شپې په جوماتونو او د سړکونو پر غاړو تېروي.
سرچینو د سېشنبې په ورځ، د تلې ۲۸مه، رسنیو ته تایید کړې چې لږ تر لږه ۳۹ کورنۍ یوه اوونۍ مخکې د جلالاباد ښار د څلورمې ناحیې د «انګورباغ» له سیمې د طالبانو له لوري په جبري ډول له خپلو کورونو ایستل شوې دي.
د سرچینو په وینا، دغه کورنۍ له خپلو کورونو تر ایستل کېدو وروسته اوس په جوماتونو او د سړکونو پر غاړو ژوند کوي.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغو کورنیو د جبري بېځایه کېدو له امله خپل ټول شته او د اوسېدو ځایونه له لاسه ورکړي دي او اوس د کور د پېرلو یا کرایې کولو توان نه لري.
سرچینې وايي، طالبانو د جلالاباد ښار د انګورباغ سیمې اوسېدونکي، سره له دې چې قانوني اسناد یې لرل، له خپلو کورونو په زور ایستلي او دغه کورونه یې د شهابالدین دلاور د کورنۍ غړو ته سپارلي دي. شهابالدین دلاور د طالبانو د سرې میاشتې ټولنې مشر دی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د کابل ښار په لوېدیځ کې د امید سبز ښارګوټي اوسېدونکي هم په جبري ډول له خپلو کورونو ایستلي او د خپلو کورنیو غړي یې په دغو کورونو کې ځای پر ځای کړي دي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320