د نفتو نړیوال بیې راټیټې شوې

36

د نفتو نړیوالې بیې په داسې حال کې راټیټې شوې چې پانګه‌وال د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه اجرائیوي فرمان ارزوي چې له مخې یې د روسیې د انرژۍ پر صادراتو د ځینو بندیزونو معافیت په پام کې نیول شوی دی.

د الجزیرې د راپور له مخې، چې د سې‌شنبې په سهار، د اکتوبر په ۲۰مه، خپور شوی، د ټرمپ فرمان د روسیې د انرژۍ پر صادراتو پورې اړوند د ځینو بندیزونو او تعرفو معافیتونه رانغاړي.

د راپور د معلوماتو له مخې، د برنټ خام نفتو د راتلونکو قراردادونو بیه ۴۹ سنټه، چې ۰.۴۵ سلنه کېږي، راټیټه شوې او په هر بېرل کې ۱۰۹.۰۶ ډالرو ته رسېدلې ده.

همدارنګه، د امریکا د «وېسټ ټېکساس انټرمیډیټ» (WTI) خام نفتو بیه، چې د نومبر میاشتې د تحویل لپاره ده، د سې‌شنبې په ورځ د قرارداد د پای ته رسېدو له نېټې مخکې ۰.۳۳ سلنه راټیټه شوې او په هر بېرل کې ۱۰۳.۳۲ ډالرو ته رسېدلې ده.

د نفتو بیې په داسې حال کې راټیټېږي چې په سعودي عربستان او یمن کې د بریدونو دوام لا هم د منځني ختیځ له سیمې څخه د نفتو د عرضې د احتمالي ګډوډۍ په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320