لنډیو اصلي منابع خلک دي ۵۲مه برخه

آصف بهاند

28

لنډیو اصلي منابع خلک دي

۵۲مه برخه

لنډۍ، د ثبتولو ستونزه

۴۰۵مه برخه

ولور دې ډیر، تنخا مې کمه

وطن پرېـږدمه، قاچاقي خارج ته ځمه

پر دېوال غلی غوندې واوړه

نور د سهار اذان کوي، غرقه به شمه

د پنجابي ساتلی چرگ یې

دانې د قام خورې، هسې مه وهه بانگونه

ښاغلي عبدالعزیز نایٔبي بیا د خپلو فرهنگي مهربانیو له مخې یوشمیر لنډۍ رالېـږلي دي چې وروسته له چاڼ نه به یې له تاسو درنو لوستونکو سره شریکې کړم. ده په پیل کې داسې راته لیکلي ډي:

«ګران استاده سلامونه نیکې هیلې ومنې!

تېر ځل او تر هغه وړاندې مې چې کومې لنډۍ دراستولې وې د شمیر په حساب بیخي برابرې وې، یعنې ۳۲ جمع ۳۲ چې شي ۶۴، دا چې سل پوره شي نو ۳۶ نورو به نن ورسره جمع کړو.»

دا هم د ښاغلي نایٔبي رالېـږلې لنډۍ:

څو لنډۍ:

د جانان زړه دې رانه بد کړ

د ژبې سره، په قیچي دې پرې کومه

د زړگي زور مې ختم شوی

ژونده مزل رالنډوه، ستړې دې کړمه

د پنجابي ساتلی چرگ یې

دانې د قام خورې، هسې مه وهه بانگونه

د مینې یو ټولگی عالم دی

له بېلتانه سره تر شام پورې پوځونه

د پېغلتوب خاطر مې وکړه

بېلتونه مه کوه بې وخته گُزارونه

د قاچاقبرو کور دې وران شي

جونې سرتورې، میندې بوري ناستې دینه

د بېوسۍ نه ډکه ژونده

خواږه دې نه‌شته، د اجل تږې دې کړمه

د خوشحالۍ ساعته راشه

بېلتون مې دواړه مټې تاو کړې مړ یې کړمه

د کبرجن، کبر زوال کړې

په سلامي مې ورته ستړي شول لاسونه

په تلو دې نه یمه جانانه

په بې‌ننگۍ دې خلک جمې جوړوینه

په زړه کې سل قسمه وخورم

دا بېغیرته سترگې بیا درواړومه

پر سره نرۍ لوپټه نه وړم

په زړه درنې خبرې ستا د دادا وړمه

په اشارت مې نه پوهېـږې

سخوندره څو به غړوندی درپسې وړمه

پر دېوال غلی غوندې واوړه

نور د سهار اذان کوي، غرقه به شمه

موزیگي بله توره وکړه

له خمیرې نه یې مچان شړلي دینه

مدام دې بد راسره کړي

کومه خوږه خاطره نه درنه لرمه

موږه ترلې وو لښتې، لښتې

داسې تالا شو لکه مۍ په درمندونه

ما ته دې وېل چې مه ځه، مه ځه

اوس رانه مخکې کډې تا تړلي دینه

مسافري کې دې زړه تنگ شه

چې په لسمه ورځ دې کور کې ووینمه

مسلماني دې رانه یوړه

داسې کافرې سترگې خدای درکړي دینه

ولې په ځیر، ځیر راته گورې

صورت هغه دی، اندېښنو خوړلې یمه

ولور دې ډیر، تنخا مې کمه

وطن پرېـږدمه، قاچاقي خارج ته ځمه

چندان مئین درباندې نه یم

په بام دربېگم، زړه نیا دې ځورومه

چې ستا واده وي، ما خبر کړه

په خپلو وینو به لاسونه سره کومه

خدایه خپل ښه راته بدیـږي

چا ته چې ښه گورمه ډیر مې ژړوینه

خدای‌پاماني هم لوی عذاب دی

لالی چې تللی، زړه مې ځای ته نه راځینه

څه به جانان، څه به یې ښه وي

ما ته یې ټول عمر راکړي دي غمونه

څنگه قدم درپسې واخلم

بخت مې په پښو پورې وهلي دي میخونه

یواځې ستا په مخ کې گونگ شم

کنه د کلي، قوم خبرې خلاصومه

یار مې پېغور د نیستۍ راکړو

که د قاچاق لارې خنجر شي، پرې ورځمه

زما د زړه ازار به واخلې

په خړو خاورو باندې مه کېنه مئینه

زړه مې نري درزونه وکړل

لکه دېوال چې زلزلې وهلی وینه

زړه دې ښه مست راکړی خدایه

د تندي کرښې دې کږې راکړي دینه

عقل په عشق کې غمازي کړي

چې لېونتوب شي، سړی یار ته رسوینه

کلی په تا باندې اباد و

بې له تا غولي بـړبوکۍ جارو کوینه

شال یې شمال له سره یووړ

په تیـږو ما ولي چې تا ته مې کاتنه

لنډیو اصلي منابع خلک دي ۵۱مه برخه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320