لنډیو اصلي منابع خلک دي
۵۱مه برخه
لنډۍ، د ثبتولو ستونزه
۴۰۳مه برخه
گران دوست او پرکاره فرهنگي عبدالعزیز نایٔبي یوځل بیا د خپلو دایمي مهربانیو له مخې د یوخواږه پیام په ملتیا، څو نوې لنډۍ رالېـږلې دي. دا یې زما په نامه د لنډ پیام متن دی:
«ګران استاده سلامونه نیکې هیلې!
دا څو نورې لنډۍ هم تاسو سره شریکوم. روغتیا او سلامتي مو غواړم!»
زه د نویولنډیو د راخوندي کولو په کار کې د نایٔبي صاحب له دایمي همکارۍ نه په مننې سره د ده رالېـږلې لنډۍ له تاسو درنو لوستونکو سره شریکوم:
څولنډۍ
کډه به تورو غرو ته بار کړم
چې د نفرت اورونه مړه شي، رابهشمه
کور دې نېـږدې، دیدن دې نهشي
د کوه قاف تر غره دې جگ دي دېوالونه
کبر مې کړو، زوال مې وموند
لکه سپوږمۍ په ځوانۍ تندر ونیومه
کتاب ته ناسته یم زنگېـږم
خیال کې مې ته یې؛ پاڼې دوه، دوه اړومه
له خوبه پورته شه نېکبختې
د پیشلمي اوړه دې غوا خوړليدینه
مئین دې یم، مزدور دې نه یم
په هر محفل کې په ما مهکوه امرونه
ما ته د سترگو تاوان راکړه
چې ته به نه وې، ما به لارې ته کاتنه
مینه دې نه ده، وچ کلک ټوخ دی
په ما د ژمي شپه په ویښه تېروینه
ما ته مستې راوړه جانانه
کورت ډیرمالگین دي، په ما تنده راولینه
جانان مې ستوری د عقرب دی
د تورو غرو په سر یې وچ کړل زیـړ گلونه
چې په پنجاب کې مې خښ نهکړې
بېننگه خاوره د چا څه پروا کوینه
خلک په کرکو نه شرمېـږي
زه به د مینې کیسې ولې پټومه
څنگه د نیمې لارې مل وې
بېننگه یاره په قسم دې تېروتمه
انار یې وخوړ، خوله یې سره شوه
چا وېل د واورې په غره اور ولگېدنه
بیا د سهار بانگونه وشول
ژونده اوږو ته مې راخېژه چې دې وړمه
ته د عربو لمر ستي کړې
زه دې د کور په تناره کې ستيشومه
په تا کې ټکی مستي نهشته
په ما دې واړول د چایو گیلاسونه
پرما دې غم لکه غر پروت دی
گېډۍ، گېډۍ زُلفې دې بل څوک سموینه
دُنیا د پاڼ پرسر ولاړه
لالیه غاړه راکوه، قیامت به شینه
د دیدن وږي به ماړه کړم
د کلي منځ کې به مخلوڅې تېرهشمه
سپینې کوټې یې کنډوالې کړې
زما یادیـږي د کېـږدیو شمالونه
سترگې دې خلاصې کړه، خوب پرېـږده
گنې ټولکور دې په نارو راویښومه
شپې ته بېخي نه پاټې کېـږم
لیلا دې خپله چرگه نه حلالوینه
هغه ده لاړه، پناه کېـږي
شال یې رپېـږي د چا کور به ورانوینه
زما دې تور ویښته راسپین کړل
په سر نکریزې لگوم، سپینسرې شومه
دا خو لا زه یم، چې ولاړ یم
د بېلتون درد ولاړې ونې وچوینه
راځه ویده شو انتظاره
هغه بې غمه لالی هسې نه راځینه
زما دې ستا په سر قسم وي
چې په تا غم وي، دلته زه ډنگره شمه
د مسافرو ووړکو میندې
چې د جاز غرشي، دوی بلۍ ته وخیژینه
یاره په ما به نه ورانیـږي
غم به مې تا باندې هم مځکه گرځوینه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
