!لږ ځان لوده کړه

لیکوال: همایون بابر

27
عجیبه لعنتي دنیا ده!
دا براوبحر فساد،
دا شور، دا جنجال، دا ویره او اندېښنه؛
ټول په همدې خاورینه کره کې
د انسان له لاسه دي.

 

نور ټول مخلوقات
د انسان په خدمت کې دي،
خو انسان بیا د خپل ژوند
په سمبالولو کې هم سرګردانه دی.

 

روغتون ته چې لاړ شې،
داسې به درته ښکاري
لکه د نړۍ ټول مخلوق چې ناروغ وي
او ټول ناروغان همدلته راټول شوي وي.

 

په سړک چې موټر وچلوې،
داسې به فکر کوې
لکه ټول انسانیت له کورونو راوتلی وي
او ټولې لارې یې یوې خوا ته نیولې وي.

 

هوايي ډګرونه وګوره؛
مسافر راځي، مسافر ځي،
الوتکې ډکېږي، تشېږي،
پورته کېږي او ښکته کېږي؛
داسې به فکر کوې
چې ټوله نړۍ په سفر ده
او هېڅوک پر خپل ځای نه پاتې کېږي.

 

بازار ته چې لاړ شې
او د خوراکي توکو کتارونه ووینې،
داسې به درته ښکاره شي
لکه ټول مخلوق وږی وي،
ټول د ځان لپاره څه لټوي،
او په ټوله نړۍ کې هېڅوک بې‌وزله نه وي.

 

خو لږه خوا، په بله کوڅه کې
د سوالګرو او اړمنو کتارونه
سړی په فکر کې واچوي.

 

یوې خوا ته ډک بازارونه،
بلې خوا ته تش لاسونه؛
یوې خوا ته د اړتیا تر اندازې ډېر شیان،
بلې خوا ته د یوې مړۍ اړتیا.

 

د هېوادونو او نړۍ اخبارونه چې ولولې،
داسې به فکر کوې
چې ټوله نړۍ اور اخیستې،
هیڅ ځای امن نه دی،
او انسانیت د تباهۍ پر لور روان دی.

 

د رسنیو شیطانان
هره ورځ ستا د اندېښنې لپاره
یوه نوې کیسه پیدا کوي؛
یوه نوې جګړه،
یوه نوې ویره،
یوه نوې فاجعه.

 

خو چې له قبرستانه تېر شې،
بیا به داسې درته ښکاري
لکه ټول مخلوق مړ وي؛
هره خوا خاموشي،
هره خوا قبرونه،
هره خوا د هغو خلکو نښې
چې یوه ورځ یې هم د همدې نړۍ
د تلپاتې کېدو فکر کاوه.

 

حال دا چې د همدې خاورې پر سر
لا هم نږدې اته میلیارده انسانان ژوند کوي،
ډوډۍ خوري،
کار کوي،
خندا کوي،
ژاړي،
مینه کوي
او د سبا لپاره پلانونه جوړوي.

 

د ځوانانو د میلو او ساعتېرۍ ځایونه چې ووینې،
داسې به فکر کوې
چې هېڅوک کومه ستونزه نه لري،
ټوله نړۍ خوشحاله ده
او غم یوازې ستا پر دروازه ولاړ دی.

 

همدلته د رحمان بابا خبره
له زړه راووځي:

 

دا دنيا په احمقانو ده ودانه
دانا نه کا په دنيا باندي غرض

 

شاید د ژوند یوه لویه هوښیاري دا وي
چې انسان هر څه په خپل سر وانخلي.
د ځان نه «حسن غمکش» مه جوړوه.
ځینې شیان باید پرېږدې چې تېر شي،
ځینې خبرې باید وا نه ورې،
ځینې ستونزې باید دومره جدي نه کړې،
او ځینې ورځې باید
لږ ځان لوده ونیسې.

 

ځکه ډېر ځله
د ښه ژوند لپاره
انسان باید پنځه اتیا سلنه
له نړۍ سره ځان بې‌پروا کړي.

 

ډېر ځله د ښه ژوند لپاره
رب دې لږ بې‌عقله کړه!

 

ځکه چې که هر څه درک کړې،
هر څه په زړه واخلې،
د هرې خبرې حساب وساتې
او د هرې ستونزې تر بېخه ورسېږې،
نو ژوند به دې ډېر دروند شي.

 

کله کله
تک شین خر ښه روزګار کوي؛
نه د دنیا له ټولو غمونو خبر وي،
نه د هر چا خبرې په زړه اخلي،
نه د سبا د ستونزو حساب کوي؛
خپل واښه خوري
او خپل ژوند کوي.

 

ته هم کله کله
ځان لږ بې‌عقله کړه،
لږ بې‌خرده شه،
لږ له نړۍ ځان وباسه.

 

هر څه ستا د فکر کولو نه دي.

 

ځینې وخت
له ډېرې هوښیارۍ نه
لږه بې‌عقلي ډېره ګټه لري.

 

ځکه که ځان ډېر هوښیار کړې،
ژوند سختېږي؛
او که لږ بې‌غمه شې،
ژوند اسانه کېږي.

 

د انتخاب واک بیا هم ستا په لاس کې دی.

 

د ژوند جګړه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320