کنځل ولې کوو؟

لیکنه همایون بابر

27
‎پېښور کې یو سپین ږیری و، زما یو ملګري راته کیسه کوله. ویل یې، هغه به خلکو ته ډېرې سختې کنځلې کولې. یوه ورځ چا ترې وپوښتل: «اکا! تاسو ته دا کار ښه ښکاري؟» سپین ږیري په ډېرې ساده‌ګۍ ځواب ورکړ: «پوهېږم چې ښه کار نه دی، خو په دې سره مې زړه تشېږي.»

 

‎د دې سپین ږیري خبره ښايي د ډېرو خلکو د چلند یوه پټه کیسه وي. کله چې انسان له ستونزې، ناکامۍ، غوسې یا ناهیلۍ سره مخ شي، ځینې کسان خپل احساسات په کنځلو او تندو خبرو تشوي. خو پوښتنه دا ده چې ایا بد رد ویل او لفظي تاوتریخوالی واقعاً د ستونزې حل دی؟

 

‎حقیقت دا دی چې کنځل او لفظي تاوتریخوالی یو زده شوی چلند دی؛ انسان له دې سره نه زېږي. موږ د ژوند په اوږدو کې د کورنۍ، ملګرو، ټولنې او چاپېریال له لارې د خبرو کولو طریقې زده کوو. که یو ماشوم په داسې کور یا چاپېریال کې لوی شي چې کنځل، سپکاوی او توندې خبرې پکې عادي وي، ډېر امکان شته چې هغه هم وروسته همدا ژبه د اړیکو وسیله وګرځوي.

 

‎د بددهنۍ یوه مهمه ریښه ناکامي او نه پوره کېدونکي غوښتنې دي. کله چې انسان خپل هدف ته ونه رسېږي، د هغه د غوسې کچه لوړېږي او که د احساساتو د کنټرول مهارت ونه لري، ښايي خپله غوسه په چیغو، سپکاوي او کنځلو څرګنده کړي.

 

‎البته خلک کله ناکله د درد، ناڅاپي پېښې یا سختې شېبې له امله هم بدې خبرې کوي. ځینې نور بیا د عادت، ملګرتیا، ډلې سره د ځان د تړاو ښودلو، د بل کس د تحریکولو یا حتی د ځان د ځواکمن ښودلو لپاره کنځل کوي.

 

‎خو غوسه او ناکامي د ژوند برخه ده؛ مهمه دا ده چې انسان یې څنګه بیانوي. د خپلو غوښتنو، دردونو او ناهیلیو د بیانولو لپاره سالمه او درناوی لرونکې ژبه یو مهارت دی، او دا مهارت زده کېدای شي. څوک چې د لفظي تاوتریخوالي عادت لري، کولای شي د خبرو او احساساتو د مدیریت لارې زده کړي او د اړتیا په صورت کې له مسلکي مشاور څخه مرسته واخلي.

 

‎ځکه زړه تشول ضرور دي، خو د بل انسان د سپکاوي په بیه نه.

 

ما به هم کله ناکله په ځینو حالاتو کې کنځلې کولې، خو وروسته مې لږ تحقیق وکړ او پوه شوم چې دا سمه لاره نه ده. الله دې لومړی ما او بیا تاسو ټولو ته هدایت وکړي.

د یوې تړلې دروازې تر شا

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320