د طالبانوامیر ملا هبت الله اخوند ته!
د خپل شــرف او له آبرو ځــیني تــــیریږي ولی؟
د خــــپلو خلـــکو او قــامــو ځــیني،پــټیږي ولی؟
دا به تر څو ته خپل ژوندون، په مغـــارو تیروې؟
د خدای مخلوق او له جهان ځیني ورکــیږي ولی؟
په هر قـــدم کې له مخـــلوق د دي جـــهانه تــښتې
د مرګ له ډاره په هر سوړي کښي لرزیږي ولی؟
د مرګ له ویرې عـام محـــضر ته راوتلی نه شې
د خپــل مظلوم ملت نه ، دومـره ته ډاریږي ولی؟
چې ته اجماع ته شــــې بهر خلکو ته شــا واړوې
ته په دي کار له خــپل ملت نه شــرمــیږي ولی؟
له مغارو نه تل رالـــیږې د وحشـــتونــو فــرمان
د مدنـــــیت او انســـانیت څــــیني، ایریږي ولی؟
کله تعلیم ګنې حـــــرام ،کله هم ټنــګ او ټـــکور
په ښـــکلا ګانــــو د دنیا ته نه پــــوهــیږې ولی؟
د علم و فن قـــــافله لاړه، کهکـــــشان په لـــوري
ته په خپل خونه کې یې ناست، او نه ښوریږي ولی؟
له کاروان د مدنــــیته شــــــــوي، انجــــونې پاتې
لدې حـــالت نه ته نادانه ، نه ځــــوریـــــږي ولې؟
ملت ځوریږي دي حالت نه، خو په خـــوله نه وایي
د دوي د زړه او له احـــواله نه خــــــبریږي ولی؟
یــو څـــــو خـــبري د دنیا او د عــالم هــــم واوره
له حقیـــقت څــــیني، په مفته کې تــــیریږي ولی؟
ځــــان له امامـــه ګڼي بره، او فـــتوې ورکـــــوي
د جهــــــالت لــــدې مرکبه ، نه کــــوزیږي ولی؟
Our Pashto-Dari Website

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320