نیوکې او لارښودنې

سید عبیدالله نادر

27

حالات دومره مه کرکیچن کوئ چې د خلکو روح او روان پرې متأثره شي . د خلکو روحیې ته پام وساتئ خلکو ته باید د استعمار په وړاندی او مقابلې له پاره جرأت ورکړئ.

خلکو کښي اخلاقی جرأت مه وژنئ ښه استعدادونه وروزئ ښه استعدادونه د لاسه مه ورکوئ.

ژوندی خلک او په علم او معرفت سمبال خلک وساتئ ، په خلکو کښي اخلاقی جرأت له مینځه مه وړئ . د اوضاع او حالاتو په بدرنګه کولو کښي خلکو ته په زرګونه دروغ او دلائل مه وایاست

خپلو فتوی ګانو ته مشروعیت مه ورکوئ . د سوکاله ژوند له پاره لارې وګورئ . او سوکالۍ فکر وکړئ .مونږ اورو چې د طالبانو د امربالمعروف ادارې مامورین ځوانان او خلک په راز راز پلمو تحقیروي

چې دا یو صحیح کار نه دی . دوی ته د ژوند په مبارزه کښي د شهامت روحیه ورکړئ .

هغه متل دی چې : (د خپل د کلي زمری مه وژنئ ، که نه د دښمن ګیدړان به مو هم ووژني ) .

ځوانان باید وروزل شي چې په راتلونکو کښي په چارو کښي اخلاقی جرأت ولري .دا چې که مونږ ځوانان په بیلو بیلو پلمو توهین او تحقیر کړو لکه څرنګه چې د طالبانو د امر بالمعرف او نوري ډلې یې کوي .نو دوي ته اخلاقي جرأت نه پاتي کیږي

لازمه ده چې ځوانان په هر ډګر کښي و هڅوو چې ، دوي د ژوند په مبارزه کښي په قوي او ټینګ عزم ولاړ وي .ډیر ځله نورو ملیتونود خپلو ځوانانو روحيه د دښمن په وړاندی لوړه  ساتلي.

او ځوانانو ته یې د میړاني او شهامت درس ورکړی .نو هغوي د ځوانانو د تحقیر کم راوستو څخه ډډه کړي .د ځوانانو د تحقیر په هکله د طالبانو له خوا د یواځي زما مضمون نه دی ، بلکه

ډیرو خلکو په میډیا کښي د نیا له څلورو ګوټونو څخه نیوکي کړي او لګیا دي کوي یې . داچې طالبان یې ځان ته نیسي دا هم د دوی لا پروایي بیباکي او د مسوولیتونو نه تیښته ده .

په میډیا کښي سختی او تندی نیوکي په طالبنو کیږي د انجونو د مکتبونو د بندو دروازو په هکله په هره خپرونه کښي او فیسبوکونو کښي د نیوکو یوه غوغا ګډه ده .

چې دي ته باید طالبان پام واړوي او دا باید بی اهمیته ونه ګڼي ټول په یو آواز همدا غږونه کوي ، چې د انجونو مکتبونه او پوهنتونونه د انجونو پر مخ پرانیزئ .

او انجونو ته د بیان او کار حق ورکړئ . دا ناری په دي څو کالو کښي چې طالبان د دوهم ځل له پاره حاکم شوي وهل کيږي .د فیسبوک په زرګونو پاڼو او ګروپونو کښی هم همدارنګه پر طالبانو نیوکي کيږي . په کار ده چې د دوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خلکو د حساسیتونو څخه چې په ټوله  نړۍ کښي د طالبانو د کړنو په هکله دي ځانونه خبر کړي .

داسي ګروپ یا پانه او یا مضمون به په میډیا کښي نه وي چې ،د انجونو د تعلیم د بندید و غندنه ونه کړي . د دوي د فرهنګ وزارت به ډیره بی پروایي وي که د دي دومره حساسیتونو څخه ځانونه نه خبروی ،  او باید دا د چارواکو درانه غوږونو ته ورسوي .

په په آخره کښي د حضرت حافظ په دي بیت خپله لیکنه ختموم .

      حافظ وظیفه تو دعا ګفتن است و بس

در قید آن مباش که نشنید یا شنید

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.