حیرانونکي څیړنې او مونږ

سید عبید الله نادر

3

نړۍ د معرفت کهکشانونو ته لار پرانیزي او ورځ تر بله حیرانونکي کشفونه کوی. هغوی چې د علم او فن عاشقان او پلویان دي د دي کشفیاتو پایلي او نتیجي په ډیر شوق سره تعقیبوي. مصنوعی بیړۍ په ستورو کښي خپل ورکړل شوي ماموریتونه تر سره کوی جهان د معرفت په ډیر بیړه د علم او معرفت نهایی هدف خواته روان دی.

بشر یې هم دي ته هڅولي دي چې نور هم پسي وړاندی لاړ شي .او د عالم هستي پر اسرارو ځانونه خبر کړي .نو د علم او پوهی خاوندان ټول د مصنوعی سپوږمۍ د علمی کشف او نتایجو او پایلو ته ناست وي او له نوي کشفیاتو او څیړنو نه ځانونه خبروي .

د بیدارۍ وخت دی ښايي په دي ډګر کښي ټول د علم او فن دنیا سره یو ځای شو .او د وحد ت لاسونه ورکړو او د دي شي د تحقق له پاره باید زده کړه وکړو. تر څو د علم او فن دنیا سره سیالان شو، په دي لار کې باید خپل هوش او فکرونه په کار واچوو ننۍ نړۍ په کهکشانونو کښي د بشر د راتلونکي له پاره د نوی دنیا ګانو څیړنې کوي او د بشر د راتلونکي ژوند او د ژوند د دوام له پاره په ستورو کښي د ژوند امکانات لټوي .مونږ ته هم څه په کار دي چې د راتلونکو له پاره یو څه خدمت وکړو.

زمونږ زړونه د جهل، نادانۍ حسادت او تکبر په لومه کښي بند دي . دومره یې له علم او معرفته لیري کړي یو چې له ځانه هم خبر نه یو. یواځي دوي یاني غرب دنیا په دي اخرو څلور کالو کښي د دوي څیړنې دومره په زړه پوري دي چې حد نه لري، چې ټول د علم او فن مینه وال یې په حیرت کښی پری ایښي او ډیر په زړه پوري دي .نړۍ په ډیر یو سر سام آور تګ سره د علم او معرفت خواته په حرکت کښي دی او مخ په وړاندی ځي. څلور کاله د مخه د بشر د لا زیاتو معلو ماتو له پاره د کهکشانونو په هکله یو حیرت انګیزه او پرمختللی او غښتلی تلسکوپ د جیمز وب په نامه فضا ته ولیږدول شو. چې د ځمکي نه لیري د ۲۴۰ ملیونه کیلومتره په اندازه یو داسی ځای کښی چې د ستورو د جاذبی د قدرت څخه په امان کښي وي ودرول شو. چې په دي باندی د لس ملیاده ډالرو څخه زیات مصرف ولګید چې د ۲۰۲۱ کال کښي دا د نړۍ په سطحه لوی مصرف وو .

او دا ډیرې زیاتې پیسي دي او یو حیرانوکی مصرف دی چې په دي تلسکوپ باندی وشو. چې د ۲۰۲۱ کال نه تر اوسه چې د نړۍ دا حیرانونکی تلسکوپ فضا ته لیږل شوی. حیرت انګیزه څیړنې یې کړي په همدغه زمان او عصر کښی د همدي عظیم بدلون اوتحول په وخت او زمان کښي ډیره د شرم خبر ده چې زمونږ د انجونو مکتبونه د طالبانو له خوا په افغانستان کښي بند شوي او انجونې د تعلیم او زده کړې څخه محرومې شوي په انجونو باندی لوړ تعلیمات، د بیان آزادی، د تګ او راتګ آزادی دا ټوله بند شوي د بشر د دومره ستر بدلون او پرمختګ سره مونږ هم یو عظیم په شاه تګ وکړ.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.