مــوري ستا د مینې پور به کله ادا کړمه
ستا د احسانونو حساب به په څه درکړمه
تا چې زما د ژوند هره تیاره رڼا کړه
تا چې زما د ژوند هره شېبه رڼا کړه
زه به ستا د یوې دعا بدل په څه ادا کړمه
ستا د لاسونو تودوخه مې پناه وه تل
ستا له غېږې ښکلی ځای به چرته زه پیدا کړمه
چې زه په درد وم ته په اوښکو لمده
ستا د زړه درد به څنګه هېر او زه جلا کړمه
ستا تر قدمونو لاندې جنت پروت دی
زه به ترې لوړ تمه د څه پیدا کړمه
زما وجود زما ساه یې مــوري
ته زما ژوند زما دنیا یې مــوري
ته مې روح ته مې سکون د ژوندانه یې مــوري
ته مې آواز د سوي زړه یې مــوري
زه چې ماشوم وم ما به تاته څه ګیلې کولې
تا به په ناز راته کیسې کولې
زما نړۍ ولې خوږې مور جاني
ستا نړۍ ولې ادې مور جاني
ما به خبرې او ګیلې کولې
تا به خبرې څه خوږې کولې
هلته وې ځوانه خو ځواني دې کړه
له ما نه قربان
چې ستا خاطر نوې ادې مور جاني
هغه کور هم نه وي د ښې مور جاني
راشه چې ښکل دې کړم تندی
ته د جنت تحفه یې
ته د مینې محبت د صداقت تحفه یې
زما دېره په تا ودانه
هم مې توښه په تا ودانه
کوم خدمت ستا
زه به عزت ستا
زه بې له تا دا زندګي څه کوم
چې ته دې نه یې خوشالي څه کوم
موږ چې کوچني وو تا به ډېرې افسانې کولې
موږ هم راټول وو ستا پر دېره مور جاني
آی مهرباني آی زړه سواندې موري
ته یې شمع د ژوند
ته یې ډیوه د ژوندون
ته یې رڼا د تورو شپو
هم د تیارو مور جاني
ته د «نصرت» د وجود ساه
هم رهنما مور جاني
نصرت الله نصرت
زابل ـ شاجوی
۲۰۲۶
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.