د زمانې فریاد

نصرت الله نصرت

34
ساقي داسې مې نشه که چې نشه وي په نشو کې
ساقي داسې جام راکه چې جام وي په جامو کې
زاهدان ټول بدل سوي، پرهېزګاره خلک تللي
د ځوانۍ ورځې او شپې په انتظار کې تېرې سوې
په یادو دې لېونی کړم، په غمو دې سپلنی کړم
ساقي راکه ډک جامونه چې واخلم څو قدمونه
زاهدانو نه ښکارېږی، د پخوا رنګه نه ایسېږی
مولایان نه پاتې کېږي، له منبره پناه کېږي
عابدان تش په نامه سول، شیخان ټول په قواره سول
هر سړی ځانته باچا سو، تر اویا ټنه بالا سو
تر اویا ټنه بالا سو، خو د بل په خوله غلام سو
غلامۍ ورته کوي، جاسوسۍ ورته کوي
پر نازک مخ یې وهلم، ټول خاموش ول، پردي ظلم
انتقام والا خپله انتقام سو، د قصاب په لاس باندې حلال سو
اوس به چا ته کړم ورنارې، چې سوې بندې د ګران لارې
ماښام پروت وم تر سهاره، سوچ وړی وم، دیاره
چې سهار په حال کې راغلم، چوپه چوپتیا وه
خاص څه نه وو، هسې تش په نوم کاته وو
اخیر زه هم سربداله، اخیر زه هم پر کمه لاره
روان سوی تر منزله، تېښته نسته له قسمته
وطن ړنګ، مسافر خاورې، ځمکه ټوله هدیره سوه
بوره مور ناسته بیماره، د یو چا په یاد کې ځوانه
اوس د وخت ډېر بدل سوی، چې پر موږ یې وس رسېږي
هغه ټول راته غوړمبېږي، هغه ټول راته مستېږي
زه حیران و دغه حال ته، زه پرېشان و دغه حال ته
زه نصرت به یوه ورځ ښه سم، ستا له غمه به خلاص زه سم
بیا به ونه ګورم تاته، بیا به
نیم مابه غواړي ما به هم پرې ایښی دا وطن وي
چرته لرې مسافر به د بل وطن.

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.