کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۵): په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ ویلي چې په افغانستان کې یې د مالدارۍ خدمتونو د پیاوړتیا، د خوړو خوندیتوب او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د خلکو د معیشت د ملاتړ لپاره ۱۱ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پرون (سهشنبه) پر خپله اېکسپاڼه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه پروګرام له لارې به د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې شاوخوا ۳۰۰ زره کورنۍ تر پوښښ لاندې راشي.
سرچینې زیاته کړې، د دې پانګونې موخه د مالدارۍ سکټور پیاوړتیا او د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د زیانمنو ټولنو د مقاومت لوړول دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د افغانستان د مالدارۍ د کاري ځواک د پراختیا په سمپوزیم کې، د اروپايي ټولنې پلاوي ټینګار وکړ چې د ۱۷ ولایتونو د ۳۰۰ زره کورنیو لپاره د مالدارۍ خدمتونو، د حیواناتو روغتیا، د خوړو خوندیتوب او اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقاوم معیشت د پیاوړتیا په موخه یې ۱۱ میلیون یورو بودجه ځانګړې کړې ده.»
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.