له جبري راستنېدو تر بیا مېشته کېدو پورې: د نړیوالو او ملي مسئولیتونو ترمنځ تشې

ليکنه؛ عبدالوحید وحيد

64

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو پراخه او جبري راستنېدنه په وروستیو کلونو کې د افغانستان له مهمو بشري، اقتصادي او ټولنیزو ننګونو څخه ګڼل کېږي. د لسیزو جګړو، بهرنیو یرغلونو، کورنیو شخړو او اقتصادي ستونځو له امله میلیونونه افغانان اړ شوي چې خپل هېواد پرېږدي او په نورو هېوادونو کې پناه واخلي. اوس چې د دغو کډوالو یوه لویه برخه د جبر او فشار له لارې بېرته راستنېږي، د هغوی د بیا مېشته کېدل او عادي ژوند ته راګرځېدل او بیا رغونې مسائل د کوربه هېوادونو، نړیوالو ادارو او اړوندو افغان بنسټونو په وړاندې ستر مسئوليت دی. له بده مرغه، هېڅ یوه لوري د دغه بهیر د مدیریت لپاره لازم او اغېزمن اقدامات ونه کړل.

هېواد ته د کډوالو د راستنېدو او په خپل تاټوبي کې د بيا ميشت کېدو لپاره د مناسبو شرایطو برابرول د هغوی د ستونځو د حل اساسي لاره ده. د را ايستلو او راستنېدو بهیر یوازې هغه وخت بریالی ګڼل کېدای شي چې د پاکستان ايران، افغانستان او اړونده نړيوالو بنسټونو ترمنځ همغږي شتون درلوداى، را ايستل په باعزته ډول واى او راستنېدونکو ته په خپل هېواد کې د ژوند کولو لپاره اقلاً لمړني امکانات برابر شوي واى. هغه کورنۍ چې له لسیزو کډوالي وروسته خپل هېواد ته ستنېږي، تر هر څه وړاندې د اوسېدو ځای، کار، روغتیايي خدمتونه، د ماشومانو د زده‌کړو اسانتیاوې، حقوقي اسناد او د ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري. د راستنېدونکو لپاره د دغو شرایطو برابرول باید د راستنېدو د بهیر برخه وي.

له بده مرغه، د راستنو شویو افغان کډوالو د بیا مېشته کيدو په برخه کې ملګرو ملتونو، نورو نړیوالو ادارو او اړوندو افغان بنسټونو هغه اقدامات ونه کړل چې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ممکن او د بشري اړتیاوو له مخې اړین وو. د دغه بهیر یوه تر ټولو جدي نیمګړتیا د راستنو شویو کورنیو  د استوګنې لپاره د مناسبو ځایونو په برابرولو کې ستونځې دي. ګڼې کورنۍ له اوږدې کډوالي وروسته په داسې حالت کې راستنې شوې چې د اوسېدو لپاره یې نه د پنځه لسيزو مخکي کورونو شتون درلوده، نه هم د لنډمهالې سرپناه لپاره ځاى او نه هم نورې بشري اسانتیاوې. د کور او سرپناه نشتوالی یوازې یوه مادي ستونځه نه ده، بلکې د روغتیا، زده‌کړو، کارموندنې او ټولنیز ثبات پر نورو اړخونو هم مستقیمې اغېزې لري.

د نړیوالو ادارو، په ځانګړي ډول د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري (UNHCR) او نورو بشري سازمانونو، د دغه وضعیت د مدیریت لپاره د پام وړ تخنیکي تجربه، نړیوال نفوذ او د مرستو د راټولولو امکانات درلودل. تمه  وه چې د بېړنیو بشري مرستو ترڅنګ به د راستنو شویو د استوګنې لپاره د کورونو د جوړولو، بیارغونې، ټولنيز او  اقتصادي ادغام په برخه کې اوږدمهاله پروګرام هم رامنځته شوی وای. خو د خوراکي او نغدي مرستو او محدودو بېړنیو خدمتونو ترڅنګ، د کور جوړولو، د کارموندنې، مسلکي زده‌کړو، کوچنیو کاروبارونو او کرنیزو فرصتونو په برخو کې څنګه چې تمه کېده اړين ګامونه پورته نه شول.

د نړیوالو ادارو ترڅنګ، اړوند افغان بنسټونه هم د راستنو شویو کډوالو د ستونځو په حل کې مهم مسؤلیت لري. د راستنېدونکو د اړتیاوو دقیق ثبت، د ځمکو او ملکیتونو د حقوقي ستونځو حل، د استوګنې لپاره د ځمکې ورکولو په ګډون د لنډمهاله او اوږدمهاله اسانتیاوو برابرول، د اسنادو تنظیم، د عامه خدماتو پراخول او له خصوصي سکټور سره د کاري فرصتونو رامنځته کول باید د ملي پلان اساسي برخې وای. سمه ده چې د افغانستان محدود اقتصادي امکانات، د لسیزو جګړو زیانونه او د بنسټیزو خدماتو کمزورتیا د دغو مسؤلیتونو ترسره کول ستونځمن کړي دي، خو راستنو شويو کډوالو ته اقلاً د هستوګنيزو نمرو په سپارلو کې باید ستونځه نه واى.

د دغې ستونځې یو بل مهم اړخ د کډوالو د راستنېدو د شرایطو او د هغوی د بېرته جذبولو د ظرفیت ترمنځ توپیر دی. له کډوالو سره د کوربه هېوادونو ناوړه چلن  يقيناً د راستنېدو په بهیر کې چټکتيا رامنځته کوي او د راستنېدو د بهیر چټکتیا په خپله د هغوی د بیا مېشتېدنې لپاره د مناسبو شرایطو د برابرېدو معنا نه لري. د نړیوالو اصولو له مخې، په خپله خوښه راستنېدل باید د خوندیتوب، کرامت او اګاهانه غوراوي پربنسټ وي، خو دلته داسې هيڅ نشته. د راستنېدو اوږدمهاله حللاره هغه وخت رامنځته کېږي چې کډوالو ته په اصلي هېواد کې د ژوند د بیا پیل لپاره واقعي امکانات موجود وي او عيني واقعيتونو ته په کتو دغه امکانات برابرول په افغانستان کې اسانه کار نه دى.

د راستنېدونکو د بیا مېشته کېدو لپاره د داسې څو کلن او د پایلو پربنسټ ولاړ ملي او نړیوال پروګرام جوړول اړین دي، چې د لنډمهالې او اوږدمهالې سرپناه جوړولو او بیارغونې، د ملکیتونو او نورو حقوقي ستونځو د حل، حرفوي زده‌کړو، کوچنیو کاروبارونو د تمویل، کرنیزو فرصتونو، روغتیايي خدمتونو او د ماشومانو د زده‌کړو لپاره مشخصې بودجې او عملي مهال‌وېشونه ولري. راستنېدونکي باید یوازې د بشري مرستو ترلاسه کوونکي او د ټولنې د اوږو بار نه، بلکې د هېواد د اقتصادي او ټولنیز ژوند د بیا رغونې فعال ګډونوال وګرځول شي. د هغوی مسلکي مهارتونه او کاري تجربې د ملي پرمختګ لپاره باید وکارول شي. په دغه برخه کې د نړیوالې ټولنې مسؤلیت هم  یوازې تر بېړنیو بشري مرستو رسولو پورې باید محدود نه وي، بلکې د افغانستان د اقتصادي بیا رغونې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د کاري فرصتونو د پراختیا او د بنسټیزو چوپړتياوو د ښه والي لپاره پراختیايي همکاري هم پکې شاملې وي.

له بده مرغه، د دغه لوی بشري ناورين د مدیریت لپاره په کافي اندازه د نړیوالو ادارو، اړوندو افغان بنسټونو او پراختیايي شریکانو ترمنځ  تفاهم، تعامل، همغږي او د پایلو پر بنسټ عملي ګامونه  نه دي پورته شوي. ددغو تشو تر ټولو درنه بیه راستنېدونکو کډوالو پرې کړه؛ هغو کورنیو چې له اوږدې کډوالۍ وروسته یې په خپل هېواد کې د یوه باثباته او باعزته ژوند تمه درلودله. بنأً بايد ومنو چې د راستنېدو د بهیر بریا یوازې د راستنو شویو کسانو په شمېر وړاندې کولو  نه بشپړېږي، بلکې اصلي معیار یې دا دی چې څومره کورنیو ته د اوسېدو مناسب ځای، د کار او عاید سرچینې، روغتیايي او ښوونیزو چوپړتياوو، د  خوندي او اوږدمهاله ژوند امکانات برابر شوي او څومره یې له بیا بېځایه کېدو او کډوالي څخه ژغورل شوي دي. راستنېدل د بهیر پیل دی؛ د باعزته او اوږدمهاله ژوند برابرول یې بنسټيزه موخه ده.

جګړه؛  پرديو ته د نفوذ فرصت او افغانانو ته د بقا اندېښنه

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320