متأسفانه په افغانستان کې د سياسي بحرانونو د بيا بيا تکرار کيدو يو ځانګړي لامل دادى چې افغانان د سیاسي بحرانونو، يرغلونو، پرديو لاسوهنو او د نظامونو د نسکوريدو د لاملونو د موندلو په موخه د جدي څېړنو، علمي ارزونو او له تاريخ څخه د زده کړو دود نه لري. زموږ یوه ستره نیمګړتیا دا ده چې د نظامونو له نسکورېدو، سیاسي تجربې له ناکامي او یا د سترې ټولنیزې پېښې له رامنځته کېدو وروسته ژوره څېړنه نه کوو، تر څو پوه شو چې ولې ناکامه شوو؟ اصلي عوامل یې څه وو؟ ، کومې تېروتنې تکرار شوې، له تيرو تجربو څخه د راتلونکي لپاره څه زده کولای شو او کوم بدلونونه رامنځته کول، اوسنى نظام له راتلونکي سقوط څخه ژغورلاى شي؟ موږ ډېری وخت د پېښو د تحلیل پر ځای د اشخاصو او ډلو د ملامتولو، د غلام لاسپوڅي تالې څټي پرديپال په تورونو د هغوى پړه ګڼلو او له ارزښتونو څخه د خپلې خوښې پر بنسټ د تعبيرونو، تعريفونو او روايتونو وړاندی کولو هڅه کوو.
په بحراني وضعیت کې له هېواد څخه د ارګ ميشتو او امنيتي مشرانو تېښته په هيڅ ډول د توجيه وړ نه ګڼل کیږي. دغه عمل په نړيواله کچه د افغانستان د بدنامي لامل ګرزي او په تکراري توګه د بحرانونو او ناورينونو د رامنځته کيدو بنسټ جوړوي. همدغه شان له بهر څخه په افغانستان کې د ننه د جګړو لپاره چيغې وهل، له امریکا پاکستان بل او نورو څخه ملاتړ ترلاسه کولو هڅو افغانانو ته يوازې پيغور راوړى دى. تعجب دى چې دغه نيمګړتياوې ځينې افغانان په سليقوي ډول توجیه کوي او د تيرو تيروتنو د ناوړه پايلو د نه ارزولو له امله ځينې افراد اوس هم له اسلام اباد څخه د کابل په وړاندي د وسلوال ملاتړ ترلاسه کولو ته لېوالتیا ښئي.
که د قضيې بل اړخ ته متوجه شو نو هغه حکومتونه هم بريا نشي ترلاسه کولاى چې خپلې ناکامي د انتقادي ليدلوري له مخې په ژوره توګه نه ارزوي. د نظامونو نسکوريدل يې تسلسل مومى او ناکام سيستمونه له یوه نسل څخه بل نسل ته په ميراث پاتې کيږي. په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو د نظامونو ترمنځ، له ټولو سیاسي او ایډیالوژیکو توپیرونو سره سره ، ځینې مشترکات هم شتون لري او په ټولو کې تکرارېدونکي ناخوالې په څرګند ډول لیدل کېږي: د واک انحصار، د سیاسي مخالفانو حذف، د مشارکت نشتوالی، د ادارو کمزوري، اتوکراسي، د سرچینو غيرمنصفانه وېش او پر افغان ټولنه باندي د پردیو نسخو تپل.
زموږ ستونځه یوازې دا نه ده چې ډېر نظامونه مو ناکام شوي؛ ژوره ستونځه دا ده چې موږ له دغو ناکامیو څخه د زدهکړې په موخه د بدلون لپاره لازم فکري او علمي میکانیزمونه نه دي رامنځته کړي. هر نظام له خپل تسلط څخه سملاسي وروسته د مخکيني نظام پر تېروتنو نیوکه کړې، خو ډېر ژر يې په خپله هم د تير ناکام نظام په څېر د خپل سقوط لوري ته تلونکي لاره غوره کړې. د واک انحصار، د واکمنانو په بدلېدو پای ته نه دی رسېدلی، د حذف سیاست په شعارونو کې د بدلون له مخې له منځه نه دی تللی او د پردیو نسخو پر وړاندې اعتراض کوونکو هم کله ناکله له بهر څخه راوړل نسخې زموږ په عنعنوي ټولنې باندي د تحمیل کولو هڅه کړې ده.
له دې سره یوه بله عجیبه پدیده هم زموږ په سیاسي تاریخ کې تکرار شوې ده: له تيرو پنځو لسيزو راپدېخوا هر نوی نظام له ځان سره خپل ځانګړی بیرغ، شعارونه او سیاسي روایتونه راوړي، واک ته د رسيدو ورځ د هېواد د خپلواکي او آزادي د ورځې په توګه تعریفوي او د جشن په توګه يې لمانځنه کوي. دلته د یوه سیاسي جریان واک ته رسېدل د ټول ملت د بریا په توګه وړاندې کېږي او د نظام، حکومت او ملت ترمنځ توپیر نيمګړى پاتې کېږي . حال دا چې د یوه نظام نسکورېدل او د بل نظام واک ته رسېدل په خپله د یوې ټولنې د آزادي، پرمختګ او ملي بریا معنا نه لري. دغه چلن زموږ ملي تاریخ له تسلسل څخه محروموي.
له استثنا پرته هر نوی واکمن غواړي معاصر تاریخ له خپلې ورځې څخه پیل کړي او د پخواني نظام ډېره برخه د خپل سیاسي روایت له مخې مطلقاً رد يا هم د خپلې سليقې مطابق تعبیر کړي. په پایله کې، د ملت ګډ تاریخي ارزښتونه د سیاسي نظامونو په پرلهپسې بدلونونو کې ټوټه ټوټه کېږي او هر نسل د تېر نسل له تجربو څخه د زدهکړې پر ځای، له صفر څخه د خپل سياسي او ټولنيز سفر د پیلولو هڅه کوي.
زما په اند، په ولسي کچه د منل شوي او چلن وړ نظام رامنځته کولو لپاره باید ارزښتونه، ملي ګټې، ، ملي تاریخ او ملي وياړونه له حکومتونو او سیاسي نظامونو څخه لوړ او جدا وپېژندل شي. حکومتونه بدلېږي، نظامونه اصلاح کېږي او یا له منځه ځي؛ خو عقيدوي ارزښتونه، ملت، هېواد او تاریخي افتخارات باید د هر نوي سیاسي نظام له تسلط څخه له سره تعریف نشي. که هر نظام خپله د واک ورځ د خپلواکۍ ورځ وګرزوي، نو موږ د خپلواکي لوړ ارزښت د سیاسي واک د انتقال تر کچې راټیټوو.
د ښې حکومتولي د پرنسيپونو له ادرس څخه هر ډول سیاسي ارزونې باید له اشخاصو څخه ورهاخوا په ادارو، سیاستونو، پرېکړو، پایلو او جوړښتي عواملو باندي متمرکزه وي. باید وپوښتل شي چې کومه پرېکړه ولې وشوه، کوم بدیلونه موجود وو، پایلې یې څه وې، کومې ادارې ناکامې شوې، بهرني عوامل څه وو، کومې ستونځې زموږ د خپل سیاسي او ټولنیز جوړښت پايلې وې او کوم ناورينونه د پرديو يرغلونو او لاسوهنو محصول وو. تر ټولو مهمه دا چې باید د بریاو ترشا پراته عوامل او د ناکاميو سرچينې دواړه وارزول شي؛ ځکه یوازې د ناکامیو یادول هم د سالمې ارزونې بدیل نه دی.
موږ باید له دغه تصور څخه ځانونه وباسو چې د نظام ناکامي حتماً د ځانګړې ډلې، شخص یا کومې ایډیالوژي ناکامي ده. نظامونه عموماً د متقابلو سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو، امنیتي او بهرنیو عواملو د ګډ تعامل له امله کمزوري کيږي او یا ناکامه کيږي. که موږ هره ناکامي یوازې په بهرنيانو او ياهم يوازې په کور د ننه اړخ په غاړه باندي واچوو، د ستونځو په متقابلو جوړښتي عواملو باندي سترګې پټوو او د راتلونکې بلې ناکامي لپاره لاره هواروو.
بنأً، افغانستان تر هر څه وړاندې د ملي ارزونې او له تيرو تيروتنو څخه د زدهکړو کلتور خپلولو ته اړتیا لري؛ داسې کلتور چې نقد پکې د دښمني معنا نه، بلکې د سمون او بدلون لپاره د نظام اړتيا وګڼل شي، د تېروتنو منل او د بښنې غوښتنه کمزوري ونه ګڼل شي. همدغه شان د مخالف نظر څرګندول د حذف دلیل ونه ګرزي. تر هغه چې موږ خپلې تېرې تجربې د ريښتينولي، بې پرېتوب او علمي پرنسيپونو پر بنسټ ونه ارزوو، یوازې د نظامونو او واکمنانو بدلون زموږ اساسي ستونځې نشي حل کولاى
د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره تر ټولو مهمه پوښتنه یوازې دا نه ده چې کوم نظام باید ولرو؛ بلکې دا هم ده چې ولې زموږ تېر نظامونه ناکام شول او له دغو ناکامیو څخه مو څه زده کړل که نه؟ که موږ د دغې پوښتنې لپاره جدي، مسلکي او له سیاسي تعصب څخه پاک ځواب پیدا نه کړو، د راتلونکي په اړه هره طرحه به تر ډېره د تجربو او له تيرو تيروتنو څخه د زده کړو پر بنسټ نه، بلکې د اټکلونو پربنسټ وي. زموږ اصلي اړتیا یوازې د نظامونو بدلون نه دی؛ بلکې د فکر، ارزونې او سیاسي چلن د فرهنګ بدلون دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.