بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):
کله چې پېښور په ۱۸۴۹ کال د پنجاب له لاسه ووت او د برتانوي هند برخه اعلان شو، نو برتانیا د افغانستان ختیځې پولې پورې مستقیمه واکمنه شوه. په نویو حالاتو کې امیر دوست محمد خان له سیکانو سره مخامخ نه، بلکې د برتانوي هند سره مخامخ شو. بلخوا دوست محمد خان د افغانستان د یوځای کولو او ټینګولو لپاره، په کور دننه او هم د هېواد د شمال لخوا د ستونزو سره مخ وو. نو د ده لپاره ستراتیژیک غوراوی په تفریبي توګه داسې وو:
ایا برتانیا سره د پېښور پر سر جګړه وکړم، که له برتانیا سره داسې اړیکې جوړې کړم چې افغانستان په لویدیځ او شمال کې خپل پاتې ستراتیژیک خطرونه حل کړای شي؟ امیر پوهېده چې برتانیا، پېښور د مذاکراتو په وسیله نه سپاري. د برتانوي هند لپاره پېښور یو عادي ښار نه وو، بلکې دا د پنجاب د شمال لویدیځ دروازه، د خیبر د لارې خوله او د افغانستان پر وړاندې د برتانوي هند مهمه سرحدي سیمه وه. سره د دې چې برتانیا د امیر دوست محمد خان سره د ۱۸۵۵ کال د مارچ په ۳۰ مه، د پېښور په تړون کې هغه سیمې چې د امیر تر واک لاندې وې، هغه یې د امیر سره ومنلې، خو پېښور یې د افغانستان په دې سیمو کې شامل نه کړ.
په ۱۸۵۰ کلونو کې د افغانستان د ختیځ او جنوب ختیځ لخوا د برتانوي خطر سربېره، د ایران لخوا هرات او د روسيې لخوا شمال ته هم خطرونه لېدل کېدل. نو د امیر فکر دا وو چې لږ تر لږه له ختیځ لوري ځان خوندي کړي. د پېښور د دې تړون متن ډېر مهم دی. په لومړۍ ماده کې د برتانوي هند او دوست محمدخان ترمنځ «دایمي سوله او دوستي» اعلانوي. په دوهمه ماده کې برتانوي حکومت ژمنه کوي چې د دوست محمد خان تر واک لاندې د افغانستان قلمرو درناوی به کوي او هېڅ مداخله به نه کوي. خو په بدل کې د تړون په دریمه ماده کې دوست محمد خان مکلفوي چې د برتانوي هند قلمرو ته به درناوی کوي، مداخله به نه کوي، او د برتانیا «د دوستانو دوست او دښمن دښمن» به وي.
خو د دې پوښتنې ارزښت په خپل ځای پاتې کېږي چې امیر دوست محمدخان د شاشجاع پشان د برتانوي هند په خوښه او ملاتړ دوهم ځل نه وو پاچا شوی، بلکې په دوهم جنګ کې د انګریزانو د ماتې او د افغان ملت د سرښندنو په پایله کې واک ته رسېدلي وو. د انګریزانو سره د داسې تړون په لاسلیک کې باید هغه د نورو افغاني مشرانو سره مشوره او تفاهم کړی وای.
برتانوي هند پر پخوانیو ژمنو ولاړ پاتې نه شو، بلکې نور هم مخې ته ولاړ او د ۱۸۵۷ کال د جنوري په ۲۶ مه یې د امیر دوست محمدخان سره بل تړون لاسلیک کړ. دا تړون په پېښور کې د امیر دوست محمد خان او د برتانوي هند د پنجاب د چیف کمشنر جان لارنس او کمشنر هربرټ اډوارډز ترمنځ وشو. د برتانیا په رسمي سند کې «Articles of Agreement» بلل شوی، یعنې د ۱۸۵۷ کال د جنورۍ ۲۶مه د پېښور موافقه.
د تړون اصلي موخه دا وه چې برتانیا د ایران پر ضد د امیر د اوسنیو متصرفاتو بلخ، کابل او کندهار د دفاع لپاره مالي مرسته ورکړي.
خو په دې تړون کې امیر دوست محمد خان د ۱۸۵۵ کال د تړون برعکس چې یو د بل په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي، ځینې مهمې پوځي او سیاسي ژمنې برتانوي هند سره منلي او په یوه ماده کې برتانوي افسرانو ته د افغانستان دننه د راتګ اجازه ورکړل شوې. دا د ۱۸۵۵ کال د تړون د «دخالت نه کولو» له اصل سره د پام وړ توپیر لري!
بلخوا په دې تړون کې، د ایران پر وړاندې د جګړې په تړاو له برتانوي هند څخه د افغان پوځ لپاره د میاشتې د ۱۰۰ زره روپیو د سبسایډي ژمنه تر لاسه شوه. برتانوي هند د وسلو او پوځي مرستو زمینه هم برابره کړه . دلته د دوست محمدخان سیاست یوازې «له برتانیا سره سوله» نه وه؛ هغه له دې اړیکې څخه د دولت د پوځي پیاوړتیا لپاره مادي ګټه هم واخیسته. نو د ده محاسبه تر یوه حده داسې وه، ختیځ کې له برتانیا سره جګړه نه کوم، خو په بدل کې خپل دولت، پوځ او نور افغانستان پیاوړی کوم.
نو ویلای شو دا یوازې مالي تړون نه وو، د افغانستان دننه د برتانوي سیاسي ــ استخباراتي څار لپاره هم دروازه پرانیستل شوه. د دې تړون په یوولسمه ماده کې امیر ژمنه کړې چې که د فارس یا د فارس له متحدینو څخه کوم وړاندیز یا مخابره ورته راشي؛ برتانوي حکومت به خبروي، یعنې د امیر د بهرني سیاست په برخه کې د معلومات ورکولو یو تعهد رامنځته شو.
د رسمي حقوقي متن له مخې دا د امیر او برتانوي حکومت تر منځ دوه اړخیز تړون وو، نه د افغانانو د یوې عمومي شورا او برتانیا ترمنځ تړون.
تړون په واضح ډول د «Ameer Dost Mohammad Khan… on his own part» او د برتانوي لوري د استازو ترمنځ شوی وو.
په ۱۸۵۷ کال د برتانیا په وړاندې د هندي ولسونو د عمومي پاڅون پر مهال، دوست محمد خان له برتانیا سره په جګړه کې داخل نه شو، سره له دې چې د افغانستان دننه د جګړې لپاره فشار موجود وو. د افغانستان د ختیځ ولایتونو قومونو د برتانوي هند په وړاندې د هند خلکو د عمومي پاڅون په ملاتړ پاڅون وکړ، خو د سند ایالت انګریز والي ادوارد فریر(Frere) یې مخه ونیوله. دا هم ویل کېږي د امیر دوست محمدخان زوی محمد اعظم خان، پلار ته اجازه ور نه کړه چې د برتانوي هند په وړاندې جګړه کې شامل شي.
دلته د امیر د دې پرېکړې یو مهم لامل دا هم وو چې هغه غوښتل د ایران پر وړاندې برتانوي ملاتړ له لاسه ور نه کړي او خپل پوځ په منظم ډول وساتي. په ۱۸۶۳ کال کې د امیر دوست محمد خان لخوا د هرات تر لاسه کول هم د دغه پېښو سره بې تړاوه نه وو.
هند کې هم د دې لوی پاڅون په مهال جان لارنس چې څو میاشتې مخکې یې له امیر دوست محمد خان سره تړون لاسلیک کړی وو، د سخت بحران په مهال وړاندیز کوي چې پېښور دوست محمد ته وسپارل شي. خو کله چې هندي پاڅون ناکامېږي اډورډز، نیکلسن او کاټن مخالفت کوي، او کیننګ په پای کې برتانوي هند سره د پېښور د ساتلو پرېکړه کوي.
په ۱۸۶۹ کال کې د دوست محمدخان وروسته د امیر شیرعلي خان د واک په مهال، د دوی دواړو د سیاستونو ترمنځ یو څه ورته والي لېدل کېږي. په دې کال کې د امیر شیرعلي خان او د انګریز استازي لارډ میو تر منځ د امبالي تفاهم وشو، دلته امیر شیرعلي خان دوه غوښتنې وړاندې کوي:
۱ ــ د برتانوي هند لخوا د سلطنت د وراثت ضمانت
۲ ــ د روسیې یا بل بهرني قدرت د برید پر وړاندې پوځي ضمانت
لارډ مېو دا دواړه ضمانتونه په بشپړه توګه امیر شیرعلي خان ته ورنه کړل. خو په بدل کې یې وویل « موږ ستا خپلواکي او په افغانستان کې نه مداخله تضمینوو، خو ستا د سلطنت د بقا لپاره بې قیده پوځي او کورنی ضمانت نه درکوو».
په دې پریکړه امیر شیرعلي خان راضي نه وو. بلخوا لارډ مېو په ښکاره ونه غوښتل چې د کابل په ښار کې اروپايی دایمې استازولي (Resident ) تحمیل کړي. په ۱۸۸۰کال کې د همدې پخواني سیاست په دفاع کې د برتانیې په پارلمان کې ویل شوي چې د لارد مېو ژمنه دا وه چې برتانیا به اروپايي افسران یا Residents د امیر له خوښې پرته، نه تحمیلوي.
خو په ۱۸۷۶ کال، کابل کې د برتانیې د استازولۍ په سیاست کې ژور بدلون پېښ شو، د برتانیا حکومت وغوښتل د Residents موضوع عملي کړي، سره له دې چې خپله یې د هغې د خطرونو په اړه خبرداری ورکړی وو.
دلته د اېډوارډ رابرټ بولورلایټن (۱۸۷۶ ــ ۱۸۸۰ ) د برتانوي هند نوی وایسرای سیاست، یوازې د ۱۸۵۵، ۱۸۵۷ او ۱۸۶۹ کلونو په تړونونو کې د ژمنو د پخواني سیاست دوام نه وو، بلکې په یوه مهمه برخه (دایمي استازولي) کې د برتانیا د پخوانی ژمنې « افغانستان کې د نه لاسوهنې» سیاست بدل شو!
کله چې امیر شیرعلي خان د برتانوي دایمي استازي د منلو په اړه مقاومت وکړ، لایټن د۱۸۷۶ په جولای کې ورته خبرداری ورکړ چې که دوام ورکړي، نو ځان به د برتانیا له «Alliance and support » څخه منزوي کړي. د برتانیا دا سیاست چې موږ «ستا د خپلواکۍ ملاتړ کوو، ته خپله پریکړه کوي»، په تدریج سره «زموږ سیاسي حضور او ستراتېژيک نفوذ ومنه، د روسیې په وړاندې معلومات راکړه نو بیا زموږ ملاتړ تر لاسه کولای شې»، بدل شو. دا د دواړو سیاستونو ترمنځ ډېر مهم توپیر دی.
پاتې لري.
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر لومړۍ
سرلوڅ مرادزی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
