د ۱۸۵۳ کال په یوه سویډني جغرافیایي کتاب کې د افغانستان انځور
د افغانستان د تاریخ او جغرافیې په اړه یوازې کورنیو لیکوالانو او سیمهییزو تاریخلیکونکو معلومات نه دي راټول کړي؛ اروپایي جغرافیهپوهانو هم له تېرو څو پېړیو راهیسې زموږ د سیمې د پېژندلو لپاره کتابونه لیکلي دي، په دغو اثارو کې افغانستان کله د سترواکيو ترمنځ د یوې مهمې سیمې په توګه راڅرګندېږي، کله یې غرونه، سیندونه او ښارونه تشریح کېږي او کله یې خلک، اقتصاد او سیاسي جوړښت د بهرنیو لیکوالانو له لیدلوري انځورېږي.
د دغو لیکنو ارزښت یوازې په دې کې نه دی چې اروپایانو افغانستان څنګه پېژانده؛ بلکې دا هم راښيي چې د نولسمې پېړۍ په منځ کې د افغانستان په اړه په اروپا کې کوم معلومات خپرېدل، کومې سیمې د دې هېواد برخه ګڼل کېدې او د افغانانو د ژوند په اړه څه تصور موجود و.
دلته د همدې ډول یوه تاریخي اثر پاڼې څېړو، دا د سویډني ژبې د جغرافیې درسي کتاب دی چې په ۱۸۵۳ کال کې چاپ شوی او د افغانستان لپاره یې ځانګړې برخه لري، د کتاب لیکوال الکساندر ګوستاف یولیوس هالستین دی، د افغانستان په اړه معلومات یې د «سیاسي جغرافیې» تر سرلیک لاندې په ۳۱۵ او ۳۱۶ مخونو کې راغلي دي.
*** افغانستان؛ د ایران د لوړې سطحې په شمال ختیځ کې
کتاب افغانستان د ایران د لوړې سطحې په شمال ختیځه برخه کې معرفي کوي او د هغه شاوخوا سیمې داسې یادوي؛ په لوېدیځ کې فارس، په سوېل کې بلوچستان، په ختیځ کې برېتانوي هند او په شمال کې ترکستان.
لیکوال د افغانستان غرنی جوړښت د هېواد له مهمو جغرافیایي ځانګړنو ګڼي، د هندوکش واورین غرونه، د غور لوړې سیمې او د سلیمان غرونو اوږدې موازي لړۍ یې د هېواد د طبیعي جوړښت مهمې برخې بللې دي، د سیندونو په اړه یې د کابل او هلمند یادونه کړې او لیکلي یې دي چې د کابل سیند د «سند» له سیند سره یوځای کېږي، په داسې حال کې چې هلمند د هامون یا زره په جهیل کې پای ته رسېږي.
د کتاب له نظره، د افغانستان اقلیم او کرنیز محصولات تر ډېره د لوېدیځ ایران له اقلیم او محصولاتو سره ورته دي؛ خو د ځنګلونو او مېوهلرونکو ونو شتون پکې زیات دی، په ځانګړې توګه د کابل شاوخوا سیمه یې د ښه اقلیم او حاصلخېزې خاورې له امله ستایلې ده.
دا تشریح ښيي چې لیکوال افغانستان یوازې د غرونو او وچو سیمو په توګه نه دی پېژندلی، بلکې د کابل د کرنیز ظرفیت او د هېواد د طبیعي سرچینو یادونه یې هم کړې ده.
*** افغانان او د ښارونو سوداګري
د کتاب یوه په زړه پورې برخه د افغانستان د وګړو او ټولنیز جوړښت تشریح ده، لیکوال پښتانه د هېواد واکمن ولس بولي او لیکي چې یوه برخه یې کوچیان او بله برخه یې کروندګر دي، تاجکان یې مېشت او کلیوال خلک ګڼلي او ارمنیان او هندوان یې په ښارونو کې د سوداګرۍ له مهمو ډلو څخه یاد کړي دي.
د اقتصاد په اړه یې د مالدارۍ دود ته اشاره کړې او لیکلي یې دي چې د څارویو ساتنه د کرنې په پرتله ډېره دود وه، د انګورو بڼونه یې هم د هېواد د کرنیزو محصولاتو یوه مهمه برخه بللې ده.
لیکوال د افغانستان د صنعت په اړه داسې انګېرنه وړاندې کوي چې صنعت پکې ناپېژندل شوی نه دی، د ورېښمو، پنبې او وړیو اوبدل، د وسلو جوړول او د خاورینو لوښو تولید یې د خلکو له کسبونو څخه شمېرلي دي، د کاروانونو سوداګري یې هم فعاله بللې ده.
دا برخه د افغانستان د پخواني اقتصادي ژوند یو مهم انځور وړاندې کوي، په ځانګړې توګه د کاروانونو د سوداګرۍ یادونه د دې ښکارندويي کوي چې افغانستان د منځنۍ اسیا، هند او فارس ترمنځ د سوداګریزو لارو په شبکه کې مهم ځای درلود.
خو د مذهب په اړه د لیکوال یوه خبره د پام وړ ده، هغه پښتانه سني او تاجکان شیعه معرفي کړي دي، دا وېش د ټولو پښتنو او تاجکانو په اړه سم عمومي حکم نه شي کېدای؛ ځکه د دواړو ډلو په منځ کې د مذهبي تنوع بېلګې شته او د تاجکانو ډېری ټولنې سني مسلمانان دي.
*** کابل، کندهار او هرات؛ د ښارونو په اړه د اروپایي لیکوال لید
کتاب د افغانستان د درېیو مهمو ښارونو په اړه ځانګړي معلومات وړاندې کوي.
کابل یې د سمندر له سطحې شاوخوا ۶۲۰۰ فوټه لوړه، پر یوې حاصلخېزې دښته یا لوړه هواره سیمه پروت ښار بللی دی، د لیکوال په وینا، کابل د شاه استوګنځی او د فارس، هند او ترکستان د کاروانونو د تګ راتګ او راټولېدو مهم مرکز و، د ښار نفوس یې ۸۰ زره تنه اټکل کړی دی.
کندهار یې د اسیا له ښکلو ښارونو څخه یو بللی او د ښه سوداګریز وضعیت یادونه یې کړې ده، د ښار نفوس یې ۱۰۰ زره تنه ښودلی دی.
هرات یې د هریرود سیند پر غاړه، په یوې حاصلخېزې سیمې کې پروت ښار معرفي کړی دی، د ورېښمو د تولید، د ورېښمو، پنبې، څرمنې او فلزاتو د صنعت او د کاروانونو د سوداګرۍ یادونه یې کړې ده، د هرات نفوس یې هم ۱۰۰ زره تنه اټکل کړی دی.
د دغو ښارونو د نفوس شمېرې باید د هغه وخت د اټکلونو په توګه ولوستل شي، نه د رسمي سرشمېرنې د پایلو په توګه، په افغانستان کې د نولسمې پېړۍ د نفوسو د شمېر په اړه منظم او باوري معلومات نه وو؛ نو د کتاب دا شمېرې هم د کره احصایې ځای نه شي نیولی.
*** د افغانستان سیاسي وضعیت؛ د قبیلو واک او د انګلستان نفوذ
د کتاب تاریخي برخه د افغانانو د خپلواکۍ او له نادرشاه وروسته د هېواد د سیاسي وضعیت په اړه لنډ معلومات وړاندې کوي.
لیکوال لیکي چې پښتنو په ۱۷۱۵ کال کې له فارس څخه خپلواکي ترلاسه کړه، خو د نادرشاه له خوا بېرته تر واک لاندې راوستل شول او د هغه له مړینې لږ وروسته بیا خپلواک شول، وروسته یې د سیاسي جوړښت په اړه لیکلي چې افغانان پر څو کوچنیو قبیلو وېشل شوي وو، هرې قبیلې خپل مشر درلود او د قبیلوي مشرانو واک د سردارانو او د کورنیو د مشرانو له خوا محدودېده، د کتاب په وینا، دغه مشران باید په کابل کې د شاه تر واک لاندې وای او مالیه یې ورکوله.
لیکوال د سلطنت د کورنیو اختلافاتو او کمزورۍ په ترڅ کې د انګلستان د نفوذ د زیاتېدو یادونه هم کوي، دا جمله د نولسمې پېړۍ د هغه سیاسي وضعیت د درک لپاره مهمه ده چې افغانستان د برېتانوي هند او روسیې د ستراتیژیکو سیالیو په منځ کې پروت و.
خو د خپلواکۍ په اړه د کتاب د ۱۷۱۵ کال یادونه تاریخي ستونزه لري، د میرویس نیکه پاڅون په ۱۷۰۹ کال کې پیل شو؛ هوتکیانو په ۱۷۲۲ کال کې اصفهان ونیو او تر ۱۷۲۹ کال پورې یې د فارس پر ډېرو سیمو واک درلود. په ۱۷۳۸ کال کې نادرشاه کندهار ونیو، له همدې امله د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره د ۱۷۱۵ کال یادونه دقیقه نه ده، د احمدشاه دراني په مشرۍ د نوي افغان دولت د جوړېدو پیل عموماً ۱۷۴۷ کال ګڼل کېږي.
همدارنګه، د ۱۸۵۳ کال د کتاب جغرافیایي انځور باید د ننني افغانستان له سیاسي پولو سره ګډ نه شي، د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو( پرته له پاکستانه چې موږ ورسره سرحد نه لرو او هلته یواځې فرضي ډیورنډ کرښه ده) اوسني نړۍوال سرحدونه په عمده توګه د نولسمې پېړۍ په وروستۍ درېیمه برخه کې، د برېتانیا او روسیې د سیالیو او دیپلوماتیکو هوکړو په ترڅ کې وټاکل شول، له همدې امله د کتاب د افغانستان تعریف د هغه وخت د جغرافیایي او سیاسي تصور څرګندونه کوي.

*** پایله؛ د بهرني لیدلوري تاریخي ارزښت
د ۱۸۵۳ کال دا جغرافیایي کتاب د افغانستان د تاریخ لپاره د یوې بهرنۍ سرچینې په توګه ارزښت لري، په دې کې د هندوکش او سلیمان غرونو، کابل او هلمند سیندونو، د کابل د حاصلخېزې سیمې، د کندهار د ښکلا، د هرات د صنعت او د کاروانونو د سوداګرۍ یادونه شوې ده، همدارنګه د د پښتنو، تاجکانو او د ښارونو د سوداګرو په اړه د هغه وخت د اروپایي لیکوال تصور هم پکې څرګند دی.
البته د کتاب ټول معلومات د نننیو تاریخي او جغرافیایي معیارونو له مخې کره نه دي، د نفوس اټکلونه، د مذهبي ډلو په اړه عمومي حکمونه او د خپلواکۍ د کال یادونه یې د احتیاط غوښتنه کوي؛ خو د دې نیمګړتیاوو ترڅنګ، دا اثر موږ ته ښيي چې ۱۷۳ کاله وړاندې په یوه اروپایي درسي کتاب کې افغانستان څنګه معرفي کېده.
د داسې تاریخي سرچینو لوستل یوازې د پخوانیو معلوماتو راټولول نه دي؛ دا د دې لپاره هم مهم دي چې پوه شو نړۍ په بېلابېلو زمانو کې افغانستان څنګه لیدلی، د دې سیمې په اړه یې څه معلومات لرل او د سیاسي بدلونونو په ترڅ کې یې د افغانستان د جغرافیې او هویت په اړه تصور څنګه بدل شوی دی.
*** سرچینې
- اصلي کتاب: Alexander Gustaf Julius Hallstén, Lärobok i geografi för elementar-läroverket، هلسینکي، ۱۸۵۳. د فنلنډ د ملي کتابتون ډیجیټلي نسخه:
د کتاب بشپړ ډیجیټلي متن – Doria - د افغانستان اصلي متن: د کتاب ۳۱۵ او ۳۱۶ مخونه، د دویمې برخې PDF:
د ۳۱۵ او ۳۱۶ مخونو د لیدلو لپاره PDF - د هوتکیانو د واکمنۍ او نادرشاه په اړه:
Encyclopaedia Iranica – Kandahar: From the Mongol Invasion Through the Safavid Era - د افغانستان د پولو د جوړېدو تاریخ:
Encyclopaedia Iranica – Boundaries of Afghanistan - د نولسمې پېړۍ د افغانستان د نفوسو د اټکلونو په اړه علمي څېړنه:
Population of Afghanistan in the 19th Century: Some Demographic Trends - د افغانستان د جغرافیایي پېژندنې د تاریخ په اړه:
Encyclopaedia Iranica – Evolution of Geographical Knowledgeاصلي ډیجیټلي کتاب پرانیستل
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320