دوه ورځې دمخه المان بن ښار کې ددغه شاعر د دریو کتابونو مخکتنه وه. له خبرې معلوماتو له تکرار تېرېږم او راځم د خپلې لنډکۍ وینا منځپانګې ته:
دا چې د هنري اثر په توضیح، تفسیر باور نلرم، او مخامخ۱۰۰۰ کاله مخه ځم:
له شمس تبرېز نه نقل دی:
« آن خطاط سه گونه خط نوشتی،
یکی او خواندی لا غیر،
یکی را هم او خواندی هم غیر او،
یکی نه او خواندی نه غیر او؛
آن خط سوم منم که سخن گویم. نه من میدانم نه غیر من…»
(مقالات شمس)
دا چی (یکی نه او خواندی نه غیر او)
او (آن خط سوم منم که سخن گویم. نه من میدانم نه غیر من) اشاره چا او څه ذات ته ده، ښایي ۹۹سلنه لوستونکو نظر نه وي خلاص شوی؛ نو ځکه زه خپله اثر-که له زمکې وي یا له اسمانه- لولم، خو په تبصرو او تفسیرو یې د ما زړه اوبه نه څښي؛ نو اوس دغه ژوندی، شته ځلاند څوک راسپړلای شي؟! یا څوک تر هغه زیات هغه او هنر یې راپېژندلای شي؟؟
استاد شمس یا استاد سقراط کتابت نه کاوه، ځکه مولانا رومي وزېږېد، ځکه د فلسفې لیکلو کار افلاطون ورله غاړې شو.
خدای خبر څومره نور د غږورڼا استادان، د بشري پوړیو او پېړیو په نالېک عصر کې تېر شوي، چې موږ یې حتا نوم ندی اورېدلی او که وايې ورو هم؛ نو ښايي راز راز ذهني فلترونو یا اېای ته يې ور واچو، چې نر و ښځه يې معلوم کړي!!
شمس، د ژوندي غږ شپېلۍ و.
او رومي، دغه نامکتوب غږ بشر ته را ترجمه کړ.
د شریعتکیسوګماد د لرغونې کتيبې له مخې غږونه دوه ډوله دي:
دهوناتمیک: دا غږ په متن د اړولو وړ ندی. دا سپینه جنتي نغمه ده.
وارناتمیک: هغه غږ چې په متن د اړولو، پوهېدلو، ویلو… اورېدلو دی.
پدې اړه توضیحات نلرم، ځکه چې دا باید خپله تجربه شي.
دا بحث زما په شخصي تجربو ولاړ دی. زموږ یو یو او یوه یوه -حتی چنجی- د حقیقت پوره کشف په لور په هڅه کې دی. هر ژوندی د حقیقت یوه اندازه لمر څکلی، خو (کامل) همیشه بل ګام دی.
یو وخت زما آرمان دا و، چې نور راباندې وغږېږي، چې وفا څه بلا لیکوال دی!
له مخې یې رڼا، استاد اسد آسمایي (پوره ۳۰کاله دمخه) لاس تړلی ارواښاد اکادمیسین رشاد بابا ته وروستم، چې خپل زور معلوم کړم. (زرګره او زرلاسی کوډګر) ناول مې تېرو دوه درې کلونو کې پنځولی و. په داسې حال کې چې سړو او لړزې اخستی وم، دوو ورځو ناستو کې مې ټول ناول ورته ولوست. او اوس د یوه بم رالویدلو ته انتظار وم. خو آرواښاد بابا له څه شېبه سکوت وروسته سر راپورته کړ او ماته یې کړل: افرین پدې سېمبولېزم!
او بیا یې له اسمايي ته ووېل چې ته یې سمبولونه تشریح کړه او بیا دې چاپ شي. خو اونۍ وروسته اسداسمايي ورته کړل: استاده، که ددې ناول سمبولونه تشریح شي، ښایي تر ناول هغه زیات شي.
۲۰۰۰کال کې ناول په ډېر کم شمېر او ډېر ارزانه کاغذ کې په جیبي قطعه چاپ شو. او ما هم په ډېره دبدبه د بيبيسي پیښور دفتر همکارانو باندې وویشه. خو نېږدې اشنا او ټوکي انسان-نوم یې نه اخلم، ځکه اوس هم راته ګران دی- ووېل: «وفا دا دې څه غ و ل، لیکلي!!
یوه بل اشنا او دې کلونو دوست نافع همت، میوند مجله چلوله، او مهرباني یې کوله زما لیکنې یې هم ورباندې میخ کولې. د ټوکو موقع به چې راغله، نو همت به کړل: که څوک ووایي چې دا د پیریانو ژبه ولې چاپوې، وایم خو بله لیکنه نه وه.
همت صاحب ته بیا هم سلام، ځکه راته ګران دی.
بل وخت زما څو کتابونو لپاره غونډه نیول شوې وه. زما یوه دیرش کلن یار او عزیز ستیج ته پورته شو چې زه وایم وفا څه وایي. خو له دې توضیح سره هم، د ګډونوالو ذهن خلاص نشو.
قدرمن نجیب منلی، کله کله یوه سخته د کار خبره کوي، چې یوه یې دا وه، چې بیدل داسې څه کښل چې خپله به هم نه ورباندې پوهېده. او -خدای مه کړه- ما هم دا سویه خپله کړې وه. خو ښه و، قلم ټولنې (بل بدلولو دوزخ) لپاره غونډه نیولې وه. او منلي صاحب په پوره لورینه دا غوټه خلاصه کړه او ویې وېل، چې دغه اثر عرفان و فلسفه سره تړي او نورې لورینې.
موږ یو یو د ودې او غوړېدو په حال کې یو.
او دا چاره یعني (مینه، عشق، Love…)
مینه د حقیقت صفت دی.
یو یو د مینې موندلو په هڅه کې دی.
Sri Dougوايي: “What is God? God is love. Love is God.”
نو د ځلاند یا زما یا بل یوه یا هر ژوندي کار څه شو: مینه، شفقت، مهرباني…
دا بحث اکادمیک ندی؛ خو له دې یادونو زما مقصد دادی، چې ځلاند، تر ځلاند زیات څوک پېژني؟ نو دا هم ځلاند او دا یې هم د خیال مخلوقات، زه ولې خپل ذهني ګرد د هغو د معرفي کولو په نامه، ستاسو پرخیال او درک وپاشم.
زموږ کار تشریح ده. خو خدای به څوک تشریح کړي؟؟؟
د مولانا رومي د فیل او انګور، تمثیلونه به مو ښایي لوستي وي. موږ هم لکه چې تیاره شپه کې د فیل نندارې ته راوتي یو. او خپله موندنه، د حقیقت د فیل کامل بیان ګڼو!
د زمکې مکتب د عمر سړو تودو را زده کړل، چې (خدای شته) خدای شته بې له دې چې هغې تشریح، توضیح او تفسیر چې کتیبه-کتاب، ډبرلیک کې په میراث راپاتې ده.
موږ خدایي ماشومان یو. او خپلې تمرني لیکنې، د هغه په نامه د کاغذ پر سپینو وزرو ږدو، چې ذهنونه او ولسونه اشغال او مستعمره کړي.
خلاصه یې دا: (ځلاند) د نوم او شهرت له پلوه څو څو دي-چې خدای دې هر یو یې، (یو) ولري- خو دغه ځلاند (یو) دی.
ډیوه ده او په سندرو. او پدې سوزو ګداز کې (ځان) ور په یادوي.
باور وکړئ، څومره مې چې وس و، ساده، اسانه او لنډ مې وویل، نور نو ستاسو له مخې رڼا او زما هم له مخې رڼا.
پر نور او نغمو دې برکت وي.
يادونه:
اثار یې: (د رڼاګانو خوشبويي، ستورو باران او د هرمان هسې شعرونه
او څلورم يې خپله (دی) دی.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320