له زلزلو وروسته فرهنګي مسولیتونه

طایر ځلاند

82

د ۱۹۹۵ کال د جنورۍ اوه‌لسمه، سهار د کوبې ښار اوسېدونکي لا د خوب او بیدارۍ تر منځ وو، چې ناڅاپه د ځمکې له سینې د زلزلې یو زورور ټکان راپورته شو. د ساعت ستنې په ۵:۴۶ ولاړې وې، خو د ثانیو په موده کې ښار د لوېدو او سوځېدو پر منظره بدل شو. ودانۍ لکه د کاغذي کورونه راونړېدې، د رېل پټلۍ تاوې شوې، او اورونه په کوڅو او سرکونو کې خپاره شول. د چیغو، دوړو او لوګي ګډ انځور د زرګونو انسانانو د برخلیک وروستۍ شېبې ثبتولې.
په څو شېبو کې د زرګونو کسانو ژوند پای ته ورسېد، لسګونه زره ټپیان شول، او سلګونه زره نور بې کوره پاتې شول. د کوبې لویه زلزله یوازې د ښار د ودانیو نړېدل نه و، بلکې د خلکو په ذهنونو کې یې هم تلپاتې درزونه جوړ کړل. هغه ټولنه چې د پرمختللي ټکنالوژۍ او تنظیم په باور مطمئنه وه، ناڅاپه د طبیعت د قهر مخې ته بې وسه او ناتوانه ودرېده.
همدا پېښه د جاپان د معاصر ادبیاتو په یوه مهم مبحث او د پاملرنې وړ وګرځېده. هاروکي موراکامي، چې له وړاندې د یوازیتوب، بې‌ریښې توب او د انسان د دروني کړکېچونو په اړه لیکل کول، د دې زلزلې له ټکان وروسته خپله د لنډو کیسو ټولګه «After the Quake» (له زلزلې وروسته) ولیکله او بیا خپره کړه. په دې اثر کې هغه زلزله یوازې د ځمکې د خوځېدو په توګه نه ښيي، بلکې د انسان د وجودي زلزلې، د اړیکو د ماتېدو او د روحاني پوښتنو د سمبول په توګه یې انځوروي. د موراکامي کرکټرونه که څه هم په فزیکي توګه له پېښې لرې دي، خو د پېښې سیوری د هغوی په رواني نړۍ کې د تل لپاره خپور شوی وي.
په همدې توګه، د کوبې زلزله د یوې تاریخي فاجعې تر څنګ د ادبیاتو لپاره هم یوه سرچینه شوه، چې د انساني ژوند د نازکوالی، د باطني نړۍ د زلزلې، او د ځان په اړه د پوښتنو د سپړلو لپاره نوې لارې پرانستې.
دا اثر د زلزلې په مستقیم انځور تمرکز نه کوي، بلکې د هغو کرکټرونو د رواني او وجودي حالت سپړنه کوي چې له زلزلې څخه په فزیکي توګه ژغورل شوي دي، خو د پېښې اغېز د هغوی د باطني نړۍ په ژورو برخو کې ځاله کړې وي. د موراکامي لپاره زلزله یوازې طبیعي پېښه نه ده، بلکې د انساني یوازیتوب، د اړیکو د ماتېدلو او د ژوند د بې ثباتۍ یوه ژوره استعاروي بڼه ده.
اوس د کوبې زلزله د جاپاني ټولنې د ګډې حافظې برخه ګرځېدلې ده، خو د موراکامي په لاس دا پېښه د ادبیاتو په نړۍ کې د انسان د دروني زلزلې د تمثیل یوه نړیواله تجربه شوه. په همدې دلیل، «After the Quake» د طبیعي افتونو او ادبي تخیل ترمنځ د اړیکو د مطالعې لپاره یو مهم اثر ګڼل کېږي.
دا ټولګه شپږ کیسې لري، چې هره یوه یې د انساني ژوند په مختلف اړخونو کې د زلزلې د رواني اغېزو په اړه ځانګړی لید وړاندې کوي. په UFO in Kushiro» » کې یوه ښځه د زلزلې له خبر وروسته خپل مېړه پرېږدي، او د مېړه د یوازیتوب او رواني کړکېچ موضوع تر بحث لاندې نیول کېږي. Landscape with Flatiron» » د ناامنۍ او شخصي وسواس کیسه ده، چې د زلزلې پس منظر یې د کرکټر د اضطراب فضا لا پیاوړې کړې ده.

«All God’s Children Can Dance» د یو ځوان د هویت د لټون کیسه ده، څوک چې د خپلې بې پلارۍ احساس او د خدای سره د تړاو پوښتنې د زلزلې د رواني ټکان تر اغېز لاندې تجربه کوي. په « Thailand» کې یوه ډاکټره د یوې زړې ښځې سره مخ کېږي، او د دې کیسې اصلي موضوع د فزیکي ناروغۍ او د زلزلې رواني اغېزو اړیکه ده.
«Super-Frog Saves Tokyo» د دې ټولګې یوازينۍ سمبولیکه او طنزي کیسه ده، چې په کې یو ستر چینجی Frog) )د انسان د ژوند د ناپایداره جوړښت او د راتلونکي احتمالي خطرونو سره د مبارزې هڅه کوي. په پای کې Honey Pie» » د مینې، کورنۍ او انساني اړیکو په اړه یوه نرم خو ژوره کیسه ده، چې د زلزلې د ناامنیو او بې ثباتۍ په فضا کې وړاندې کېږي.
موراکامي په دې ټولګه کې د طبیعي افت موضوع د انساني وجود د بې ثباتۍ، د ژوند د ناامنیو او د رواني کړکېچونو د څرګندولو لپاره په هنري او فلسفي بڼه کارولې ده، چې دا ټولګه د معاصر جاپاني ادبیاتو یوه بېساری نمونه ګرځوي.

طبیعي افتونه لکه زلزلې، سیلابونه، غر ښوېدنې او خورېدونکې ناروغۍ یوازې د طبیعت د قهر ښکارندویه نه دي، بلکې د انسان د ژوند د بې‌ثباتۍ، د ټولنیزو جوړښتونو د کمزورتیا، او د معنوي ارزښتونو د دوام لپاره ژورې تجربې رامنځته کوي. دا پېښې نه یوازې اقتصادي او فزیکي زیانونه لري، بلکې د خلکو روان، ټولنیز ژوند او د ټولنې د ګډو ارزښتونو پر بنسټ یې هم ژور اغېز پرېباسي.
په افغانستان کې په تېرو څو کلونو کې څو وژونکي زلزلې وشوې چې زرګونه خلک یې ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل. په کونړ ولایت کې څو ورځې پرلپسې زلزلې د خلکو کورونه وران کړل، په پکتیا کې د کورنیو او ټولنې زیانونه ډېر ژور وو، په هرات ولایت کې لویه وژونکې زلزله رامنځته شوه، او په بدخشان کې د زلزلې او غر ښوېدنې پېښې څو ځله د سلګونو او زرګونو خلکو ژوند ته ګواښ پېښ کړ او د کلیو او کورونو ویجاړتیا رامنځته شوه.
دغه پېښې یوازې د فزیکي زیان له مخې مهمې نه وې؛ د افغانانو رواني او ټولنیزې تجربې یې هم ژور اغېزمنې کړې. د مرګ او ژوبلې تر څنګ، خلک د وېرې، اضطراب، بې‌باورۍ، او د راتلونکي پر وړاندې د ناامني فشار سره مخ شول. د ژوند ناڅاپي او وژونکی اړخ د فردي او ټولنیز روان په جوړښت کې اوږدمهاله اغېز لري.
ادبیات د دغو پېښو په وړاندې یو حیاتي رول لري. د کیسو، شعرونو او یادونو له لارې خلک خپلې اندېښنې، دردونه او غمونه څرګندولی شي، چې د رواني فشارونو د کمولو او د داخلي زخمونو د سپړلو لپاره اړین دی. سربېره پر دې، ادبي آثار د طبیعي پېښو ټولنیز او فردي اغېز ثبتوي او راتلونکي نسلونه له دې لارې زده کولی شي چې خلک څنګه د افتونو پر وړاندې مبارزه کړې او کوم تدابیر یې د ژوند د ژغورنې لپاره نیولي دي. په دې توګه، ادبیات د ټولنې د تاریخي شعور او د ځان ساتنې فرهنګ د جوړولو لپاره هم ارزښتناکه سرچینه ده.
له بده مرغه هغه ډول چې پکار دي او یا په نوره نړۍ کې له داسې طبعي افتونو وروسته چې څومره اهمیت ورکړل شوی په افغاني ادبیاتو او هنرونو کې ورته پاملرنه نه ده شوې په کلیشيي او فرسوده موضوعاتو خو هره ورځ کتابونه چاپ کيږي خو دې برخې ته تر اوسه هیچا جدي پاملرنه نه ده کړې، دداسې پېښو په مهال او یا ترې وروسته د ادبیاتو او هنرونو په مسولیت سترګې پټولو ترڅنګ په افغانستان کې د دې ډول ادبي انعکاس کمښت د څو عواملو له امله دی: د جګړو، کډوالي او اقتصادي ستونزو له کبله د ژوند ژغورل د لیکنې او ادبي تخلیق پر وړاندې لومړیتوب و؛ د مطبوعاتو او خپرونو محدودیت د خلکو د تجربو ثبت او خپرولو زمینه کمه کړې؛ او د رواني فشار او غم له امله خلک د لیکلو توان نه درلود، چې د پېښو په اړه یې مستند کیسې رامنځته کړي.
د وژونکو طبیعي پېښو وروسته د ادبیاتو رامنځته کول باید د ټولنې لپاره لومړیتوب وي. دا ډول آثار نه یوازې د رواني فشار او غم د کمولو سبب ګرځي، بلکې د راتلونکو افتونو په وړاندې د ځان ساتنې شعور او تاریخي پوهه پیاوړې کوي، د ټولنیز ملاتړ او همغږۍ احساس زیاتوي، او د انساني ارزښتونو د دوام تضمین کوي.
طبیعي افتونه لکه زلزلې یوازې د فزیکي ویجاړتیا سرچینه نه دي، بلکې د انساني ژوند بې‌ثباتي، رواني کړکېچونه، او د ټولنې د ګډو ارزښتونو د کمزورۍ څرګندونه کوي. د کوبې زلزله په جاپان کې او د کونړ او نورو ولایتونو زلزلې په افغانستان کې دا څرګنده کړه چې طبیعي پېښې نه یوازې د ژوند پر فزیکي جوړښت اغېز کوي، بلکې د انساني روان، ټولنیز جوړښت، او فرهنګي میراث په ثبت کې مهم رول لري.
هاروکي موراکامي د «After the Quake» په څېر ادبي آثار دا څرګندوي چې څنګه ادبی تخیل کولی شي د طبیعي فاجعو اغېزونه د انساني ژوند او رواني تجربو له لارې بیان کړي. په افغانستان کې د دې ډول ادبي انعکاس کمښت د بې‌ثباتۍ، جګړو، اقتصادي ستونزو او د خپرونو محدودیتونو له امله دی.
ادبیات نه یوازې د رواني فشار او غم د کمولو لپاره ارزښت لري، بلکې د ټولنې د تاریخي شعور، د راتلونکو افتونو پر وړاندې د ځان ساتنې فرهنګ، او د انساني ارزښتونو د دوام لپاره هم حیاتي وسیله ده. هره طبیعي پېښه زرګونه کیسې او یادونه رامنځته کوي، چې د ټولنې د جمعي شعور د تاریخ برخه جوړوي. له همدې امله، لیکوالان باید د دې تجربو په اړه ادبي آثار رامنځته کړي، څو د ټولنې د رواني روغتیا، د تاریخي زده‌کړو او د راتلونکو نسلونو د فرهنګي شعور لپاره دوامداره ارزښت ولري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.