کله کله به مې د کور مخ ته په وړوکې پارک کې ليدله چې په لرګينې څوکۍ به یوازې ناسته وه. عمر يې د اويا او پنځه اويا تر مينځ و . نورانۍ څيره يې درلوده, په سپين خامک کړي پرتوګ او سپين ګاچ ټيکري کې ښه ښکاريده , کريمي رنګه نازک بالاپوش به يې د کاليو په سر اغوستی و. کله به يې د ګرځيدا د کراچۍ په مرسته ورو, ورو قدم وهلو
زه به يې چی وليدم نو داسی به راته خوشحاله شوه تا به ويل له کلونو سره نږدې خپلوي لرو, په تندي به يې ښکل کړم, د وطن له خلکو مې جار کړې سترګې مې پرې رڼې شي .پرون می غوښتل لور می له ښونځی نه کورته راولم هغه مې وليده چې په هم هغه څوکۍ ناسته وه چې پر ما يې سترګې ولګيدې د لاس په اشارې يې وروبللم, زه يې هم څنګ ته ورغلم . د هر وخت په شان يې
په مینه روغبړ راسره وکړو،رانه یې وغوښتل چې څو شیبې یې تر څنګ کینم ، لنډه لنډه ساه یې اخیسته ، چې وخت لرې راځه دلته کینه زه خو هر وختې دلته راځم . اولادونه مې دې خدای راته لري د لويانو خونې ته مې نه ليږي يو وړوکی کورګی يې راته نيولی , دولت هم يوه ښځه راليږي کور, مور راپاکوی.
درې واړه زامن مې کار کوي ودونه يې کړي ماشومان یې دي , ننګيندې می دې ښادې شي په خپلو کورونو کې بوختې دي, زامن مې چې وخت ولري ليدو ته مې راځي. کله مې چې زړه ډیر تنګ شي نو دلته راځم او کینم دا ځای مې ډیر خوښیږي.، خپل موټ يې خلاص کړ او يو شين بوټی يې په لړزيدلو ګوتو کې ونیوو بوټي ته یې ځیر ځیر وکتل
د يوه ورک او ځوريدونکي ارمان انځور يې د لويدلو سترګو په کاسو کې وبریښیدو. په آرامه غږ يې وويل : نه پوهيږم ولی له دی بو ټي نه می د وطن بوی راځی ? کله چې دا بوټی په لاس کی ونيسم, سترګې
پټې کړم او ژوره ساه واخلم ! آه لکه وطن مې
له شنه بوټي نه یې دوې پاڼې رابيلې کړې او ماته يې راکړې , واخله ته یې هم وازمايه.
رخصت مې ترې واخیست چې څو قدمه لاړم موټ مې پرانیست ژوه ساه مې واخیسته ! د باروتو بوی مې تر سپږمو شو .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.