ډيره موده کېده چې مونږ سره ګاونډيانې وو
د هغې په وينا شپږشپیته کلنه وه. مهربانه وه ،هميشه به یې منظم کالي په ځان و، هر وخت به چې ورسره مخامخ شو م له خندا نه په ډکه خوله به یې راسره ستړې مه شې کوله. ډېر وخت به مې د اوونۍ په وروستيو ورځو کې ليده چې د سودا يوه ډکه کڅوړه به یې راکشوله. یوه ورځ مې ترې وپوښتل.لکه چې د ټولې اونۍ له پاره دې سودا اخستې؟ وې خندل : نه د اونۍ په آخره کې مې زوی ،اینګور او لمسیان راځي، غواړم هغوې ته خوندور خواړه تیار کړم.
لمسيان مې جستن شپږکلن او سيمون څلورکلن دی .دواړه ډیر خواږه دي
هاخوا دیخوا منډې وهي او زه یې له شیطانې او شوخې خوند اخلم.
څو ورځې مې ونه ليده. د اوونۍ په وروستيو کی هم سره مخامخ نه شو فکر مې وکړ چيرته به په سفرتللې وي.
سهار د کار خوا ته روانه وم په حيرانۍ سره می وکتل چی د وړوکي سپي رسۍ یې په لاس کې وه او د کورمخ ته ګرځېده . غږ مې پرې وکړ, راستنه شوه , ستړې مشې مو سره وکړه. ترينه ومې پوښتل ډېر وخت نه وې،د اوونۍ په وروستيو کې مې هم ونه لېدې چې سودا واخلې.
وې خندل او وې ويل: نه اوس اړتيا نشته چې د اوونۍ په آخره کې سودا واخلم. زوی مې زنګ وهلی و , ويل یې ښځه یې نه غواړي نور د اوونۍ په وروستيو کی زما کره راشي.
وايي زامن مې د سپورت پروګرامونو کې شامل کړي او وخت نه لري غلې شوه اوږې یې پورته واچولې خبره یې بدله کړه:
هو رښتيا راشه چی له خپل سپي سره دی معرفي کړم نوی مې رانيولی نوم یې نوکي دی. ډير خوږ دی , شيطان دی , ها خوا دی خوا منډې وهي او زه یې له شیطانې نه خوند اخلم
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.