په تعلیم یې پابندي
مکتبۍ په کور بندي
بند مکتب وره کې ولاړه
مکتبۍ جینۍ تراره
تاو له پوهې کلاګانې
مکتبې نجونه حیرانې
غواړي بیا قلم کتاب
زده کوي علم دریاب
نه بنګړي نه سیخکي
مکتبۍ ، تور یې کالي
سپین پوړنی یې حجاب
مکتبۍ ټوله ثواب
ځي تر کوره د آفتاب
مکتبۍ لولي کتاب
کور او کلی پرې سبا
مکتبۍ کوي رڼا
ښایسته لکه کوتره
مکتبۍ به شي ډاکټره
د نسلونو ښه روزونکې
مکتبۍ چې شي ښوونکې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.