بریتانیا له وګړو غوښتي چې د بېړنیو حالاتو لپاره په کورونو کې خوراکي توکي او اوبه زېرمه کړي
د بریتانیا حکومت د «چمتو اوسئ» په نوم د یوه کمپاین په پیلولو سره له خپلو وګړو غوښتي، چې د احتمالي بېړنیو حالاتو د مقابلې لپاره په کورونو کې اوبه، خوراکي توکي او اړین وسایل چمتو کړي.
دا سپارښتنې د دې لپاره شوې دي، چې کورنۍ له هغو پېښو سره د مقابلې لپاره چمتووالی ولري چې ښايي برېښنا، د اوبو رسولو او مخابراتي خدمتونو په ګډون ورځني خدمات ګډوډ کړي.
سختې هوايي پېښې، سېلابونه، پراخې اورلګېدنې، سایبري بریدونه او د خوراکي توکو د رسولو په ځنځیر کې ګډوډي هغه احتمالي ګواښونه دي، چې په دې کمپاین کې ورته پام شوی دی.
د بریتانیا لومړي وزیر، انډي برنهام، له بيبيسي سره په خبرو کې ویلي، چې هغه هم په خپل کور کې خوراکي توکي زېرمه کوي. د نوموړي په وینا، د بېړنیو حالاتو لپاره یې د لوبیا کنسرو، ښوروا او ځینې سپک خوراکي توکي ساتلي دي.
هغه ټینګار کړی، چې د دې سپارښتنو موخه د خلکو وېرول نه دي، بلکې کورنۍ باید د یوه بحران په لومړیو ورځو کې د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره چمتو وي.
دا سپارښتنې په داسې حال کې کېږي، چې بریتانوي چارواکو د حیاتي زیربناوو پر وړاندې د سایبري بریدونو د خطر او د عامه خدمتونو د احتمالي ګډوډۍ په اړه خبرداری ورکړی دی.
د بریتانیا د دفاع وزیر، وېس سټرېټینګ، هم د طبیعي پېښو، سایبري بریدونو او د دولتونو په ملاتړ د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د وګړو او شرکتونو د چمتووالي پر اړتیا ټینګار کړی دی.
بریتانوي چارواکي وايي، د کورنیو چمتووالی کولای شي د یوه بحران په لومړیو ورځو کې پر بېړنیو مرستندویه خدمتونو فشار راکم کړي او مسؤلو ادارو ته د زیانمنونکو کسانو د مرستې لپاره ډېر وخت ورکړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320