د امریکا د منځمهاله ټاکنو په درشل کې د جمهوريپال ګوند دننه اختلافونه زیات شوي
د ۲۰۲۶ کال د نومبر د منځمهاله ټاکنو په درشل کې، د امریکا په جمهوريپال ګوند کې د ډونالډ ټرمپ د کړنو او ټاکنیزې تګلارې پر سر اختلافونه زیات شوي دي.
د فاکسنیوز د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، ۴۷ سلنه هغه جمهوريپال چې د «امریکا بیا ستره کړئ» (ماګا) غورځنګ غړي نه دي، د ټرمپ له کړنو رضایت لري؛ خو په دغه غورځنګ پورې د تړلو جمهوريپالو ترمنځ د هغه د کړنو د رضایت کچه ۹۵ سلنې ته رسېږي.
دا توپیر ښيي چې په جمهوريپال ګوند کې د ټرمپ د کړنو په اړه د غړو لیدلوري یو شان نه دي.
پولیتیکو راپور ورکړی، چې په منځمهاله ټاکنو کې د احتمالي ماتې اندېښنو د ګوند دننه نیوکې زیاتې کړې دي.
د راپور له مخې، د استازو جرګې ځینې جمهوريپال غړي د سنا مجلس ته د خپل ګوند نوماندان د ټاکنیزو سرچینو پر ناسم لګښت تورنوي. په مقابل کې، ځینې سناتوران پر ټرمپ نیوکه کوي، چې له کمزورو نوماندانو ملاتړ کوي.
د جمهوريپال ګوند د غړو یوه بله ډله هم د ګوند مشران د کانګرس د هغو استازو د کافي ملاتړ نه کولو له امله تر نیوکو لاندې نیسي، چې د ټاکنیزې ماتې له ګواښ سره مخ دي.
د امریکا منځمهاله ټاکنې به د ۲۰۲۶ کال په نومبر کې ترسره شي، چې پر مهال به د استازو جرګې ټولې څوکۍ او د سنا مجلس نږدې درېیمه برخه څوکۍ د سیالۍ ډګر ته وړاندې شي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320