بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):
د ډیورنډ کرښه:
د امیر شیرعلي خان په کور دننه د اصلاحاتو او بدلونونو تر څنګ، د افغانستان خپلواک بهرني سیاست د انګریزانو نه خوښېده او د هغه لس کلنه واکمني یې ورته د رنګارنګ شخړو په رامنځته کېدو کې تېره کړه، چې بلاخره په ۱۸۷۹ کال مزار کې وفات شو. د امیرشیرعلي خان وروسته د بېواکه افغانستان لپاره چې واک ترې انګریزانو تروړلی وو، په روحي ناروغ یعقوب خان یې سیاسي پانګونه وکړه چې په پای کې دا پانګونه د کیوناري ( Louis Cavagnari) په وژلو، د افغان او انګلیس د دوهم جنګ په ادامې او د میوند په جګړه کې د انګریزانو په ماتې او رسوایې تمامه شوه.
که څه هم امیر عبدالرحمان خان د هېواد په شمال کې پلویان درلودل، خو محمد ایوب خان په میوند کې د انګریزانو سره د هېواد د خپلواکۍ لپاره جنګېدلی وو او د امیر شیرعلي خان وروسته په میراثي لحاظ هم د واکمنۍ مستحق وو، خو انګریزانو په امیر عبدالرحمان خان ګوته کېښوده او د افغانستان امیر شو.
د امیر عبدالرحمان په واکمنۍ سره انګریزانو غوښتل هغه څه چې د یعقوب خان په لاس یې د ګندومک په توافق لیک کې تر لاسه کړي، نور هم د ده په لاس تر ګوتو کړي. په کور دننه د امیر عبدالرحمان مضبوط او پیاوړی دریځ چې د یو غښتلي مرکزي دولت بنسټ یې کېښود، نه یوازې د تردید نه دی، بلکې د ستاینې وړ دی. خو د ډیورند کرښې په توافق لیک کې پر پېښور او د هغه په اړوندو سیمو له واک تېریدا او په بهرني سیاست کې د انګریزانو ازاد لاس پرېښودل، د نېوکې او پوښتنې وړ دي!
همدارنګه د Afghanistan Analysts Network په څېړنه کې د لوېدیځو تاریخپوهانو هغه نظرونه راټول شوي چې د عبدالرحمان خان د موافقې تر شا، د برتانوي فشار یادوونه کوي. لوېدیځو څېړونکو لوېس ډوپري، لودوېګ اډامک او کارل راتجېنس د فشار، جبر یا coercion اصطلاحات کارولي دي. په ورته وخت کې، ځینې نور تحلیلونه ښۍ چې عبدالرحمان خان د روسیې د خطر پر وړاندې د برتانوي ملاتړ په بدل کې هم دا موافقه منلې وه.
د ډيورنډ د توافق ليک پښتو متن
ژباړن: پوهاند ډاکتر محمد حسن کاکړ. د ۲۰۲۰ کال د مارچ ۱۴ مه.
په داسې حال کې چې دهندوستان په خوا کې دافغانستان د سرحدي سيمې په هکله ځينې مسئلې رامنځ ته شوې او په داسې حال کې دواړه اعلحضرت امير او دهندوستان حکومت هيله من دي چې دغه مسئلې د دوستۍ په فهم او د دواړو د نفوذ ساحو د حد په ټاکلو سره حل کړي، تر څو په آينده کې د دغو متحدو حکومتونو تر منځ د دې موضوع په سر د نظر اختلاف نه وي، په دې وسيله په لاندې ډول موافقه وشوه:
(١) د والاحضرت د توابعو ختيځه او سهيلي سيمه، له واخان نه د پارس تر پولې پورې دي هغه ليکه تعقيب کړي چې په هغه نقشه باندي ښودل شوې چې له دغه توافق ليک سره مل ده.
(٢) د هندوستان حکومت به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له دغې ليکې نه آخوا د افغانستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړې او والاحضرت امير به هيڅ وخت په هغو سيمو کې چې له ليکې نه آخوا د هندوستان په لور پرتې دې مداخله ونه کړي.
(٣) د برتانيې حکومت په دې ډول موافقه کوي چې والاحضرت امير دې اسمار او تر چاناک پورې پورته ساحه وساتي. بلخوا والاحضرت موافقه کوي چې دی په هيڅ وخت په سوات، باجوړ يا په چترال کې د باشگل يا ارنوايي درې په شمول مداخله نه کوي .د برتانيې حکومت داسې هم موافقه کوي چې والاحضرت دې د برمل سيمه ولري کومه چې په هغه مفصلې نقشې کې ښودل شوې چې والاحضرت ته لادمخه سپارل شوې ده، او والاحضرت د پاتې وزيرستان او د داور په هکله له خپلې ادعا څخه تيريږي، په همدې ډول والاحضرت د چاغي په باب له خپلې ادعا څخه اوړي.
(٤) د سرحدي سيمي ليکه به د افغان او برتانوي گډو کمشنرانو لخوا له دې وروسته په تفصيل سره وکاږله شي او حد بندي به شي په کوم ځای کې چې د تطبيق وړ او مطلوب وي. د دغو کمشنرانو مقصد به داوي چې دسرحد په ټاکلو کې متقابل فهم ته سره ورسېږي داسې چې دغه ليکه دې تر نهايي امکان پورې د هغې نقشې له مخه وي چې له دغه توافق ليک سره مل ده، په داسې حل کې چې د دغې سرحدي سيمې د گانډيوکليو د موجودو محلي حقوقو رعايت پوره وشي.
(٥) د چمن د موضوع په ارتباط والاحضرت د برتانوي نوې قشلې په هکله له خپل اعتراض څخه تېريږي او برتانوي حکومت ته دهغه حقوق پرېږدې چې د سرکې تايلري په اوبوکې يې په خپله په بيه اخيستې وو. د سرحدي سيمي له دغه ټکي نه به ليکه په لاندي ډول وکاږل شي. دغه ليکه به پشا کوتل ته نژدې د خوجه امران غروله لوړې څځه چې د برتانيې په سيمه کې به پاته کيږي، په هغه لور کښل کيږي چې مرغه چمن او د شربو چينه به افغانستان ته پاتې کيږي او د نوي چمن چاوڼۍ او د افغان پوستې چې خلک يې لشکر ډنډ بولي تر منځ نيمايي پورې رسيږي. دغه ليکه به بيا د ريل وی ستيشن او د هغې پوستۍ تر منځ چې د ميان بلاک په نامه ياديږي، تر نيمايي پورې رسيږي او په داسې حال کې چې د جنوب په لور به روانه وي له خوجه امران غرونو سره به بيا يو ځای کيږي. په دې ډول غوښه پوسته به د برتانيې په علاقه کې او دغوښي په جنوب او لويديځ کې د شوراواک سرک به افغانستان ته پرېږدي. د برتانيې حکومت به د دغه سړک تر نيم ميلي پورې مداخله نه کوي.
(۶) د دغه توافق ليک پورته فقرې دهندوستان د حکومت اود افغانستان د والاحضرت لخوا د نظر ټول عمده اختلافات چې د سرحدي سيمي په باب د دوی تر منځ پيدا شوي وو، د پوره او قناعت بخښوونکې فيصلې په ډول گڼل کيږي او دواړه د هندوستان حکومت او والاحضرت په ذمه اخلې چې د جزياتو په باب ټول اختلاف لکه هغه چې له دې وروسته به دهغو منصبدارانو لخوا پرې غور کيږي چې د سرحدي خط د حد بندۍ د پاره ټاکل کيږي، د دوستۍ په روحيې سره به فيصله کيږي. د دې لپاره چې تر هغو چې ممکنه وي د دواړو حکومتونو تر منځ د شکونو اوغلط فهميو سببونه له منځه ولاړ شي.
(٧) د هندوستان حکومت چې د برتانيې حکومت په نسبت د والاحضرت له روغ نيتۍ څخه په پوره ډول ډاډ من شوی او غواړي افغانستان پياوړی او خپلواک وويني د والاحضرت لخوا د جنگي لوازموپه رانيولو او واردولو باندې به اعتراض ونه کړي او دوی به پخپله د دې په هکله ښه مرسته ورسره وکړي. سربېره پردې، د دې لپاره چې د والاحضرت دهغې دوستانه روحيې نښه وساتل شي چې په دغو مذاکراتو کې يې ښودلې، د هندوستان حکومت ژمنه کوي چې په هغه دولسو لکو کې شپږ لکه روپۍ زياتې راوستل شي چې والاحضرت ته هر کال د مالېي مرستي په ډول ورکول کيږي.
هنري ماتمر ډيورنډ د هندوستان د حکومت د باندنيو چارو وزير.
امير عبدالرحمن خان د افغانستان او دهغه د توابعوامير.
کابل د ۱۸۹۳ کال د نومبر ۱۲ مه
یوه مهمه یادوونه: دا د انګلیسي متن پښتو ژباړه ده، نه د ۱۸۹۳ کال د کومې اصلي پښتو یا دري نسخې نقل.
دلته دا پوښتنه په خپل ټول ځواک پاتې کېږي چې د ډیورند کرښې د توافق لیک د انګریزي متن سره یوځای د پښتو یا دري متن ولې نه شته چې دواړه دې امیر عبدالرحمان خان او هنري ماتمر ډیورنډ لاسلیک کړې وي؟ سربېره پردې چې د توافق لیک پښتو یا دري متن نه شته، د انګریزي په متن هم د امیر عبدالرحمان لاسلیک نه شته.
افغان تاریخپوه حسن کاکړ په A Political and Diplomatic History of Afghanistan, 1863–1901 کې استدلال کوي چې نوموړي د کابل، نوي ډیلي او لندن په ارشیفونو کې د داسې متن نسخه نه ده موندلې چې د امیر عبدالرحمان خان او ډیورند دواړو لخوا لاسلیک شوی وي. کاکړ همدا راز د فارسي متن د لاسلیک مسئله راپورته کوي او د انګلیسي متن د اعتبار په اړه پوښتنه کوي؟
کاکړ ادعا کوي چې عبدالرحمان خان د تړون پر فارسي متن لاسلیک نه وو کړی، له دې امله یې دا احتمال هم مطرح کړی چې د انګلیسي متن پر لاسلیک هم شک شته. کاکړ د تړون د نقشې او د ځینو سیمو د حدودو په اړه په ځانګړي ډول د بشګل درې او د مومندو د سیمو په اړه اختلافونو ته هم ګوته نیسي.
بلخوا په ۱۹۰۵ کال د امیر حبیب الله خان او انګریزانو ترمنځ توافق لیک کې ویل کېږي چې حبیب الله خان د خپل پلار لخوا برتانوي حکومت سره شوي توافق لیکونه مراعاتوي. خو د توافق لیک په متن کې په ځانګړي ډول د ډیورند کرښې نوم نه دی اخیستل شوی. حبیب الله خان د خپل پلار د هغو توافقونو د دوام منلو ته غاړه ایښې وه چې ده ته معلوم وو، خو دا نه ثابتوي چې د ۱۸۹۳ کال د توافق لیک د انګلیسي متن ټولې مادې، نقشې او د سیمو په اړه ادعاوې یې په هماغه بڼه منلې وې.
په پایله کې ویلای شو د داسې مهم توافق لیک د اعتبار د بشپړې څېړنې لپاره یوازې د برتانوي حکومت خپور شوی انګلیسي متن کافي نه دی؛ باید د متن ژبه، د امیر رضایت، د لاسلیکونو او مهرونو اصالت، ضمیمه شوې نقشه او د دواړو لورو په آرشیفونو کې د اسنادو وضعیت هم په پام کې ونېول شي.
پاتې لري
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۱۹ مه
سرلوڅ مرادزی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
