بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule):
«امیر شیرعلي خان د ۱۸۶۸ کال سیپټمبر کې د شش ګاو په سیمه کې د مخالفو ځواکونو سره جګړه وکړه او ورباندې بریالي شو. دواړه سرداران محمد اعظم خان او سردار عبدالرحمان خان بنو ته وتښتېدل او د هند انګلیس دولت دوی ته بلنه ورکړه چې په هند کې ورسره یو ځای میشت شي، خو هغوی د سیستان له لارې مشهد ته لاړل. له هغه ځایه سردار عبدالرحمان لومړی بخارا او بیا سمرقند ته لاړ او سردار محمداعظم خان د تهران خوا ته، خو د لارې په ترڅ کې ناروغ او مړ شو او په بسطام کې خاورو ته وسپارل شو. د محمد اعظم خان زوی سردار محمد اسحاق خان هم له بلخ څخه ماورالنهر ته وتښتید. په دې توګه د امیر شیرعلي خان په وړاندې د انګریزانو لاس، د دوی د قوي ملګرو او د امیر د مخالفینو له درلودلو، خالي شو. وروسته د پنځه کاله کورنیو جګړو، د امیر شیرعلي خان سلطنت له ۱۸۶۸ څخه تر ۱۸۷۸ کال پورې، د لس کلونو لپاره ټینګ پاتې شو او په هېواد کې یې د اصلاحاتو فرصت وموند.» افغاستان در مسیر تاریخ، ۵۹۲ مخ.
امیر شیرعلي خان په دغه لسو کلونو کې د دولت مرکزي اداره پیاوړې کړه. شورا یې جوړه کړه او د وزارتونو جوړښت یې رامنځته کړ. مالیاتي نظام یې بدل کړ او منظم پوځ او د وسلو د تولید کارځایونه یې پراخ کړل. دا د افغان دولت د جوړونې او پیاوړتیا هڅه وه، خو د برتانوي هند له نظره یو غښتلی او خپلواک افغانستان د هغوی د سرحدي محاسبې سره سم نه وو!
امیر ٍپه ۱۸۷۳ کال کې لویه جرګه هم راوغوښته او دا څرګندوي چې هغه یوازې د خپل شخصي نظر له مخې د برتانوي لاسوهنې سره مخالفت نه کاوه؛ بلکې په مهمو چارو کې یې د هېواد قومي او ټولنیزو مشرانو نظر او مشورې ته مراجعه کوله او دا په دې معنا وه چې د هغه په نظر جرګه د «کورني مشروعیت» او «بهرني فشار» سره د مقابلې لپاره څونه مهمه وه.
امیر شیرعلي خان په ۱۸۶۹ کال د مارچ په ۲۷ مه، د برتانیې د وخت وایسرای لارډمېیو سره په امبلي( Umballa ) کې وکتل. د غونډې اصلي موضوع دا وه چې د اوږدې کورنۍ جګړې وروسته د شیرعلي خان واک ټینګ شي او د افغانستان او برتانوي هند اړیکې په څه ډول ورغول شي؟
امیر غوښتل، برتانیه دې د افغان دولت د ملاتړ روښانه او دوامدار ملاتړ او تضمین وکړي، افغانستان ته دې مالي مرسته او وسلې ورکړي او د ده د کورنۍ او سلطنت د دوام ضمانت دې وکړي.
د امیر د غوښتنو په وړاندې لارډمییو ومنله چې د شیرعلي خان د واک د ټینګولو لپاره به له هغه سره مالي مرسته او پوځي تجهیزات ورکوي؛ د افغانستان د خپلواکۍ درناوی به کوي، د افغانستان په کورنیو چارو کې به لاسوهنه نه کوي او تر ټولو مهمه، برتانوي اروپايي افسر یا Resident به د شیرعلي خان له خوښې پرته، په کابل یا د افغانستان په نورو ځایونو کې نه ځای پر ځای کوي. خو برتانیا د شیرعلي خان دا بله غوښتنه چې د ده د کورنۍ د واک د دوام تضمین وکړي او په هره راتلونکې بیړنۍ ستونزه کې د برتانیا لازمي پوځي مرسته تضمین کړي، ونه منله.
د ۱۸۷۳ کال د جولای له ۱۲مې څخه تر ۳۰ نيټې پورې په شملا( Simla) کې د امیر شیرعلي خان لومړي وزیر سید نور محمدشا د وایسرای ناتیروک سره مذاکرات ترسره کړل. امیر په دې وخت کې د روسیې پر ځای له برتانیا څخه د ملاتړ غوښتونکی وو؛ خو برتانیا هغه ته ډاډ ورنه کړ. همدا د شیرعلي خان د نارضایتۍ یو مهم ټکی شو. څلور کاله وروسته، په ۱۸۷۷ کې، همدغه موضوع بیا د پېښور په مذاکراتو کې راڅرګنده شوه، خو تر هغه وخته د برتانیا سیاست د لایټن د «Forward Policy» له امله ډېر بدل شوی وو.
د افغان ــ انګلیس د لومړي جنګ وروسته د برتانوي هند په سیاست کې یو مهم درس دا وو چې افغانستان دې خپلواک پاتې شي، خو د هند پر سرحد د یو نسبتاً دوستانه دولت په توګه. د لارنس، مېیو او نارتبروک په دورو کې دا ډول محتاط سیاست «Masterly Inactivity» یو څه برلاسی وو. خو په ۱۸۷۶ کې لایټین د هند وایسرای شو. د ډزرایلي(د برتانیې لومړي وزیر) محافظه کار حکومت د «Forward Policy» پلوی وو، یعنې افغانستان باید یوازې د هند او روسیې ترمنځ یو مستقل حایل نه وي، بلکې برتانیا باید په افغانستان کې سیاسي نفوذ، سرحدي لاسرسی او بویه د روسیې د نفوذ د مخنیوي لپاره مستقیم حضور ولري. لایټن غوښتل هغه څه ترلاسه کړي چې د لومړي جنګ وروسته یې تر لاسه کړي نه وو. یعنې له امیر شیرعلي خان څخه یې د برتانوي سیاسي استازي د منلو غوښتنه کوله.
په دې توګه برتانیا په لومړي جنګ کې د کابل د اشغال او د خپل خوښې واکمن(شاشجاع) د تپلو له امله له سخت مقاومت او وروسته ماتې سره مخ شوه؛ خو څلوېښت کاله وروسته یې بیا د افغانستان د سیاسي خپلواکۍ د محدودولو او دایمي برتانوي استازي د ځای پر ځای کولو هڅه وکړه. یعنې دلته برتانیې د «Masterly Inactivity» پرځای د «Forward Policy» سیاست پلیتوب ته مخه کړه. چې عمده ټکي یې افغانستان باید د روسیې تر نفوذ لاندې نه وي، د افغانستان بهرنۍ اړیکې باید تر برتانوي څار لاندې وي، په مهمو افغان ښارونو کې باید برتانوي سیاسي استازي Resident وټاکل شي او د سرحدي سیمو او مهمو لارو پر وړاندې باید برتانوي نفوذ پراخ شي. همدارنګه که اړتیا پېښه شي، پوځي فشار او مداخله.
همدغه یو طرفه غوښتنو او وروسته د روسي پلاوي کابل ته راتګ، کړکېچ نورهم زیات کړ او په ۱۸۷۸ کې د افغان ـ انګلیس د دوهم جنګ لامل شو.
پاتې لري.
د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر ۸ مه
سرلوڅ مرادزی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
