افغان وطن او انګریزان / اتمه برخه

سرلوڅ مرادزی

54

افغان وطن او انګریزان 

اتمه برخه 

بېل یې کړه او اېل یې کړه (Divide and rule): 

د دې لړۍ په تېرو برخو کې مو یادوونه وکړه، که شاه شجاع د انګریزانو په ملاتړ بېرته پر تخت پاتې شوی وای، نو د پېښور د بېرته اخیستلو امکان نه وو؛ ځکه د ۱۸۳۸کال د درې اړخیز تړون له مخې شاه شجاع په څرګند ډول د پېښور، اټک، وزیرستان، بنو او ډېره اسماعیل خان له دعوې تېر شوی وو. 

یعنې شاه شجاع  واک ته د رسېدو په بدل کې عملاً انګریزانو سره منلې وه چې پېښور به د رنجیت سنګ په لاس کې پاتې کېږي. حتی شاشجاع د انګریز او رنجیت سنګ سره د درې اړخیز تړون په ۱۶مه، ماده کې منلې وه چې رنجیت سنګ ته به کال کې دوه لکه روپۍ ورکوي او د دې په بدل کې به سیکان په پېښور کې لږ تر لږه ۵۰۰۰ کسیز ځواک ساتي او د شاه د ملاتړ لپاره به یې کاروي. 

نو که شاه شجاع واکمن پاتې شوی وای، د انګریزانو له رضایت پرته یې د پېښورد نیولو هڅه له هغه تړون سره په ټکر کې راتله چې خپله یې منلی وو. 

بلخوا افغانستان به د برتانوي هند لپاره یو دوستانه حایل/ حفاظتي دولت وي او د روسیې یا بل اروپایي ځواک د نفوذ مخه به نیسي. د شملې اعلامیې کې دا هدف په ښکاره بیان شوی وو.  د افغانستان بهرنۍ اړیکې به د برتانیا تر څارنې لاندې وي. د درې اړخیز تړون ۱۸مه ماده شاه شجاع منع کاوه چې له کوم بهرني دولت سره د برتانوي او سیک حکومتونو له پوهاوي او رضایت پرته خبرې وکړي. د هند شمال لوېدیځ سرحد به خوندي ساتي او د هر هغه ځواک پر وړاندې به درېږي چې د برتانوي هند پر لور د برید نیت ولري. 

دلته مهمه نکته دا ده چې انګریزانو یوازې شاه شجاع ته بیا د تخت سپارلو لپاره جګړه نه کوله؛ د دوی اصلي ستراتیژیکه موخه دا وه چې کابل کې داسې حکومت ولري چې د برتانوي هند لپاره وفادار او د بهرني نفوذ پر وړاندې همکار وي. د برتانوي اسنادو په اصطلاح کې موخه د «friendly» ځواک رامنځته کول وو. 

له دې امله، پېښور د شاه شجاع لپاره یوه له لویو قربانیو څخه وه چې د تخت د بېرته ترلاسه کولو په معامله کې یې منلې وه. دا ټکی د دې لپاره مهم دی چې د شاه شجاع او برتانوي هند اړیکه یوازې «پوځي مرسته» نه وه، بلکې له هغې سره سیاسي او جغرافیایي ژمنې هم تړلې وې. 

په ۱۸۴۲ کال د انګریز تر ماتې او د امیر دوست محمدخان د بیا واکمنېدو وروسته، د برتانوي هند سیاست د افغانستان د مستقیم اشغال پر ځای د یو «حایل دولت، سرحدي کمربند او  داخلي نفوذ» سیاست ته ورو ورو، واوښت. انګریزانو زده کړې وه چې د افغانستان مستقیم اشغال ډېر ګران او ستونزمن دی. نو د دوست محمد خان له بېرته راتګ وروسته یې هڅه وکړه چې کابل د یوه حایل دولت په توګه وساتي. په دې وخت کې انګریزانو د هند شمال لوېدیځ ته خپل حضور ډېر پراخ کړ. په ۱۸۴۳ کال یې سند اشغال کړ، په ۱۸۴۹ یې پنجاب ونېو او د افغانستان ختیځ او جنوب ختیځ ته یې ځان راورساوه. د پېښور، خیبر، کوهاټ، بنو، ډېره اسماعیل خان او نورو سیمو له لارې د برتانوي د پوځي او اداري فشار ساحه، د افغانستان په برید رانږدې شوه. یعنې د ۱۸۴۲کال وروسته، انګریزانو افغانستان پرېنښود چې له ستراتیژیک نظره بې اهمیته شي؛ برعکس د هند د دفاع لپاره یې افغانستان د حایل په توګه لا مهم وباله. 

په بلوچستان کې هم د رابرټ سنډیمن سیاست د همدې سرحدي ستراتیژۍ یوه مهمه برخه شوه. کمبرېج څېړنه ښۍ چې په ۱۸۷۰کلونو کې په بلوچستان کې د برتانوي نفوذ د پراخېدو ترڅنګ، کوټې او د بولان لارې ته ځانګړی اهمیت ورکړل شو. نو برتانوي هند یوازې د افغانستان مرکزي حکومت په اړه فکر نه کاوه، د افغانستان شاوخوا سرحدي ټولنیز او اداري جوړښت یې هم د هند د دفاع د ستراتیژۍ یوه برخه ګڼله. 

د ۱۸۴۲–۱۸۷۹ کلونو اسناد هم څرګندوي چې برتانوي هند، افغانستان د سمندر له لارې هم محاصره کړ. د افغانستان طبیعي سوداګریزې لارې د برتانوي قلمرو لاندې راغلې او د هند ــ افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو کنټرول د برتانوي ستراتیژۍ مهمه برخه شوه. 

دا موضوع باید له ۱۸۴۲ کال وروسته د سیمې د لوی جغرافیایوي بدلون په توګه وګڼل شي. 

افغانستان پخوا د هند له تجارتي نړۍ سره د سند، پنجاب، ملتان له لارې تړلی وو، خو په ۱۸۴۳ کال سند د برتانوي هند برخه شو او په ۱۸۴۹ کال پنجاب هم الحاق شو نو وروسته د برتانوي هند واک د بلوچستان له لارې د کراچۍ، بولان او کندهار پورې وغځېد.  

په دې توګه افغانستان نور د هند سمندر ته خپلواکه او مستقیمه تجارتي لار نه لرله. د ۱۸۴۲ کال وروسته، د دې جغرافیایوي تماس له منځه تلل ناڅاپه رامنځته نه شول؛ بلکې د سند او پنجاب د برتانوي الحاق له لارې یې د خپلواک ترانزیټي لاسرسي سیاسي بڼه بدله شوه او د افغانستان سیاسي، پوځي او تجارتي جغرافیه درې واړه یو له بل سره وتړل شول. 

دلته دا پوښتنه رامنځته کېږي چې د افغان ــ انګریز د لومړي جنګ یو غټ لامل دا وو چې پېښور باید بیرته د کابل تر واک لاندې راشي. نو په جنګ کې د انګریزانو له ماتې وروسته ولې د پېښور موضوع په جدي توګه له طرحې او غوښتنې پاتې شوه؟ 

امیر دوست محمد خان په ۱۸۴۸–۱۸۴۹ کلونو کې هم په فکري او تاریخي معنا، د پېښور له ادعا څخه تېر نه شو؛ بلکې د هغه د بېرته نیولو هڅه یې د عملي سیاست له مخې لږه شاته کړه. دا د «حق پرېښودل» او «د حق د ترلاسه کولو لپاره مناسب فرصت نه لرل» ترمنځ مهم توپیر دی. 

کله چې په ۱۸۴۸–۱۸۴۹ کلونو کې د انګریزانو ــ سیکانو تر منځ دوهم جنګ پیل شو، دوست محمد خان هڅه وکړه چې پېښور او اټک بېرته ونیسي. خو د سیکانو له ماتې وروسته انګریزانو پنجاب په ۱۸۴۹ کې خپله خاوره وګرځوله او دوست محمدخان له پېښور څخه شاته شو. د ۱۸۴۲ او ۱۸۴۹ کلونو ترمنځ، د ده سیاست داسې نه وو چې «پېښور یې هېرکړ » برعکس، «پېښور لا هم د هغه د ستراتیژیک فکر برخه وو». 

بلخوا روسیې په ۱۸۶۵ کال تاشکند، په ۱۸۶۸ کال بخارا/ سمرکند، په ۱۸۷۳ خېوه او په ۱۸۷۵ کال یې کوکند د خپل نفوذ لاندې راوستل او روسیه د منځنۍ اسیا له لارې افغانستان ته ډېره نږدې شوه. نو د برتانوي هند، په ستراتیژیک فکر کې دا پوښتنه پیدا شوه: 

که روسیه افغانستان ته ورسېږي، نو د هند دروازې ته به څومره نږدې شي؟ 

له همدې ځایه د هند د سرحد نظریه لا پیاوړې شوه. د برتانوي چارواکو په تصور کې باید د هند دفاع یوازې په پنجاب کې نه، بلکې د خیبر، بولان، کوټې، پشین، کرم او نورو ستراتیژیکو سیمو له لارې تقویه او یقیني شي. د کمبرېج څېړنې هم څرګندوي چې په ۱۸۷۰ کلونو کې د شمال لوېدیځ کمربند ستراتیژیک بحث ډېر جدي شو. 

پاتې لري. 

د ۲۰۲۶ کال د سیپټمبر ۲۷ مه 

سرلوڅ مرادزی 

افغان وطن او انګریزان : اوومه برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320