!بې باوره جبهې

سردارولي الکوزی

0 52

که څه هم جمهوریت په دوه لسیزو کې پیاوړي ملي کادرونه وروزل، خو له بده مرغه، د هغو په څنګ کې د غدارانو او ملي خاینانو شمېر هم کم نه و. همدغو ورانکارو کسانو د جمهوریت د سقوط لامل شول.

دا یوه څرګنده او روښانه خبره ده چې د یوه کور ودانول میاشتې، ان کلونه وخت نیسي، خو تخریب او ورانول یې یوازې څو ورځې غواړي. دغه ملي خاینین او ورانکارې ډلې لا هم د هېواد په تخریب بوختې دي. دوی د دې وطن او هېواد هېڅ غم نه لري؛ یوازې غواړي خپل جیبونه ډک کړي. د هېواد او هېوادوالو ژوند او مرګ ورته هېڅ توپیر نه لري.

تر دې هم بده دا ده چې زموږ قسم خوړلي ګاونډیان له دغو وطن‌پلورونکو او ناموس‌پلورونکو کسانو څخه ګټه اخلي او د خپلو ګټو لپاره یې د وسیلو په توګه کاروي.

خو اوس افغانان ویښ او هوښیار شوي دي، ښه او بد پېژني. هغه ناکراره څېرې چې ځانونه د جبهاتو مشران او د هېواد د آزادۍ غوښتونکي بولي، په حقیقت کې د پنجاب د استعمار یوه برخه ده، چې د افغانستان له ملي ګټو سره په کلکه مخالفت لري. دغه ډلې نه د هېواد د آزادۍ لپاره مبارزه کوي او نه د هېواد د سوکالۍ لپاره؛ بلکې یوازینی هدف یې د هېواد پلورل او تخریبول دي.

افغانان ټول یو ملت دی او د هر هغه دښمن پر وړاندې، په ځانګړې توګه د هغو کسانو پر وړاندې چې د پنجابي استعمار پلوي کوي، د سپر په څېر ولاړ دي.

دا چې هېواد له سیاسي ستونزو سره مخ دی، اقتصادي او تعلیمي ستونزې هم لري، دا په دې معنا نه ده چې یو ځل بیا ټوپک راواخلو او خپل ګران هېواد د قسم خوړلي ګاونډي دښمن د ګټو لپاره وران کړو. د مبارزې او بریا لپاره نورې ډېرې لارې شته.

د بېلګې په توګه، ملي مرکه چې ښاغلی خوشحال روهي یې مشري کوي او زه یې هم د یاد غورځنګ غړی یم. دغه مرکه خپله ځانګړې پالیسي لري، چې ښکاره او روښانه موخه یې د ټول ملت خیر او ښېګڼه ده. له طالبانو سره سیاسي مخالفت هم لري، خو د طالبانو چارواکو دغه غورځنګ ته د سیاسي مخالفت له امله د ناستې او خبرو دروازې نه دي تړلې.

باید له سیاسي لارې مخکې لاړ شو. خلک له ټوپک او جګړې ستړي شوي دي. له وخت سره بدلون راځي او حتمي راځي، خو موږ باید حوصله ولرو.

Related Posts
1 of 63,297

افغانان باید د هغو ورانکارو ډلو مخه په کلکه ونیسي چې شر او فساد ته لمن وهي، او اجازه ورنه کړي چې یو ځل بیا زموږ ګران هېواد وپلوري او ویجاړ یې کړي.

د طالبانو مشران باید سیاسي بدلون ته غاړه کېږدي. که نظامي برخه کې بدلون نه غواړي او یا هم په دې برخه کې باور موجود نه وي، نو باید ملکي او سیاسي ډګر ته لاره پرانیزي.

سیاسي بدلون د وخت اړتیا ده او د ډېرو ناوړه پایلو مخه نیول

نور باید د پردیو د جګړو قرباني نه شو

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply