د چلنديز اقتصاد پېژندنه

ژباړه: صلاح الدين حمید 

0 26
مونږ دومره هم منطقي نه یو!
که له تاسو وپوښتل شي چې د پېرلو پر مهال مو پرېکړه پر څه شي ولاړه وي، ښايي ووایئ: اړتیا، کیفیت او بیه.
خو د تېرو څو لسیزو څېړنو ښودلې چې د انسان ذهن دومره هم منطقي نه دی، او د پېرلو پر مهال تر هغه ډېر د تېروتنې او غولونې وړ یو چې خپله یې فکر کوو.
د پېرلو ډېری پرېکړې د دقیقو محاسبو پایله نه وي، بلکې د ذهني لنډلارو، شناختي تمایلاتو او د پلورنځي د چاپېریال د هوښیارانه ډیزاین پایله وي.
همدې واقعیت د چلند یا چلندیز اقتصاد په نوم د یوې څانګې د رامنځته کېدو لامل شو؛ دا څانګه اقتصاد، ارواپوهنه او عصبي علوم له یو بل سره نښلوي څو روښانه کړي چې ولې انسانان د کلاسیک اقتصاد د ماډل پر خلاف، تل منطقي پرېکړې نه کوي.
چلنديز اقتصاد وښودله چې شرکتونه او پلورنځي کولای شي د انسان له همدې ذهني تېروتنو څخه د خپل پېر او پلور د زیاتولو لپاره ګټه واخلي. د توکو له تنظیم او ځای پر ځای کولو څخه نیولې بیا د بیو ټاکلو، موسیقۍ، رڼا، رنګونو، تخفیفونو او آن د پېرودلو د ټوکرۍ پورې.
خوشبختانه که دا تېروتنې وپېژنو کولای شو د هغو یوه لویه برخه بې‌اغېزې کړو.
د هوښیارانه پېرلو لپاره څو لارې چارې:
 ▪️ هېڅکله د پیرلو له ليست پرته پلورنځي ته مه ننوځئ.
کله چې د پېرلو لېست نه لرئ، نو د پلورنځي چاپېریال درته ټاکي چې څه واخلئ، نه ستاسو واقعي اړتیا.
لارچاره: یوازې هغه توکي واخلئ چې په لېست کې مو لیکلي وي. که کوم بل شی مو پام ځانته واړوي، لږ تر لږه ۱۰ دقیقې د هغه د پېرلو په اړه فکر وکړئ او بیا پرېکړه وکړئ.
 ▪️ له پېرلو مخکې د لګښتونو لپاره اعظمي حد وټاکئ.
کله چې مشخصه بوديجه ونه لرو، ذهن مو ورو ورو کوچني لګښتونه له پامه غورځوي او په پای کې د پېرلو ټول لګښت تر تمې ډېر زیاتېږي.
لارچاره: پلورنځي ته له ننوتلو مخکې د پیسو هغه اعظمي اندازه مشخصه کړئ چې د لګولو توان یې لرئ.
▪️ له ځانه وپوښتئ: که تخفیف یې نه درلود، بیا به مې هم اخیسته؟
لومړنۍ بیه، د بېلګې په توګه ۸۰۰ افغانۍ، د انسان ذهن تر خپل اغېز لاندې راولي؛ له همدې امله تخفیف شوې بیه، یعنې ۵۰۰ افغانۍ ډېره په زړه پورې ښکاري، آن که د توکي واقعي ارزښت تر دې هم ټیټ وي.
لارچاره: یوازې د توکي واقعي ارزښت وارزوئ، نه د تخفیف اندازه.
 ▪️ په وږې ګېډه پېرودل مه کوئ.
څېړنو ښودلې چې وږي کسان نه یوازې ډېر خوراکي توکي اخلي، بلکې غیرخوراکي توکي هم تر معمول ډېر اخلي.
لارچاره: له پېرلو مخکې یو سپک خوراک یا د منځني وخت لپاره لږ خواړه وخورئ.
Related Posts
1 of 63,486
▪️ لومړی انتخاب تر ټولو غوره انتخاب مه ګڼئ.
پلورنځي معمولاً هغه توکي چې ډېره ګټه لري، د سترګو مخې ته ږدي.
لارچاره: د الماریو لوړې او ټیټې برخې هم وڅېړئ.
▪️ د بسته‌بندۍ د اندازې پر ځای د یو واحد بیه پرتله کړئ.
لویه بسته تل اقتصادي او ارزانه انتخاب نه وي.
لارچاره: د هر ۱۰۰ ګرام، هر لیتر یا هر واحد بیه پرتله کړئ.
 ▪️ د «یوازې د نن لپاره»، «وروستی فرصت» یا «محدوده موجودي» په څېر عبارتونو ته پام وکړئ.
د کمښت احساس موږ دې ته اړ باسي چې په بیړه پرېکړې وکړو.
لارچاره: که توکی رښتیا هم اړین وي، وایې‌اخلئ؛ نه یوازې د دې لپاره چې ښايي ژر خلاص شي.
▪️ اعلانونه د «معلوماتو ورکولو» پر ځای د «قانع کولو د هڅې» په توګه وګورئ.
یو محصول د بیانولو د طریقې له مخې متفاوت ښکاري. د بېلګې په توګه «۹۵ سلنه له غوړو پاک» او «۵ سلنه غوړ لري» په ذهني لحاظ یو شان نه ښکاري، سره له دې چې معلومات یې یو شان دي.
لارچاره: معلومات په بې‌طرفه ژبه د ځان لپاره بیا ولیکئ، څو د بیانولو د طریقې تر اغېز لاندې رانشئ.
 ▪️ له پیسو ورکولو مخکې یوازې یوه پوښتنه له ځانه وکړئ:
که سبا د دې توکي بیه نیمایي ته راټیټه شي، آیا بیا به هم د ننني پېرود له امله خوښ او راضي اوسم؟
دا ساده پوښتنه د احساساتو پر بنسټ د ډېرو پېرودونو مخه نیسي. ځکه ذهن له شېبه‌ییزې لېوالتیا څخه د توکي واقعي ارزښت ته متوجه کوي.
▪️ چلندي اقتصاد موږ ته دا را یادوي چې د پېرلو پر مهال تېروتنه کول د ټيټ هوش نښه نه ده، بلکې د انسان د مغز د فعالیت یوه طبیعي پایله ده. پلورنځي او شرکتونه له کلونو راهیسې د همدې ذهني تېروتنو د پېژندلو او د هغو څخه د ګټې اخیستلو لپاره پانګونه کوي. تر ټولو ښه دفاع دا ده چې دغه تمایلات وپېژنو او له پېرلو مخکې څو ساده عادتونه خپل کړو.

 

 

د سنګاپور د اقتصادي پرمختګ د راز

 

Our Pashto-Dari Website

  Donate Here

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply