مالیات: پانګونه که د سرچینو ضایع کول؟

ژباړه: صلاح الدين حمید

53
▪️ آیا تر اوسه مو اورېدلي چې څوک ووایي: «مالیه تر ټولو غوره پانګونه ده، مالیه د ژوند اوبه دي. وګورئ چې د هغې په برکت څومره کورنۍ ژوند کوي، او پر صنعت یې غیرمستقیمې اغېزې هم په پام کې ونیسئ؛ مالیه بې‌سارې ارزښت لري، لکه څنګه چې خپله ژوند ارزښت لري.» د دې نظریې د ردولو لپاره زه اړ یم خپل پخواني استدلالونه بیا تکرار کړم. سیاسي اقتصاد پوهېږي چې استدلالونه یې دومره زړه راښکونکي نه دي چې څوک ووایي: «تکرار یې خوندور دی.» له همدې امله سیاسي اقتصاد لکه باسیل (د «د سیویل سلماني» د ډرامې یو کرکټر چې وایي: «زه متلونه د شرایطو له مخې بدلوم») متل د خپل ځان په ګټه اړوي، څو داسې واورېدل شي چې: «تکرار یې ښوونیز دی.»
▪️هغه ګټې چې دولتي چارواکي یې د خپلو معاشونو له ترلاسه کولو څخه ترلاسه کوي، «هغه څه دي چې لیدل کېږي.» همدارنګه هغه ګټې چې د هغوی ملاتړو ته رسېږي هم، «هغه څه دي چې لیدل کېږي.» دا هر څه ستاسې د سترګو مخې ته دي.
▪️خو هغه زیانونه چې مالیه ورکوونکي هڅه کوي ځان ترې وژغوري، «هغه څه دي چې نه لیدل کېږي.» او هغه بېوزلي چې د دوی د ملاتړو سوداګرو لمن نیسي، «بل هغه څه دي چې نه لیدل کېږي.» که څه هم که دا بېوزلي ښکاره او دوامداره شي، نو په یقیني ډول به ولیدل شي.
▪️کله چې یو دولتي چارواکی د ځان لپاره پنځوس فرانکه زیات لګوي، مانا یې دا ده چې مالیه ورکوونکی باید د ځان لپاره پنځوس فرانکه لږې ولګوي. خو د دولتي چارواکي لګښت لیدل کیږي ځکه ترسره کیږي، په داسې حال کې چې د مالیه ورکوونکي نه شوی لګښت نه لیدل کېږي ځکه له بده مرغه هغه له دې کاره منع شوی دی.
▪️تاسو ملت د وچې ځمکې له یوې ټوټې سره تشبیه کوئ او مالیه د ژوند بښونکي باران سره. خو باید له ځانه دا هم وپوښتئ چې دا باران له کومه راځي؟ آیا همدا مالیه نه ده چې د ځمکې رطوبت جذبوي او هغه وچوي؟
سربېره پر دې، باید دا هم وپوښتئ چې آیا خاوره له دې بارانه ډېره خړوبېږي، که د تبخیر له امله نوره هم وچیږي؟
▪️اصلي او ډېر مهم ټکی دا دی چې کله جيمز د مالیې راټولوونکي ته سل فرانکه ورکوي، په بدل کې هېڅ شی نه ترلاسه کوي. وروسته کله چې یو دولتي چارواکی همدغه سل فرانکه لګوي او بېرته یې جیمز ته د غنمو یا د هم‌ارزښته کار په بڼه ورکوي، وروستۍ پایله دا ده چې جیمز پنځه فرانکه زیان کړی دی.
▪️البته دا خبره سمه ده چې ډېری وختونه، او که وغواړئ ښايي تل، دولتي چارواکي جیمز ته د ورکړل شوې پیسې په اندازه خدمت وړاندې کوي. په دې حالت کې د دواړو لورو ترمنځ هېڅ زیان نشته یوازې تبادله شوې ده. نو زما استدلال د ګټورو دولتي دندو پر ضد نه دی. زه وایم: که غواړئ یوه دولتي اداره جوړه کړئ، لومړی یې ګټورتیا ثابته کړئ. وښایئ چې د جیمز له لوري ورکړل شوې بیه د هغه له ترلاسه کړي خدمت سره برابره ده. خو له دې اصلي ګټې پرته، د نوې ادارې د جوړولو لپاره داسې دلیل مه راوړئ چې یوازې د بوروکراټ، د هغه د کورنۍ او ملاتړو ګټه پکې یاده شوې وي یا دا چې وایي ګواکې د کارموندنې کچه به لوړه شي.
▪️هغه حالت چې جیمز د یوه ریښتیني ګټور خدمت په بدل کې سل فرانکه یوې دولتي ادارې ته ورکوي، بلکل د هغه حالت په څېر دی چې همدې پیسو ته د یوه جوړه بوټانو په بدل کې بوټ جوړوونکي ته ورکوي. دواړه یو شان تبادلې دي. خو که جیمز سل فرانکه دولت ته ورکړي، پرته له دې چې کوم خدمت ترلاسه کړي او لا بدتر دا چې له دې امله ستونزې هم وګالي، نو دا داسې ده لکه خپلې پیسې یې چې په اوبو لاهو شوې وي. دا وینا چې دولتي اداره به دغه سل فرانکه د «ملي صنعت» د سترې ګټې لپاره ولګوي هېڅ ارزښت نه لري. ځکه هر هغه کار چې دولت یې په دې پیسو ترسره کولی شي، جیمز هم ترسره کولی شو، که د قانون خلاف یا له قانون پورته ځواک یې د لارې خنډ نه وای شوی.
▪️راځئ ځان داسې وروزو چې نور د پېښو په اړه یوازې د «هغه څه چې لیدل کېږي» له مخې قضاوت ونه کړو، بلکې «هغه څه چې نه لیدل کېږي» هم په پام کې ونیسو.
▪️تېر کال زه د مالي کمېټې غړی وم، ځکه په ملي شورا کې د مخالفو غړو مخه په منظم ډول د کمېټو له غړیتوبه نه نیول کېده. په دې برخه کې هغو کسانو چې د شورا لومړني اصول یې لیکلي وو، هوښیارانه چلند کړی و. موږ له يو ودلتي چارواکي څخه واورېدل چې ویل یې: «ما خپل ژوند د شاهي نظام د پلویانو پر ضد مبارزې ته وقف کړی و. خو کله چې د یوې عمومي مسئلې د حل لپاره اړ شوم هغوی وپېژنم او له هغوی سره په خواخوږۍ خبرې وکړم، پوه شوم چې هغوی هغه بلاګانې نه دي چې ما یې تصور کاوه.»
▪️ دقیقاً هلته چې د سیاسي ډلو ترمنځ اړیکه او خبرې اترې نه وي، دښمنۍ سترې ښکاري او کرکې لا زیاتیږي. که اکثریت، اقلیت ته د پرېکړې کولو په کړیو کې د ګډون فرصت ورکړي، نو ښايي دواړه لوري دې پایلې ته ورسېږي چې د دوی نظریات دومره سره لرې نه دي او همدارنګه د یو بل په اړه یې منفي انګېرنې هم سمې نه دي.
▪️په هر حال هماغه کال زما لپاره د مالي کمېټې وروستی کال و. هر ځل چې زموږ کوم همکار د ولسمشر، وزیرانو او سفیرانو د معاشونو د زیاتولو خبره کوله داسې یې استدلال کاوه:
«موږ باید د دولتي خدمتونو د ښه والي لپاره ادارې له اعتبار، وقار او درناوي څخه ډکې کړو. د وړ او لایقو کسانو د جذب لپاره باید همداسې وشي. ډېر بېوزله خلک خپل ولسمشر ته مراجعه کوي او که هغه تل اړ وي چې د هغوی غوښتنې رد کړي، نو له سخت او دردناک حالت سره به مخ شي. د سیاسي او دولتي تشریفاتو یوه مهمه برخه د قانوني حکومتونو طبیعي ځانګړنه ده.» او له دې ډول نورو استدلالونو څخه.
▪️دا ډول استدلالونه، که ومنل شي او که رد شي، جدي څېړنې ته اړتیا لري. ځکه دا استدلالونه که سم وي او که ناسم، لږ تر لږه د عامه ګټو پر بنسټ ولاړ دي.
– لیکوال: فردریک باستیا
– ژباړه: صلاح الدين حمید

 

روښانفکران او ټولنه دولت او اقتصاد 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.