په هره ټولنه کې د معلوماتو شتون او پر وخت ورته لاسرسی د خلکو د فکري ودې، ټولنیز پوهاوي او پرمختګ لپاره له مهمو بنسټیزو اړتیاوو څخه ګڼل کېږي. وګړي غواړي پوه شي چې په خپل چاپېریال، هېواد او نړۍ کې څه روان دي، کوم بدلونونه رامنځته کېږي او د بېلابېلو پېښو په اړه څه ډول قضاوت وکړي. د همدې اړتیا د پوره کولو په برخه کې رسنۍ مهم رول لري.
رسنۍ یوازې د خبرونو د خپرولو وسیلې نه دي؛ بلکې د ټولنې د فکري جوړښت، عامه پوهاوي او د خلکو او مسئولو ادارو ترمنځ د اړیکې مهمې وسیلې دي. راډیو، ټلوېزیون، چاپي رسنۍ او اوسنۍ ډیجیټلي او ټولنیزې شبکې هره یوه د خلکو د معلوماتو په ترلاسه کولو او د نظرونو په جوړولو کې ځانګړی ځای لري.
د رسنیو د اغېزې یوه مهمه ځانګړنه دا ده چې د ټولنې بېلابېلو قشرونو ته د معلوماتو د رسولو زمینه برابروي. غږیزې او لیدیزې رسنۍ کولای شي حتی هغو کسانو ته هم معلومات ورسوي چې لوست او لیک یې کمزوری وي، په داسې حال کې چې چاپي او انلاین رسنۍ تر ډېره د لوستونکو له سواد او د معلوماتو د ترلاسه کولو له وړتیا سره تړاو لري. له همدې امله هره رسنۍ د خپل مخاطب، امکاناتو او بڼې له مخې ځانګړی ځای او رول لرلای شي.
رسنۍ د ولس او نظام ترمنځ د یوه پله حیثیت لري، که دا پل پر کره، دقیقو، متوازنو او مسئولانه معلوماتو ولاړ وي، د خلکو او مسئولو ادارو ترمنځ باور پیاوړی کېږي. رسنۍ کولای شي د خلکو ستونزې، غوښتنې او اندېښنې تر مسئولو چارواکو ورسوي او له بلې خوا د حکومتونو او ادارو کړنې، پروګرامونه او خدمتونه خلکو ته تشریح کړي.
په دې برخه کې د رسنیو له ټولو ستر مسئولیت د معلوماتو کره والی دی. په ځانګړي ډول په داسې وخت کې چې ناسم او نه تأیید شوي معلومات په ډېرې چټکۍ خپرېږي، رسنۍ باید د خبر له خپرولو وړاندې د معلوماتو د سرچینې، صحت او اعتبار په اړه لازم ډاډ ترلاسه کړي. یوه ناسمه یا بې بنسټه خبره کېدای شي د یوه فرد، ادارې او حتی ټولنې پر ذهنیت منفي اغېزه وکړي.
رسنۍ د عامه پوهاوي په لوړولو کې هم مهمه ونډه لري. د دیني، ښوونې او روزنې، روغتیا، کرنې، چاپېریال، اقتصاد او ټولنیزو چارو په اړه ګټورې او معلوماتي خپرونې کولای شي د خلکو د ژوند په ښه کېدو کې عملي مرسته وکړي.
له بلې خوا، رسنۍ د ټولنې د ستونزو د انعکاس لپاره هم مهمې وسیلې دي. د خلکو ورځني کړاوونه، اقتصادي ستونزې، د عامه خدمتونو نیمګړتیاوې او نورې ټولنیزې اړتیاوې هغه مهال د حل لوري ته نږدې کولای شي چې په سمه او مسئولانه توګه مطرح شي. رسنۍ باید د خلکو غږ واوسي، خو په داسې بڼه چې د ستونزې د بیان تر څنګ د حل لارې او د مثبتو وړاندیزونو لپاره هم زمینه برابره کړي.
په اوسني عصر کې د رسنیو مسئولیت لا پراخ شوی دی. د ټولنیزو شبکو او ډیجیټلي رسنیو په پراختیا سره هر څوک کولای شي معلومات خپاره کړي؛ خو د هرو خپرېدونکو معلوماتو اعتبار یو شان نه وي. له همدې امله مسلکي رسنۍ باید خپل اعتبار د کرهوالي، مسلکیتوب، ژورنالېستیکي اصولو او د مخاطب د باور له لارې وساتي. د خلکو باور د هرې رسنۍ له ټولو ستره پانګه ده او له لاسه ورکول او بېرته ترلاسه کول يې اسانه نه دي.
رسنۍ باید د ټولنې له ارزښتونو، کلتوري واقعیتونو او اخلاقي اصولو سره همغږې وي. هغه خپرونې چې د خلکو ذهنونه بې لارې کوي، بې ځایه تاوتریخوالی او کرکه ترویجوي، یا د ټولنې له ارزښتونو سره په ټکر کې وي، باید د مسلکي او ټولنیز مسئولیت له مخې وارزول شي، باید پر ځای یې علمي، معلوماتي، روزنیزې او د ټولنې د اړتیا وړ خپرونې پیاوړې کړي.
رسنۍ باید د خلکو اړتیاوې وپېژني او د هغو لپاره ګټور، کره او پر وخت معلومات وړاندې کړي. هغه رسنۍ چې د خپلو مخاطبانو له واقعي ژوند، ستونزو او اړتیاوو سره اړیکه ولري، په طبیعي ډول د خلکو باور ترلاسه کوي.
د یوې رسنۍ بریا یوازې په دې نه سنجول کېږي چې څومره خبرونه یې خپاره کړي؛ بلکې په دې هم سنجول کېږي چې څومره یې خلک خبر، پوه او د خپلو ټولنیزو مسئولیتونو پر وړاندې متوجه کړي دي.
په پایله کې ویلی شو چې رسنۍ د ټولنې د سترګو، غوږونو او د معلوماتو د لېږد مهمې وسیلې دي. که رسنۍ خپل مسئولیت په مسلکي، صادقانه او مسئولانه توګه ترسره کړي، نه یوازې د خلکو د معلوماتو اړتیا پوره کوي؛ بلکې د ټولنې په فکري، فرهنګي او ټولنیز پرمختګ کې هم رغنده ونډه اخلي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
