د امیر عبدالرحمن خان شاهي خریطه

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

54

د امیر عبدالرحمن خان شاهي خریطه

د نولسمې پېړۍ ډیپلوماتیکو تشریفاتي القابو او شاهي هنرونو تاریخي څېړنه

سریزه

په نولسمه پېړۍ او د شلمې پېړۍ په لومړیو کلونو کې د افغانستان د شاهي دولت او د برتانوي هند د ګورنر جنرالانو او وایسرایانو ترمنځ رسمي مکاتبات د دواړو لورو د سیاسي اړیکو، ډیپلوماتیکو دودونو او تشریفاتي مناسباتو د مطالعې لپاره مهم تاریخي اسناد دي. دغه مکاتبات یوازې د پیغامونو د لېږد وسیلې نه وې، بلکې د دولتونو د سیاسي دریځ، د واکمنانو د مقام، د متقابل درناوي او د هغه وخت د سیاسي فرهنګي اړیکو څرګندونه هم کوي. په دغو اسنادو کې د القابو انتخاب، د عبارتونو جوړښت، د لیک ژبه او بڼه د مخاطب د سیاسي او اداري حیثیت د څرګندولو لپاره ځانګړی اهمیت درلود.

د رسمي مکاتباتو په جوړښت کې د عربي او فارسي ژبو تشریفاتي عبارتونو، د نثر مسجع ترکیبونو او مبالغه‌ امیزو القابو کارول د لیکوالۍ د دود یوه مهمه برخه وه. دا ډول عبارتونو یوازې ادبي ښکلا نه لرله، بلکې د مخاطب د مقام د پېژندنې، د رسمي مناسباتو د تنظیم او د سیاسي درناوي د څرګندولو دنده یې هم ترسره کوله. له همدې امله، د دغو القابو ژبنی او تاریخي تحلیل د هغه وخت د ډیپلوماتیک فرهنګ، سیاسي اړیکو او د شاهي دولت د تشریفاتي نظام د درک لپاره ارزښتناک دی.

په تاریخي اسنادو کې د یوه شاهي لیک ارزښت یوازې د هغه په لیکلي متن پورې محدود نه وي. د لیک کاغذ، خطاطي، مهر، لاسلیک، تذهیب، تزئین او د سند د وړاندې کولو طریقه هم د خپل وخت د هنري ذوق، اداري نظم او سیاسي تشریفاتو په اړه ما لومات وړاندې کوي. کله چې دغه عناصر په ګډه وڅېړل شي، سند له یوې ساده لیکلې پاڼې څخه د تاریخي او هنري مطالعې په یوه مهمه سرچینه بدلېږي.

د دې څېړنې اصلي موضوع د امیر عبدالرحمن خان له نوم سره تړلې هغه شاهي خریطه ده، چې د موجودو مالوماتو له مخې، د برتانوي هند وایسرای لارډ جورج ناتانیل کرزن ته استول شوې وه. دغه اثر د رسمي مکاتباتو تر څنګ د خطاطۍ، مېناتوري، تذهیب، تزئیني هنرونو او شاهي تشریفاتو د مطالعې زمینه هم برابروي. له همدې امله، د دې خریطې څېړنه یوازې د یوه تاریخي سند د پېژندنې هڅه نه ده، بلکې د هغې دورې د سیاسي اړیکو او هنري دودونو ترمنځ د تړاو د روښانولو یوه هڅه هم ده.

د دې څېړنې موخه دا ده چې د خریطې په متن کې د کارول شویو تشریفاتي القابو ژبنی جوړښت، لغوي مفهوم او ډیپلوماتیکه دنده وڅېړي؛ همدارنګه، د سند ظاهري بڼه او هنري ځانګړتیاوې د هغه د تاریخي چاپېریال په رڼا کې وارزوي. په دې توګه، څېړنه هڅه کوي چې د شاهي مکاتباتو په وسیله د واک، سیاسي حیثیت، رسمي درناوي او هنري بیان ترمنځ اړیکه څرګنده کړي.

د دغو تاریخي بېلګو له ډلې یوه د افغانستان د امیر عبدالرحمن خان هغه شاهي خریطه ده، چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د هند وایسرای لارډ جورج ناتانیل کرزن ته استول شوې وه. دغه اثر یوازې یو رسمي لیک نه دی، بلکې د لیکوالۍ، خطاطۍ، میناتورۍ، تذهیب، ټوکر اوبدلو او شاهي تشریفاتو یوه په زړه پورې مجموعه ده.

د دې خریطې تاریخي ارزښت په دې کې نغښتی دی چې موږ ته د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ د دورې د رسمي مکاتباتو د جوړښت او د شاهي هنر د کارونې په اړه یوه عیني بېلګه وړاندې کوي.

د دې مواد د لا زیاتو مطالعې لپاره په لندن کې د بریتانیا ملي کتابتون او د قطر هیواد ډیجیټل کتابتون ته باید مراجعه وشي. له کوم ځایه چې د رسالې یا خریطې په اړه مواد او مالومات ترلاسه شوي دي.

د دې څېړنیزې لیکنې په ضمیمه کې لاندې لس انځورونه شامل دي، چې هر یو مې د لوستونکو د لا ښې پېژندنې او اسانه مراجعې په موخه په جلا شمېرې په نښه کړی دي.

زما لیکوال موخه د امیر عبدالرحمن خان د شاهي سلطنتي خرېطې پر پته لیکل شویو القابو ته یوه لنډه تحلیلي کتنه ده؛ په ځانګړي ډول د مرسل (لېږونکي) او مرسل‌الیه (لیک ترلاسه کوونکي) لپاره د کارول شویو القابو مانا، د هغوی ترتیب او تاریخي اهمیت روښانول دي. په دې ترڅ کې هڅه کوم چې څرګنده کړم ولې دغه القاب په همدې ځانګړي ترتیب کارول شوي، هر یو څه مفهوم لري او د هغه وخت د سیاسي، ډیپلوماتیکو او درباري دودونو له مخې څه اهمیت څرګندوي. همدارنګه، د دغو دوو لیکونو موخې او د لیکوال او مخاطب ترمنځ د اړیکو څرنګوالی په لنډه او روښانه توګه تشریح شي، څو لوستونکي وکولای شي د خرېطې پر پته لیکل شوي متن یوازې د نومونو او القابو د یوې ټولګې په توګه ونه ګوري، بلکې د هغه وخت د شاهي مکاتباتو د دودونو او ډیپلوماتیکو اړیکو په رڼا کې یې هم درک کړي.

د هغې دورې په رسمي او ډیپلوماټیکو مکاتباتو کې کارول شوي تشریفاتي القاب خورا بډایه کولتوري، ژبني او سیاسي ارزښت لري. په لاندې ډول د دغو ټولو القابو او اصطلاحاتو یوه هر اړخیزه تحلیلي او څېړنیزه لیکنه وړاندې کیږي:

د افغانستان د ډیپلوماتیکو لیکونو یا خرېطې د لیږلو شاهي هنر، د امیر عبدالرحمن خان پاچاهي په دور کې د ډیپلوماتیکو اسنادو، تشریفاتي القابو کارولو لغوي تحلیلي ارزونې یوه هڅه

په شاهي او ډیپلوماتیکو مکاتباتو کې تشریفاتي القاب نه یوازې د مخاطب د پېژندنې وسیله وه، بلکې د هغه د سیاسي مقام، ټولنیز حیثیت او درناوي د کچې څرګندونه یې هم کوله. د دغو القابو په ټاکنه او کارونه کې د عربي او فارسي ژبو ادبي دودونو، د درباري لیکوالۍ اصولو او سیمه‌ ییزو تشریفاتي رواجونو څرګند اغېز لیدل کېږي. په دې برخه کې هڅه کېږي، چې د یادو القابو لغوي ماناوې، مفهومي اړخونه او په شاهي او ډیپلوماتیکو مکاتباتو کې د هغوی د کارونې څرنګوالی وڅېړل شي.

د ډیپلوماتیکو تشریفاتي القابو لغوي او مفهومي تحلیل په دې برخه کې هڅه کېږي، چې د امیر عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال په شاهي خرېطه او ډیپلوماتیکو مراسلو یا مکاتباتو کې د کارول شویو تشریفاتي القابو لغوي او مفهومي اړخونه وڅېړل شي. تشریفاتي القاب په شاهي او ډیپلوماتیکو لیکنو کې یوازې د مخاطب د پېژندنې وسیله نه وه، بلکې د هغه د سیاسي مقام، ټولنیز حیثیت او د دربار په تشریفاتي نظام کې د موقعیت د څرګندولو مهمه وسیله هم ګڼل کېده. د دغو القابو په ټاکنه او کارونه کې د عربي او فارسي ژبو ادبي او دیواني دودونو، د درباري لیکوالۍ اصولو او سیمه ‌ییزو تشریفاتي رواجونو اغېز څرګندېږي.

د ۱۸۹۹ کال د جنوري د ۱۱مې نېټه، چې د چهارشنبې له ورځې چې٬٬ د ۲۸ ماه شعبان اعظم ۱۳۱۶ کال هجري٬٬ سره سمون لري. د امیر عبدالرحمن خان له خوا د لېږل شوي رسمي مکتوب یا شاهي خرېطې د متن څېړنه د هغمهال د رسمي ژبې، درباري تشریفاتو او سیاسي اړیکو د ماهیت په درک کې مرسته کوي. لارډ جورج ناتانیل کرزن د۱۸۹۹–۱۹۰۵ کلونو ترمنځ د هند نایب السلطنه یا وایسرای و.

تاسو دغه متن ٬٬ از طرف امیر صاحب بهادر ضیا و ملته والدین پادشاهٌ خود مختار مملکت افغانستان و حدودات متعلقه ان٬٬ په دویم نمبر انځور کې کتلي شي. په دې رسمي سند کې د راغلو دوو عبارتونو لغوي، مفهومي او سیاقي تحلیل د دې امکان برابروي چې د تشریفاتي القابو د کارونې موخې او د هغوی سیاسي او ټولنیزې دندې په روښانه توګه وڅېړل شي.

لاندې تحلیل د سند په نقل شوي متن کې د راغلو عبارتونو پر بنسټ وړاندې کېږي. د هر لقب د دقیقې لغوي مانا، مفهومي دلالت او تاریخي ارزښت د تثبیت لپاره اړینه ده، چې د اصلي سند لوستنه، املا، نحوي جوړښت او د عبارتونو سیاقي جوړښت په دقت وڅېړل شي. همدارنګه، د القابو تفسیر باید د نولسمې پېړۍ د افغانستان د درباري او ډیپلوماتیکو دودونو په رڼا کې ترسره شي، څو د هغوی تاریخي مانا له معاصرې اصطلاح‌ کارونې سره ګډه نه شي.

۱. عظمت و جلالت مآب لغوي مانا: د فرهنک فارسي توضع له مخې ٬٬عظمت٬٬ د لویۍ او لوړ مقام، ٬٬جلالت٬٬ د شان، دبدبې، عزت لرلو او شکوه، او ٬٬مآب٬٬ د عربي اصل له مخې د رجوع یا نسبت مفهوم لري. په تشریفاتي اړیکو کارولو کې د ٬٬عظمت و جلالت مآب٬٬ ترکیب د لوړ مقام او درانه شان عزت لرونکي شخصیت لپاره د درناوي څرګندونه کوي.

ډیپلوماتیک کارونه یا ماموریت: د دې ډول لقب کارول د مخاطب د لوړ سیاسي او اداري حیثیت په رسمیت پېژندلو کې ونډه لري. په اړوند سند کې دغه عبارت د برتانوي هند وایسراې لارډ کرزن لپاره کارول شوی، دا د هغه د رسمي مقام د درناوي او د مکاتبې د تشریفاتي چوکاټ د رعایت نښه ګڼل کېدای شي. دا لقب د دې لپاره کارول کېده چې مخاطب٬٬ لارډ کرزن٬٬ ته دا احساس ورکړي، چې د هغه اداري او سیاسي رتبه خورا لوړه او د درناوي وړ ده.

البته، د دې لقب سیاسي اهمیت باید د سند له ټول متن او د دواړو لورو د مکاتباتو له دود سره په تړاو کې وارزول شي.

۲. رفاعت و مناعت مآب لغوي مانا: ٬٬رفاعت٬٬ د لوړوالي او لوړ مقام یا عالي رتبه مفهوم لري، او٬٬مناعت٬٬ د عزت، سربلندۍ او لوړ حیثیت مانا ورکوي. د ٬٬مآب“ له کلمې سره یو ځای، دغه ترکیب د لوړ مقام او درانه حیثیت لرونکي مخاطب د ستاینې لپاره کارېدلی شي.

ډیپلوماتیکه ماموریت: دا عبارت د مخاطب د سیاسي او اداري منزلت د څرګندولو لپاره تشریفاتي ارزښت لري. د داسې لقب کارول ښيي چې په رسمي مکاتباتو کې د مخاطب د مقام یادونه یوازې یوه ژبنۍ اړتیا نه وه، بلکې د درناوي او رسمي مناسباتو د تنظیم یوه برخه هم وه.

یادونه: په دې برخه کې د ٬٬مآب٬٬ بڼه د اصلي سند له لیکدود سره باید پرتله شي؛ ځکه په نقل شوي متن کې د دې کلمې بڼه د ٬٬ایاب٬٬ په توګه هم راغلې ده او د دقیقې لوستنې اړتیا لري.

۳. نواب مستطاب القاب لغوي مانا: ٬٬نواب٬٬ په تاریخي او سیمه ‌ییز استعمال کې د یوه لوړپوړي چارواکي، سیمه‌ ییز واکمن یا د درناوي وړ شخصیت لقب و. ٬٬مستطاب٬٬ د غوره، نیکو، خوښ، ښایسته او د ستاینې وړ مفهوم لري. یا هغه څوک چې د خلکو په منځ کې ځانګړي درناوي لري یا د خلکو په منځ کې مقام یا حیثیت لري. ٬٬القاب٬٬ د لقبونو جمع ده. د دې عبارت بشپړ مفهوم د سند د نحوي جوړښت او د کلمو د دقیق ترتیب له مخې ټاکل کېږي.

ډیپلوماتیکه کارونه: د ٬٬نواب٬٬ په څېر لقبونه د هند مغولي درباري او هند اداري تشریفاتو په دود کې ځانګړی ځای درلود. خو دا باید له عمومي دود څخه په اټومات ډول دې پایلې ته ونه رسېږي چې هر برتانوي ګورنر جنرال یا وایسرای په همدې لقب یادېده. په دې ځانګړي سند کې د عبارت د دندې د روښانولو لپاره اړینه ده چې د مخاطب بشپړ نوم، نور القاب او د لیک د پیل او پای عبارتونه په ګډه وڅېړل شي. د نواب کلمه د هند په تاریخ او سلطنتونو کې یو مهم سیاسي او افتخاري لقب و. په اصل کې د مرستیال یا استازی په مانا دی. په هند کې برتانوي ګورنر جنرالانو ته د هند د کولتوري دودونو له مخې “نواب” هم ویل کېدل، ترڅو د هغوی قانوني او سیمه ییز مشروعیت ثابت شي.

۴. مشحون از احترام و محبت توأم لغوي مانا: ٬٬مشحون٬٬ په عربي کې د ډک یا مالامال په مانا دی. ٬٬احترام٬٬ د درناوي، ٬٬محبت٬٬ د مینې او ٬٬توأم٬٬ د یوځایوالي مفهوم لري. په ټولیزه توګه، دغه عبارت د ژورو، مخلصو، خو د درناوي وړ او دوستانه احساساتو د یو ځای څرګندولو لپاره کارول کیږي.

ډیپلوماتیکه ماموریت: په رسمي مکاتباتو کې د درناوي او محبت یادونه د لیک د ژبې د نرمولو او د اړیکو د دوستانه اړخ د څرګندولو وسیله کېدای شي. دا عبارت ښیي چې دا لیک یوازې یو وچ اداري امر نه دی، بلکې د دوستۍ، متقابل احترام او ډیپلوماټیک ښه نیت پر بنسټ ولاړ دی.

سره له دې، د داسې عبارتونو شتون په خپله د دواړو دولتونو ترمنځ د بشپړې سیاسي همغږۍ یا ژورې دوستۍ ثبوت نه ګڼل کېږي؛ ځکه تشریفاتي ژبه کله ناکله د رسمي مکاتبې د دود له مخې هم کارول کېږي.

۵. والا مراتب لغوي مانا: ٬٬والا مراتب٬٬ د لوړو درجو، رتبو، او مقامونو لرونکي، قدرمن شخص مفهوم څرګندوي.

ډیپلوماتیکه دنده: دغه ترکیب د مخاطب د لوړ اداري او سیاسي حیثیت د پېژندنې لپاره کارېدلی شي. د رسمي مکاتباتو په ژبه کې د رتبو او مقامونو یادونه د تشریفاتي ترتیب د رعایت یوه برخه وه. د دې لقب ځانګړی مفهوم هغه وخت ښه څرګندېږي، چې د مخاطب له نورو القابو او د سند له عمومي جوړښت سره پرتله شي.

۶. صاحب بهادر لغوي مانا: د فرهنګ واژه له مخې ٬٬صاحب٬٬ د درناوي او مالکیت یا مقام د څرګندولو کلمه ده، او ٬٬بهادر٬٬ د زړور، اتل او غښتلي مفهوم لري. د ٬٬صاحب بهادر٬٬ ترکیب په تاریخي هندي او سیمه ‌ییز اداري استعمال کې د درناوي له القابو څخه و.

ډیپلوماتیک رول: د دې لقب کارول د هغه وخت د تشریفاتي ژبې او سیمه‌ ییزو اداري دودونو د اغېز د مطالعې لپاره مهم دي. په سند کې دغه لقب برتانوي چارواکي ته کارول شوی، د ټکی مانا باید د هماغې دورې د رسمي مکاتباتو او د مخاطب د مقام په رڼا کې وڅېړل شي. یوازې د لقب له شتون څخه دا نتیجه نه شي اخیستل کېدای چې موخه یې حتماً د دوی د پوځي ځواک ستاینه وه.

۷. فرمانفرما یا فرمانروا هند برتانوي، لغوي مانا: ٬٬فرمانفرما٬٬ په فارسي کې د فرمان ورکوونکي، امر کوونکي یا د واک د اعمالو د مشر مفهوم لري. تحلیل او مانا: دا د واکمن او د امر د چلوونکي په مانا دی. دا تر ټولو عملي لقب دی چې د لارډ کرزن حقیقي سیاسي دنده ٬٬چې د ټول هند پر خاوره یې واکمني و٬٬ را په ګوته کوي.

ډیپلوماتیکه دنده: په شاهي او اداري ژبه کې دغه لقب د لوړ واک او اجرائیوي صلاحیت د څرګندولو لپاره کارېدلی شي. دلته په اړوند سند کې دغه ټکی د لارډ کرزن له نوم سره راغلی، د هغه د رسمي دندې او تشریفاتي مقام د بیان یوه برخه ګڼل کېدای شي. خو د دې لقب تاریخي دنده باید د سند له اصلي عبارت او د هغه وخت له اداري اصطلاحاتو سره په پرتله کولو تثبیت شي.

۲.۱. د استونکي د القابو سیاسي او حقوقي مفهوم ارزښت

د شاهي مکاتباتو په تحلیل کې یوازې د مخاطب القاب مهم نه دي؛ د استونکي د لقبونو ارزونه هم د سیاسي هویت، واکمنۍ او مشروعیت په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي. د اوسپنېز امیر عبدالرحمن خان له نوم سره تړلي رسمي لقبونه، په ځانګړي ډول د دین، ملت، پاچاهۍ او قلمرو یادونه، د هغه وخت د شاهي دولت د ځان‌ پېژندنې د مطالعې لپاره مهم مواد برابروي.

۲. ضیاء الملة و الدین، لغوي مانا:٬٬ضیاء٬٬ د دین رڼا او ځلا، ٬٬الملة٬٬ د ټولنې یا ملتپال، او ٬٬دین٬٬ د دیني نظام مفهوم لري. په ټولیزه توګه، دغه لقب د ملت او دین، ایمان د رڼا یا ویاړ مفهومونه څرګندوي.

سیاسي او تشریفاتي مفهوم: د دغه لقب کارول د واکمن د دیني او ټولنیز حیثیت د څرګندولو له دود سره تړاو لرلای شي. په شاهي مکاتباتو کې د دین او ملت یادونه د واکمن د مشروعیت د رسمي بیان یوه برخه کېدای شي. خو دا چې دغه لقب په کومه کچه د امیر عبدالرحمن خان په رسمي عنوانونو کې ثابت او عام و، باید د هغه د نورو مستندو فرمانونو، لیکونو او رسمي اسنادو له مخې وڅېړل شي.

له تحلیلي پلوه، د دې لقب ارزښت په دې کې نغښتي دی، چې د واکمنۍ د سیاسي مقام تر څنګ د دیني او ټولنیز هویت د څرګندولو ژبه هم وړاندې کوي او دغه لقب د هیواد نظم او دینې چارو سمبالښت یا سمون له امله ورکړل شوی و.

په هر حال، د لقب شتون په یوازې ځان د واکمن د عملي سیاستونو یا د دیني مشروعیت د ټولنیز منل کېدو بشپړ ثبوت نه دی. ضیاء الملة و الدین دا د امیر عبدالرحمن خان رسمي شاهي لقب و. په داسې حال کې چې د برتانیا وایسرای ته د دنيوي او مادي ځواک القاب (عظمت، رفاعت، بهادر) ورکړل شوي، امیر ځان ته د روحاني او دیني مشروعیت لقب غوره کړی. دا په دې مانا وه چې امیر نه یوازې د خپلې خاورې واکمن دی، بلکې د مسلمانانو د دیني ارزښتونو ساتونکی هم دی.

۲.۲. پادشاه خودمختار مملکت افغانستان و حدودات متعلقه آن

دا امیر عبدالرحمن خان تر ټولو مهم هیښونکي او د پاموړ ستراتیجیک لقب دی. په داسې حال کې چې د ۱۸۷۹ کال د ګندمک له تړون وروسته د افغانستان بهرنی سیاست د برتانیا تر اغېز لاندې و. امیر عبدالرحمن خان په دغه لیک کې په خورا هوښیارۍ او ځیرکتیا سره او په زغرده ځان ته د٬٬ پادشاه خود مختار٬٬ (بشپړ خپلواک پاچا) خطاب کړی دی. دا د دې ښودنه کوي، چې افغان امیر په هیواد دننه کې د برتانیا ښکېلاک هیڅ ډول مداخله نه منله او د افغانستان په ټولو جغرافیایي حدودو باندې یې خپل مطلق حاکمیت اعلانولو په مانا وه.

لغوي مانا: ٬٬پادشاه خودمختار٬٬ د خپلواک واکمن یا پاچا مفهوم لري، او٬٬مملکت افغانستان و حدودات متعلقه آن٬٬ د افغانستان د دولت او اړوندو حدودو یادونه کوي. د عبارت بشپړ مفهوم د اصلي سند د لیکدود او د کلمو د دقیق ترتیب له مخې باید تثبیت شي. ٬٬پادشاه خودمختار٬٬ هغې پاچا ته ویل کیږي، چې پاچاهې بشپړ واک، مطلق حاکمیت او د کوم بل بهرني یا داخلي ځواک پورې تړلتیا یا اطاعت ونه لري.

سیاسي او حقوقي مفهوم: د افغانستان د پاچا په رسمي عنوان کې د ٬٬خودمختار٬٬ اصطلاح د واکمنۍ او سیاسي حیثیت د بیان له اړخه د څېړنې وړ ده. دغه عبارت د دې پوښتنې زمینه برابروي چې د امیر عبدالرحمن خان دولت په رسمي مکاتباتو کې خپل واک، قلمرو او سیاسي هویت څنګه بیانولو.

د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د افغانستان او برتانوي هند اړیکې د بهرني سیاست، سیمه ‌ییزو سیالیو او د واک د حدودو له پېچلي وضعیت سره تړلې وې. له همدې امله، د دې لقب تحلیل باید د سند د نېټې، د هغه د مخاطب، د مکاتبې د سیاسي شرایطو او د دواړو لورو د رسمي دریځونو په رڼا کې ترسره شي. د لقب له استعمال څخه په مستقیم ډول دا پایله نه شي اخیستل کېدای چې افغانستان په ټولو برخو کې بشپړه بهرنۍ خپلواکي لرله، یا دا چې دغه عبارت په خپله د برتانوي نفوذ د نه منلو قطعي ثبوت دی. خو امیر عبدالرحمن خان رسمآ برتانوي هند وایسرای ته داسي لیکلي دي.

په علمي تحلیل کې مهمه ده چې د سند رسمي ژبه د هغه وخت له سیاسي واقعیتونو سره پرتله شي. په دې توګه، څېړونکي کولای شي وښيي چې د واکمن د عنوانونو ژبه څنګه د دولت د حیثیت، قلمرو او سیاسي دریځ د بیان لپاره کارېدله، پرته له دې چې د یوه تشریفاتي عبارت مانا تر تاریخي شواهدو پراخه تعبیر کړي.

منځمهاله پایله

د تشریفاتي القابو لومړنی تحلیل څرګندوي چې د شاهي مکاتباتو ژبه د مخاطب د مقام د پېژندنې، د درناوي د څرګندولو او د رسمي اړیکو د تنظیم لپاره ځانګړی اهمیت درلود. د عربي او فارسي ژبو ترکیبونه، د رتبو یادونه او د واکمن د عنوانونو جوړښت د هغه وخت د ډیپلوماتیک فرهنګ د مطالعې لپاره مهمې نښې دي.

سره له دې، د دغو القابو تاریخي او سیاسي مانا یوازې د لغوي تشریح له لارې په بشپړ ډول نه شي روښانېدای. د اصلي سند کره لوستنه، د عبارتونو دقیق نقل، د نېټې تثبیت او له ورته تاریخي مکاتباتو سره پرتله کول اړین دي. په ځانګړي ډول، د مخاطب او استوونکي د القابو پرتله کول کولای شي د رسمي درناوي، سیاسي حیثیت او شاهي هویت د بیان څرنګوالی روښانه کړي.

په دې اساس، د امیر عبدالرحمن خان شاهي خریطه د ژبني تحلیل تر څنګ د تاریخي، ډیپلوماتیک او هنري څېړنې وړ سند ګڼل کېدای شي؛ خو د هغې د سیاسي مفهوم په اړه وروستۍ پایلې باید د سند د بشپړ متن او نورو مستندو تاریخي شواهدو پر بنسټ وړاندې شي.

د سندونو محتوا او تاریخي پېژندنه

په دې تاریخي دوسیه کې دوه لیکونه، یوه کاغذي لفافه او یوه دوه ‌ټوټه‌ يي کڅوړه لفافه شامل دي. دا اسناد د افغانستان د امیر، امیر عبدالرحمن خان او د برتانوي هند د لوړپوړي چارواکي، لارډ جورج ناتانیل کرزن، ترمنځ د لیک‌ لېږد تاریخي بېلګې دي. د دغو اسنادو ارزښت یوازې په لیکلي محتوا پورې محدود نه دی، بلکې د هغه وخت د ډیپلوماتیکو اړیکو، لیک ‌لېږد دودونو او د اسنادو د ساتنې د هنري طریقو په اړه هم مهم مالومات وړاندې کوي.

لومړي لیک: د امیر یو شخصي لیک یا خط

د دوسیې لومړی سند اووم نمبر انځور د خط په نوم ثبت شوی لیک دی، چې د یوه عادي لیک په مانا دی. دا یو شخصي لیک دی چې امیر عبدالرحمن خان لارډ جورج ناتانیل کرزن ته استولی دی. د سند په ثبت شویو مالوماتو کې د لیک نېټه د ۱۳۱۳ هجري قمري کال د صفر المظفر میاشتې ۱۹مه ښودل شوې، چې له ۱۸۹۵ کال د اګست له ۱۱مې سره برابره ګڼل شوې ده. دارالسطنته کابل افغانستان او دولتی مهر لکیدلي او د امیر لاسلیک پرې لیدل کیږي.

امیر عیدالرحمن خان په دې لیک کې د لارډ کرزن د واده کولو مبارکي لیکي او د هغه د میرمنې ورلیږلي شوي انځورونو ټولګه، د هغه د میرمنې عسکونه د علم قیافې او د خپلې تجربې له اړخه په شاهانه مؤدباڼه بڼه کې ښه ارزوي. همدارنګه د یوه ٬٬جادويي څراغ٬٬ (Magic Lantern) د لېږلو له امله هم په کې مننه کوي. د نقشې ښودلو جادويي څراغ یا د انځورونو د ښودلو یوه پخوانۍ نوري وسیله وه چې د انځورونو د لوی ښودلو لپاره په کارېده.

لیک په فارسي ژبه، پر یوه لوی، سپین او په هنري ډول سینګار شوي کاغذ لیکل شوی دی. د لیک په پای کې یو ګړد تور مهر لګېدلی چې د افغانستان د امیر نوم پرې ثبت یا حک شوی دی.

دویم لیک: رسمي مراسله او د شاهي خریطې دود

د دوسیې دویم لیک خرېطه یا ٬٬مراسله٬٬ په نوم یاد شوی، چې د لیک ‌لېږد یوه ځانګړې بڼه ده. دا لیک له یوې کاغذي لفافې (د لومړني پاڼه انځور) او یوې دوه ‌ټوټه ‌يي کڅوړه ‌يي لفافې سره یوځای د خریطې په نوم پېژندل کېږي.

خریطه د رسمي لیک ‌لېږد هغه دودیزه بڼه وه چې د یوه لوړپوړي واکمن یا دولتي مقام له لوري بل لوړپوړي مقام ته د لیک د لېږلو لپاره کارول کېده. دا ډول لیکونه به په ځانګړو پوښونو او لفافو کې ساتل کېدل؛ په ځینو مواردو کې به یې پوښونه له ورېښمو او نورو ظریفو توکو جوړېدل او د لیک د سپارلو او ترلاسه کولو پر مهال به ځانګړي تشریفات ترسره کېدل. له همدې امله، خریطه یوازې د لیک د لېږد وسیله نه وه، بلکې د لېږونکي د مقام، د اړیکو د رسمي ماهیت او د لیک د ارزښت څرګندونه یې هم کوله.

د دې خریطې په ټولګه کې شامل دویم لیک هم یو رسمي لیک دی چې امیر عبدالرحمن خان لارډ کرزن ته استولی دی. د سند په ثبت شویو مالوماتو کې یې نېټه د ۱۳۱۶ هجري قمري کال د رمضان میاشتې دویمه یا في یوم یکشنبه شهر رمضان المبارک٬٬ ښودل شوې او له ۱۸۹۹ کال د جنورۍ له ۱۵مې سره برابره ګڼل شوې ده.

امیر په دې لیک کې د لارډ کرزن هغه پخوانۍ مراسله یادوي چې ترلاسه کړې یې وه. په هغې کې کرزن د برتانوي هند او افغانستان ترمنځ د پیاوړو اړیکو پر اهمیت ټینګار کړی و او هغه لاملونه یې هم تشریح کړي دي، چې د امیر په نوم د ده د لیک د ناوخته رسېدو سبب شوي وو.

امیر عبدالرحمن خان د پخواني لیک د محتوا له یادولو وروسته، لارډ کرزن ته د هغه د نوي مقام د ترلاسه کولو مبارکي وایي. نوموړی په خپله مراسله کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا او د دوستانه مناسباتو پر دوام ټینګار کوي.

د دویم لیک د لومړۍ پاڼې په پورتنۍ برخه کې د انګلیسي ژبې په لیکدود یوه نېټه هم په سور رنګ ثبت شوې ده: د ۱۸۹۹ کال د جنورۍ ۲۳مه. دا نېټه د سند د ثبت او تاریخي ارزونې لپاره ځانګړی اهمیت لري، ځکه چې له لیک سره د تړلو نورو نېټو په پرتله توپیر لري.

دواړه لیکونه په فارسي ژبه، پر لویو، سپینو او په هنري ډول سینګار شویو کاغذونو لیکل شوي دي. د هر لیک په پای کې یو ګړد تور مهر لګېدلی، چې د افغانستان د امیر نوم پرې حک شوی دی. دغه مهرونه د اسنادو د رسمي ماهیت او له امیر لاسلیک سره د هغوی د تړاو مهمې نښې دي.

د لومړي او دویم لیک ترمنځ توپیر

د اسنادو د ثبت شوې نېټې، د لیکونو د بڼې او د لفافو د اندازو پرتله دا احتمال پیاوړی کوي چې لومړی لیک د خریطې د اصلي ټولګې برخه نه دی. د دواړو لیکونو د نېټو ترمنځ د څو کلونو واټن شتون لري او همدارنګه د لومړي لیک د تاو شوي حالت او د کاغذي لفافې د اندازو ترمنځ توپیر ښيي چې ښایي لومړی لیک په تېروتنه د دې دوسیې له نورو اسنادو سره یوځای کړل شوی وي او وروسته په همدې دوسیه کې ساتل شوی وي.

خریطه څه شی ده؟

خریطه د هغه ډول رسمي لیک، مراسلې یا مکاتبې نوم دی چې په ځانګړي تشریفاتي ترتیب کې به چمتو کېده او معمولاً به په یوه یا څو ځانګړو کڅوړو کې لېږل کېده. د عربي ژبې په اصطلاح کې “خریطه” هغه کڅوړې یا بوجۍ ته ویل کېږي چې له څرمنې، ورېښمو یا نورو موادو څخه جوړه شوې وي؛ دغه کلمه د نقشې مانا هم لري.

د اسلامي نړۍ مسلمانو واکمنانو په شاهي مکاتباتو کې خریطې د پېړیو په اوږدو کې ځانګړی ځای درلود. د دې اصطلاح تاریخي مفهوم یوازې کڅوړې ته نه محدودېږي، بلکې د لیک، پاکټ او محافظتي پوښونو هغه بشپړ ترکیب هم رانغاړي چې د رسمي پیغام د لېږد لپاره به په ګډه چمتو کېده.

د امیر عبدالرحمن خان په دې ځانګړې خریطه کې یو درې مخیزه تشریفاتي لیک، کاغذي پاکټ، ورېښمین پوښ او د کربېسکي یا پنبې د جال‌ په څیر ټوکر څخه جوړه شوې بهرنۍ محافظتي کڅوړه شامل دي. د دغو توکو یوځایوالی د دې څرګندونه کوي چې په شاهي مکاتباتو کې د پیغام تر څنګ د هغه د وړاندې کولو ښکلا او هنري بڼې ته هم پاملرنه کېده.

امیر عبدالرحمن خان او لارډ کرزن؛ د دوو سیاسي مقامونو ترمنځ مکاتبه

په درېم نمبر انځور کې د افغانستان د اوسپنیز امیر، عبدالرحمن خان، هغه رسمي لیک ښودل شوی چې لارډ جورج ناتانیل کرزن ته یې استولی و. دغه لیک درې پاڼې لري؛ لومړۍ پاڼه یې په څلورم، دویمه پاڼه یې په پنځم او درېیمه پاڼه یې په شپږم نمبر انځور کې لیدل کېدای شي. د یادونې وړ ده چې لارډ جورج ناتانیل کرزن له ۱۸۹۹ څخه تر ۱۹۰۵ زېږدیز کال پورې د هند وایسرای و.

دواړه شخصیتونه د سیمې د سیاسي تاریخ په یوه مهم پړاو کې د واک او ډیپلوماتیکو اړیکو له بهیر سره تړلي وو. په هغه وخت کې افغانستان د برتانوي هند او تزاري روسیې ترمنځ د ستراتیجېکو سیالیو او د لویې لوبې په منځ کې ځانګړی جیوپولیټیک اهمیت درلود. له همدې امله، د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ رسمي مکاتبات یوازې اداري لیکونه نه وو، بلکې د سیاسي اړیکو او متقابل دریځ څرګندولو وسیله هم وه.

د دې خریطې په اړه څېړنه موږ ته دا فرصت راکوي چې د رسمي مکاتبې تر سیاسي اړخ هاخوا، د هغې د جوړولو هنري او تخنیکي بهیر هم وپېژنو.

د خریطې لیک کاغذ کیفیت او د اوبو نښان

د خریطې لیک په فارسي ژبه پر لویو، د اوبو نښان لرونکو کاغذونو لیکل شوی دی. د څېړنې له مخې، ډېر احتمال شته چې دغه کاغذونه د ختیځ هند کمپنۍ له لارې پېرودل شوي او د امیر عبدالرحمن خان د ماڼۍ په دارالانشاء کې د رسمي مکاتباتو لپاره ساتل کېدل او کارول کیدل. دارالانشاء هغه دفتر و چې د دولتي او رسمي لیکونو د ترتیب او لیکلو چارې په کې ترسره کېدې.

په اتم نمبر انځور کې د کاغذ پرمخ د یوه زمري انځور لیدل کېږي، چې په خپلو منګولو کې یې بیرغ نیولی دی. د دې انځور ترڅنګ د “Reliance” کلمه لیکل شوې ده، چې مانا یې “باور” یا “اتکا” ده. د نښان په چپ اړخ کې “JD & Co Ld/London” او په ښي اړخ کې “Croxley/No 693” لیکل شوي دي.

د دغو نښو له مخې، کاغذونه د لندن د جان ډیکنسن (John Dickinson) له شرکت سره تړاو لري؛ دغه شرکت د نولسمې پېړۍ د لیکلو د توکو له تولیدوونکو او عرضه کوونکو څخه و. د “Croxley” نوم د دې شرکت له کاغذ جوړولو کارخونې سره تړاو لري.

دا جزئیات د دې ښکارندوی دي چې د شاهي مکاتباتو لپاره د کاغذ انتخاب هم ځانګړی اهمیت درلود. د کاغذ کیفیت، نښان او سرچینه د هغه د تولید او سوداګریزې مخینې په اړه مالومات راکوي او د افغانستان د شاهي ادارې د لیکلو د توکو له یوې مهمې بېلګې سره مو اشنا کوي.

لومړۍ پاڼه؛ د خطاطۍ او تذهیب هنري جوړښت

د خریطې لومړۍ پاڼه په څلورم نمبر انځور کې لیدل کیږي، چې د خپل ځانګړي ترتیب او تزئین له امله ځانګړی اهمیت لري. دا پاڼه په درېیو برخو وېشل شوې ده: په پورتنۍ برخه کې ګل ‌بوټي میناتوري تزئین، په منځنۍ برخه کې د لیک اصلي متن او په ښي اړخ کې حاشیه لیدل کیږي.

د کاغذ اندازه ۶۰۵ × ۴۱۵ ملي ‌متره ده، په داسې حال کې چې د ګل‌ بوټي تزئیني قالب ۱۴۰ × ۲۶۵ ملي‌ متره اندازه درلوده. د همدې توپیر له امله پاڼه په ځانګړي ترتیب وېشل شوې ده، څو د تزئین قالب ته مناسب ځای برابر شي.

د اصلي متن تر څنګ پاتې شوې حاشیه هم تشه نه ده پرېښودل شوې. کاتب د لیک د اصلي برخې له بشپړولو وروسته پاڼه ۱۸۰ درجې څرخولي، خو په بل مخ یا سرچپه کړي نه ده، او د همدې پاڼې په حاشیه کې د متن لیکلو ته دوام ورکړی دی. په دې توګه یې اضافي متن یې په مایله بڼه لیکلي دی.

د پاڼې پر اصلي برخه او حاشیه له مخکې په کم‌ رنګو کرښو نښې ایستل شوې وې، څو د لیکلو ترتیب منظم پاتې شي. دا طریقه د دې څرګندونه کوي چې د لیک په چمتو کولو کې د متن د تنظیم او د پاڼې د ښکلا ترمنځ اړیکې ته پام شوی و.

د تاج بڼه او د تزئین سېمبولیک ارزښت

د لومړۍ رنګه پاڼې ګل‌ بوټی رسامي او میناتوري تزئین په منځ کې د تاج په څېر یوه بڼه لري او په دواړو اړخونو کې دوه نیم‌ نیم تاجونه لیدل کېږي. دغه بڼې د دوو نیمه تاجونه د‌ مربع شکله چوکاټونو په منځ کې ځای پر ځای شوې دي؛ په یوه چوکاټ کې هندسي نقشونه او په بل کې ګل‌ بوټي تزئین کارول شوی دی.

د تاج‌ په څیر نقش بڼه له شاهي مقام او جاه و جلال سره څرګند بصري تړاو لري او د لیک د لېږونکي، امیر عبدالرحمن خان، له سلطنتي حیثیت سره مناسبه بریښي. که څه هم د دې نقش دقیق سېمبولیک تفسیر جلا څېړنې ته اړتیا لري، خو د هغه ترکیب د شاهي تشریفاتي هنر له ځانګړتیاوو سره سمون لري.

داسي ښکاري، کله چې د تزئین قالب چمتو شوي، د تذهیب او رنګولو بهیر پیل شو. تذهیب هغه هنري تخنیک دی چې په کې د سرو زرو په وسیله د لیکونو، کتابونو او اسنادو پاڼې ښکلې کېږي.

په دې خریطه کې د سرو زرو نرۍ پاڼې کارول شوې دي. د تاریخي تذهیب په دودونو کې نکریزې، زعفران، انار، وریجې او قیمتي ډبرې هم د رنګونو د برابرولو له موادو څخه ګڼل کېدل. خو د دې ځانګړي اثر د نورو رنګونو دقیقې سرچینې نه دي مالومې.

په تزئین کې تیاره شین، د تور روښانه سیوری، د ګلابي رنګ دوه درجې، د عاجي سپین رنګ، ارغواني ته مایل آبي او بانجاني روښانه سور رنګ لیدل کېږي. د دغو رنګونو او سرو زرو ترکیب د پاڼې تزئین ته ځانګړی بصري تنوع وربښي ده.

“یا هُو” ؛ د الله تعالی یادونه

د تزئیني چوکاټ لاندې د “یا هُو، یا هُوَ”(يا هوْ / يا هوَ) عبارت په ښکلي خط لیکل شوی دی او په عرفاني او دیني استعمال کې د الله تعالی د یادونې او ستاینې مانا لري.

د دغه عبارت شتون د لیک له هنري جوړښت سره یو دیني اړخ هم نښلوي. دا احتمال شته چې کاتب یا د تزئین هنرمند د لیکلو له پیل څخه مخکې د الله تعالی یادونه د توکل او معنوي توجه د څرګندولو لپاره کارولې وي؛ خو د دې نیت په اړه قطعي پرېکړه له موجودو شواهدو څخه نه شي کېدای.

په هر حال، د شاهي تزئین، خطاطۍ او دیني عبارت یو ځایوالی د دې پاڼې هنري او فرهنګي ارزښت لا څرګندوي.

په پنځم نمبر انځور کې دویمه او په شپږم نمبر انځور کې درېیمه پاڼه؛ زرین چوکاټ، نېټه او د امیر مهر ښکاري.

د لیک دویمه او درېیمه پاڼه د لومړۍ پاڼې په پرتله ساده تزئیني جوړښت لري. پر هره پاڼه زرین چوکاټ جوړ شوي او په پورتنۍ برخه کې یوه کوچنی ګل ‌بوټی ښکلي نقش لیدل کېږي. دغه پاڼې هم د لیکلو لپاره له مخکې په کم ‌رنګو کرښو نښه شوې وې. د لیک د لیکلو له بشپړېدو وروسته نېټه هم ورزیاته شوې ده: د تحریر نېټه ٬٬في یوم یکشنبه شهر رمضان المبارک سنه ۱۳۱۶ هجري مطابق٬، د سرچینې له مخې د ۱۸۹۹ زېږدیز کال د جنورۍ میاشتي له ۱۵ مې سره تړاو لري. وروسته امیر عبدالرحمن خان د لیک د اصلي متن په پای کې، د پاڼې په چپ اړخ کې، خپل مهر لګولي او خپل لاسلیک یې پرې کړی دی. د افغانستان شاهي دولت مهر او د پاچا لاسلیک د رسمي مکاتبې د تصدیق او د لېږونکي د هویت مهمې نښې وې.

د لیک د تزئین او لیکلو بهیر ښايي د څو کاتبانو او هنرمندانو په همکارۍ ترسره شوی وي. خو د موجودو مالوماتو له مخې، د دې اثر په جوړولو کې د ګډون کوونکو کسانو دقیق شمېر نه شي ټاکل کېدای.

د کڅوړې ورېښمینې او د پنبې پوښونو ساتنې او ښکلا ګډ هنر

د خریطې په جوړښت کې یوازې لیک او پاکټ نه، بلکې دوه بېلابېل ټوکرین پوښونه هم شامل وو. درې مخیز لیک قات شوی او په یوه کاغذي پاکټ کې ایښودل شوی دی. د پاکټ په موم مهر لګول شوی، بیا په ورېښمینه کڅوړه کې ځای پر ځای شوی او ورېښمیني کڅوړه د پنبې یا کربیسکي د جال په څیر پوښ کې دننه شوې چې په ۹ نمبر انځور کې کتلي شي. د دویمې کڅوړې اندازې ښيي چې د ابي پنبې پوښ د ورېښمینې کڅوړې د باندېني محافظتي پوښ په توګه کارول شوی وه.

د نارنجي رنګه، د کربیسکو یا پنبې شکله ورېښمو کڅوړه

د خرېطې ورېښمین پوښ له نارنجي رنګه ورېښمو څخه جوړ شوی دی. په لسم نمبر انځور کې کتلي شي. د ټوکر اوبدل یې د الماسي بڼې مایل جوړښت لري، چې د نساجۍ په اصطلاح کې ورته „Diamond Twill Weave“ ویل کېږي. په دې کې تاو شوي سپین زر او د سپینو زرو د پټۍ په څېر تارونه هم کارول شوي دي.

د کڅوړې یوه لنډه او یوه اوږده څنډه په لاس ګنډل شوې ده. د هغې د خولې څنډه د زمردي شین ورېښمو په اطلسي تار اوبدلو سینګار شوې او لاندې یې د روښانه ګلابي رنګه پنبې یو نری، نسبتاً پرانیستی اوبدل شوی ټوکر کارول شوی دی.

د نارنجي رنګه ورېښمو، سپینو زرو او زمردي شین رنګ یوځایوالی د دې کڅوړې د هنري جوړښت او د ټوکر د انتخاب ځانګړتیا څرګندوي.

بهرنی پوښ د طبیعي رنګ لرونکي بوبینېټ (Bobbinet) دا یو نازک ماشیني جوړ شوي شپږ ضلعي جال ته ورته ټوکر دی، چې جوړښت یې له عادي اوبدل شوي ټوکر سره توپیر لري. په منځنۍ برخه کې یو څرګند درز یا خط لیدل کېږي چې ښيي دواړه کڅوړې په نیمایي کې قات شوې وې.

د دغو پوښونو جوړښت څرګندوي چې خریطه یوازې د لیک د لېږد وسیله نه وه؛ د لیک د ساتنې، د موادو د انتخاب او د ظاهري ښکلا لپاره هم ځانګړی ترتیب په پام کې نیول شوی و.

د خریطې د چمتو کولو بشپړ بهیر

د دې تاریخي اثر د جوړولو بهیر له کاغذ څخه پیل شوي او د لیک په لېږلو سره پای ته رسېدلي. لومړی کاغذ برابر شوی، پاڼې په مناسب ترتیب وېشل شوې، کرښې پرې ایستل شوې او تزئیني قالب چمتو شوی. ورپسې د سرو زرو په وسیله تذهیب، رنګول میناتوري او خطاطي ترسره شوې ده.

د لیک له لیکلو وروسته نېټه، مهر او لاسلیک ورزیات شوي دی. بیا لیک قات او په کاغذي پاکټ کې ایښودل شوی دی. د پاکټ په موم مهر شوي، په ورېښمین کڅوړه کې ځای پر ځای شوي او په پای کې د پنبې جال‌ په څیر کڅوړه کې دننه ایښودل شوی دی. په دې توګه دغه شاهي خریطه د لېږلو لپاره چمتو شوی ده.

دا پرله ‌پسې پړاوونه د کار د تنظیم، د موادو د انتخاب او د څو بېلابېلو مهارتونو د یو ځای کېدو څرګندونه کوي. د کاغذ جوړولو، خطاطۍ، تذهیب، ټوکر اوبدلو او ګنډلو هنرونه په یوه واحد رسمي اثر کې سره یوځای شوي وو.

له سیاسته ورهاخوا؛ د افغان شاهي دولت هنر تاریخي ارزښت

که د خریطې لغوي مانا ته یوازې د کڅوړې په توګه وکتل شي، ښايي د دې اثر بشپړ ارزښت څرګند نه شي. کڅوړه په یوازې ځان د هغې ټولې تاریخي ماناوې نه شي رانغاړلی؛ ځکه د دې اثر ارزښت د لیک، پاکټ او دواړو پوښونو په ګډ جوړښت کې نغښتی دی.

دا څېړنه موږ د دوو مهمو سیاسي مقامونو ترمنځ له رسمي مکاتبې څخه ورهاخوا بیايي او د هغه کار، مهارت او هنري هڅو انځور راښيي چې د دې لیک په چمتو کولو کې ترسره شوي وو.

د دې خریطې هره برخه د یوې ځانګړې کیسې استازیتوب کوي: د کاغذ اوبه ښکله ‌نښان د تولید او سوداګرۍ له تاریخ سره تړاو لري؛ خطاطي او تذهیب د کتابت او تزئین هنر څرګندوي؛ مهر او لاسلیک د رسمي مکاتبې هویت تثبیتوي؛ او ورېښمین او د کربیسکي پنبې پوښونه د ساتنې او ښکلا ترمنځ اړیکه رامنځته کوي.

په همدې دلیل، دغه خریطه د نولسمې پېړۍ د افغانستان د شاهي هنر یوه ځانګړې تاریخي بېلګه ګڼل کېدای شي. دا موږ ته ښيي چې په هغه وخت کې رسمي مکاتبات یوازې د سیاسي پیغامونو د لېږلو وسیله نه وه، بلکې د هنر، تشریفاتو، د ادبي القابو، د لیکوالۍ او مادي کولتور د ګډ حضور څرګندونه یې هم کوله.

د نېټو تاریخي ارزونه

د دې تاریخي دوسیې د څېړنې پر مهال د اسنادو د نېټو توپیر ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري. د خریطې د لیک نېټه د ۱۳۱۶ هجري قمري کال د رمضان دویمه او د ۱۸۹۹ زېږدیز کال د جنورۍ ۱۵مه ثبت شوې ده؛ خو د لیک پر لومړۍ پاڼه د جنورۍ ۲۳مه نېټه هم په سور رنګ لیکل شوې ده. د کاغذي لفافې نېټه بیا د جنورۍ ۱۵مه ښودل شوې ده.

د دغو نېټو د توپیر د روښانولو لپاره اړینه ده چې د اصلي اسنادو نېټې، د آرشیف ثبت شوي مالومات او د هجري قمري او میلادي کلیزونو له مخې محاسبه شوې نېټې په خپلواکه توګه وکتل شي. تر هغه چې دا توپیرونه د باوري سرچینو له لارې نه وي روښانه شوي، د نېټو د سمون په اړه باید قطعي حکم ونه شي.

له همدې امله، د دې دوسیې د علمي خپرولو پر مهال غوره ده، چې د اصلي اسنادو پر مخ ثبت شوې نېټې، د آرشیف په تشریحي مالوماتو کې راغلې نېټې او د کلیزونو یا جنتري له مخې محاسبه شوې نېټې له یو بل څخه جلا وښودل شي. تر هغه چې دا توپیرونه د اصلي اسنادو او باوري کلیزیزو سرچینو له لېارې روښانه شوي نه وي، له دې کبله باید د نېټو د سمون په اړه قطعي حکم ونه شي.

څېړنیزه پایله

د تشریفاتي القابو تحلیل څرګندوي چې د امیر عبدالرحمن خان په دوره کې ډیپلوماتیکه ادبې ژبه یوازې ظاهري تعارف او رسميت پېژندنې وسیله نه وه، بلکې د سیاسي تعادل ساتلو، سیاسي اړیکو د تنظیم او د متقابل درناوي د څرګندولو مهمه وسیله هم وه. کاتبانو او منشیانو د ژبې له داسې جادو کلمو څخه کار اخیستلو یا د داسې الفاظو او اصطلاحاتو کارونه په پام کې نیوله چې له یوې خوا یې د برتانوي استازي سیاسي مقام ته درناوی څرګنداوه او له بلې خوا یې په زغرده د افغانستان د پاچا بشپړ کورنی استقلال، د افغانستان د امیر خپلواک سیاسي دریځ، دیني مشروعیت او پر هېواد د واکمنۍ حیثیت ساتنه کوله.

د امیر عبدالرحمن خان شاهي خریطه د افغانستان د ډیپلوماتیک تاریخ او هنري میراث د مطالعې لپاره ارزښتناکه سرچینه ده. دا اثر د یوه رسمي لیک له ساده مفهوم څخه ډېر پراخ دی؛ ځکه د هغه په جوړښت کې د کاغذ د تولید، خطاطۍ، میناتوري، تذهیب، رنګونو، مهر، لاسلیک او ټوکر د هنر بېلابېل اړخونه سره یوځای شوي دي.

د دې خریطې تاریخي اهمیت یوازې په دې کې نه دی چې له امیر عبدالرحمن خان څخه لارډ کرزن ته استول شوې وه، بلکې په دې کې هم دی چې د خپل وخت د شاهي مکاتباتو د چمتو کولو او لېږلو بهیر په عیني او مادي بڼه راښيي.

د دې اثر ساتنه او علمي څېړنه موږ سره مرسته کوي چې د افغانستان د نولسمې پېړۍ د دولتي ادارې، هنري دودونو او ډیپلوماتیکو اړیکو په اړه خپل مالومات پراخ کړو. خریطه په همدې توګه د یوه رسمي پیغام تر څنګ، د افغانستان د تاریخي او هنري میراث یوه مهمه پاڼه هم ده.

د امیر عبدالرحمن خان او لارډ جورج ناتانیل کرزن ترمنځ دا لیکونه د نولسمې پېړۍ په وروستیو کې د افغانستان او برتانوي هند د اړیکو د مطالعې لپاره ارزښتناک تاریخي اسناد دي. د لیکونو محتوا د سیاسي او ډیپلوماتیکو مناسباتو په اړه مالومات وړاندې کوي، په داسې حال کې چې د هغوی کاغذونه، مهرونه، لفافې او ورېښمین او جالۍ ‌يي پوښونه د هغه وخت د لیک‌ لېږد د مادي او هنري کولتور بېلګې دي.

د دغو اسنادو څېړنه څرګندوي چې تاریخي لیکونه یوازې د لیکل شوو خبرو د ثبت وسیلې نه دي؛ بلکې د هغوی فزیکي جوړښت، د ساتنې طریقه، د مهرونو کارول او د لېږد تشریفات هم د تېر وخت د سیاسي اړیکو، اداري دودونو او هنري میراث په پېژندلو کې مهم رول لري.

پای

⸻⸻⸻⸻⸻⸻⸻⸻⸻⸻⸻⸻

د اخیځلیک تاریخي سرچینه:

لندن د برېتانیا ملي کتابتون (British Library)

: A Ceremonial Illuminated Letter in Persian and a Kharita، د اسنادو شمېره: Mss Eur F111/361.

دغه تاریخي سند د کرزن د اسنادو (Curzon Papers) په ټولګه کې ساتل کېږي او د قطر هیواد ډیجیټلي کتابتون لپاره هم په ډیجیټلي بڼه کې یوه نسخه هم چمتو شوی ده.

Kan være et bilde av bok og tekst

Kan være et bilde av tekst

Kan være et bilde av tekst

Kan være en krusedull av tekst

Kan være et bilde av tekst

Kan være et bilde av tekst

Kan være et bilde av tekst

Kan være et bilde av tekst

Kan være et bilde av tekst

Kan være et bilde av tekst

د پاکستان د تجزیې سیوری؛ د استبلېشمنټ بحران او د پښتنو د خاورې پر وړاندې د پنجابي پوځي واکمنۍ ګواښونه

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320