دوه اوسپنیزه سیاستوال، دوه ملتونه؛ امیر عبدالرحمن خان او صدراعظم بیسمارک د ځواک، دولتجوړونې او سیاسي واقعیت پالنې یوه تاریخي ـ تحلیلي پرتله
دویمه برخه
۱۵.عبدالرحمن خان او د سیاسي واقعیت پالنې منطق؛ د دولت بقا، ځواک او د ډیورنډ هوکړه لیک
د امیر عبدالرحمن خان د سیاسي میراث ارزونه هغمهال له تاریخي او علمي پلوه ما نا پیدا کوي، چې د هغه کړنې د نولسمې پېړۍ د افغانستان په ځانګړي سیاسي، نظامي او جیوپولیټیکي چاپېریال کې تحلیل شي، نه دا چې یوازې د معاصر دولت، ملي حاکمیت او سیاسي اخلاقو له معیارونو سره پرېکړه پرې وشي. افغانستان هغمهال د اوږدو کورنیو شخړو، د مرکزي واک د کمزورۍ، د سیمه ییزو قدرتونو د سیالۍ او د روسيې او برتانوي هند ترمنځ د لویې لوبې د جیوپولیټیکي رقابت په منځ کې واقع و. په همدې شرایطو کې عبدالرحمن خان داسې دولت په میراث وانخیست، چې له مخکې څخه یو بشپړ او باثباته مرکزي جوړښت ولري؛ بلکې د هغه یوه اساسي ستونزه دا وه، چې څنګه له متفرقو سیاسي او پوځي ځواکونو څخه یو نسبتاً منسجم مرکزي دولت جوړ کړي او د هغه بقا تضمین کړي. اوسپنېز امیر هڅه کوله، ترڅو د دواړو نړیوالو زبرځونو ترمنځ د تاریخي افغانستان مرکزي دولت او ځمکنۍ بشپړتیا شتون تثبیت کړي.
عبدالرحمن خان کله چې د افغانستان امیر شو او د واکمنۍ په اوږدو کې یې د مرکزي دولت د پیاوړتیا، د مالیاتي او اداري جوړښتونو د پراختیا، د سیمه ییزو ځواکونو د کنټرول او د کابل د حکومت د واک د پراخولو لپاره پراخ اقدامات ترسره کړل. د هغه دولت جوړونه یوازې د اداري اصلاحاتو پروژه نه وه؛ له پوځي ځواک، اجباري ادغام، سختو مجازاتو او د مخالفو ډلو د ځپلو سره هم ملګرې وه. له همدې امله، د هغه د دولت جوړونې پروسه باید هم د مرکزي دولت د رامنځته کېدو له زاویې او هم د هغې د انساني او سیاسي بیې له مخې وڅېړل شي.
۱۶. د عبدالرحمن خان سیاست او د واقعیت پالنې منطق
د عبدالرحمن خان د بهرني او کورني سیاست په یوه مهمه برخه کې د سیاسي واقعیت پالنې (Realpolitik) له منطق سره د پاموړ ورته والی لیدل کېږي. سیاسي واقعیت پالنې په عمومي ډول هغه سیاسي لیدلوری دی چې په کې د دولت د تصمیمونو بنسټ د موجود ځواک، امنیتي اړتیاوو، جیوپولیتیکي محدودیتونو، احتمالي ګواښونو، فرصتونو او عملي مصلحتونو پر محاسبه ولاړ وي، نه یوازې پر اخلاقي ارمانونو یا ایډیالوجیکو موخو.
عبدالرحمن خان په داسې نړیوال چاپېریال کې واکمني کوله، چې افغانستان د دوو ستر امپراتوریو، روسیې او برتانوي هند، ترمنځ د حایلې سیمې حیثیت درلود. د هغه لپاره د بهرني سیاست یوه اساسي ستونزه دا وه، چې څنګه د دغو دواړو قدرتونو ترمنځ داسې توازن وساتي. څو افغانستان د یوه لوري د بشپړ نفوذ تر سیوري لاندې رانشي. په دې برخه کې د هغه سیاست له دې محاسبې سره تړلی و، چې افغانستان د خپل محدود نظامي او اقتصادي ظرفیت په درلودلو سره نه شي کولای له دواړو ستر قدرتونو سره په مستقیمه او اوږدمهاله تقابل کې بریالی شي؛ نو د بقا لپاره باید د قدرتونو ترمنځ د موجودو تضادونو او رقابتونو له واقعیت سره معامله وکړي.
همدا ټکی د عبدالرحمن خان د سیاست د پوهېدو لپاره مهم دی: هغه تل د ٬٬څه باید وشي؟٬٬ پر ځای، تر ډېره د ٬٬په موجودو شرایطو کې څه شونې دي؟٬٬ پوښتنې ته متوجه و. دغه تفکر د سیاسي واقعیت پالنې له بنسټیز منطق سره نږدې اړیکه لري.
خو دا ورته والی باید د بشپړ فکري یا تاریخي یووالي په مانا وانخیستل شي. عبدالرحمن خان د عصري سیاسي علومو په اصطلاحاتو کې ځان د سیاسي واقعیت پالنې تیورېسن نه باله؛ بلکې دا اصطلاح د هغه د تصمیمونو د تحلیل پاره کارول کېدای شي. له همدې امله، علمي بحث باید د اصطلاح او تاریخي واقعیت ترمنځ توپیر وساتي.
۱۷. د ډیورنډ موافقه؛ له ساده قضاوت څخه تر تاریخي تحلیل پورې
د ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ موافقه د عبدالرحمن خان د بهرني سیاست له تر ټولو مهمو، پېچلو او له اوږدمهالو پایلو سره تړلو پرېکړو څخه ده. دا موافقه د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د سرحدي نفوذ او اړوندو سیمو په اړه د سیاسي تفاهم په توګه رامنځته شوه او د برتانوي هند د بهرني سیاست د ستراتیجیکو موخو، د افغانستان د هغمهالني وضعیت، د امیر د سیاسي محاسبو او د سیمې د ستر قدرتونو د رقابت په پراخ چوکاټ کې باید تحلیل شي.
د دې موافقې د ارزونې پر مهال دوه افراطي تعبیرونه د تاریخي واقعیت د بشپړ بیان لپاره کافي نه دي. یو تعبیر دا دی چې امیر په بشپړه ازاده فضا کې، له هېڅ ډول فشار او محدودیت پرته، یوازې د خپلې ارادې له مخې پرېکړه وکړه؛ بل تعبیر بیا دا دی چې هغه هېڅ ډول انتخاب نه درلود او ټول تصمیم یې په مطلق ډول د برتانوي زور محصول و. د تاریخي شواهدو پر بنسټ، د مسئلې لپاره تر دې دواړو ساده تعبیرونو منځنۍ او پېچلې ساحه هم شته.
برتانوي هند د پوځي، مالي او امپراتورۍ له پلوه له افغانستان سره د پاموړ نابرابر ځواک درلود. د دویمې افغان -انګلیس جګړې وروسته افغانستان په بهرني سیاست کې د سختو محدودیتونو تر اغېز لاندې و، او عبدالرحمن خان پوهېده چې د برتانوي هند له مستقیم نظامي ځواک سره اوږدمهاله تقابل د افغانستان لپاره خورا دروند خطر رامنځته کولای شي. له بلې خوا، امیر د خپلو داخلي دولت جوړونې پروژو لپاره نسبي بهرني ثبات او د کابل د مرکزي حکومت د پیاوړتیا لپاره د فرصت غوښتونکی و.
له همدې امله، د ډیورنډ موافقه د ٬٬ازاد انتخاب٬٬ او ٬٬مطلق جبر٬٬ ترمنځ د یوه تاریخي انتخاب په توګه تحلیل کېدای شي: داسې انتخاب چې د پوځي قدرت د ژور نابرابرۍ، جیوپولیتیکي فشار، داخلي دولت جوړونې او د امیر د سیاسي محاسبې تر اغېز لاندې و.
دا هم مهمه ده چې د ۱۸۹۳ کال پرېکړه له هغه څه سره چې په ۱۹۴۷ کال کې رامنځته شول، په مستقیمه زماني مانا ګډه نه کړو. عبدالرحمن خان په هغه وخت کې د انګرېز ناجایزه اولاد ٬٬پاکستان٬٬ د رامنځته کېدو په اړه د راتلونکي دولت په توګه تصمیم نه شو نیولای، دا مهال ترینه خبر هم نه وه، ځکه پاکستان تر نږدې نیمې پېړۍ وروسته، د برتانوي هندد وېش پر مهال، رامنځته شو. له همدې امله، د ډیورنډ موافقې د تاریخي تحلیل پر مهال باید د ۱۸۹۳ کال تصمیم او د ۱۹۴۷ کال وروسته د هغې د سیاسي میراث مسئله سره جلا، خو په اړیکه کې وڅېړل شي.
۱۸. د ډیورنډ موافقې اوږدمهاله میراث
د ډیورنډ موافقې د اوږدمهاله میراث په اړه د افغانستان، پاکستان، برتانوي هند او پښتني سیمو په تاریخ لیکونو کې پراخ اختلاف موجود دی. د موافقې حقوقي ماهیت، د هغې د اعتبار دوام، د سرحدي کرښې سیاسي اهمیت او د هغې د میراث په اړه وروسته رامنځته شوي بحثونه تر نن ورځې پورې د تاریخي او سیاسي څېړنو ګرمه موضوع پاتې شوي ده.
له همدې امله، د علمي تحلیل لپاره مناسبه ده، چې د ۱۸۹۳ کال د موافقې اصلي متن، د هغه وخت د برتانوي هند رسمي اسنادو، د عبدالرحمن خان یادښتونه او معاصرې تاریخي سرچینې له وروسته رامنځته شویو سیاسي روایتونو څخه جلا وکتل شي. د یوې تاریخي پېښې وروسته پایلې د هغې د اصلي تصمیم له فوري نیتونو سره تل یو شان نه وي.
په همدې مانا، دا امکان شته چې یو سیاسي تصمیم د خپل وخت له نظره د یوه مشخص امنیتي یا دولت جوړونې هدف لپاره ونیول شي، خو د راتلونکو نسلونو په شرایطو کې داسې پایلې پیدا کړي، چې د تصمیم نیوونکي له اصلي محاسبې څخه ډېرې متفاوتې وي. د ډیورنډ مسئله د همدې تاریخي پدیدې یا ښکارندې یوه څرګنده بېلګه ده.
۱۹. ډېورنډ؛ د نفوذ او سیاسي مسؤولیت مسئله
د عبدالرحمن خان د بهرني سیاست له تر ټولو حساسو موضوعاتو څخه د۱۸۹۳م کال ډېورنډ موافقه ده. په دې موضوع کې باید له یوې مهمې سادهګڼنې ډډه وشي: د ډېورنډ موافقه نه شي کولای یوازې د ٬٬ځمکې د ورکړې٬٬ په یوه لنډه جمله کې خلاصه شي؛ خو له بلې خوا دا هم له تاریخي او حقوقي پلوه دقیقه نه ده، چې د تړون فرضي کرښې یا ٬٬ سرحد٬٬ اهمیت په بشپړه توګه رد شي.
د ۱۸۹۳م کال سند د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د سرحدي کرښې او د دواړو حکومتونو د مداخلې د ساحو د تنظیم لپاره یو مشخص توافق و. د تړون په لومړۍ ماده کې د امیر د قلمرو ختیځه او جنوبي پوله د یوې ټاکل شوې کرښې له مخې بیان شوې، او په دویمه ماده کې دواړو لورو د یو بل د قلمرو له اړخونو هاخوا د مداخلې د نه کولو ژمنه کړې وه.
له همدې امله، ډېورنډ موافقه باید په یوه وخت کې د سرحدي کرښې ټاکلو، د سیاسي نفوذ د ساحو د تنظیم او د دواړو حکومتونو د متقابلو ژمنو په چوکاټ کې مطالعه شي.
“Strong Wall for Protection”۲۰. د عبدالرحمن خان د روایت اهمیت
د ډېورنډ د موضوع په اړه د عبدالرحمن خان خپل روایت ٬٬ تاج التواریخ٬٬ د لومړني ماخذ په توګه ځانګړی اهمیت لري. د هغه په ((The Life of Abdur Rahman, Amir of Afghanistan کتاب کې د افغانستان د سرحدونو په اړه راغلي; چې د هېواد د نورو ګاونډیانو سره د حدودو له ټاکلو وروسته غوښتل د هند پر لوري هم سرحد مالوم شي، څو د افغانستان شاوخوا د ساتنې لپاره یو٬٬ strong wall٬٬ پیاوړي ډیوال جوړ شي.
عبدالرحمن خان د سرحدي کرښې تشبیه له یوه کور سره کوي: لکه څنګه چې یو کور د ساتنې لپاره دېوال ته اړتیا لري، افغانستان هم د ده په روایت کې د مشخصو سرحدونو له لارې د سیاسي امنیت لپاره یو ٬٬دېوال٬٬ ته اړتیا لري.
دا روایت د عبدالرحمن خان د سیاسي فکر د درک لپاره مهم دی؛ خو باید د تاریخي حقیقت له نورو اسنادو سره یو ځای ولوستل شي. ځکه دا د یوه واکمن خپل توجیهکوونکی روایت دی، نه بېطرفه نړیوال حقوقي حکم.
د ډېورنډ د مسئلې په تحلیل کې د عبدالرحمن خان خپل سیاسي روایت ځانګړی اهمیت لري. هغه د افغانستان د شاوخوا سرحدونو د مشخصولو اړتیا د دولت د امنیت او ساتنې له نظره توجیه کوي او د سرحد د ټاکلو لپاره د ٬٬strong wall for protection٬٬، یعنې ٬٬د ساتنې د یوه قوي دېوال٬٬، تصور یا اړتیا وړاندې کوي.
د دې تعبیر اهمیت په دې کې نغښتی دی، چې عبدالرحمن خان سرحدي تنظیم یوازې د ځمکنۍ معاملې په توګه نه وړاندې کوي؛ بلکې هغه یې د دولت له امنیت، د بهرنیو مداخلو له محدودولو او د افغانستان د سیاسي حدودو له روښانه کولو سره تړي. البته، د یوه واکمن خپل روایت باید د تاریخي حقیقت وروستی او یوازینی تفسیر ونه ګڼل شي. د ډېورنډ موافقې د حقوقي ماهیت او د هغې د وروسته سیاسي میراث د ارزونې لپاره د تړون اصلي متن، وروسته توافقات، د برتانوي هند اړوند اسناد او د سیمې ورپسې سیاسي تحولات باید په ګډه وڅېړل شي.
۲۱. عبدالرحمن خان او بیسمارک؛ د سیاسي واقعیتپالنې دوه بېلابېل چاپېریالونه
د عبدالرحمن خان او اوتو فون بیسمارک پرتله هغمهال علمي ارزښت پیدا کوي، چې د دواړو ترمنځ د ورتهوالي ترڅنګ د هغوی د قدرت د شرایطو بنسټیز توپیرونه هم په پام کې ونیول شي.
بیسمارک د پروشیا د سیاسي، اداري او نظامي ځواک پر یوه نسبتاً پیاوړي بنسټ ولاړ و. هغه د جرمني د یووالي په بهیر کې د جګړې، ائتلافونو، ډیپلوماتیکو معاملاتو او د اروپا د قدرت د توازن له سیاست څخه استفاده وکړه. د هغه د سیاسي واقعیت پالنې د داسې دولت د ځواک پر بنسټ ولاړه وه، چې له مخکې څخه د پاموړ نظامي او اقتصادي ظرفیت یې درلود او کولای یې شول خپل ځواک د پراخ سیاسي هدف لپاره منظم کړي.
عبدالرحمن خان بیا په داسې وضعیت کې واک ته ورسېد، چې افغانستان له اوږدو داخلي شخړو وروسته له مرکزي کمزورۍ، سیمه ییزو سیاسي جوړښتونو او بهرني فشار سره مخ و. د هغه لومړنۍ ستونزه د یوه پیاوړي دولت د پراخولو مسئله نه وه؛ بلکې تر ډېره د یوه کمزوري او متفرق سیاسي نظم د بیا راټولولو، د مرکزي واک د ټینګولو او د دولت د بقا د تضمین ستونزه وه.
له همدې امله، که بیسمارک د موجود ځواک د راټولولو او پراخولو له لارې د دولت د یووالي او نړیوال موقعیت د پیاوړتیا په لټه کې و، عبدالرحمن خان تر ډېره هڅه کوله چې د محدودو امکاناتو په دننه کې د دولت د مرکزي واک بنسټونه ټینګ کړي.
د دواړو ترمنځ اصلي ورتهوالی په دې کې لیدل کېدای شي چې دواړو د سیاست په ډګر کې د قدرت، مصلحت، ائتلاف، فشار او دیپلوماتیکې معاملې اهمیت درک کاوه؛ خو د هغوی د دولتونو جوړښتي شرایط، نړیوال موقعیت، اقتصادي ظرفیت او د سیاسي اقدام ساحه یو شان نه وه. له همدې امله، د دواړو مستقیمه او مطلقه مقایسه د تاریخي واقعیت یوه برخه له پامه غورځوي.
۲۲. دولت جوړونه؛ د ځواک کارولو او د تاوتریخوالي دوه اړخونه
د عبدالرحمن خان د واکمنۍ تر ټولو مهم اړخ یوازې د بهرني سیاست په برخه کې نه، بلکې د دولت جوړونې په داخلي پروسه کې هم څرګندېږي. هغه د مرکزي حکومت د اداري او مالي ظرفیت د پراختیا، د پوځ د منظمولو، د مالیاتو د راټولولو او د سیمه ییزو قدرتونو د کمولو لپاره هڅې وکړې.
خو د دې دولت جوړونې پروسه له پراخې زور کارونې، جبري ادغام، تبعیدونو، اعدامونو او د مخالفو سیاسي او ټولنیزو ډلو د سخت ځپلو سره هم مل وه. د عبدالرحمن خان د واکمنۍ د دې اړخ له یادولو پرته د هغه د دولت جوړونې تصویر نیمګړی پاتې کېږي. دغه منفرد بغاوتونه اکثراً د افغانستان په شمالي، مرکزي، ختیځو او سویلي سېمو کې وو.
همدا دوه ګونوالی د هغه د تاریخي میراث د پوهېدو لپاره اساسي دی: له یوې خوا د مرکزي دولت د بنسټونو پیاوړتیا؛ له بلې خوا د دې پروسې لوړه انساني او ټولنیزه بیه.
د دولت د ظرفیت زیاتوالی په خپله د حکومت د مشروعیت، عدالت یا د اتباعو د حقونو د رعایت ثبوت نه ګڼل کېږي. په همدې ډول، د مرکزي دولت جوړېدل هم په اټومات ډول دا مانا نه لري، چې د هغه د جوړېدو ټولې لارې له سیاسي او اخلاقي پلوه یو ډول وې. د عبدالرحمن خان د دورې مطالعه باید دا دواړه واقعیتونه په یوه تحلیلي چوکاټ کې وساتي.
۲۳. د امیر دوست محمد خان له میراث سره اړیکه
عبدالرحمن خان د امیر دوست محمد خان د لمسی په توګه او د هغه شخصیت او سیاسي تجربې په تحلیل کې د بارکزي کورنۍ د اوږدې سیاسي مبارزې، کورنیو شخړو او د افغانستان د مرکزي دولت د جوړېدو د لومړنیو پړاوونو مطالعه مهمه ده.
دوست محمد خان په ۱۸۶۳ کال کې هرات بېرته د خپل واک تر ولکې لاندې راوست؛ هماغه کال د هغه د واکمنۍ وروستی کال و او لږه موده وروسته ومړ. عبدالرحمن خان وروسته د کورنیو سیاسي شخړو له امله له افغانستان څخه ووت او شاوخوا دولس کاله یې د روسيې تر واک لاندې سیمه بخارا کې تېرکړل. د ده دا جلاوطنۍ یوازې د سیاسي ژوند د یوه وقفه يي پړاو په توګه نه، بلکې د هغه د سیاسي تجربې د جوړېدو یوه مهمه برخه هم ګڼل کېدای شي.
کله چې عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ کال کې افغانستان ته راستون شو او د کابل پر تخت کښېناست. اعلیحضرت ضیاء الملته والدین امیرعبدالرحمن خان د ۲۱ کلونو سلطنت ورسته، د هغه زوی امیر حبیب الله خان (سراج الملتّه والدین) په نسبتاً منظمه سوله ییزه ډول د افغانستان د پاچاهۍ تخت ځایناستي وتاکل شو.
۲۴. د عبدالرحمن خان تاریخي میراث
د عبدالرحمن خان میراث په یوه واحده کلمه یا یوه سیاسي نښه کې نه راټولېږي. هغه په یوه داسې تاریخي دوره کې واکمن و، چې افغانستان د دولت جوړونې، داخلي وېشونو، امپراتورۍ سیالۍ او د محدودو سرچینو له ستونزې سره مخ و. د هغه واکمني د مرکزي دولت د پیاوړتیا او اداري تمرکز له مهمو پړاوونو څخه وه؛ خو په همدې وخت کې یې د سختې واکمنۍ، جبري ادغام او پراخې زورکارونې ځانګړتیاوې هم درلودې.
همدارنګه، له بهرنیو قدرتونو سره د هغه معاملې یوازې د تسلیمۍ یا یوازې د بریا په قالب کې نه شي تشریح کېدای. د هغه سیاسي عمل د ځواک د نابرابرۍ، د دولت د بقا، داخلي اړتیاوو او بهرني فشارونو په ګډه ساحه کې ترسره کېده.
له همدې امله، د عبدالرحمن خان د تاریخ اصلي پوښتنه ښايي دا نه وي چې ٬٬هغه ښه و که بد؟٬٬؛ بلکې دا ده چې په یوه کمزوري او له جیوپولیتیکي فشار سره مخ دولت کې، هغه د قدرت، امنیت، مرکزي واک، بهرني فشار او دولت جوړونې ترمنځ څه ډول اړیکه جوړه کړه، کوم انتخابونه درلودل، د دغو انتخابونو لپاره یې څه بیه ورکړه او راتلونکو نسلونو ته یې څه ډول میراث پرېښود.؟
۲۵. عبدالرحمن خان او بیسمارک؛ دوه اوسپنیز سیاستوال، دوه بېلابېل تاریخي سیاسي میدانونه
د عبدالرحمن خان دولت سازي: لومړی دولت، بیا إصلاحات یوه مقایسوي ـ تاریخي څېړنه
د عبدالرحمن خان د دولتدارۍ د سیاست د درک لپاره یو مهم ټکی دا دی، چې هغه د اصلاحاتو او پرمختګ تر مخه د مرکزي دولت د ټینګښت اړتیا اساسي ګڼله. د هغه په سیاسي منطق کې امنیت، اداري نظم، منظم پوځ او د مرکزي حکومت د واک پراختیا د دولت د بقا او راتلونکي پرمختګ لپاره بنسټیز شرایط وو. د هغه د دولت جوړونې عمومي منطق په دې ترتیب کې رانغاړل کېدای شي.
مرکزي واک → امنیت → اداري نظم → منظم پوځ او مالیاتي نظام → اقتصادي او ټولنیز پرمختګ
له همدې امله د عبدالرحمن خان د ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست مفهوم باید یوازې د سختې واکمنۍ، زور او سرکوب په مانا ونه کارول شي. د هغه د واکمنۍ بل اړخ د مرکزي ادارې پراختیا، د مالیاتو د راټولولو تنظیم، ریفورمونه او عصري تخنیکي پرمختګونه، د منظم پوځ رامنځته کول، د وسلو او مهماتو برابرول او د دولت د اداري جوړښت پیاوړي کول وو. د عبدالرحمن خان دولت سازي یو دوهګونی تاریخي میراث لري: مرکزي دولت یې پیاوړی کړ، خو د دې پیاوړتیا لپاره یې په پراخه کچه له قهري او سرکوبګر وسایلو هم کار واخیست.
۲۶. افغانستان؛ د برتانوي هند او تزاري روسیې ترمنځ حایل
عبدالرحمن خان په داسې جیوپولیټیک چاپېریال کې واک ته ورسېد، چې افغانستان د برتانوي هند او تزاري روسیې د ستراتیحیکې سیالۍ په منځ کې موقعیت درلود. له همدې امله، د هغه بهرنی سیاست یوازې د ٬٬مقاومت٬٬ او ٬٬تسلیمۍ٬٬ په ساده دوګوني چوکاټ کې نه شي تحلیل کېدای.
د هغه د واکمنۍ یوه اساسي ستونزه دا وه، چې افغانستان د خپلواکو ستراتیحیکو انتخابونو لپاره محدود امکانات درلودل. داخلي سیاسي کمزورتیا، محدود اقتصادي بنسټونه او د دوو لویو امپراتوریو جیوپولیټیک فشار هغه شرایط وو، چې د عبدالرحمن خان د بهرني سیاست پر جهت یې ژور اغېز درلود.
له همدې امله، د هغه بهرني تصمیمونه باید د داخلي دولت سازۍ او بهرني ځواک توازن په ګډ چوکاټ کې وڅېړل شي.
د هغه اساسي محاسبه په تحلیلي ډول داسې بیانېدای شي:
دننه: د مرکزي دولت پیاوړتیا؛ بهر: د لویو قدرتونو ترمنځ د افغانستان د بقا لپاره د سیاسي موازنې ساتل وو.
۲۷. د ٬٬اوسپنې٬٬ تر شا سیاسي منطق
د عبدالرحمن خان سیاست یوازې د زور له زاویې مطالعه کول د هغه د دولتدارۍ ټول تصویر نه وړاندې کوي. هغه هڅه وکړه چې سیمه ییز او قبایلي قدرتونه د مرکزي دولت تر واک لاندې راولي، مالیاتي نظام منظم کړي، منظم پوځ رامنځته کړي او د کابل د حکومت اداري حضور د هېواد نورو برخو ته وغځوي او پراخ کړي.
په دې مانا، ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ یوازې د سختۍ یو ادبي لقب نه، بلکې د هغه د واکمنۍ د یوه مهم ځانګړتیا، یعنې د مرکزي دولت د ارادې د سخت او متمرکز پلي کولو، د تشریح لپاره هم کارول کېدای شي. خو علمي تحلیل باید د دې سیاست انساني او سیاسي لګښتونه هم له پامه ونه غورځوي.
۲۸ عبدالرحمن خان او بیسمارک؛ ورته لقب، متفاوت شرایط
د عبدالرحمن خان او اوتو فون بیسمارک ترمنځ د ٬٬اوسپنیزو سیاستوالو٬٬ پرتله هغه وخت تحلیلي ارزښت پیدا کوي، چې د دواړو د واکمنۍ تاریخي شرایط سره ګډ نه شي.
په افغانستان کې د یو کمزوري او داخلي شخړو له اغېزمن شوي دولت د مرکزي کولو له مسئلې سره مخ و؛ په داسې حال کې چې د نولسمې پېړۍ په اروپايي دولت سیسټم کې د پروشیا تر مشرۍ لاندې د جرمني د یووالي، د دولت د ځواک د پراختیا او د اروپا د قدرتي موازنې له مسئلو سره بوخت و.
نو د دواړو ترمنځ ورتهوالی تر ډېره د مرکزي واک، دولت سازۍ، نظامي ځواک او د سیاسي موخو لپاره د قوي دولتي وسایلو د استعمال په کچه لیدل کېدای شي؛ خو د دوی تاریخي، جیوپولیټیکي او بنسټیز شرایط یو شان نه وو.
له همدې امله، د ٬٬اوسپنیز سیاستوال٬٬ ګډ تعبیر باید د مستقیمې تاریخي معادل ګرۍ پر ځای د مقایسوي تحلیل د یوې وسیلې په توګه وکارول شي. د دواړو د سیاست د سم درک لپاره باید هم ورتهوالي او هم بنسټیز توپیرونه په پام کې ونیول شي.
۲۹ ایا عبدالرحمن خان د افغانستان ٬٬بیسمارک٬٬ و؟.
دواړه د دولت جوونې له نظره پرتله کېدای شي، خو دا علمي نه ده چې ووایو دوی په بشپړه توګه یو شان وو.
که د ٬٬افغان بیسمارک٬٬ اصطلاح استعمالوو، باید داسې یې تعریف کړو:
عبدالرحمن خان د افغانستان په ځانګړو تاریخي شرایطو کې هغه ډول مرکزي دولت جوړونې ته مخه کړه، چې بیسمارک په جرمني کې د ټوټه ټوټه جرمن ولس، د دولتي ځواک، یووالي او سیاسي تمرکز لپاره ترسره کړه؛ خو د دواړو د دولتونو بنسټونه، ټولنیز جوړښتونه، نړیوال شرایط او سیاسي وسایل متفاوت وو.
نو امیر عبدالرحمن خان ٬٬افغان بیسمارک٬٬ باید استعاري او مقایسوي اصطلاح وي، نه یو تاریخي رسمي لقب.
۳۰ . عبدالرحمن خان او بیسمارک: د ٬٬اوسپنیز٬٬ سیاست مقایسوي لنډ تحلیل
د عبدالرحمن خان او بیسمارک ترمنځ مقایسوي تحلیل د تاریخي شرایطو د توپیر له درک پرته باید ترسره و نه شي.
بیسمارک د پروشیا د صدراعظم او وروسته د جرمني د امپراتورۍ د لومړي صدراعظم په توګه د جرمني د یووالي په بهیر کې مرکزي رول درلود. د هغه د سیاسي میراث په اړه څېړنې ټینګار کوي چې د „Iron Chancellor“ مشهور تصویر د هغه د سیاست ټول پیچلتیاوې نه رانغاړي.
د عبدالرحمن خان د واکمنۍ مطالعه ښيي، چې د هغه د دولت سازۍ مرکزي منطق د مرکزیت، اداري نظم، مالیاتي ظرفیت او پوځي ځواک پر پیاوړتیا ولاړ و. د هغه د واکمنۍ پر مهال مرکزي دولت د هېواد په بېلابېلو برخو کې خپل اداري او نظامي حضور پراخ کړ، خو دغه پروسه له سختو قهري اقداماتو او ټولنیزو لګښتونو څخه هم خالي نه وه.
د ډېورنډ موافقه باید د همدې دولت سازۍ او بهرني جیوپولیټیک چاپېریال په ګډ چوکاټ کې وکتل شي. د تړون اصلي متن څرګندوي، چې په ۱۸۹۳م کال کې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د٬٬ د حد بندي ٬٬ د حد ټاکلو، د متقابلې مداخلې د محدودولو، د نفوذ د ساحو د تنظیم او کرښه د demarcation)) یا موقتي کرښې توافق رامنځته شوی و.
د عبدالرحمن خان د ٬٬strong wall for protection٬٬ د قوي دیوال درول څخه ښایې مطلب په اټک کې دیوال و، نه دلته د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې. دا تعبیر هم ښيي چې هغه سرحدي ټاکنه د دولت د امنیت او سیاسي بقا له تصور سره تړله، خو د هغه شخصي روایت باید د تړون له اصلي متن او نورو تاریخي اسنادو سره یو ځای وارزول شي.
په پای کې، د عبدالرحمن خان او بیسمارک ترمنځ „اوسپنیز سیاستوال“ ګډ تعبیر د مقایسې لپاره ګټور کېدای شي، خو یوازې هغه وخت چې د دواړو تاریخي میدانونه سره ګډ نه شي. د دواړو ترمنځ د دولت د مرکزیت، نظامي ځواک او د ستراتیجیکي محاسبې په کچه ورتهوالی شته؛ خو د افغانستان او نولسمې پېړۍ د اروپا جیوپولیټیک، اقتصادي او نهادي شرایطو بنسټیز توپیرونه د دې مانا لري چې د دوی دولت سازي باید د مستقیمې معادل ګرۍ پر ځای د مقایسوي تاریخ له لیارې مطالعه شي.
د ډېورنډ موافقه هغمهال ترسره شوه چې عبدالرحمن خان په یوه کمزوري او له بهرني سخت فشار سره مخ افغانستان کې د مرکزي دولت د ټینګولو هڅې کولې.
د هغه لپاره د برتانوي هند سره مستقیمه جګړه د دولت د داخلي جوړښت او بقا لپاره جدي خطر رامنځته کولای شو. له بلې خوا، په مرکزي آسیا کې د افغانستان په پولو کې روسیې پوځونه د لوږې او پراختیا غوښتنې په موخه ، ګوته په ماشه کې ولاړ ول، دوی هم د افغانستان پر ځمکنې ستراتیجیک موقعیت باندې مستقیماً اغېز درلود.
له همدې امله د ډېورنډ مسئله باید د هغه وخت د قدرت د نابرابر توازن، د افغانستان د محدودو امکاناتو او د دولت ساتنې د اړتیا په ګډ چوکاټ کې تحلیل شي.
د دې مانا دا نه ده چې د تړون ټولې پایلې باید مثبتې وبلل شي؛ بلکې خبره دا ده چې د تاریخي پرېکړې د علتونو تحلیل باید له هغې وروسته رامنځته شویو سیاسي احساساتو څخه جلا وساتل شي.
د تړون یوه مهمه تاریخي پایله دا وه، چې د افغانستان د ختیځو او سوېلي سیمو په اړه د برتانوي هند د سیاسي او اداري نفوذ ساحه تثبیت شوه او د پښتني قبایلو د جغرافیایي او سیاسي یووالي مسئله یې له نوو ستونزو سره مخ کړه. له همدې امله ډېورنډ کړکیچ تر نن ورځې پورې د افغانستان په تاریخ او سیاست کې له تر ټولو لانجمنو او خونړیو میراثونو څخه ګڼل کېږي.
اوتو فون بیسمارک لنډه پیژنده:
اوتو ادوارد لئوپولد فون بیسمارک (Otto Eduard Leopold von Bismarck) د ۱۸۱۵ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه د پروسیا د شونهاوزن (Schönhausen) په سیمه کې زېږېدلي. هغه د یوې پخوانۍ پروسي اشرافي شتمنې کورنۍ غړی و. پلار یې کارل ویلهلم فردیناند فون بیسمارک د ځمکو خاوند او متقاعد پوځي افسر و، او مور یې لوئیزه ویلهلمینه منکن (Luise Wilhelmine Mencken) وه چې له یوې تعلیم یافته بورژوا کورنۍ څخه وه.
بیسمارک خپلې لومړنۍ زده کړې په برلین کې ترسره کړې او وروسته یې د ګوتینګن پوهنتون او برلین پوهنتون کې د حقوقو زده کړې وکړې. له زده کړو وروسته یې د پروسیا په دولتي ادارو کې کار پیل کړ، خو ډېر ژر یې سیاسي فعالیتونو ته مخه کړه.
هغه په ۱۸۴۷ کال کې د پروسیا د متحدې جرګې غړی شو او په تدریج سره د پروسیا په سیاست کې یو مهم شخصیت وګرځېد. په ۱۸۶۲ کال کې د پروسیا صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شو.
بیسمارک د واقعبینانه سیاست (Realpolitik) له امله مشهور شو. هغه باور درلود چې د دولت مهمې موخې باید د موجودو سیاسي، اقتصادي او پوځي امکاناتو، ځواک او ډیپلوماسۍ له لارې ترلاسه شي. د ده د سیاست مهمې وسیلې پوځي ځواک، ډیپلوماسي، ائتلافونه او د سیاسي شرایطو دقیقه محاسبه وه.
د هغه تر ټولو ستره تاریخي لاسته راوړنه د جرمني یووالی په ۱۸۷۱ کال کې و. له دې وروسته بیسمارک د متحدې جرمني امپراتورۍ لومړی صدراعظم (Reichskanzler) شو او تر ۱۸۹۰ کال پورې یې دغه مقام وساته.
بیسمارک په ۱۸۹۸ کال د جولای په ۳۰مه د جرمني په فریدریشسرو (Friedrichsruh) کې ومړ.
بیسمارک په یوه جمله کې: هغه پروسي اوسپنېز سیاستوال و چې د ځواک، پوځ، ډیپلوماسۍ او واقعبینانه سیاست په ترکیب سره یې د جرمني د یووالي په رامنځته کولو کې مرکزي رول ولوباوه او د نولسمې پېړۍ د اروپا د سیاست پر جوړښت یې ژور اغېز وکړ.
د بیسمارک دا مشهوره وینا: د ۱۸۸۸ کال د فبرورۍ په ۶مه د جرمني په رایښتاګ کې شوې وه.
„Wir Deutsche fürchten Gott, aber sonst nichts in der Welt!“
پښتو ژباړه:“موږ جرمنان له خدایه وېرېږو، خو په نړۍ کې له بل هیڅ شي څخه نه وېرېږو!”
د دې جملې بشپړ سیاسي مفهوم دا و، چې بیسمارک غوښتل د جرمني د دولت په ځانباورۍ، ملي دریځ او له بهرنیو فشارونو څخه د نه وېرېدو احساس څرګند کړي. دا خبره یې د اروپا د هغه وخت د ځواکمنو دولتونو ترمنځ د جرمني د امنیت او دریځ په اړه د رایشتاګ په بحث کې وکړه.
د بیسمارک په سیاسي فکر کې پر خدای باور، دولت ملي ګټې، ځواک او واقعبینانه ډیپلوماسۍ یو له بل سره تړلي مفاهیم ول.
۳۱ . امیر عبدالرحمن خان؛ لنډه پېژندنه، ژوند او سیاسي شخصیت
په نولسمه پیړۍ کې د افغانستان په زړه کې، کله چې د تزازي او برتانوي نړیوالې امپراتوري او د بغاوتو بادونه د افغانستان په غرونو او رغونو کې په شدت سره روان ول، د يوې کلکې اوسپنیزې ارادې سړي، د افغانانو په لوی کور کې د ګډوډیو ختمولو او د افغانانو ترمنځ د یووالي د رامینځته کولو لپاره راپورته شو. د هغه نوم عبدالرحمن خان و، په جلاوطنۍ کې یو شهزاده و، هغه طبیعتآ یو توریالي جنګیالي په صفت زیږیدلي و، همدغه سړی د “اوسپنیز امیر” په نوم په نړۍ کې مشهور او وپیژندل شو. ان په ځوانۍ کې د هغه ژوند د کورنۍ سیالیو له ګډوډۍ سره مخ و.
په ۱۸۹۶ کال کې امیر عبدالرحمن خان ته د اعلیحضرت٬٬ ضیاء الملت والدین٬٬ (د ملت او دین رڼا) لقب ورکړل شو.
امیر عبدالرحمن خان د افغانستان له هغو تاریخي واکمنانو څخه و، چې د نولسمې پېړۍ په وروستیو لسیزو کې یې د هېواد پر سیاسي، اداري او پوځي جوړښت ژور اغېز پرېښود.
نوموړی شاوخوا په ۱۸۴۴/ ۱۸۸۰کال د مې میاشتې ۳۱ مه نیټه په کابل کې زېږېدلي او په ۱۹۰۱ د اکتوبر په لومړۍ نېټه وفات شوي. عبدالرحمن خان د امیر محمد افضل خان زوی او د امیر دوست محمد خان لمسی و. هغه د افغانستان په یوه له سیاسي پلوه مهمي او د افغانستان له واکمنۍ سره تړلې کورنۍ کې سترګې دنیا ته وغړولې او له ځوانۍ څخه یې د هېواد په سیاسي او پوځي چارو کې ونډه واخیسته.
د ځوانۍ پړاونه او د واک لپاره مبارزه ؛ عبدالرحمن خان لا له ځوانۍ څخه د زړورتیا، پوځي وړتیا او سیاسي ځیرکتیا نښې څرګندې کړې وې. نوموړي د خپل پلار، محمد افضل خان، او تره محمد عظیم خان، په هغو سیاسي او پوځي هڅو کې برخه واخیسته چې د ۱۸۶۵ او ۱۸۶۸ کلونو ترمنځ د امیر شیر علي خان د واکمنۍ پر وړاندې ترسره شوې.
په همدې دوره کې د افغانستان داخلي سیاسي اختلافات له سیمه ییزو او نړیوالو سیالیو سره هم تړاو پیدا کړ. په منځنۍ اسیا کې د روسیې د پراختیا او د برتانوي هند د ستراتېجیکو اندېښنو له امله د افغانستان جغرافیایي موقعیت لا زیات اهمیت پیدا کړی و. له همدې امله د افغانستان داخلي شخړې یوازې کورنۍ سیاسي موضوع نه وه، بلکې د روسیې او برتانوي هند د لویې لوبې سیالۍ له پراخې فضا سره هم تړاو درلود.
عبدالرحمن خان په ۱۸۶۶ کال کې کابل ونیو او د دې بریا په پایله کې یې خپل پلار محمد افضل خان د کابل واک ته ورساوه. خو دا حالت ډېر دوام ونه کړ. کله چې محمد افضل خان په ۱۸۶۷ کال کې وفات شو او د هغه تره عظیم خان د شیر علي خان له ځواکونو سره په مبارزه کې ماتې وخوړه، عبدالرحمن خان ونه توانېد چې د خپلې واکمنۍ لپاره کافي سیاسي او پوځي ملاتړ برابر کړي. له همدې امله اړ شو چې له افغانستان څخه ووځي.
۳۲. په بخارا او سمرقند کې د تبعید کلونه، بېرته راستنېدل او سیاسي واک ترلاسه کول
له افغانستان څخه تر وتلو وروسته عبدالرحمن خان د روسیې تر نفوذ لاندې منځنۍ اسیا بخارا ته ولاړ. روسي حکومت هغه ته په سمرقند کې د استوګنې زمینه برابره کړه او د هغه لپاره یې کلنی معاش هم ټاکلی و.
هغه نږدې یوولس کاله له افغانستان څخه بهر تېر کړل. که څه هم په دې موده کې یې د افغانستان په سیاسي چارو کې مستقیمه ونډه نه اخیسته، خو له خپل هېواد څخه یې اړیکې نه وې پرې کړې. نوموړي د استازو، باوري کسانو او پټو پیغامونو له لارې د افغانستان له سیاسي وضعیت څخه ځان باخبره ساته او په هېواد کې روان تحولات یې له نږدې څارل.
د تبعید دغه دوره د عبدالرحمن خان د شخصیت په جوړېدو کې ځانګړی اهمیت لري. نوموړي په منځنۍ اسیا کې د روسیې د اداري نظام، پوځي جوړښت، د دولت د تمرکز میکانیزمونو او د هغه وخت د سیاسي ادارو له طریقو سره له نږدې بلدتیا پیدا کړه. که څه هم هغه په رسمي ډول د نن ورځې مانا او په مفهوم کې لوړې تحصیلي زده کړې نه وې کړې، خو د مشاهدې، مطالعې او عملي تجربې له لېارې یې د دولتدارۍ په اړه د پاموړ پوهه ترلاسه کړي وه.
د افغانستان سیاسي وضعیت په ۱۸۷۹ کال کې د پاموړ بدلون وموند. د امیر شیر علي خان له مړینې وروسته د هغه زوی یعقوب خان واک ته ورسېد، خو د دویمې افغان ـ انګلیس جګړې او نورو سیاسي تحولاتو له امله د هېواد وضعیت ډېر نازک شو.
په همدې شرایطو کې عبدالرحمن خان ته د بېرته راستنېدو فرصت برابر شو. نوموړی له کلونو تبعید وروسته افغانستان ته راستون شو او په شمالي سیمو کې یې خپل سیاسي نفوذ پیاوړی کړ. په پای کې د برتانوي هند له استازو سره د سیاسي تفاهم په پایله کې هغه د افغانستان د امیر په توګه وپېژندل شو.
په دې ترتیب، عبدالرحمن خان د۱۸۸۰ کال په شاوخوا کې د افغانستان د واکمنۍ واګې په لاس کې واخیستې. د هغه واکمني تر۱۹۰۱ کال پورې وغځېده.
۳۵. د عبدالرحمن خان شخصیت او ظاهري ځانګړتیاوې
عبدالرحمن خان د قوي شخصیت، باوقاره دریځ او جدي مزاج خاوند و. د هغه په اړه تاریخي روایتونه ښيي، چې نوموړی قوي غښتلي مزی اندام درلود، لویه کوپړۍ درلوده، څرګندې سترګې، توره او ګڼې ګیره درلوده او ځانګړې افغاني میړني څېره یې لرله.
د هغه ظاهري کاریزماتیکه شخصیت، وقار او د مشرۍ ځانګړي چلند پر عامو خلکو ژور اغېز کاوه. د ده په حرکاتو او خبرو کې د پیاوړي هوډ، پرېکنده ارادې او د جدي قوماندې روحیه څرګندېدله. سره له دې چې د دولت په رسمي او سیاسي چارو کې یې سختدریځ درلود، د شخصي ناستو او خبرو په اړه ځینې روایتونه هغه د زړه راښکونکي، خوش تبه مشر او مهربان شخص په توګه هم یادیږي.
د عبدالرحمن خان د شخصیت یوه مهمه ځانګړنه د هغه سیاسي ځیرکتیا، عملي فکر او پوځي روحیه وه. هغه د خپل عصر له سختو سیاسي شرایطو سره د مقابلې لپاره له پوځي ځواک، سیاسي تدبیر او مرکزي دولت څخه پراخه ګټه واخیسته.
۳۶. زده کړه، مطالعه، فکري وده او د دولت د مرکزي کولو هڅې
عبدالرحمن خان په دودیزه مانا پراخه رسمي زده کړه نه وه کړې او د ژوند په لومړیو کلونو کې یې د لیک او لوست له پلوه محدود فرصتونه درلودل. خو د ژوند په وروستیو پړاوونو کې یې د مطالعې، تجربې او سیاسي مشاهدې له لارې د پاموړ مالومات او پوهه ترلاسه کړه.
په ځانګړې توګه د تبعید کلونو هغه ته فرصت ورکړ، چې د منځنۍ اسیا د سیاسي او اداري جوړښتونو، پوځي نظامونو او د دولتدارۍ د بېلابېلو طریقو په اړه عملي تجربه ترلاسه کړي. د همدې تجربو اغېزې وروسته د هغه په حکومتولۍ کې تر سترګو شوې.
عبدالرحمن خان په تبعید کې دې پایلې ته رسېدلی و، چې یو باثباته دولت یوازې پر قبایلي تړونونو او سیمه ییزو ائتلافونو نه شي ولاړ پاتې کېدای، بلکې منظمې ادارې، منسجم پوځ، روښانه اداري جوړښت او پیاوړي مرکزي واک ته اړتیا لري.
کله چې واک ته ورسېد، د همدې لیدلوري پر بنسټ یې د دولت د مرکزي کولو هڅې پیل کړې. هغه هڅه وکړه چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مرکزي حکومت واک پیاوړی کړي، دولتي ادارې منظمې کړي او یو نسبتاً منسجم پوځي او اداري نظام رامنځته کړي.
د همدې سیاست له امله عبدالرحمن خان په تاریخ کې د ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ په نوم هم مشهور شوی دی. دا لقب د هغه د حکومت د سخت مرکزي نظم او د واک د ټینګولو له سیاستونو سره تړاو لري.
۳۷. د تبعید تجربې او د اصلاحاتو بهیر
په منځنۍ اسیا کې د عبدالرحمن خان د تبعید کلونو تجربې د هغه پر راتلونکې واکمنۍ اغېزمنې وې. نوموړي د روسیې په منځنۍ اسیا کې د دولتدارۍ هغه طریقې ولیدې، چې په کې مرکزي اداره، منظم پوځ او د حکومت پراخ اداري نفوذ مهم رول درلود.
کله چې په افغانستان کې واک ته ورسېد، هڅه یې وکړه چې د خپلو مشاهداتو ځینې برخې د افغانستان له شرایطو سره سمې عملي کړي. د هغه د واکمنۍ په دوره کې د مرکزي حکومت د پیاوړتیا، د پوځ د تنظیم، د دولتي ادارو د پراختیا او د سیاسي واک د تمرکز لپاره یو لړ اقدامات ترسره شول.
البته د عبدالرحمن خان د واکمنۍ ارزونه یوازې د دولت جوړونې او اداري اصلاحاتو له زاویې نه شي کېدای؛ ځکه د هغه د حکومت د مرکزي کولو بهیر له سختو پوځي عملیاتو، سیمه ییزو شخړو او د واک د ټینګولو له جدي اقداماتو سره هم مل و. له همدې امله د هغه میراث په افغان تاریخ کې له بېلابېلو او کله ناکله متضادو لیدلورو څخه څېړل کېږي.
۳۸. له بریتانیا سره سیاسي اړیکې او د روسیې په اړه لیدلوری
عبدالرحمن خان په داسې وخت کې واک ته ورسېد، چې افغانستان د روسیې او برتانوي هند ترمنځ د ستراتېجیکې سیالۍ په منځ کې موقعیت درلود. هغه پوهېده چې د افغانستان د بهرني سیاست موضوع د هېواد له داخلي ثبات سره نېغ په نېغه تړاو لري. د هغه او بریتانوي حکومت ترمنځ د سیاسي تفاهم له مخې، بریتانیا د افغانستان د بهرنیو اړیکو په برخه کې پراخ نفوذ ترلاسه کړ، په داسې حال کې چې عبدالرحمن خان د هېواد د داخلي حکومتولۍ او واکمنۍ چارې تر ډېره په خپل لاس کې وساتلې.
دا وضعیت د هغه د واکمنۍ له مهمو ځانګړنو څخه و او د افغانستان د نولسمې پېړۍ د وروستیو لسیزو په سیاسي تاریخ کې ځانګړی ځای لري.
عبدالرحمن خان د روسیې د پراختیايي سیاست په اړه ژوره اندېښنه لرله. هغه په منځنۍ اسیا کې د روسیې پوځي او سیاسي پراختیا یا هژموني له نږدې څارلي او لیدلې وه او باور یې درلود چې د روسیې نفوذ به د افغانستان د خپلواکۍ لپاره یوه جدي ننګونه وي.
د هغه په سیاسي لید کې افغانستان د دوو لویو قدرتونو، روسیې او برتانوي هند، ترمنځ د ستراتېجیک اهمیت لرونکی هېواد و. له همدې امله هغه هڅه کوله چې د بهرنیو قدرتونو ترمنځ له موجودې سیالۍ څخه د افغانستان د دولت د بقا او خپلواکۍ لپاره ګټه واخلي.
۳۹ . سیاسي واک، د شاهي دولت وارث، وفات او تاریخي میراث
امیر عبدالرحمن خان خپل زوی، سردار حبیبالله خان، د خپل سلطنت وارث وټاکه. د عبدالرحمن خان له مړینې وروسته، حبیبالله خان په ۱۹۰۱ کال کې د افغانستان واکمن شو او د خپل پلار سیاسي او اداري میراث یې، که څه هم په نسبتاً نرم او محتاط سیاست سره، تعقیب کړ.
امیر عبدالرحمن خان د ۱۹۰۱ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه وفات شو. د هغه شاوخوا دوه لسیزې واکمني د افغانستان د معاصر سیاسي تاریخ له مهمو او اغېزناکو پړاوونو څخه ګڼل کېږي. د هغه د واکمنۍ پر مهال د مرکزي دولت د بنسټونو د پیاوړتیا، د پوځ او دولتي ادارو د تنظیم، د مالیاتي نظام د پراختیا او د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مرکزي حکومت د واک د ټینګولو لپاره پراخې هڅې وشوې.
د عبدالرحمن خان د واکمنۍ یوه مهمه ځانګړنه د مرکزي دولت د واک پراخول او د افغانستان د سیاسي او اداري جوړښت بیا تنظیمول وو. هغه هڅه وکړه چې د مرکزي حکومت واک پر هغو سیمو او محلي ځواکونو هم پراخ کړي، چې تر هغه وړاندې یې له مرکزي ادارې سره محدود یا غیرمستقیم اړیکې لرلې. د پوځ او ادارې پیاوړتیا هم د همدې بهیر یوه مهمه برخه وه.
له بلې خوا، د مرکزي واک د ټینګولو لپاره د عبدالرحمن خان سخت سیاستونه، پوځي عملیات، د مخالفو ډلو ځپل او د دولت د واک د پراختیا لارې چارې د تاریخپوهانو او څېړونکو له بېلابېلو لیدلورو سره مخ شوي دي. ځینې څېړونکي د هغه د واکمنۍ پر مهال د مرکزي دولت د جوړېدو او د سیاسي ثبات د رامنځته کېدو هڅو ته اهمیت ورکوي، په داسې حال کې چې نور د هغه د واکمنۍ له سختو پوځي او سیاسي اقداماتو، د خلکو له ځپلو او د بشري تلفاتو له اړخونو سره زیات تمرکز کوي. له همدې امله، د عبدالرحمن خان د واکمنۍ ارزونه یوازې له یوه اړخه نه شي کېدای.
د عبدالرحمن خان د واکمنۍ په بهرني سیاست کې هم د افغانستان جغرافیایي موقعیت او د روسیې امپراتورۍ او برتانوي هند ترمنځ سیالي، چې د ٬٬لویې لوبې٬٬ په نوم یادیږي، مهم رول درلود. افغانستان د دغو دوو ستر قدرتونو ترمنځ د سیالۍ په منځ کې موقعیت درلود او د همدې وضعیت له امله د هېواد بهرنی سیاست له ځانګړو محدودیتونو او فشارونو سره مخ و. عبدالرحمن خان هڅه کوله چې د دغو شرایطو په چوکاټ کې د خپل حکومت داخلي واک پیاوړی او د هېواد سیاسي جوړښت منظم کړي.
په ټوله کې، عبدالرحمن خان د افغانستان په تاریخ کې یو پېچلی، اغېزناک او د بحث وړ تاریخي سیاسي شخصیت دی. د هغه د واکمنۍ د سم درک لپاره اړینه ده چې د هغه وخت کورني اختلافات، قبایلي او سیمه ییز جوړښتونه، د مرکزي دولت د کمزورتیا ستونزې، د پوځ او ادارې وضعیت، د روسیې او برتانوي هند ترمنځ د ٬٬لویې لوبې٬٬ سیالي او د افغانستان جغرافیایي موقعیت ټول په ګډه په پام کې ونیول شي.
د عبدالرحمن خان تاریخي میراث یوازې د یوه واکمن د ژوند او واکمنۍ کیسه نه ده؛ بلکې د هغه تاریخي پړاو انعکاس هم دی چې افغانستان په کې د یوه نسبتاً پیاوړي مرکزي دولت د جوړېدو، د داخلي واک د تنظیم، د اداري او پوځي بنسټونو د پراختیا او د نړیوالو قدرتونو ترمنځ د خپل سیاسي ځای د ساتلو له مهمو پړاوونو څخه تېرېده. د هغه له مړینې وروسته د ده زوی، امیر حبیبالله خان، د واک چارې پر غاړه واخیستې او د خپل پلار له خوا رامنځته شوي ډېری دولتي بنسټونه یې له نسبتاً نرمې تګلارې سره وساتل او په ځینو برخو کې یې لا پراخ کړل.
په همدې مانا، د عبدالرحمن خان دوره د افغانستان د دولت جوړونې په بهیر کې یو مهم تاریخي پړاو ګڼل کېږي؛ خو د دې دورې بشپړ انځور هغه مهال ترلاسه کېدای شي، چې د دولت د مرکزي کېدو تر څنګ د هغه وخت ټولنیزې، سیاسي، پوځي، سیمه ییزې او نړیوالې پایلې هم په پام کې ونیول شي.
د دویمې برخې پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
