دوه اوسپنیزه سیاستوال، دوه ملتونه؛ امیر عبدالرحمن خان او صدراعظم بیسمارک/ ۳
لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ
دوه اوسپنیزه سیاستوال، دوه ملتونه؛ امیر عبدالرحمن خان او صدراعظم بیسمارک د ځواک، دولتجوړونې او سیاسي واقعیت پالنې یوه تاریخي ـ تحلیلي پرتله
دریمه برخه
۳۹. د اوسپنېز امیر عبدالرحمن واکمني
امیر عبدالرحمن خان یوویشت کاله پر افغانستان واکمني وکړه. د هغه د واکمنۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه د مرکزي دولت پیاوړتیا، د هېواد د بېلابېلو سیمو یو ځای کول، د یوه واحد اداري او حقوقي نظام رامنځته کول او د سراسري امنیت د ټینګښت هڅه وه. د هغه د واکمنۍ پر مهال د افغانستان جغرافیایي او سیاسي چاپېریال د دوو سترو نړیوالو امپراتوریو، تزاري روسیې او برتانوي هند، تر سخت فشار لاندې وه.
عبدالرحمن خان خپله ډېره انرجي، سیاسي تجربه او پوځي وړتیا د یوه پیاوړي او متمرکز دولت د جوړولو لپاره وکاروله. په همدې لاره کې هغه د افغانستان د معاصر دولت د بنسټونو په جوړولو کې مهم رول ولوباوه.
امیر عبدالرحمن خان د ۲۱ کلونو لپاره په افغانستان کې په داسې ډول واکمني وکړه، چې د سخت ځواک، سیاسي محاسبې او ستراتیجیک تدبیر ګډه بڼه یې لرله. د هغه شخصیت او واکمني تر نن ورځې پورې د بحث وړ ده. ځینې خلک هغه د یوه سخت او مستبد واکمن په توګه یادوي، په داسې حال کې چې نور یې د افغانستان د یووالي او مرکزي دولت د جوړېدو له مهمو څېرو څخه بولي. خو یوه خبره ټولو ته روښانه ده: د هغه د واکمنۍ پر مهال د افغانستان د مرکزي دولت بنسټونه پیاوړي شول او د هېواد د سیاسي یووالي لپاره یو نوی پړاو پیل شو.
افغانستان هغمهال له اوږدو کورنیو شخړو، سیمه ییزو سیالیو او د بهرنیو قدرتونو له فشارونو سره مخ و. له شماله د روسیې د تزاري امپراتورۍ نفوذ مخ پر پراخېدو و او له جنوب او ختیځ څخه برتانوي هند خپل سیاسي او پوځي نفوذ غځاوه. په داسې شرایطو کې د افغانستان د یوه پراخ او خپلواک سیمه ییز ځواک په توګه د راڅرګندېدو امکانات محدود وو. ځکه بهرني ځواکونو روسي خرسانو او انګرېزي زمریانو د مکارو لاشخور ګیدړانو په څیر هاخوا دیخوا ترینه را تاویدل او ګرځیدل.

له همدې امله عبدالرحمن خان د بهرني توسعې پر ځای د افغانستان دننه د مرکزي ځواک د جوړولو لاره غوره کړه. هغه هڅه وکړه چې د بېلابېلو سیمه ییزو واکمنیو، محلي زورواکو او د خپلواکو قدرتونو مرکزونو پر ځای یو منظم او ملي مرکزي دولت رامنځته کړي.
عبدالرحمن خان نه یو نرم او نه هم یو دیموکرات واکمن و. د هغه د واکمنۍ مهمه وسیله پوځي ځواک او سخت مرکزي کنټرول و. هغه د خپل پوځ په وسیله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مرکزي حکومت واک ټینګ کړ او د امنیت د رامنځته کولو لپاره یې له سختو لارو چارو کار واخیست. د همدې سیاست له امله د هغه واکمني له یوې خوا د دولت د پیاوړتیا او مرکزي نظم له رامنځته کېدو سره تړل کېږي، او له بلې خوا د سختو پوځي عملیاتو او پراخو ځپنو له امله د تاریخي بحثونو موضوع پاتې شوې ده.
د هغه د واکمنۍ پر مهال د افغانستان سیاسي وضعیت یوازې د داخلي شخړو تر اغېز لاندې نه و. په فارس، هند، روسیه، اروپا او منځنۍ اسیا کې سیاسي بدلونونو هم د افغانستان پر برخلیک اغېز درلود. د روسیې نفوذ د افغانستان شمالي او شمال ختیځو سیمو ته نږدې شوی و، او برتانوي هند په جنوب او ختیځ کې خپل نفوذ پراخ کړی و. دواړو امپراتوریو نه غوښتل چې افغانستان د سیمې په کچه په یوه پیاوړي او خپلواک ځواک بدل شي.
د افغانستان د جغرافیایي موقعیت له امله ایران یا فارس هم د سیمې د قدرتونو په ستراتیحیکو محاسبو کې ځانګړی ځای درلود. د روسیې او برتانوي هند ترمنځ د سیالۍ په شرایطو کې د سیمې د قدرت توازن د افغانستان پر سیاستونو هم اغېز کاوه. په همدې توګه، د عبدالرحمن خان د واکمنۍ ډېری پرېکړې باید د هغه وخت د همدې پراخ جیوپولیټیک وضعیت په رڼا کې وکتل شي.
عبدالرحمن خان په داسې تنګ او له خطرونو ډک جغرافیایي چاپېریال کې د افغانستان د داخلي ځواک جوړولو ته مخه کړه. هغه خپله سیاسي تجربه، پوځي وړتیا او سخت دریځ د یوه مرکزي، منظم او پیاوړي دولت د جوړولو لپاره وکارول. په دې مانا، د هغه د واکمنۍ اساسي مبارزه یوازې د سیمو د نیولو مبارزه نه وه؛ بلکې د دوو سترو امپراتوریو د فشارونو تر سیوري لاندې د افغانستان د سیاسي بقا، داخلي یووالي او مرکزي حاکمیت د ټینګولو هڅه هم وه.
په پایله کې، عبدالرحمن خان خپل پام د افغانستان د داخلي یووالي او د مرکزي دولت د پیاوړتیا پر لور واړاوه. هغه هڅه وکړه چې د سیمه ییزو واکمنیو، د واک له جلا جلا مرکزونو او خپلواکو قدرتي شبکو څخه یو واحد او منظم دولت جوړ کړي. دا د دولت جوړونې یوه سخته او له شخړو ډکه پروسه وه، خو د افغانستان د معاصر مرکزي دولت د بنسټونو په ټینګښت کې یې مهم ځای درلود.
عبدالرحمن خان خپله دنده د ٬٬سلګونو کوچنیو زورواکو، لوټمارانو، غلو او غاصبینو پر وړاندې د نظم راوستل٬٬ په توګه بیان کړې وه. د هغه په اند، د دې موخې لپاره اړینه وه چې د قبیلوي او سیمه ییز وېش پر ځای یو مرکزي نظام رامنځته شي؛ داسې نظام چې خلک د یوه واحد سیاسي نظم او قانون تر چتر لاندې راټول کړي. دا لیدلوری د هغه وخت له سیاسي او ټولنیزو شرایطو سره تړلی و، ځکه افغانستان له اوږدو کورنیو شخړو او سیمه ییزو سیالیو وروسته د یوه پیاوړي مرکزي واک اړتیا احساسوله.
د دولت د پیاوړتیا تر څنګ عبدالرحمن خان هڅه وکړه، چې یوه منظم اداري دستګاه هم رامنځته کړي. د شاهي دولت کورنی استخباراتي سیستم د ٬٬پاچا سترګې او غوږونه٬٬ بلل کېده او پوځ هم د حکومت د کنټرول او څارنې په سیستم کې مهم رول درلود.
هغه د مالي چارو، سوداګرۍ، عدالت او پولیسو، ارشیف، عامه کارونو، پوستي او مخابراتي خدمتونو، پوهنې او روغتیا لپاره بېلابېلې ادارې جوړې کړې. دغه اداري جوړښتونه وروسته د افغانستان د عصري وزارتونو او دولتي ادارو د رامنځته کېدو لپاره د بنسټ په توګه پاتې شول. د اوسني ارګ بنسټ هم د امیر عبدالرحمن خان د واکمنې پر مهال کیښودل شو.
په ۱۸۸۰ کال کې د ارګ (Afghan Royal Gardens-ARG) د جوړولو چارو پرېکړه شوه، ورسته هغې کله چې د کابل بالا حصار د دویمې افغان ـ انکلیس جکړې پر مهال سخت زیانمن شوي و. په دې لویه ساحه کې د پاچا استوکنځای، د شاهي کورنۍ ودانۍ، د ارګ امنیتي کارډ، دولتی خزانه، ادارې دفترونه او د رسمي دولتي مراسمو تالار شامل وو. له همدې مهال په تدریج سره د افغانستان د حکومتونو، د سلطنتونو او مرکزي اداري د پرېکړو مهم مرکز ګرځیدلي دی.
که څه هم عبدالرحمن خان یو اوتوکرات متمرکز واکمن و، خو د مشورې لپاره یې یوه عالي شورا هم جوړه کړې وه. دغه شورا د نننۍ کابینې له مفهوم سره په ځینو برخو کې ورته والی درلود، خو د واک د وېش یا د امیر د واک د محدودولو لپاره نه وه جوړه شوې. شورا تر ډېره بریده د مشورې او د حکومتي چارو د همغږۍ وسیله وه او وروستۍ پرېکړه د امیر په لاس کې وه.
په دې برخه کې د افغانستان د پخواني مشورتي جرګي دود اغېز هم لیدل کېږي. د اوسپنېز امیر له خوا د هېواد په کچه یوه لویه جرګه هم رابلل شوه. په دې غونډو کې د شاهي کورنۍ ځینې سرداران او شهزادګان، د بېلابېلو سیمو سیمه ییز مشران، قومي مشران، سپینګیري، خانان او ملکان، دیني عالمان، مذهبي مشران او نور بانفوذه شخصیتونه ګډون وکړ.
په دې توګه، د عبدالرحمن خان د واکمنۍ دوره یوازې د یوه سخت واکمن د واک دوره نه وه؛ بلکې د افغانستان د مرکزي دولت د جوړېدو، د اداري بنسټونو د رامنځته کېدو او د هېواد د سیاسي یووالي د ټینګښت له مهمو تاریخي پړاوونو څخه هم وه. د هغه میراث، لکه څنګه چې د هغه د واکمنۍ طرز، له سترو تضادونو ډک دی: له یوې خوا د مرکزي دولت پیاوړتیا او د ادارو جوړول، او له بلې خوا سخت پوځي اقدامات او د واک د تمرکز سیاست. همدا تضادونه دي چې د امیر عبدالرحمن خان شخصیت او واکمني تر نن ورځې پورې د افغانستان د تاریخ له مهمو او بحث پارونکو موضوعاتو څخه ګرځوي.
که عبدالرحمن خان یوه پېړۍ مخکې زېږېدلی وای، نو ښايي دغي کاریزماتیک پاچا د مرکزي آسیا د پخوانیو فاتحینو او امپراتورانو تګلاره خپله کړې وای او خپله امپراتوري یې تر هغه ځایه پراخه کړې وای، چې زور او سیاسي دسیسو ورته د پراختیا امکانات برابرولی شول، ترڅو د خپل قلمرو د پراخولو خوبونه تعقیب کړي وای؛ خو هغه په داسې یو تاریخي پېر کې راڅرګند شو، چې لوی افغانستان د دوو سترو نړیوالو امپراتوریو، د شمال له خوا د تزاري روسیې او د جنوب او ختیځ له خوا د برتانوي هند ترمنځ د سترې سیالۍ په منځ کې راګیر و او د مرکزي اسیا فتح کولو او د پرمختګ لاره یې بنده شوي وه. د وخت جیوپولیټیک وضعیت ورته دا امکان هم نه ورکاوه. روسیې په شمال او شمال ختیځ کې د افغانستان د پراختیا مخه نیولي وه، او برتانوي هند په جنوب او سویل ختیځ کې د افغانستان پر شاوخوا سیمو خپل نفوذ ټینګ کړي و. سربېره پر دې، د برتانیا او روسیې ترمنځ د سیمې د سیاسي توازن ساتلو له امله ایران هم د افغان پوځي پراختیا پر وړاندې تر یوه حده د خوندیتوب په وضعیت کې قرار درلود
۴۰. د بریتانوي هند او تزاري روسیې ترمنځه ګواښونه او اندېښنې
امیر عبدالرحمن خان په داسې جیوپولیټیک وضعیت کې واکمني کوله چې افغانستان د دوو سترو امپراتوریو، برتانوي هند او تزاري روسیې، ترمنځ راګیر و. له شماله روسیه د مرکزي اسیا له لارې د افغانستان پولو ته نږدې کېده او له جنوب او ختیځ څخه برتانوي هند خپل سیاسي او پوځي نفوذ پراخاوه.
امیر په دې ښه پوهېده چې د افغانستان لپاره تر ټولو لوی خطر یوازې له یوه لوري نه، بلکې له دواړو خواوو څخه راتلای شي. له همدې امله یې بهرنی سیاست د یوه ډېر حساس توازن پر بنسټ ولاړ و: نه یې غوښتل روسیه افغانستان ته رانږدې شي او نه یې غوښتل چې برتانوي هند د افغانستان په داخلي چارو کې لا زیات نفوذ پیدا کړي.
عبدالرحمن خان د برتانوي هند له خوا د چمن پر لور د رېل پټلۍ د غځولو په اړه جدي اندېښنه درلوده. هغه د برتانوي هند هر هغه پوځي یا مواصلاتي پرمختګ چې د افغانستان پولو ته نږدې کېده، د خپل هېواد د امنیت لپاره احتمالي خطر باله.
د سرحدي پښتني سیمو موضوع هم د امیر لپاره خورا مهمه وه. کله چې برتانویانو هغه نقشې ورولېږلې چې په کې ګڼې قبایلي سیمې د هند د نفوذ په ساحه کې ښودل شوې وې، عبدالرحمن خان اعتراض وکړ.
د هغه اندېښنه یوازې د ځمکې له لاسه ورکولو په مانا نه وه. هغه فکر کاوه چې که له ده سره تړلې قبایلي سیمې د افغانستان له سیاسي نفوذ څخه جلا شي، د کابل د حکومت حیثیت به کمزوری شي، د امیر اعتبار به د هېواد دننه زیانمن شي او برتانویان به هم په دغو سیمو کې له دوامدارو ستونزو او مقاومتونو سره مخ شي.
د همدې لپاره د ډیورنډ د مذاکراتو موضوع باید یوازې د یوې کرښې د رسمولو په توګه ونه کتل شي. د عبدالرحمن خان لپاره دا د څو مهمو مسئلو د یو ځای کولو هڅه وه: د افغانستان د امنیت ساتل، د برتانوي فشار محدودول، د خپل مرکزي حکومت د بقا تأمینول او په هغه وخت کې د موجودو سیاسي او مالي امکاناتو په دننه کې د افغانستان د ګټو ساتل.
۴۱. د ډیورنډ کرښې مسئله
عبدالرحمن خان خپله د افغانستان او هندوستان ترمنځ د یوه څرګند سرحد د ټاکلو اړتیا منلې وه. د هغه په اند، له نورو ګاونډیانو سره د افغانستان د سرحدونو له تنظیم وروسته اړینه وه، چې له هند سره هم سرحد په څرګند ډول مشخص شي، څو افغانستان په خپل قلمرو کې د یوه روښانه امنیتي حد په توګه عمل وکړي.
هغه غوښتل چې د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ د نفوذ ساحې مالومې وي او د دواړو حکومتونو ترمنځ د دوامدارو شخړو لپاره لږ تر لږه یو مشخص چوکاټ رامنځته شي.
له همدې امله د ۱۸۹۳م کال د ډیورنډ تړون د هغه وخت د سیاسي شرایطو په رڼا کې باید وکتل شي. د تړون په متن کې د دې پر ځای چې په ساده ډول وویل شي ٬٬عبدالرحمن خان خپله خاوره د تل لپاره برتانوي هند ته وسپارله٬٬، د دواړو حکومتونو د نفوذ او واک د ساحو د ټاکلو موضوع مطرح شوې ده.
له همدې امله ٬٬ډیورنډ کرښه٬٬ او ٬٬د افغانستان د خاورې د دایمي سپارلو تړون٬٬ یو شان تعبیرونه نه دي. د دې مسئلې تاریخي، حقوقي او سیاسي تفسیرونه تر نن ورځې پورې بېلابېل دي او د تړون د متن، د هغه وخت د شرایطو او د ورپسې پېښو پر بنسټ پرې اختلاف شته یا یوه متنازع کرښه ده.
۴۲. امېرعبدالرحمن خان او برتانوي هند
عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰ کال کې، د دویمې افغان ـ انګلیس جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د برتانوي ملاتړ په شرایطو کې د افغانستان واک ته ورسېد. برتانویانو دې پایلې ته رسېدلي وو چې د افغانستان مستقیم اشغال به ډېر لګښت، دوامدار مقاومت او ستر خطرونه ولري؛ له همدې امله یې د کابل له نوي امیر سره د یوه داسې جوړجاړي لاره غوره کړه، چې افغانستان په کې د کورنیو چارو په برخه کې پراخ واک وساتي، خو د بهرني سیاست په برخه کې د برتانیا نفوذ ومني.
په دې ترتیب سره عبدالرحمن خان د افغانستان د بهرني سیاست په برخه کې بشپړه ازادي نه درلوده؛ خو د هېواد داخلي اداره، پوځ، مالیه او د دولت ډېری نورې چارې د هغه تر واک لاندې پاتې شوې.
دا وضعیت د افغانستان لپاره یو ځانګړی سیاسي حالت رامنځته کړ: له یوې خوا امیر د خپل هېواد د داخلي چارو په برخه کې د پراخ واک خاوند و، او له بلې خوا یې د بهرني سیاست په برخه کې د برتانوي هند له نفوذ سره حساب کول اړین وو.
۴۳. د روسیې په خاوره کې د عبدالرحمن جلاوطنۍ
د عبدالرحمن خان او تزاري روسیې اړیکې له دې امله هم ځانګړې وې، چې هغه د خپل ژوند شاوخوا یوولس کاله په روسي ترکستان کې په جلاوطنۍ کې تېر کړي و. د سمرقند او بخارا په سیمه کې یې د جلاوطنۍ پر مهال له روسي چارواکو سره اړیکې لرلې او روسانو ورسره مالي مرستې هم کړې وې.
په ۱۸۸۰ کال کې د تاشکند روسي والي هغه افغانستان ته د بېرته ستنېدو لپاره وهڅاوه. خو کله چې عبدالرحمن خان د افغانستان امیر شو، د روسیې تر مستقیم نفوذ لاندې نه شو. برعکس، هڅه یې وکړه چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د روسیې نفوذ محدود وساتي.
د روسانو محاسبه دا وه چې د عبدالرحمن خان له پخوانیو اړیکو او جلاوطنۍ څخه به په افغانستان کې د دوی لپاره سیاسي ګټه ترلاسه شي؛ خو د امیر سیاست په بل لوري روان شو. هغه روسیه د یوه ستر سیمه ییز قدرت په توګه درک کوله او پوهېده چې د افغانستان د شمالي پولو پر لور د هغې د پراختیا مخنیوی د ده د دولت له مهمو امنیتي مسئلو څخه دی. په دې برخه کې د روسیې محاسبه بلکول غلطه وختله.
۵۴. د پنجده کړکیچ
د مركزي اسیا په لور د روسیې پرمختګ او پراختیا له امله د افغانستان شمالي پولې په دوامدار ډول تر جدي فشار لاندې راغلې. د ۱۸۸۵م کال د پنجده پېښه د افغانستان او روسیې ترمنځ له تر ټولو جدي بحرانونو څخه وه.
په دې پېښه کې روسي ځواکونو له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه او پنجده یې ونیوله. دا پېښه د کابل حکومت ته یو څرګند پیغام و، چې روسیه د افغانستان شمالي پولو ته تر پخوا ډېره نږدې شوې ده.
عبدالرحمن خان د روسي پرمختګ پر وړاندې سخت اعتراض درلود، خو په عین وخت کې یې نه غوښتل چې افغانستان د روسیې او برتانوي هند ترمنځ د مستقیمې جګړې په ډګر بدل شي. هغه پوهېده چې که دواړه امپراتورۍ په افغانستان کې مستقیمې مقابلې ته داخلې شي، د افغانستان خاوره به د دوی د جګړې اصلي میدان وګرځي.
له همدې امله یې د مقاومت او احتیاط ترمنځ توازن وساته. هغه د روسیې پر وړاندې خپل اعتراض څرګنداوه، خو هڅه یې کوله چې بحران له یوې پراخې جګړې سره مخ نه شي.
وروسته د افغانستان د شمالي او شمال ختیځو پولو د ټاکلو او تنظیم بهیرونه د ۱۸۸۴–۱۸۸۶ او بیا په ۱۸۹۵ کال کې ترسره شول. د دې سرحدي تنظیماتو موخه دا وه، چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د نفوذ او واک ساحې تر یوه حده مشخصې شي. له همدې امله یې له روسیې سره مقاومت، له برتانیا سره مصلحت، او د افغانستان دننه د خپلواک ملي مرکزي واک پیاوړتیا سره یوځای وساتل.
د عبدالرحمن د بهرني سیاست اساسي منطق دا و: نه روسیه دې افغانستان ته را ننوځي او نه برتانیا؛ افغانستان باید د دواړو امپراتوریو ترمنځ خپل سیاسي او جغرافیایي حایل هویت وساتي.
۵۵. د دوو امپراتوریو ترمنځ د امیر سیاست ته یوه لنډه کتنه
د عبدالرحمن خان له روسیې سره اړیکې له تضادونو ډکې وې. هغه د خپل ژوند یوه مهمه برخه په روسي ترکستان کې تېره کړې وه، روسانو ورسره د افغانستان پر لور د بېرته ستنېدو په وخت کې اړیکې لرلې، خو کله چې امیر شو، د روسیې د سیاسي نفوذ منلو پر ځای یې د واټن او احتیاط سیاست غوره کړ.
د روسیې د مرکزي اسیا د پراختیا په وړاندې د هغه دریځ سخت و، خو په عین حال کې یې پوهېده چې افغانستان دومره ځواک نه لري چې له روسیې سره اوږده مستقیمه جګړه وکړي.
له بلې خوا، هغه برتانوي هند هم بېغرضه دوست نه ګاڼه. برتانویان د خپلو ستراتیجیکو ګټو لپاره افغانستان ته اړتیا لرله او امیر هم په دې پوهېده. خو د روسیې د فشار په مقابل کې یې له برتانوي هند سره اړیکې د یوه ضروري توازن په توګه کارولې.
د عبدالرحمن خان د بهرني سیاست اساسي منطق په همدې کې نغښتی و: نه روسیه باید افغانستان ته دننه شي او نه برتانوي هند باید د افغانستان پر داخلي چارو بشپړ واک پیدا کړي. افغانستان باید د دواړو امپراتوریو ترمنځ خپل سیاسي او جغرافیایي حایل حیثیت وساتي. افغانستان د دوو وحشي زمریانو ترمنځ ګیر و. عبدالرحمن خان د افغانستان جیوپولیټیک حالت په یوه پیاوړې استعاره یا معقوله کې داسي بیان کړی و:
٬٬افغانستان د دوو زمریانو ترمنځ د یوې وزې په څېر دی، یا د دوو زورورو ژرندو ترمنځ د غنمو د یوې دانې په څېر.٬٬ د دې خبرې تر شا د هغه د بهرني سیاست ټول منطق پروت و. هغه پوهېده چې افغانستان د دوو سترو قدرتونو ترمنځ موقعیت لري او که د دوی ترمنځ مستقیمه مقابله رامنځته شي، تر ټولو لومړی به افغانستان زیان وویني.
له همدې امله یې هڅه کوله چې له دواړو امپراتوریو سره اړیکې وساتي، خو هېڅ یوې ته اجازه ورنه کړي چې افغانستان په بشپړ ډول د خپل نفوذ تر سیوري لاندې راولي.
دا سیاست له بشپړې خپلواکۍ سره یو شان نه و؛ ځکه عبدالرحمن خان په ځانګړي ډول د بهرني سیاست په برخه کې د برتانوي نفوذ محدودیتونه منلي وو. خو هغه هڅه کوله چې د افغانستان داخلي واک، پوځ، اداره او مرکزي دولت د خپل لاس لاندې وساتي او له روسیې څخه هم د افغانستان د کورنیو چارو واټن خوندي کړي.
۵۶. د امیر ستراتیجیک انتخاب
په پای کې د عبدالرحمن خان د بهرني سیاست اصلي موخه دا وه، چې افغانستان د دوو سترو امپراتوریو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل نه شي. هغه د خپل وخت د محدودو امکاناتو په دننه کې هڅه کوله چې د روسیې د پراختیا مخه تر خپله وسه ونیسي، د برتانوي هند فشار مدیریت کړي او په همدې وخت کې د افغانستان دننه مرکزي دولت لا پیاوړی کړي.
د هغه ستراتیجي د یوه ساده دوست او دښمن په وېش ولاړه نه وه. روسیه یې د افغانستان لپاره یو جدي ستراتیجیک ګواښ باله، خو برتانوي هند یې هم بېغرضه متحد نه ګاڼه. له یوه سره یې د بل په مقابل کې توازن ساته، له دواړو سره یې خبرې کولې او هڅه یې کوله چې افغانستان د دوی د سیالۍ تر منځ خپل ځای وساتي.
په همدې سخت جیوپولیټیک چاپېریال کې عبدالرحمن خان د افغانستان د مرکزي دولت د پیاوړتیا، د پوځ د جوړولو، د سرحدونو د تنظیم او د هېواد د سیاسي یووالي لپاره هڅې وکړې.
د هغه د بهرني سیاست فلسفه په یوه جمله کې داسې راټولېدای شي: افغانستان باید د دوو امپراتوریو د جګړې میدان نه شي؛ باید د دواړو ترمنځ د خپلواک سیاسي حایل دولت په توګه خپل شتون وساتي.
همدا د عبدالرحمن خان د واکمنۍ تر ټولو مهم جیوپولیټیک انتخاب و؛ داسې انتخاب چې د هغه د وخت د افغانستان له کمزوري اقتصادي او پوځي وضعیت، د روسیې او برتانوي هند له ستراتیجیکې سیالۍ او د افغانستان د بقا له اړتیا سره ژوره اړیکه لرله.
۵۷. عبدالرحمن خان په کوم سیاسي حالت کې و؟
کله چې عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰م کال کې د افغانستان واک ته ورسېد، هېواد له یوه پېچلي داخلي او بهرني وضعیت سره مخ و. د دویمې افغان ـ انګلیس جګړې اغېزې لا تازه وې، مرکزي حکومت له اوږدو سیاسي او سیمه ییزو شخړو وروسته د خپل واک د بیا ټینګولو په هڅه کې و، او په بهرني ډګر کې افغانستان د دوو سترو امپراتوریو، برتانوي هند او تزاري روسیې، ترمنځ د ستراتیژیکې سیالۍ په منځ کې پروت و.
له یوې خوا، برتانوي هند هڅه کوله چې د افغانستان له لارې د روسیې د احتمالي پرمختګ او پراختیا مخه ونیسي او د هند د شمال لوېدیځې پولې امنیت خوندي کړي. له بلې خوا، روسیې په مرکزي اسیا کې خپل قلمرو او نفوذ پراخاوه او د افغانستان شمالي پولو ته ورځ تر بلې ورنږدې کېده.
عبدالرحمن خان په همدې شرایطو کې له دوو اساسي ستونزو سره مخ و: له دننه د مرکزي دولت جوړول او له بهر څخه د افغانستان د سیاسي بقا ساتل.
د هغه لپاره دا دواړه مسئلې له یو بل څخه جلا نه وې. که مرکزي دولت کمزوری پاتې کېده، بهرني قدرتونه او سیمه ییز مخالفین به د افغانستان پر سیاستونو لا ډېر اغېز پیدا کولای شول؛ او که بهرنی فشار له کنټروله وتلی وای، د داخلي دولت جوړونې پروسه به هم له جدي ګواښ سره مخ شوې وای.
عبدالرحمن خان یوازې له داخلي مخالفینو سره مخ نه و. د هغه بهرنی سیاست هم د محدودو انتخابونو په منځ کې د توازن ساتلو هڅه وه.
برتانوي هند له افغانستان څخه د یوه حایل دولت په توګه د استفادې ستراتیجیکه ګټه لرله، په داسې حال کې چې روسیه په مرکزي اسیا کې خپل نفوذ پراخاوه. امیر نه غوښتل افغانستان د هېڅ یوه قدرت مستقیمه برخه یا دایمي تابع شي؛ خو د هغه امکانات هم دومره نه وو چې له دواړو امپراتوریو سره په یو وخت کې مستقیمه مقابله وکړي.
له همدې امله یې د احتیاط او مصلحت سیاست غوره کړ. له برتانوي هند سره یې داسې اړیکې وساتلې چې د هغه د واکمنۍ او دولت د بقا لپاره یې سیاسي او مالي ګټې لرلې، خو په عین وخت کې یې هڅه کوله چې د افغانستان داخلي اداره او مرکزي واک تر خپل کنټرول لاندې وساتي.
له روسیې سره یې بیا د شمالي پولو پر سر د فشارونو په وړاندې اعتراض او مقاومت کاوه، خو هڅه یې نه کوله چې د افغانستان خاوره د روسیې او برتانوي هند ترمنځ د مستقیمې جګړې په ډګر بدله شي.
د امیر دا سیاست د هغه د وخت د محدودو امکاناتو په چوکاټ کې د بقا او توازن سیاست و. هغه نه شو کولای چې د سیمې د دوو سترو امپراتوریو پر وړاندې د یوه خپلواک لوی قدرت په توګه عمل وکړي؛ نو هڅه یې وکړه چې د دوی ترمنځ د سیالۍ له شرایطو څخه د افغانستان د مرکزي دولت د پیاوړتیا لپاره تر ممکنه حده استفاده وکړي.
۵۸. وسله وال پوځ د مرکزي دولت اصلي ستنه
د عبدالرحمن خان د دولت جوړونې یوه مهمه برخه د منظم او دایمي پوځ رامنځته کول وو. تر هغه مخکې افغان واکمنانو تر ډېره د جګړې پر مهال د قومي او قبایلي مشرانو له لارې ځواکونه راټولول. دا ځواکونه د دولت له دایمي پوځي جوړښت سره بشپړ ورته والی نه درلود او د قومي مشرانو د نفوذ، سیمه ییزو اړیکو او محلي ګټو له شبکې سره تړلي وو.
عبدالرحمن خان هڅه وکړه چې دا حالت بدل کړي. هغه د یوه منظم پوځ د جوړولو لپاره ګامونه واخیستل او د پوځ د وسلو، روزنې، تشکیلاتو او اکمالاتو سیستم یې د مرکزي دولت تر کنټرول لاندې راوست.
د هغه د واکمنۍ پر مهال د عصري وسلو، په ځانګړي ډول ټوپکو او توپونو د ترلاسه کولو هڅې زیاتې شوې. پوځ یوازې د بهرني دښمن پر وړاندې د دفاع وسیله نه وه؛ بلکې د مرکزي حکومت د داخلي واک د پراخولو او د هغو سیمه ییزو او قبایلي ځواکونو د کنټرول لپاره هم کارول کېده، کوم چې د کابل مرکزي حکومت پر وړاندې یې مقاومت کاوه.
په دې مانا، پوځ د عبدالرحمن خان د دولت د جوړونې له مهمو وسایلو څخه و. د پوځ د پیاوړتیا ترڅنګ، هغه د مالیاتو او دولتي عوایدو د راټولولو سیستم هم منظم کړ، څو مرکزي حکومت وکولای شي خپل اداري او پوځي جوړښت په دوامداره توګه تمویل کړي.
۵۹. مالیه او دولتي واک پراخېدل
د یوه دایمي پوځ ساتل او د پراخې دولتي ادارې رامنځته کول د عوایدو ثابتې سرچینې ته اړتیا لرله. له همدې امله د عبدالرحمن خان د دولت جوړونې له مهمو برخو څخه یوه د مالیاتي سیستم پراخول او د دولتي عوایدو تر مرکزي کنټرول لاندې راوستل وو.
د مالیاتو راټولول یوازې یوه مالي مسئله نه وه؛ بلکې د مرکزي دولت د واک د پراخېدو وسیله هم وه. هره سیمه چې له مرکزي خزانې سره منظم مالي تړاو پیدا کاوه، په عملي ډول یې د کابل له حکومت سره اداري او سیاسي اړیکې هم پیاوړې کېدې.
په همدې توګه، پوځ او مالیه د یوه بل بشپړونکي عناصر شول: دولت له خلکو عواید راټولول، له دغو عوایدو څخه یې پوځ او اداره تمویلول، او پوځ بیا د دولت د پرېکړو د عملي کولو وسیله وه.
البته د دې مرکزي کولو پروسه له مقاومت سره هم مخ وه. په هغو سیمو کې چې سیمه ییز مشران له پخوا پراخ واک درلود، د مالیاتو راټولول او د مرکزي ادارې پراخول د محلي قدرتونو له ګټو سره ټکر کاوه. له همدې امله د دولت جوړونه یوازې اداري اصلاح نه وه؛ بلکې له سیمه ییزو قدرتونو سره د واک د وېش یوه سخته مبارزه هم وه.
۶۰. د عبدالرحمن خان او بیسمارک پرتله
د عبدالرحمن خان د دولت جوړونې د تګلارې د تشریح لپاره کله ناکله د جرمني له مشهور سیاستوال او دولت جوړوونکي اوتو فون بیسمارک سره پرتله کېږي. د دواړو ترمنځ ځینې مهم ورته والیونه شته، خو د هغوی تاریخي شرایط دومره متفاوت وو چې مستقیمه ورتهوالي باید له احتیاط سره وکتل شي.
بیسمارک د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې د پروشیا د ځواک، پوځ، دیپلوماسۍ او سیاسي واقعیت پالنې له لارې د جرمني د یووالي په بهیر کې مهم رول ولوباوه. د هغه سیاست د (Realpolitik) یا واقعیت پالنې له مفکورې سره تړل کېږي؛ یعنې د سیاسي پرېکړو پر مهال د عملي قدرت، ګټو او موجودو شرایطو په پام کې نیول.
عبدالرحمن خان هم له ارماني شعارونو څخه ډېر د موجودو شرایطو او د قدرت د توازن پر بنسټ پرېکړې کولې. هغه پوهېده چې افغانستان د روسیې او برتانوي هند په پرتله محدود امکانات لري؛ نو د خپل دولت د بقا لپاره یې د پوځ، مرکزي ادارې، مالیې او دیپلوماسۍ له وسیلو کار واخیست. خو د دواړو ترمنځ اساسي توپیرونه هم ډېر مهم دي.
بیسمارک د یوې مخ پر ودې صنعتي او اقتصادي سیمې، پیاوړي دولت، منظم پوځ او پرمختللي اداري جوړښت په شرایطو کې فعالیت کاوه. هغه د پروشیا د ځواک پر بنسټ د جرمني د یووالي په بهیر کې برخه واخیسته او په اروپایي نظام کې یې د یوه مخ پر ودې قدرت په توګه عمل کاوه.
عبدالرحمن خان بیا په یوه جګړه ځپلي، له داخلي اختلافونو ډک او له بهرنیو فشارونو سره مخ افغانستان کې واک ته ورسېد. افغانستان نه د پروشیا په څېر صنعتي بنسټونه لرل او نه یې د روسیې او برتانوي هند په کچه اقتصادي او پوځي امکانات درلودل.
د دواړو ترمنځ د مخالفینو د کنټرول په برخه کې هم توپیر شته. بیسمارک له سیاسي ګوندونو، کلیسا او ټولنیزو خوځښتونو سره د دولت د واک د تنظیم په چوکاټ کې مبارزه کوله. د هغه د واکمنۍ پر مهال د سوسیالیستانو پر وړاندې د ۱۸۷۸–۱۸۹۰م کلونو ضد سوسیالیستي قوانین او له کاتولیکې کلیسا سره د ٬٬کولتوري جګړه٬٬ په نوم شخړه د دې سیاست بېلګې دي. خو دا اقدامات د تل لپاره بریالي نه شول؛ سوسیالیستي خوځښت له منځه نه ولاړ او د کلیسا پر وړاندې د بیسمارک ځینې سیاستونه وروسته نرم یا محدود شول.
عبدالرحمن خان بیا له داسې وسله والو سیمه ییزو او قبایلي مخالفینو سره مخ و، چې په ډېرو مواردو کې یې د مرکزي دولت د واک پر وړاندې پوځي مقاومت کاوه. له همدې امله د هغه د دولت جوړونې وسیلې تر ډېره پوځ، مالیه، سیمه ییزه اداره او د مرکزي واک مستقیم تطبیق وو.
اوسپنیزه دولت سازي؛ ورته والی او توپیر، د عبدالرحمن خان او بیسمارک ترمنځ د ٬٬اوسپنیز٬٬ شخصیت اصطلاح یوازې هغه وخت مانا پیدا کوي، چې د دواړو د دولت جوړونې طرز ته وکتل شي، نه دا چې د دوی تاریخي شرایط یو شان وګڼل شي.
دواړو د دولت د پیاوړتیا لپاره له مرکزي واک، پوځ، اداري جوړښت او واقعیت پالې سیاست څخه استفاده وکړه. دواړو هڅه وکړه چې د دولت پر وړاندې د هغو قدرتونو نفوذ محدود کړي چې د مرکزي واک د کمزوري کېدو سبب کېدل.
خو د دوی موخې، امکانات او چاپېریال یو شان نه وو.
بیسمارک د یوه پیاوړي او مخ پر ودې اروپایي دولت د ځواک پر بنسټ د جرمني د یووالي په بهیر کې عمل کاوه؛ عبدالرحمن خان بیا د یوه کمزوري او له بهرنیو فشارونو سره مخ افغانستان د مرکزي کولو او سیاسي بقا لپاره مبارزه کوله. همدا توپیر د دواړو د دولت سازۍ د تجربو د پرتله کولو تر ټولو مهم ټکی دی.
۶۱. د عبدالرحمن خان متضاد میراث
د عبدالرحمن خان د واکمنۍ ارزونه یوازې په یوه کلمه کې نه شي راټولېدای. هغه نه یوازې د سخت واکمن په توګه تعریفېدلی شي او نه یوازې د دولت جوړوونکي په توګه. د هغه د واکمنۍ پر مهال مرکزي دولت پراخ او پیاوړی شو، پوځ منظم شو، مالیاتي او اداري جوړښتونه پراخ شول او د کابل حکومت په ډېرو سیمو کې خپل حضور ټینګ کړ. خو د دې مرکزي کولو بهیر له سختو پوځي اقداماتو، د مخالفینو له ځپلو او پراخو انساني او ټولنیزو زیانونو سره هم مل و.
له برتانوي هند سره یې د افغانستان د بهرني سیاست په برخه کې له محدودیتونو سره مخ جوړ جاړی وکړ، خو په بدل کې یې هڅه وکړه چې د هېواد داخلي واک او مرکزي دولت وساتي. د دې سیاست سرحدي او سیاسي میراث بیا د افغانستان په راتلونکی تاریخ کې له مهمو او لانجمنو موضوعاتو څخه وګرځېد.
له همدې امله د عبدالرحمن خان د واکمنۍ تر ټولو مهمه ځانګړنه ښايي همدا متضاد میراث وي: مرکزي دولت یې پیاوړی کړ، خو د دې ځواک د جوړولو لپاره یې له سختو وسایلو کار واخیست؛ د افغانستان د بقا لپاره یې له بهرنیو قدرتونو سره مصلحت وکړ، خو د همدې مصلحتونو ځینې پایلې تر اوږدې مودې سیاسي بحثونه راوپارول.
د ٬٬اوسپنیز امیر٬٬ لقب هم په همدې تاریخي زمینه کې مانا پیدا کوي؛ یعنې داسې واکمن چې د یوه کمزوري او له داخلي او بهرنیو فشارونو سره مخ دولت د پیاوړتیا لپاره یې له سخت مرکزي واک، پوځ، ادارې او واقعیت پالې سیاست څخه کار واخیست، خو د دې پروسې سیاسي او انساني بیه هم له پامه نه شي غورځول کېدای.
۶۲. د امیر عبدالرحمن خان سلطنت او حکومتوالۍ ته یوه لنډه کتنه
امیر عبدالرحمن خان په ۱۸۸۰م کال کې داسې افغانستان په میراث واخیست چې مرکزي حکومت یې کمزوری، سیمه ییز قدرتونه پیاوړي او د هېواد سیاسي وضعیت له اوږدو شخړو او کورنیو اختلافونو وروسته لا هم نازک و. د هغه د واکمنۍ په لومړیو کې د کابل او شاوخوا سیمو د مرکزي حکومت واک نسبتاً محدود و؛ خو د واکمنۍ په تېرېدو سره یې هڅه وکړه چې د دولت سیاسي، اداري او پوځي نفوذ د هېواد ډېرو برخو ته وغځوي.
کله چې هغه په ۱۹۰۱م کال کې له نړۍ سترګې پټې کړې، د کابل حکومت د افغانستان په ډېرو سیمو کې تر پخوا ډېر پراخ نفوذ درلود. البته دا نفوذ په ټولو سیمو کې یو شان او مستقیم نه و. په لرو پرتو او قبایلي سیمو کې سیمه ییز قدرتونه، قومي جوړښتونه او محلي دودونه لا هم د حکومت د عملي واک پر کچه اغېزمن وو. له همدې امله د عبدالرحمن خان د دولت جوړونې بهیر باید د یوه بشپړ او ناڅاپي مرکزي کېدو پر ځای، د مرکزي دولت د واک د تدریجي پراختیا په توګه وکتل شي.
۶۳. د عبدالرحمن خان د ژوند لومړني کلونه
عبدالرحمن خان په ۱۸۴۴م کال کې په کابل کې زېږېدلی و او د ځوانۍ یوه مهمه برخه یې له خپل پلار، محمد افضل خان، سره په شمالي افغانستان کې تېره کړه. د هغه ځواني د افغان شاهي کورنۍ له داخلي سیالیو، جګړو او د واک د شخړو له چاپېریال سره تېره شوه.
همدې تجربو د هغه پر سیاسي شخصیت ژور اغېز وکړ. هغه له ځوانۍ سره د جګړې، قدرت، سیاسي ائتلافونو او د سیمه ییزو ځواکونو د چلند له واقعیتونو سره مخ شو.
د هغه د پوځي زدهکړو په اړه په ځینو روایتونو کې د ویلیم کمپبل په نوم د یوه برتانوي افسر یا پوځي کس یادونه شوې ده. ویل کېږي چې عبدالرحمن خان له هغه څخه د جګړې د ځینو نویو تاکتیکونو او پوځي چارو په اړه زدهکړې کړې وې. که څه هم د دې روایت د جزئیاتو په اړه باید له احتیاط څخه کار واخیستل شي، خو څرګنده ده چې عبدالرحمن خان د جګړې او پوځ د تنظیم په برخه کې د خپلې زمانې له موجودو تجربو څخه استفاده کوله.
د مرکزي دولت د جوړولو هڅې، عبدالرحمن خان د افغانستان د دولت جوړونې له مهمو څېرو څخه ګڼل کېږي. د هغه د واکمنۍ یوه اساسي موخه دا وه چې د هېواد له بېلابېلو سیمه ییزو قدرتونو څخه د مرکزي حکومت پر محور یو منظم سیاسي جوړښت رامنځته کړي.
هغه د خپل واک پر وړاندې ګڼ سیمه ییز او قبایلي مقاومتونه تجربه کړل او د پوځ په وسیله یې د مرکزي حکومت واک پراخ کړ. د هغه د واکمنۍ پر مهال د بغاوتونو او پاڅونونو شمېر په تاریخي سرچینو کې په بېلابېلو ډولونو بیان شوی، خو په عمومي توګه دا روښانه ده چې د مرکزي دولت د واک پراخول له ګڼو پوځي شخړو او مقاومتونو سره مل وو.
د دې مقاومتونو د ځپلو ترڅنګ، عبدالرحمن خان د دولت د اداري او پوځي جوړښتونو د پیاوړتیا لپاره هم اقدامات وکړل. د هغه موخه دا وه چې حکومت یوازې د کابل په شاوخوا کې محدود پاتې نه شي، بلکې په ولایتونو او ولسوالیو کې هم د مرکزي دولت حضور څرګند شي.
۶۴. د ادارې او حکومتولۍ پراختیا
عبدالرحمن خان د دولت د اداري جوړښت د پراخولو لپاره یو شمېر مهم اقدامات وکړل. هغه هڅه وکړه، چې په ولایتونو کې د مرکزي حکومت استازي وټاکي او د سیمه ییزو واکمنیو پر ځای د کابل له حکومت سره تړلې اداري سلسله رامنځته کړي. د ولایتونو د ادارې لپاره د داسې چارواکو ټاکل چې په مستقیم ډول د شاهي کورنۍ له محلي قدرتونو سره تړلي نه وو، د مرکزي دولت د پراخېدو له مهمو ګامونو څخه و. د دې کار له لارې هڅه کېده چې والیان د محلي قومي یا کورني نفوذ پر ځای د مرکزي حکومت پر وړاندې مسؤول وي.
عبدالرحمن خان یوه عالي شورا هم جوړه کړه چې د حکومت په مهمو چارو کې یې د مشورې رول درلود. دغه شورا په ځینو برخو کې د نننۍ کابینې له جوړښت سره ورته والی درلود، خود امیر د واک د محدودولو لپاره پارلماني بنسټ نه و. وروستۍ پرېکړه د امیر په لاس کې وه.
۶۵. د مالیې، پوځ او دولت اړیکه
د مرکزي دولت د پیاوړتیا لپاره یوازې اداري دفترونه بسنه نه کوله. حکومت منظم عواید، مالیه او پوځ ته اړتیا لرله.
عبدالرحمن خان د مالیاتو د راټولولو او د دولتي عوایدو د تنظیم هڅه وکړه. له دې عوایدو څخه د پوځ، ادارې او نورو دولتي چارو د تمویل لپاره کار اخیستل کېده.
په دې توګه د عبدالرحمن خان د دولت جوړونې درې مهم عناصر یو له بل سره تړلي وو: مالیه، پوځ او اداره.
مالیې مرکزي حکومت ته عواید برابرول؛ عوایدو د پوځ او ادارې د ساتلو زمینه برابروله؛ او پوځ بیا د مرکزي حکومت د پرېکړو د عملي کولو او د دولت د واک د پراخولو وسیله وه.
د قومي او سیمه ییزو قدرتونو محدودول د عبدالرحمن خان د حکومتوالۍ یوه مهمه برخه د هغو سیمه ییزو او قومي قدرتونو محدودولوو چې له مرکزي حکومت څخه یې نسبتاً خپلواک نفوذ درلود.
هغه هڅه وکړه، چې د قومي او قبایلي مشرانو خپلواک پوځي او سیاسي قدرت د مرکزي دولت تر کنټرول لاندې راولي. په دې توګه د دولت د واک د پراخېدو بهیر له سیمه ییزوقدرتونو سره د مستقیم ټکر سبب شو.
دا پروسه له سختو پوځي اقداماتو پرته نه ترسره کېده. د مرکزي دولت د واک د ټینګښت لپاره د پوځ کارول د عبدالرحمن خان د حکومتوالۍ له مهمو ځانګړنو څخه وو. له همدې امله د هغه د دولت جوړونې تاریخ باید له یوې خوا د اداري او سیاسي تمرکز له نظره او له بلې خوا د هغو سختو اقداماتو له نظره وکتل شي چې د دې تمرکز د رامنځته کولو لپاره ترسره شول.
د دیني ادارو او قضايي نظام تنظیم: عبدالرحمن خان د دیني او قضايي چارو په برخه کې هم د دولت د نفوذ د زیاتولو هڅه وکړه. د هغه د واکمنۍ پر مهال د دیني او قضايي ادارو د تنظیم او د قاضیانو د ټاکنې په چارو کې د مرکزي حکومت رول زیات شو. د قاضیانو د علمي او قضايي وړتیا د ارزونې لپاره د ازموینو او ټاکنیزو معیارونو رامنځته کول د همدې بهیر یوه برخه وه. د دې اقداماتو موخه دا وه چې قضايي اداره تر ډېره د مرکزي دولت له اداري جوړښت سره وتړل شي.
د دې سیاست په پایله کې دیني او قضايي واک په بشپړه توګه له منځه نه ولاړ، خو د دولت هڅه دا وه چې د قضايي ادارې او د قاضیانو د ټاکنې پر بهیر خپل نفوذ زیات کړي.
۶۶. د عصري مډرن دولت پر لور لومړني ګامونه
د عبدالرحمن خان د واکمنۍ پر مهال یو شمېر داسې ادارې او چارې رامنځته شوې، چې وروسته د افغانستان د عصري دولت د پراختیا لپاره بنسټ وګرځېدې.
د اسعارو د تنظیم، دولتي عوایدو، پوځي تشکیلاتو، اداري دفترونو، مخابراتو، پوستي خدمتونو، روغتیا او عامه کارونو په برخو کې د دولت د رول پراخېدل د همدې بهیر برخه وه.
همدارنګه د بهرنیو متخصصینو له تجربو څخه د استفادې هڅې وشوې او د وسلو او مهماتو د تولید لپاره ماشینونه او تخنیکي وسایل راوړل شول. د دې اقداماتو موخه دا وه چې افغانستان د دولت د بنسټیزو اړتیاوو په ځینو برخو کې پر خپلو امکاناتو ولاړ شي.
خو باید په پام کې ونیول شي چې د عبدالرحمن خان د دورې ادارې لا د یوه بشپړ عصري دولت په مانا نه وې. ډېری ادارې په لومړني پړاو کې وې او د هېواد په ټولو سیمو کې د حکومت عملي واک یو شان نه و.
عبدالرحمن خان په ۱۹۰۱م کال کې ومړ او زوی یې، امیر حبیبالله خان سراج املته والدین، د ده پر ځای د افغانستان واکمن شو.
امیر حبیب الله خان د خپل پلار له مړینې وروسته په نسبي ډول سوله ییزه توګه واک ته ورسېد. دا د شاهي واک د انتقال له پلوه د پاموړ پېښه وه، ځکه د افغانستان په سیاسي تاریخ کې د واک انتقال تل له ستونزو او شخړو سره مل و.
د حبیب الله خان په دوره کې د دولت جوړونې بهیر په ځینو برخو کې دوام وموند. د زدهکړو، پوځ، روغتیا، مطبوعاتو او تخنیکي چارو په برخو کې نوي بنسټونه رامنځته شول. د حبیبی لیسه، د پوځي زدهکړو نوې ادارې یا حربي ښوونځي، روغتیايي خدمات، دولتي مطبوعات او د برېښنا په برخه کې لومړنۍ هڅې د همدې دورې له مهمو نوښتونو څخه ګڼل کېږي.
له همدې امله د عبدالرحمن خان دوره او د حبیب الله خان دوره باید د یوه پرله پسې بهیر په توګه هم وکتل شي: عبدالرحمن خان د مرکزي دولت د بنسټونو د ټینګولو هڅه وکړه، او حبیب الله خان په ځینو برخو کې د همدې دولت اداري او ټولنیزې ادارې پراخې کړې.
د دریمې برخې پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
