د ځدراڼو ځدراڼۍ لهجې لیکبڼه وپېژنئ

لیکوال: سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

85

د پښتو ژبې ډیالیکټونه یا ګړدودنه باید وپالل شي او همدارنګه د لیکبڼو ډولونه یې خوندي کړل شي

د پښتو ژبې په سلګونه لهجې یا ګړدودنه او د پښتنو په سلګونه ټبرونه یا قبیلې د لرغوني آریایې خپلواکې پښتو ژبې مهمې څانکې، پانګې او زېرمې جوړوي. ډېرې لهجې د یوې ژبې د لغوي زېرمې په بډاینه کې مهم رول لوبوي. ګړدود یا لهجه د یوې ژبې یو سېمه ییز ډول دی. لهجې نه باید له پامه وغورځول شي یا څنګ ته ټېل وهل شي او یا ترینه تیر شو. همداراز لهجې باید ٬٬غوره یا بدې٬٬ ونه ګڼل شي، بلکې ترینه په یوه معیاري پیاوړي جګه ژبه کې او د ژبني تنوع په برخه کې کار واخیستل شي، تر څو تر ډېره بریده له پردیو تورو پرته خپله نګه او کره ژبه جوړه کړو. یوې جګې یا کره ژبې ودې ورکولو ته د نړۍ په ډیرو نور ژبو کې له ګړدودونو څخه وده کړل شوي ده. ګړدودونه باید له معیاري جګې ژبې څخه بېل وساتل شي او پالنه یې هم وشي. همداراز جګه یا کره معیاري پښتو له لهجو څخه بېله وساتل شي. په بله وینا هر پښتون افغان باید خپله سېمه ییزه لهجه وساتې او ورسره جګه پښتو ژبه له وړکتونه تر پوهنتونه زده کړي.

کره پیاوړي جګه ژبه د پیاوړو لوړو زده کړو پوهانو په کچه وي. دغه بهیر په کورنۍ چاپیریال کې د ماشومانو په لومړنې ښوونځی کې چېرې چې د دوی شخصیت جوړیږي پیل کیږي او دویم پړاو یې په ښوونځي کې چې په هغه کې ژبه او پوهنه زده کیږي، ژبه خپلې اکاډمیکي، پوهنېز پړاونو ته رسیږي. ماشومان ژبه له لویانو څخه زده کوي، له یو نسل نه بل نسل ته ورکول کیږي، لویان باید د ماشومانو د ژبښود، لیکدود او د کره پښتو لږدولو یا انتقال او امانت ورسپارلو کې بې غبرګونه پاتې نه شي، باید په کور کې ډیره پاملرنه ورته وکړي.

ژبه د انساني روح ټول ځواک دی. ژبه په چوپتیا کې جوړیږي، پرته له پښتو ژبې څخه زموږ افغاني ملي هویت، ادبې شهکارونه او ملي ویښتیا ناشوني ده. ژبه زموږ د پوهې افقي پولې جوړوي.

لهجې زموږ د کولتوري هویت یوه مهمه برخه ده. لهجې ښیي چې دا سړی له کومې سېمې او ځای سره تړاو لري، څنګه کولتوري ژوند کوي، او په لهجه کې د یوې سېمې تاریخ لیدل کیږي. لهجې ژبې ته تنوع او رنګ ورکوي. دا روښانه کوي، چې دا ژبه ژوندې ده او په دوامداره توګه وده کوي. لهجې د یوې ژبې ځانګړي ډولونه دي‌، چې په ځانګړو سېمو کې ویل کیږي. د بېلګې په توګه د لویې پکتیا په زړه کې د ځدراڼو ځدراڼۍ ګړدود یا ډېالیکټ چې د پښتو ژبې د پیړیو پیړیو ژبنېزه وده په کې منعکسه کیږي او په دې لېکنه کې د ځدراڼو ځدراڼۍ لهجه باندې تمرکز کیږي. ځکه نن سبا ډېر خلک خپله لهجې بیا راسپیړي، وده ورکوي او په دې ویاړي چې خبرې پرې کوٍلي شي.

د ګړدود او معیاري ژبې ترمنځ توپیر

لهجه یا ګړدود د خبرو کولو یو ډول ته ویل کیږي او لهجه په سېمه ییزه توګه محدود ده، د بېلګې په توګه یوازې په یوه ځانګړې سېمه کې ویل کیږي. لکه ځدراڼۍ د ځدراڼو په سېمه کې ویل کیږي. ډیری وختونه په عمده توګه په شفاهي ډول کارول کیږي. خو نن ورځ ځدراڼۍ لهجې لیکل کیږي. لهجه هیڅ ثابت فورم او ګرامري یا لیګدودی قواعد نه لري. کیداې شي د نورو ګړدودونو سره د پاموړ توپیر ولري. د پښتو ژبه لهجې او لهجوي توپیرونه لري.

معیاري یا کره پښتو ژبه هغه ده، چې په ټولو سېمو کې د پوهیدو وړ وي، د بېلګې په توګه معیاري پښتو ژبه په یو شان تنظیم شوي ګرامر او لیګدود یا املا لري. په ښوونځیو، رسنیو، رسمي دفترونو، خبرتیاوو او رسمې غونډو کې کارول کیږي. د اړیکو لپاره د یو عام اساس په توګه کار کوي. اکسنټ یا تلفظ د ژبې یو متفاوت غږ ته ویل کیږي. د بېلګې په توګه ٬٬ هغه په پښتو تلفظ سره په الماني ژبه خبرې کوي. لهجه په بل ډول خبرې کولو ته ویل کیږي. لهجه د یوې ژبې یوه ځانګړې سېمه ییزې بڼې یا فورم ته ویل کیږي. یو اکسنټ یا لهجه په عمده توګه تلفظ یا بدلوي او یو کړدود عموماً کلمې او ګرامر بدلوي.

په لنډه توګه لهجه یا ګړدود د خپل وطنې سېمې ژبه او معیاري ژبه د هر چا لپاره ګډه معیاري ژبه وي. دواړه ژبې مهمې دي، د هویت او تنوع لپاره لهجې، په پراخه کچه د اړیکو لپاره معیاري ژبه ده. ګړدود د یوې ژبې سېمه ییز ډول دی. لکه په لوی افغانستان کې کندهارۍ، پېښورۍ، ننګرهارۍ او د پښتو ژبې منځۍ لهجې یادولي شو. د ځدراڼو ګړدود یا ځدروڼۍ هم د منځنۍ لهجې یا د کړلانې لهجې په ګروپ کې شامله ده.

ولې لهجې رامنځته کیږي یا وده کوي

لهجې ځکه رامنځته شوې، پخوا خلکو ډېر لږ سفرونه کول یا ګرځیدل. همدارنګه جغرافیایي انزوا، تاریخي پرمختګونه او د نورو ژبو یا کولتورونو اغېزې یادولي شو. افغانستان د غرونو او د لویو اوږدو درو هیواد دی. غرونو او درو له عرضي جغرافیایې پلوه د ولسونو سېمې سره جلا کړې دي او پښتو ژبې په مختلفو سېمو کې بېلا بېلو ډولونو یا لهجو ته وده کړې ده. لهجې هم په داومداره توګه بدلیږي، ځکه چې خلک یو بل سره خبرې کوي، کډوالېزه خوځښتونه رامنځته کیدل، کډوال بیرته خپلو سیمو ته ورستانه کیدل او همدارنګه نوی معیاري ژبه راڅرګندیدل. وسمهال تقریباً همدغه اغېزې او حالت موږ په افغانستان کې وینو.

څنګه لهجې باید وساتل شي. لهجې هغه وخت ژوندی پاتې کیږي، کله چې په ورځېنې ژوند کې ویل کیږي. ماشومانو ته لیږدول کیږي، او په شعوري ډول په کورنۍ چپریال کې، د ملګرو په ناستو کې او د ځانګړې لهجې په ټولنه کې کارول کیږي. د خپلې قبیلې له وګړو سره، همدارنګه په ښوونځيو او کولتوري ناستې هم مرسته کولي شي. د ژبنې ادبې تیاټر، د سېمه ییزو کلمو پاللو پروژې، د لهجې ساتلو ټولنې، ښوونیزه پروګرامونه، کوم چې د لهجو ارزښت نه راکموي، بلکې طبقه بندي کوي او د لهجې ساتنې ته وده ورکوي. په کورنې چاپیریال کې په هوښیارۍ سره په خپله لهجه کې خبرې وکړئ. د مشرانو او سپین ګیرو خبرې وارئ او ځانګړی خبرې ولیکلئ، لهجې په سندرو، کیسو او ډرامو کې وکاروئ. سېمه ییزه محاورې راټولې کړئ او په لیکلې بڼه کې تشریح کړئ. هېڅکه لهجې ته ٬٬ غلط٬٬ په توګه نه، بلکې د کولتوري هویت د یوې برخې په توګه ورته وګوري. پرې خندل اصلاً جایز نه دی او اجازه نېشته.

لهجې زموږ د کولتوري میراث یوه ارزښتناکه برخه ده. د لهجو ساتنه د معیاري ژبې ردولو مانا نه لري، بلکې د یوې ژبني تنوع ساتل دي. د ژبې یو سالم کولتور کولی شي دواړه یووالي او تنوع ترلاسه کړي.

سربېره پردې لهجې ټولنیزې دندې هم ترسره کوي. د لهجې ویونکو ترمنځ د خپلوي تړاو احساس ٬٬ د موږ احساس٬٬ رامینځته کوي. ګړدودونه، د خلکو محاورې او د فکر کولو لارې چارې له یوه نسل څخه بل ته لیږدوي. د پښتو ژبې ګړدودنه په ټولېزه توګه ژبه ٬٬ پښتو ژبه٬٬ بډایه کوي.

له همدې امله د ټولنیزې ژبپوهنې څانګې د ژبو د مستند کولو او ساتنې سره تړاو لري. د دې ساتنې او پاملرنې پرته، ډیرې ژبنېزه ګړدودونه د نړیوالتوب او په کره ژبو کې لوړ کیفیته رسنیزې خپرونې د خپرولو له امله ورو ورو ورکې کیږي.

موږ باید د پښتو ژبې له بېلا بېلو ګړدودونو څخه یوه پیاوړي جګه، نګه پر ژبپوهنېزو اصلو ولاړه او ټولو ته د منلو وړ، خوږه، پسته کره ژبه رامنخ ته کړو. ژبه تل په اوښتون کې وي، د پښتو ژبې کره کېدل د یوویشتمې پیړۍ او د نوي عصر یوه غوښتنه ده.

د ژبې او فکر تر منځ اړیکې ایا دا کېداې شي چې بې له ژبې فکر وشي، بې له ژبې اصلآً ناشونې ناشونې ده، چې فکر وشي. ایا موږ فکر کوو، کله چې موږ ګړېږو، او یا دا چې موږ په ورځنې ژوند کې د ور ځېنې ژبې پر ځاې په جګه کره ژبه خبرې وکړو، داسې مالومیږي، چې ډېر جدی حالت رامنځته شوي دی یا یو بدلون تر سترګو کیږي، توپیر دا دی، چې یوه ژبه د لوستو پوهنتوني روڼاندو او بله ژبه د نالستو کیلواله ده. په معیاري جګه ژبه کې سړی د ورځېنې ژبې نه په ډیر څه پوهیږي، په همدې وجه جګه ژبه ځان ته ارزښت ورکوي، په زړه پورې ښکلی غږ او تلفظ یا ویانګ لري.

د دې لپاره چې د ځدراڼو کړدود لیکبڼه په سمه او ښه بڼه کې دلته وړاندې شي، چې ځدراڼ څنګه په خپلو کې په خپله ځدراڼۍ لهجه کې غږیږي. البته د یادونې وړه ده، چې ښایې د ځدراڼو په ځینو ښاخونو کې د ځدراڼو ګړدود بیا هم لږ څه توپیر ولري. خو په ټولېزه توګه په دې لیکنه کې تر ډېره بریده هڅه شوي، چې د خوست ولایت شاوخوا ځدراڼو ګړدود وړاندې کړل شي.

د ځدراڼو ځدراڼۍ لیکبڼي پیژندنه

ځدراڼ د پښتنو په کرلاڼي ټبر کې شمېرل کیږي. د ځدراڼو لهجه یا ډیالېکټ د پښتو ژبې د سوېلي/ منځنۍ لهجې یوه مهمه او ځانګړې څانګه ده، چې د پکتیا، پکتیکا او خوست ولایتونو د ځدراڼو مېشتو سېمو کې ویل کیږي. دا لهجه د خپل خوږوالي، لرغونتوب، نګتوب، ځانګړتوب او ځانګړو تلفظونو له امله د پښتو په نورو لهجو کې خپل ځانګړی ځای او اهمیت لري. د ځدراڼو لهجه د پښتو ژبې یوه له خورا پخوانیو او په زړه پورې ګړدودونو څخه ګڼل کیږي.

د ځدراڼو ډیالېکټ ګرامر ښودلو او روښانتیا لپاره دلته د ځینو مهمو ځدراڼې ټکو بېلګې او د تلفظ توپیر وړاندې کیږي.

د ځدراڼو لهجه د پښتو ژبې د سوېلي/ختيځو ګړدودونو یوه ځانګړې او لرغونې خوږه لهجه ده. دا ګړدود د نورو پښتو لهجو په پرتله د پښتو د (ښ/ ږ٬٬ او ٬٬ ړ/ ڼ) تورو په ځانګړي تلفظ او په ځینو کلمو کې د خپل ګرامري بدلونونو له امله پېژندل کیږي.

د ځدراڼو لهجې ځانګړنه د دوی د غرنېز ځېګ ژوند او کولتوري ځانګړتوب له امله ډېره پياوړې او د خولې د ویانګ یا تلفظ په برخه کې ډېره ګرانه لهجه هم ده. چې هر پښتون سم پرې پوهېدلي هم نشي. خو خپله یوه ځدراڼ ته ځدراڼۍ لهجه ډېره خوږ پسته او ښکلې ده. د زړه ژبه تل مورنۍ ژبه وي، زما د زړه ژبه زما مورنې ځدراڼۍ لهجه ده. ځدراڼۍ لهجه د لویۍ پکتیا د ټولو قبیلو او ګړدونو په منځ کې رامنځته شوي یوه لهجه ده او د سېمې له نورو ګړدودونو سره اړیکې لري. ځدراڼې د لویې پکتیا او د ټولو پښتنو په زړنو کې رالویه او ساتل شوي لهجه ده.

ځدراڼۍ لهجه د کرلاني ټبرونو پوري اړه لري، لکه د وزېرو او اپریدیو قبیلو او د پښتو منځنۍ لهجې په واوېزه ګروپ کې ورګډېږي. په دې مانا چې د ابېڅې (الفبا) توری په کې په ( ي / و ) بدلیږي. لکه (ورور، سبا، کتاب، پلار، خوشال، ځای او لاړ ) په ځدراڼه لهجه کې (ورېر، کېتوب، سبو، پلور، خشول، ځوی او لوړ ) سره تلفظ یا ویل کیږي. همدارنګه په ځدراڼۍ لهجه کې مجهول ( و) په مجهوله (ې) بدلېږي یا تلفظ کیږي. د بېلګې په ډول (ګوره) په (ګیړه) او (موږ) په (مېږ) تلفظ کیږي. معروف ( و ) په معروفه ( ی ) بدلیږي. لکه (درومي) په (دریمي) (خوست) (خېست) یا (نوم /ناف) په (نېم) تلفظ کیږي.

په ځدراڼه لهجه کې (الف) چې د یوې کلمې په منځ او پای کې راغلی وي، هغه په ( و ) بدليږي لکه: (بازار، کار، کارخانه، ملا، کال، پلار، کابل، ځای، باغ) په (بزور، کور، کورخونه، مولو، کول، پلور، کوبل، ځوی، بوغ) ته اړوي او همدارنګه کله چې ( و ) د کلمې په منځ کې راشي هغه په ( ی ) بدلیږي. لکه: (لور، مور، بنو، لوند، توت) په (لیر، مېر، بني، ليند، تيت) تلفظ کیږي.

همدارنګه ( کور/ کیر)، (کوټه/ کیټه)، (اور/ یر) (اوړه/ یړه)، (لړمون/ لړمین) ( زوم / ځیم باندې بدلیږي.

د پکتيا لهجه: دا لهجه هم د مرکزي لهجې په کتار کې راځي، خو ځينې ځانګړې نښې لري. د بېلګې په ډول ځدراڼ د (راځه، ځي) په ( رڅه، روشه، څوي) باندې تلفظ کېږي. په یوه بېلګه او په یوه غونډله کې د جګې یا کړه پښتو او ځدراڼو لهجې ترمنځ توپیر پرتله کیږي.

کره پښتو: موږ نن ګهېځ د غره لمنې ته ځو. دغه جمله د ځدراڼو لهجه کې ٬٬ مېږ نن ګهېځ د غره لمنې ته څو. دلته د  موږ/ پر ځای میږ) د (ځ / پر ځای څ) کارول کیږي.)

د ځدراڼو لهجه (ځدراڼۍ) د پښتو ژبې د ختېځې څانګې اړوند یوه مهمه په زړه پورې لهجه ده او خپل ځانګړی خوږلت لري، چې د خپل ځانګړي فونولوجیکي، یا “ د ژبې د ننه د غږونو ترتیب او فعالیت، د “مورفولوجیکي یا” د کلمو بهرنۍ بڼه، د جوړښتي جوړښت یا شکل بیانولو” او لغوي نظم له مخې پېژندل کېږي. د پښتو ژبې دا لهجه د غږیزو بدلونونو له پلوه ځانګړې ځانګړتیاوې لري. په ځانګړي ډول د ٬٬ ښ٬٬ فونیم چې په ډېرو مواردو کې د ٬٬ خ٬٬ یا ٬٬ ش٬٬ ته نږدې غږیز بدیلونه اخلي.

له مورفولوجیک پلوه، په ځدراڼۍ لهجه کې د افعالو صرفي جوړښتونه او د نومونو د جمع کولو طریقې له معیاري پښتو سره په څرګنده توپیرونه لري، چې دا توپیرونه د دې لهجې خپلواکه ګرامري بڼه هم ښیي.

سربېره پر دې، د لغوي زېرمي له اړخه دا لهجه د ګڼ شمېر لرغونو او اصیلو پښتو وییونو ساتونکې ده، چې د پښتو په نورو لهجو کې یې کارونه لږ شوي یا له منځه تللي دي.

په ټولیز ډول، ځدراڼۍ لهجه د پښتو ژبې د ژبني تنوع، تاریخي دوام او کولتوري بډاینې یوه مهمه او ارزښتناکه برخه بلل کېږي.

د لهجو د ساتنې لپاره یو مهم فکتور په ورځني ژوند کې د هغوی فعاله کارول دي. ژبه یوازې هغه وخت ژوندۍ وي، کله چې ویل کیږي یا ځېرک ویښ ویوونکي ولري.

بله مهمه برخه د عصري رسنیو د لهجې کارول دي. لکه په مصنوي ځېرکتیا کې، لهجې باید زاړه نه وي – برعکس وی: دوی کولی شي د ټولنیزو رسنیو، پوډکاسټونو یا ویډیوګانو له لارې نوې پاملرنه ترلاسه کړي. کله چې ځوانان په ډیجیټلي بڼو کې لهجې کاروي، ژبه عصري کیږي او اړونده پاتې کیږي.

د دوی ساتنه په عمده توګه په ورځني ژوند کې د دوی د ویلو او راتلونکي نسل ته د لیږدولو پورې اړه لري. ښوونځي او د ژبو ادبیاتو پوهنځي کولی شي د پروژو او تخلیقي کارونو له لارې لهجو ته وده ورکړي.

په دې موخه چې ځدروڼۍ لهجه دلته په سم توګه وړاندې او وپېژندل شي. د بېلګې په ډول په هوټل کې دوه ځدروڼ په خپله ځدروڼۍ لهجه یا ګړدود کې غږیږي. ښایې دا لومړی ځل وي، چې په دې بڼه کې ځدروڼۍ لهجه لیکل کیږي او د ځدرانۍ لهجې ساتلو لپاره په لاندې ډول یوه محاوره وړاندې کیږي.

په یوه هوټل کې دوه ځدروڼ نوست دي او په خپله ځدروڼه لهجه کې سره غږیږي:

خان زرک: ستړي مه شي، جوړ پخیر، څرګې یې، ومنه چې زه خو نن ډېر خشول شوم، چې ته مې ډېر وخت بد بیا ولدي. ته کله د وطنه روغلي یې.؟

زرخان: ته ستړي مه شي، خیر یوسي، زه ښه یم، ته خپله ښه یې، خولخونه، دې ښه دو، زه ایس دا څې ورېځې کیږي، چې د ګېډه ورې نه خېست ته، د خېست په لیار کوبل ته او بیا د کوبل نه داسي جرموني ته په جېز کې روغلي یم. قسم دی، چې کله مو دولته په هوټل کې ته ولدلې، سخت درته خشول شولم، چې خپل ځدروڼ مې د جرموني په دغه ستر ښار کې پیدو کا او ولید. د تو ټېلې هغه زړې کېسې، هغه خوږې جمعې، هغه په کلي کې زړۍ توکې، خندوې او هغه ویرونې لېبې مې ټېلې بیا په یود شولې.

خان زرک: ښه ډېر ښه ته ایس د دې جمع روته وکه، چې په خېست کې او په کلی کې څه کیسې وې.

زرخان: خېست کې شکر خیرو خېریت و. د خېست بزور ښه په درځ کې روون دی. د خېست دېکنېنه ټېل د نیو سامنې نه ډګ دي، بزور کې چې هر شی وغوړوې، هغه په کې پیدو کیږي. خلک ښه خشول په کې ګرځي. هره وریځ د لرې لرې ځویېنه عېن د ګولمخون نه داسې تر ګردې څېړي پېرې خلک د خېست بزور ته په سودو پسې ارڅي. په ځېست بزور کې هره ورځ د خلکې، د مېټرې بېروبار او رش وي.

خپله خېست تک شین ویلوړ دی، ښکلی پیجوه، هوو لري، تک شین اسمون لري، د شپې ملۍ په اسمون کې غوټ غوټ ستیري میلومیږي. سږ کول ویړي کې په ګېډوره کې او په ټېل خېست کې فصلینه ښکلی تک شېنه ویلوړ دي، شېلې، غنم، جوور، اوربشي، شوتلې ښې پېرمانې په کې شنې شوي دي. ورینګې ښۍ ډېرې پریمونې په کې وریږي، غووې، پسېنه، وزې، چرګې په کې کیځ پوس مړې ګرځي، نیني په کې ټیلوي ښې په کې مړېږي. ښه پریمون او ارزون بیز په کې خرڅیږي. کیځ په لګډ کې هر وخت توینه ښه ډک ډک بهېږي. اوبه ښیې ډېرې پرمونې دي، د مېږ فصلینه ښې په اوبې کې پڼه کیږي، کوردورن شپه ورځ په خپلو پټېو کې کورینه کې، څوک یووې کې او څوک بوغینه پڼه وي. په ونې کې ښې خوږې منې، خوږه انګیړې او خوږې ملټې کوړي وي. کله چې توی روشي، خلک په توی کې مېټرې مېترې لرګې ارنیسي.

خان زرک: ده خو ډېر ښه خبرینه دې رووړي دي. ښه ښه په خېست کې داسي کیسې دي.

زرخان: یه؛ په خېست کې داسې کېسې دي، ښه ته خپله څرګې یې، چېر ته ایسېږګي او دولته څه کور کې، کیر دې چېرته دی.؟

خان زرک : شکر دی زه ښه یم، زه دولته په دغه ښار کې ایسیږم. کیر مې داسي نیم ساعت د دې ځوی نه لېري دی. دولته په یوه دفتر کې کور کم، ګهیځ وختي څم، وګه نووخته کیر ته ارڅم. دولته ټیل خلک په خپلې کورې کې سره اوخته او ورک دي، ملګریه، د هیچا سره دولته وخت نېشته.

خان زرک: زه خو ایس ډېر وګې شوی یم، اول به مړۍ روغوړي، بیا به په ورې ورې خپله جمع سره کوو.

زرخان: سمه دو.

خان زرک: دغه هم د مړۍ خوښولو پرچه یا د ٬٬مینو کارټ٬٬ دی. پیګي چې د دغې افغاني هوټل څښتن یو ځدروڼ دی، دغه هوټل په دغه ښار کې ډېر مشهور هوټل دی، هر مښوم د خلکو نه سخت ډک کوي، د خداې مخلیک ورته ارڅي. دوی ډېر خوږه افغاني خروکینه پخوي او ښې په مۍ خیرنې وریجې هم پخوي، زه خو نن ځونته خپلې په مې کې خېرنې ورېجې ارغوړومه، چې کورت، او د غو زېړو غوړ هم په کې وچاوي او د یوې سلتې سره ارغواړم. ګیرم چې نن مې کې ورېجې څومره خوند کې. د دې هوټل غوښه او مړي ټېله حلوله دو.

زرخان: د مو خو پیلو ډېره خوښېږي. زه به د پسه غوېښې سره د کوبلي پیلو، په غوړیو کې سرې شوي منګړیټي او سلته رواغوړم. مو ته خو د غوڅکي غوښې شوروه هم خوند روکوي. خو زه نن خپل کوبلې پیلو ارغوړم، زړه مې ورته شوي دی.

خان زرک: مړي خو مو ایس روغوښتله، تر سي چې مړي ته یورېږي او ارسي، تر هغې پېرې ته ایس دا راته ووییه، چې په ځدروڼو کې نیره څه کېسې روانې دي، د مېږ ځدروڼ څه کې. زه خو ډېر وخت کیږي، چې ترینه هېڅ خبر نه لرم.

زرخان: والا چې داسې څه خاصې خبرې خو نېشته، خو ته پوهېږي، چې ځدروڼ ډېر کورېګر او خورېکښه خلک دي، ټېل کورېنه کې، دوی هم په کوري کې سره اوخته دي.

څوک په منځکې کې اوخته دي، څوک هره ورځ په بیسکل یا په مېټر کې کوړته خېست بزور لیري ته دریمي، هولته بزور کې شینه او سامنینه سره خرڅوي، څوک په دوترې کې کور کې، څوک په عربو کې مېزدېري کې او څوک دولته په اروپا کې کورینه کې، خو په ځډروڼو کې ایس ډېرې ښې چارې او ابودۍ روونې شوي دي، پوخه سړکینه جوړ شوي دي. خلکې ژور ژور کهیې کیندلي دي، ښه دیکنیه، کسوبې، د رختې یا کولیو ستر ستر دیکنینه، مکتبینه، ښکلي جیماتینه جوړ شوي دي، د خېست ښار ډېر ستر شوي دی، خلک د یوه ځوینه بل ځوي ته په مېټرو کې څي او ارڅي.

خان زرک: د تو خپل وړکې لجینه شته، هغه څرګې دي، مکتبې ته څي که نه څي. مېر پلور دې څرګې دي، ښه دي.

زرخان: لېنه او زامن مې اووړه مکتبې ته څي. ښه په کې تکړه او خوشول دي‌. د مېږ پلور ډېر ریغ نه دی، داسي یوه میاشت کیګي چې په شپخونه کې پریت دی. ادې مې ښه دو، کله کله شپوخونې ته د مو پلور پېښتنې ته وېرڅې، خو هغه خپله ډېره کمزیری شوي او زړه شوي دو، هر وخت مریضه پرته وي. دورې ډېر خوري. یو کشر وریر مې دی، هغه په منځکې کې یووې او کور کې. ایس چې زه راتلم د جورې لو ګډ وه، د جورو سټې سره سپینې کولي. هغې ته مو د جورو تریشل ارغوښتی دي، ایس د جورې تریشل کې.

خان زرک: دغه دو هوتلې خو مړۍ ته یوره کړه او رووړه. بسمیلو به په کوو. خپله جمع به کوو، مړې به هم خورو.

د مو لوبکی (قاب) خو یې د وېرږې نه داسي سخت ډک کړي دی، چې څه یې کاوې. په خدای چې ډیرې خوږې د مې ورېیجې پخې دي. ښه په کورت غوړيو کې پخې کړي دي. غوښه یې هم ښه نرمه پخه شوي دو. ته خو د مو مړۍ لږ وڅکه چې څرګې خوند کې. په دغه قاشوغه يا څیمڅکی لږ دروخله.

خان زرک: په غوري کې پیلو، په تتي کې د غوښې کورمه، بله تتي کې شنه او په یوه نېلبکی یا لوبکی کې سلاتې ډیر خوندې کې، د مړي بیه یې هم ډېره ښه ارزونه دو. بس خوره دورې دې شه، زه خو میړ شوم.

خان زرک: ځدروڼه د عید په ورځ کې څه شي کي.؟

زر خان: د مېږ ځډروڼ د عید په ورځ شودې چاې ویجرې ته راوسبوسي، ویرسره رینځکي، کیک، کلچې او میټایې هم وي. د کیر وړه ستر ټېل په ګده د ګهیځ چای سره وخوري، د هغې نه بد سړي او مشرونو جومات ته سي، د عید لمینځ په جومات کې وکې. د لمونځه نه څټ ته بیا خلک خپلو کیرې ته اردریمې، بیا د خپلو خولخونې او لېنې زامنې سره عید مبارکۍ وکي، بیا ویجرې ته اروځي، بیا ښې د مې ورېژې ښیناکي اربوسي، ښه د غو غوړي او کورت په کې وي، په دسترخانې کې پېنځه شپږ ښیناکې ایبښوي، بیا په هر ښینکې نې څلوېر یا پېنځه پینډه کینې، یو ښینکې چې وخوري، بل ښینکي ته پینډه ور بدلیږی، هر پینډه په نمبر باندې خپلې ښینکی ته بدلیږي. د مړۍ نه څټ ته وړه وړکې لجینه پټاخي ټنکوي او خوشولۍ کو. بیا ژڼکې څې د کلي دیکانې ته هولته ییې سره ګټي، درې شپې ورځې د خلکې ښه ساعت تیر وي. د عید په وګاه باندې دغې ژڼکی د خړې شپې خوړه هم پخوي، که چرګه وي، که پیلمرغه وي، ترینه یو خوندور سبات جووړي. ښه تروې پې د بودرنګ سره، مولګه او وچ ویلنی هم ورچولی وي. دا ډیر ښه خوند کو. مړې چې وخوري بیا ژڼکي په خپل منځکې قسمه قسمه جمعې او لیبې سره کوو. د عید درې ښه خوږې شپې او وریځې داسي سره تیره شي…

خان زرک: ځدروڼ نن سبو څرګې ورووې کي.؟

زرخان: د ځدروڼې د ورووې جمع به هم درته وکم، په ځدروڼې کې چې څوک جینکې غوړي، هغه د یوه سړی او یوې ښځې یوه مرکه ورلګي. د مرکې ښځه جېنکې کسي، چې جېنکې یې خوښه شي، دغه ښځه سړی ته ویایې چې جېنکې د مېږ خوښه دو. بیا دوی خپل کیر ته روشي، په خپلو کې سره وغږیږي، چې د پولنکی سړی لیر د مېږ خوښه شوه او مېږ دستي ورسره کو. د زی پلور د جینکې پلور ته ویرشي، چې یو وړکې لوس به سره په ونسي. د هغې نه څټ ته بیا د وړکی پلور چې جینکي ورته کړي دو. خپلې خویندې خورلنې، د کلي مشرون سره روغوړي، چې سبو ته د موږ ستر لوسنیوی دی. بیا د جینکې پلور پسه حلول کو، خلکې ته مړی پخه کې، بیا د وړکی خپل پردۍ د جینکې پلور کېر ته ویرشي، بیا چې کله مړی وخوري، د مړي نه ورسته مشرون د جینکې په پیر (ولور) باندې خبرې وکو، بیا د جینکی پلور پینځه لکه پیر وتړي، بیا په دغه وخت کې کیم مشرون چې د ورکې پلور سره تللي وي، دوی ورته ویایې چې د میږ د پوره به څه ریپې ارکموي، بیا د مشرونې لپاره یو لک ریپې ورکمومي، چې پیر څلوېر لکه شي. بیا د هغې څټ د کلي مولو روغوړي، مولو د خیر یوه دعوو وکو. په ویجره نوست خلک یو بل ته د نوی دستی مبارکې وویې یا ویرکوي. ښځې درېې وهې، خوشولې کوو، ژڼکې ډهلینه وهي، که ډهل نه وي، بیا ژڼکي پیپوه وهې.

د ورو د پوره ورڅي وریشي، بیا ورڅي د جېنکې په کیر کې یوه شپه وکوو، بیا جېنکې کلیول د ورڅي راوغلي خلک تنګوي، څوک رنګینه ورشړي، څوک ایرې ورشړي، دغه شپه چې تیره شي، بیا د ګهیځ چای او د برېزر مړي ورسره خوري، چې برېزر مړي وخوري، بیا جینکې د پلور د کیره اربوسي، مېټر ته وخیګوي، بیا چې مېټر رون شي بیا د کلي وړه وړکې لجنې پټک اوچولي وي، سبات خوړي، د وړکې پلور یا ورېر په موټر کې ناست وي، د وړکې لجینې د پوره یې مخکې د لس لس یا شل شل ریپې لوټېنه ته یور کړي ویرسره وي، هغه دغې ویلړول وړکې لجینې پسې ورکوي. بیا چې کله نووي د مېړه کیر ته ورسیږيګي او کله چې نووي د مېټر نه ارکیزوي‌، بیا د وړکی میر یا مشره خېر غږ وکې، چې دغه نووی تر لوس ونسوئ او په خپله کېته کې کینوئ، بیا د وړکې کیر واله سړي د تیپکو درې ورېنه وکې، نووې په دغه وخت کې په خپله کیټه کې نوسته وي، بیا چې کله ناووې کېنوي، په دغه وخت کې بیا یو وړیکې وړکی د نووي په غږ کې ورکي، چې نووي په بختوره شي. بیا نووي وړکې وړکی ته یو څه ریپې په لوس کې ورکو، بیا مزدیګر ته خوړه ته یور وي، بیا کیروله د کلي خلکو ته خبر وېر کو، چې مېږ د مزدګر لمونځه نه څټه ته خوړه ته یور کړي، وړه ستر دې تېل مړي ته ارسي. بیا چې کله خلک مړي وخوري، سره ریسخت شي، بیا ژڼې ځواننو پاتې شي، څوک جمعې مجلیسینه کوو، څوک ډیلینه وهې، څوک سندرې بیلې، بس د خلکو ساعت تیر وي، بس په ځدروڼو کې د ورو خوشولي داسي خیل ته وي.

بیا چې درې ورځې پوره شي، بیا نووي اوبې ته اربوسي، کټوه یې په لوس کې ورکړي وي. د مېږ ځدروڼ ځیمونه خو په دغه وریځ ډېرشرمیږي، پټ پټ غلي غلي ګرځي، ځون په چا نه وینې یا ځون چا ته نه ورښيې. ځېم ته وایې چې ته دغه غوې سارو ته بیزه یا ژرندې ته لوړ شه، یا میږی وزې غره ته بیزه ویې پیایه، خو دغه عادتونه مخکې وختې کې وه، خو ایس عادتینه لږ بدل شوي دي. په ایس وخت کې ځیم د ولمنې خېزمت کوو، د ولمنې ستړی مه شي ته ویلوړ وي. د مړي په وخت کې ځیم کیزه چلمچې یې په لوس کې نیولي وي. د ولمنې لوسیۍ ته اوبو روچوي. ځیم د روغلي خلکې په خېزمت ویلړو وي. بس چې مړی وخوړل شي، ځیم نوی جومې واغوندې، بیا د ځیم ملګري راوغلي وي، د ځون سره ګولون هم راوړي وي، بیا دوی خپل مجلسینه سره جوړوي.

زر خان: بس دو د ځدروڼې د عید او ورورې جمعې مې هم درته وکړې.

خان زرک: ډیر ښه مړې خو مو ښه خوندوره وخوړه، ښه خوند یې وکا، ښه جمعه مو وکړه. ته د مو ولمه یې، د مړې پېسې زه ورکوم، نیره به د شپې د پوره په مېټر د مېږ کیر ته لوړ شو.

نور بیا …

د نړۍ تر ټولو ځواکمن واکمن د چین دولت او کمونسټ ګوند مشر جین پینګ څوک دی؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.