ایران په اماراتو، بحرین او اردن کې پر امریکايي اډو د تازه بریدونو خبر ورکړ

4

کابل (پژواک، ۱۱ وږی ۱۴۰۵): ایران وایي چې په تازه بریدونو کې یې د بې‌پیلوټه الوتکو او بالستیک توغندیو په وسیله په متحده عربي اماراتو، بحرین او اردن کې د امریکايي ځواکونو اډې او تأسیسات په نښه کړي دي.

د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن د دغه هېواد د پوځ له قوله راپور ورکړی چې لسګونو بې‌پیلوټه الوتکو په متحده عربي اماراتو کې د الظفره او المنهاد اډو راداري سیستمونه او د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو ځایونه په نښه کړي دي.

د راپور له مخې، د ایران پوځ دغه راز ویلي چې په بحرین کې د شیخ عیسی اډې راداري تأسیسات او د امریکايي ځواکونو د مېشتېدو ځایونه هم د بې‌پیلوټه الوتکو په وسیله په نښه شوي دي.

د ایران پوځ ویلي چې دغه بریدونه یې د ایران پر خاوره د امریکا د وروستیو بریدونو په غبرګون کې ترسره کړي دي.

بلخوا، ایرنا د سپاه پاسداران د عامه اړیکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ځواک هوايي ـ فضايي ځواکونو په بالستیک توغندیو په اردن کې د پرنس حسن هوايي اډه کې د امریکا د «آرکیو-۴» او «اېم‌کیو-۹» بې‌پیلوټه الوتکو هنګرونه په نښه کړي دي.

سپاه پاسداران ادعا کړې چې په دغه برید کې یو شمېر بې‌پیلوټه الوتکې له منځه وړل شوې او یو شمېر پیلوټانو او تخنیکي کارکوونکي وژل شوي دي.

امریکايي چارواکو تر اوسه د ایران د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.