ضمیر د شریعت لپاره یوه خپلواکه سرچینه نه ده

قاضی لودین

55

دامر بالمعروف او نهی عن المنکر۱۰۶ برخه .
بسم الله الرحمن الرحیم
الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام على سیدنا محمد وعلى آله وصحبه أجمعین.
محترمو هیوادوالو السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته .

ضمیر د شریعت لپاره یوه خپلواکه سرچینه نه ده، بلکې له هغو نعمتونو څخه یو نعمت دی چې الله تعالی په انسان کې د اورېدلو، لیدلو او عقل ترڅنګ ایښی دی، څو له هغه سره د توپیر، پوهاوي او مسؤولیت په ترسره کولو کې مرسته وکړي.

انسان ښايي په خپل عقل واوري او په خپلو سترګو وویني، خو د خپل ضمیر له لارې احساس کوي چې دروغ بد دي، ظلم دردونکی دی، عدالت ښکلی دی او رحمت له سختی څخه غوره دی.

له همدې امله، کله چې سالم ضمیر له سالم عقل او سالم زړه سره یوځای شي، نو حق ته د هدایت له تر ټولو سترو وسیلو څخه ګرځي.

خو که ضمیر د تعصب، تکبر، شخصي ګټو او د تېروتنو د ډېر توجیه کولو له امله فاسد شي، نو ورو ورو کمزوری کېږي، تر دې چې د حق او باطل پر وړاندې خپل حساسیت نږدې له لاسه ورکوي.

نو په لنډه توګه، ضمیر هغه داخلي اخلاقي قطب‌نما ده چې الله تعالی په انسان کې ایښې ده، څو د خیر او شر، عدالت او ظلم په پېژندلو کې ورسره مرسته وکړي.

رسول الله ص فرمایلی دی :
پر خلکو به داسې دوکه کوونکي کلونه راشي چې په هغو کې به دروغجن رښتینی ګڼل کېږي، رښتینی به دروغجن ګڼل کېږي، خاین به امین بلل کېږي، امین به خاین ګڼل کېږي، او روېبضه به خبرې کوي.
صحابه‌وو وپوښتل:
روېبضه څوک دی؟
رسول الله ص وفرمایل:
هغه کم‌ارزښته، نالایقه او ناپوه انسان دی چې د عامو خلکو د چارو په اړه خبرې او پرېکړې کوي.

د روېبضه کلمه ډېر ژور مفهوم لري.
مطلب یې یوازې دا نه دی چې یو څوک بې‌سواده وي؛ بلکې هغه کس ته اشاره کوي چې د داسې مهمو عامه او ټولنیزو چارو په اړه خبرې، فتوا، نظر یا پرېکړه کوي چې د هغې لپاره لازم علم، اهلیت، تجربه او امانت نه لري.

یعنې ستونزه یوازې په ناپوهی کې نه ده؛ ستونزه دا ده چې نااهل انسان د خلکو د برخلیک په اړه د اهل انسان ځای ونیسي.

حدیث شریف د داسې زمانې یادونه کوي چې د حق او باطل معیارونه ګډوډېږي:
دروغجن د رښتیني په نوم معرفي کېږي؛
رښتینی انسان دروغجن او بدنامېږي؛
خاین ته د باور وړ انسان په سترګه کتل کېږي؛
امانتدار ته د خیانت نسبت ورکول کېږي؛
او نالایقه کسان د ټولنې په مهمو چارو کې د نظر ورکولو او نفوذ خاوندان کېږي.

دا د ارزښتونو د سرچپه کېدو حالت دی؛ یعنې هغه څه چې باید بد وګڼل شي، ښه معرفي کېږي، او هغه څه چې باید ښه وګڼل شي، بد معرفي کېږي.

درسول اکرم ص دا مبارک حدیث یو عمومي نبوي خبرداری دی؛ موږ کولای شو له هغه څخه د خپل وخت لپاره درس واخلو.

د افغانستان د تېرو څو لسیزو تجربه بیا د حدیث له دې پیغام سره د فکر کولو ښه زمینه برابروي.

افغانستان د بهرنیو قدرتونو د سیالیو، جګړو، وسلو، پیسو او نیابتي سیاستونو له امله له سختو مصیبتونو تېر شوی دی.

بېلابېلو پړاوونو کې بېلابېلو افغان ډلو ته بهرنی ملاتړ ورکړل شوی، خو د جګړو پایله د افغان ولس لپاره پراخه ویجاړی ، کډوالي، بې‌وزلي او سیاسي وېش و.

د شوروي ضد جګړې پر مهال د افغان مجاهدینو لپاره د بهرني ملاتړ یوه مشهوره بېلګه سټینګر توغندي وو.

د امریکا د CIA په تاریخي معلوماتو کې هم د افغان مجاهدینو لپاره د سټینګر توغندیو د برابرولو یادونه شوې ده.

له دې تاریخي تجربې څخه مهم درس دا دی چې:

کله چې د یوه هېواد برخلیک د هغه هېواد د ولس پر ځای د بهرنیو قدرتونو، وسله‌والو ډلو او نالایقه مشرانو ترمنځ د سیالی وسیله وګرځي، قرباني یې عموماً عام ولس وي.

نو د حدیث شریف پیغام باید یوازې د نورو د محکومولو لپاره ونه کارول شي؛ بلکې لومړی باید هر انسان له ځانه وپوښتي چې ایا زه د هغه څه په اړه خبرې کوم چې علم او اهلیت یې لرم؟

ایا زه د دروغو پر ځای حقیقت خپروم؟
ایا د امانتداری ملاتړ کوم؟
او ایا د خپل هېواد د خلکو خیر راته تر شخصي، قومي، تنظیمي او سیاسي ګټې مهم دی؟

همدا د حدیث شریف له مهمو درسونو څخه دی:

په هغه وخت کې چې حق او باطل سره ګډ شي، د مسلمان دنده دا ده چې د حقیقت، عدالت، امانت او علم معیار وساتي؛ نه دا چې یوازې د زور، شهرت یا تبلیغ له مخې د خلکو خبرې ومني.
[ قال رسول الله ص!
سَيَأْتِي عَلَى النَّاسِ سَنَوَاتٌ خَدَّاعَاتٌ، يُصَدَّقُ فِيهَا الْكَاذِبُ، وَيُكَذَّبُ فِيهَا الصَّادِقُ، وَيُؤْتَمَنُ فِيهَا الْخَائِنُ، وَيُخَوَّنُ فِيهَا الْأَمِينُ، وَيَنْطِقُ فِيهَا الرُّوَيْبِضَةُ
قِيلَ: وَمَا الرُّوَيْبِضَةُ؟
قَالَ رسول الله ص
الرَّجُلُ التَّافِهُ يَتَكَلَّمُ فِي أَمْرِ الْعَامَّةِ]

دوهمه برخه :

عبدالله بن عمر رضی الله عنهما روایت کوي چې:
په خلکو به داسې وخت راشي چې جوماتونه به ډک وي، خلک به پکې راټولېږي، خو په دوی کې به یو مومن هم نه وي.
۱- عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ:
يَأْتِي عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ، يَجْتَمِعُونَ فِي الْمَسَاجِدِ، وَلَيْسَ فِيهِمْ مُؤْمِنٌ.
رواه الحاكم في المستدرك (۴/۴۴۲).
ابن عمر رض فرمایي:
په خلکو به داسې زمانه راشي چې په جوماتونو کې به راټولېږي، خو په هغو کې به یو هم مومن نه وي.

۲- عَنِ ابْنِ مَسْعُودٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:

لَيَأْتِيَنَّ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ لَا يَبْقَى مِنَ الإِسْلَامِ إِلَّا اسْمُهُ، وَلَا مِنَ الْقُرْآنِ إِلَّا رَسْمُهُ
رواه أبو نعيم في حلية الأولياء (۵/۲۰۰).
ابن مسعود رض وایي:
په خلکو به حتمآ داسې زمانه راشي چې د اسلام نه به یوازې نوم پاتې وي، او د قرآن نه به یوازې لیکنې پاتې وي…

۳- د انس بن مالک رض روایت .
عَن أَنَسٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ:
لَيَأْتِيَنَّ عَلَى أُمَّتِي زَمَانٌ يَجْتَمِعُونَ فِي الْمَسَاجِدِ، وَيُصَلُّونَ، وَمَا فِيهِمْ مُؤْمِنٌ.
انس رض وایي:

رسول الله ص فرمایلی دی :
زما په امت به داسې وخت راځي چې جوماتونو کې به راټولېږي، لمونځ به کوي، خو په هغوی کې به یو هم ریښتونی مومن نه وي.

۴- د ابو هریره رض حدیث (په معنا تړلی)
عَن أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ الله ص :

يَأْتِي عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ، يَكُونُ الْخَاشِعُ فِيهِمْ مُعْجَبًا بِخُشُوعِهِ.
رواه الدارمي (۲/۳۱۶).
ابو هریره رض وایي چې رسول الله ص وفرمایل:
په خلکو به داسې وخت راشي چې څوک چې خشوع کوي، په خپل خشوع به مغرور وي.

۵- د عبدالله بن عمرو رض مشهور حدیث (په معنا ډېر مهم ، حسن/صحیح)

عَنِ النَّبِيِّ ص أَنَّهُ قَالَ: لَيَأْتِيَنَّ عَلَى النَّاسِ زَمَانٌ لَا يَبْقَى مِنَ الْقُرْآنِ إِلَّا رَسْمُهُ، وَلَا مِنَ الإِسْلَامِ إِلَّا اسْمُهُ…

رواه ابن ماجه (رقم ۴۰۴۹).

رسول الله ص فرمایي:

په خلکو به داسې زمانه راشي چې د قرآن کریم نه به یوازې لیکنې پاتې وي، او د اسلام نه به یوازې نوم پاتې وي…
په دې عصر کې چې د اسلام ظاهري نښانې تر ډېره پاتې دي، جوماتونه ښکلي شوي، اذانونه اورېدل کېږي، دیني محفلونه ډېر شوي، خو ددې تر شا یوه خطرناکه پټه نقیصه ده چې رسول الله صلی الله علیه واله وسلم یې نښې نښانې بیان کړې دي:
د ایمان ختمېدل.
د عبدالله بن عمر رضي الله عنهما دا حدیث موږ ته یو ژور پیغام راکوي.
که څه هم خلک به جوماتونو ته ورځي، صفونه به ډکېږي، خو د حقیقي ایمان خاوندان به پکې نه وي.

دا پدې معنا نه ده چې خلک به ځان مسلمان نه بولي، بلکې دا معنا لري چې د ایمان هغه ژور حقیقت، هغه یقین، هغه عمل، هغه تقوی، او هغه زړه‌سوی به له منځه تللي وي.

موږ باید ددې احادیثو نه وویریږو، او ویښ شو. نن ورځ که موږ جومات ته ځو، باید له ځان نه وپوښتو:
آیا ما د جومات د صفونو له ډکولو سره خپل زړه هم له ایمان نه ډک کړی؟

آیا زه یواځې د خلکو د لیدو لپاره لمونځ کوم، او که د الله تعالی د رضا لپاره؟
آیا زما دین یوازې په ظاهري مناسکو محدود دی، او که زه یې پر روح هم پوهېږم؟

داسلام مقدس دین یوازې د ظاهري عبادتونو مجموعه نه ده، بلکې دا یوه ژوره روحاني رابطه ده د بنده او رب ترمنځ ده .

کله چې موږ یوازې رسمیات وساتو، خو له زړه مو ایمان وتلی وي، نو دا هغه حالت دی چې د رسول اکرم ص حدیثو ورباندې خبرداری ورکړی دی.

هره ورځ له الله تعالی سره خپله اړیکه بیا رغوو، توبه باسو، او خپل نیتونه اصلاحوو.
علم زده کوو: که چیرې دین ته ژوره پوهه ونه لرو، نو ایمان مو کمزوری کېږي.

عمل د ایمان ښکارندوی دی، که چیرې موږ یوازې خبرې کوو، خو عمل نه کوو، نو دا ایمان کمزوري کوي.

هر عمل یوازې د الله لپاره کوو، نه د خلکو د ستاینې لپاره.
ددې حدیث معنا دا نه ده چې موږ باید ناهیلي شو، بلکې دا یو زنګ دی د ویښتابه، یو خبرداری دی چې موږ باید د جوماتونو له ظاهري حضور څخه تر حقیقي ایمان پورې سفر وکړو.
الله تعالی دې موږ ټول د هغو کسانو څخه وګرځوي چې جومات ته نه یوازې د بدن، بلکې د زړه، عقل او روح سره ورځي .

دریمه برخه !
کله چې د یوه هېواد برخلیک د هغه هېواد د ولس پر ځای د بهرنیو قدرتونو، وسله‌والو ډلو او نالایقه مشرانو ترمنځ د سیالی وسیله وګرځي، قرباني یې عموماً عام ولس وي.

افغان ولس د تېرو څو لسیزو په اوږدو کې د جګړو، ورانیو، بې‌ځایه کېدو او سیاسي معاملو دومره دروند قیمت ورکړی چې نور د هېڅ تنظیم، مشر او بهرني قدرت د تجربو د لابراتوار زغم نه لري.

هغه پنځلس جهادي تنظیمونه او د هغوی مشران چې د جهاد په نوم یې د ولس د وینې، قربانیو او احساساتو سیاسي پانګه جوړه کړه، باید له ځان څخه یوه ساده پوښتنه وکړي:

له دومره جګړو وروسته مو ولس ته څه ورکړل؟

که د جهاد شعار د ولس د آزادی، عزت او سوکالی لپاره و، نو ولې د جګړې له پای وروسته د ولس پر ځای د تنظیمي قدرت، شخصي نفوذ، مقامونو او شتمنیو سیالي پیل شوه؟
ولې هغه ولس چې د جګړو قرباني و، د سولې او ثبات پر ځای د نوو شخړو میراث ته پرېښودل شو؟

د بهرنیو قدرتونو ملاتړ د هېڅ افغان جریان لپاره د ملي مشروعیت بدیل نه شي کېدای.
هغه څوک چې خپل سیاسي راتلونکی د بهرني ملاتړ، وسلو، پیسو او استخباراتي لوبو پورې تړي، باید پوه شي چې د ملت په حافظه کې د اتلولی معیار شعارونه نه، بلکې نتیجه او حساب ورکول دي.

له پنځلسو تنظیمونو او د هغوی له مشرانو څخه د ولس پوښتنه دا ده:
د دې ولس د وینو حساب به څوک ورکوي؟
د ورانو شویو کورونو حساب به څوک ورکوي؟
د یتیمانو، کونډو، مهاجرو او له زده‌کړو پاتې شویو نسلونو حساب به څوک ورکوي؟

نور باید د مقدس نوم تر شا د سیاسي تېروتنو پټولو زمانه پای ته ورسېږي.

جهاد، مقاومت، سیاست او هره بله مبارزه هغه وخت ارزښت لري چې پایله یې د ولس عزت، امنیت او هوساینه وي؛ که پایله یې د ولس وینه، فقر، ویره او بې‌ثباتي وي، نو ولس حق لري چې له مشرانو حساب وغواړي.

افغانستان د څو تنظیمونو شخصي ملکیت نه دی، نه د بهرنیو قدرتونو د سیالیو میدان دی او نه د ناکامو سیاستوالو د بیا راګرځېدو پروژه.

دا هېواد د افغان ولس دی.
برخلیک یې باید د ولس په اراده وټاکل شي، نه د تنظیمونو په معاملاتو، د بهرنیانو په اجنډاوو او د نالایقه مشرانو په شخصي سیالیو.

د تاریخ تر ټولو سخته محکمه د ولس حافظه ده؛ هغه حافظه چې نه د جهاد نوم هېروي، نه قربانی، او نه هغه کسان چې د ولس قربانی یې د خپل قدرت لپاره وکارولې.

ای الله!
ای مهربانه او بخشونکې ربه!
په خپلو پراخو رحمتونو موږ ته هدایت را په برخه کړه.
زړونه مو د ایمان په رڼا روښانه کړه،
او روحونه مو ستا د دین په حقه لارې ټینګ کړه.
موږ ته هغه توفیق او توان راکړه چې د اسلام په ریښتوني طریقه عمل وکړو،
له ګناهونو مو وساته، او د خیر دروازې راباندې خلاصې کړه.
آمین، یا رب العالمین.
والسلام .
وما علینا الابلاغ المبین .
والله اکبر والمستقبل للا اسلام .

دین مو نه دی ساتلی؛ د دین په نوم مو تاریخ وران کړ

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.