د ځوانانو ځواک (لومړۍ‌برخه)

شاه ولی ارین

54

ځوانان د ټولنې تر ټولو ځواکمن او فعال قشر دی چې په هره ټولنه کې د ټولنې د ملا تېر او د پرمختګ بنسټ جوړوي. د ځوانانو رول په فکري، اقتصادي او ټولنیزو بدلونونو کې خورا مهم او ارزښتناک بلل شوي دی. د هرې ټولنې راتلونکې په ځوانانو پورې اړه لري.

که چېرې په یوه ټولنه کې ځوانان دغو ارزښتونو او اړتیاوو ته اګاهانه پاملرنه وکړي، طبعی ده چې د ټولنې پرمختګ او انکشاف کې ستر بدلونونه راوستلای شي.

همدا ځوانان دي چې د زده کړې او پوهنې په ترڅ کې علم او هنر تر لاسه کوي، تر څو د ټولنې ستونزې حل کړای شي، ځوانان هغه وخت کولای شي چې ټولنه پرې باور وکړي، چې اخلاقي معیارونه او ارزښتونه وساتلای شي، د کار، زده کړو ژوند او په محیط کې دغو ارزښتونو ته پاملرنه او عمل کې پیاده کول د ځوانانو په ژوند کې خورا ارزښت لرلی شي.

په هېواد مین ځوانان هره چاره د یوه معین هدف له پاره تر سره کوي که هغه علم، پوهه، رهبرۍ، اخلاقی ارزښتونه او معیارونه وي د ټولو په سر کې ځوان باید د دې چمتووالی ولري او په دغه برخه کې پر ځان کار وکړي او باور ولري چې د هېواد راتلونکي د ټولنې مسؤلیتونه د دوي پر غاړه دي او د راتلونکي مسئولیت منلو روحیه ولري، ځوانان باید د اخلاقي او انساني ارزښتونو په رڼا کې دا خپله مسؤلانه دنده وګڼي تر څو د ټولنې له بې وزلو او اړمنو کسانو سره د خپل وس او امکاناتو په نظر کې نیولو سره مرسته او لاسنیوي وکړي.

د ځوانانو پر دندو او مسؤلیتونو مو لنډه رڼا واچوله، اوس د دې اړتیا شته چې ټولنه او د ټولنې نظام د ځوانانو په هکله کومې دندې او مسؤلیتونه لري.

ځوانان د هر هېواد لویې سرمایې دي. ټولنه او حکومتونه مسؤلیت لري چې د ځوانانو له پاره د زده کړو، کار او روغتیایې ښه چاپېریال او شرایط برابر کړي، د هغوی حقوق وساتي، اړتیاوو ته یې جدي پاملرنه وکړي او د هغوی په روزنه او پرمختګ کې اړینې مرستې تر سره کړي.

نظام او حکومتونه هم مکلفیت لري چې ځوانانو ته که هغه ښځېنه وی یا نارینه، د ښوونې او روزنې ښه شرایط په وړیا او معیاري اسانتیاوو د وخت او زمان د ِغوښتنواو اړتیاوو سره سم د اوسنیو لوړو تکنالوژیو په نظر کې نیولو سره برابرکړي. البته د لوړو زده کړو تر څنګ حرفوی متوسطه زده کړي، اوږد مهاله او لنډ مهاله کورسونه د هغو ځوانانو له پاره چې د ځینو ستونزو له امله نه شي کولای لوړې زده کړي تر سره کړي، رامینځ‌ته کړي.

همدا ډول ځوانانو ته د ښوونو تر څنګ د کارموندنې پرشرایطو دقیق کار او امکانات برابرول تر څو د زده کړو د فراغت وروسته هم زمان د کار مارکیټ ته شامل شي او د اقتصادي پیاوړتیا له پاره یې نوي پروګرامونه جوړکړل شي.

په ټولنه کې اړتیا لیدل کېږی چې د ځوانانو له پاره د روغتیايي او رواني ملاتړ مرکزونه پرانستل شي او د سالمو مشغولتیاوو له پاره سپورتي، ورزشي مرکزونه جوړ شي. لازمي ده چې په سیاسي او ټولنیزو پرېکړو کې ځوانانو ته د ګډون حق ورکړل شي، تر څو ځوانان په دې پوه شي او احساس وکړي، چې دوي د دې ټولنې مالکان دي او راتلونکو تحولاتو او پرمختګونو کې د دوی رول اړین دی.

باید هېر نه شي چې ټولنه هم د ځوانانو په هکله مسؤلیتونه لري د ځوانانو ښه روزنه او کورنی ملاتړ په ټولنه کې د امن او همکارۍ فضا رامنځ‌ته کول. د ځوانانو د مثبتو نظرونو او نوښتونو ملاتړ او تشویق کول.د ځوانانو لارښوونه او د بدو کارونو نه یې مخنیوی او نورو هغو فکتورونو ته پاملرنه چې د ځوانانو په ژوند کې اسانتیاوي راوستلاي شي.

دا یو حقیقت دی چې ځوانان د ټولنې د ټینګښت، ټیکاو او پرمختګ اساسي ستنې او هغه ستر تاقت دي چې دوي پورې هر ډول امیدونه او ارمانونه تړلی شو، د هرې ټولنې، هر قوم او هر ملت اصلاح د ځوانانو په خیر او اصلاح کې ده، د یوه ځوان ارزښت په ټولنه کې داسې دی لکه د انسان په بدن کې چې زړه کوم ارزښت لري.

مخکې تر دې چې په ټولنه کې د ځوانانو د مسؤلیتونو او دندو په هکله وپوهېږو، تر مخه یې لازمي ده چې په دې هم پوه شو چې ټولنه څه ته وایې.

ټولنه د انساني ژوند د ښوو چارو د برابرولو او سمبالولو سیمه ده، چې بیلا بیل انسانان په کې ژوند کوي او دغو وګړو ته د همدې ټولنې وګړي وایې.چې د همدغو وګړو له مجموع نه ټولنه رامینځ‌ته کېږي. په یوه ټولنه کې که هغه وروسته پاتې وي او یا ډېره پرمختللی وي، درې ډوله انسانان په کې ژوند کوي چې یوه برخه یې ماشومان، دویمه برخه یې ځوانان اودریمه برخه یې مشران دي.

اوس به وګورو چې د ټولنې د ښه سمون له پاره کوم وګړي زیات ګټور واقع کیدای شي اوهغه څوک دي.

حقیقت دي چې هغه همدا ځوانان دي، البته هغه ځوانان چې درک لري او د مسؤلیت احساس کوي پوهه او علمیت ولري په عصري علم او تکنالوژۍ سمبال وي، که چېری دغه عناصر په ځوانانو کې شتون ولري، حتمی ده چې د قوي انرژی، ځواک، وړتیا، په لرلو سره په ټولنه او نظام کې ستر، تولنیز، کلتوری او اقتصادي بدلونونه راوستلای شي.

نوربیا

د ولسونو ملاتړ د نظام بقا ده

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.