د افغانستان او پخواني شوروي اتحاد تر منځ سیاسي او دیپلوماتیکې اړیکې د ۱۹۱۹ کال د مې په ۲۷ مه د دواړو هېوادونو تر منځ د رسمي دیپلوماتیکو اړیکو له پیلیدو سره په رسمي توګه رامنځته شوې. شوروي اتحاد لومړنی هېواد و چې د شاه امان الله خان په مشرۍ یې د افغانستان خپلواکي په رسمیت وپیژنده.

دغه اړیکې د لسیزو په اوږدو کې د لاندې مهمو پړاوونو او پیښو شاهدې دې:
د ۱۹۱۹ – ۱۹۷۸ کلونو ترمنځ همکارۍ: شوروي اتحاد افغانستان ته په پراخه کچه اقتصادي، تخنیکي او نظامي مرستې چمتو کړې، چې په کې د لویو لارو، بندونو، او فابریکو جوړول شامل وو. په ۱۹۷۳ کال کې د سردار محمد داود خان د کودتا پر مهال هم د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې په خپل ځای پاتې شوې.
د ۱۹۷۸ کال کودتا او د اړیکو ترینګلتیا: د ثور له نظامي پاڅون وروسته چې په افغانستان کې د خلق او پرچم ګوندونه واک ته ورسېدل، په خاص ډول د پرجمي واکمنۍ په وخت کې د شوروي اتحاد نفوذ په افغانستان کې خورا زیات شو.
د ۱۹۷۹ – ۱۹۸۹ کلونو جګړه: د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په پای کې د شوروي سرو لښکرو پر افغانستان نظامي یرغل وکړ او د ببرک کارمل په مشرۍ یې پر افغانستان او افغان ولس یو خرڅ شوی ګوډاګی رژیم و تاپه. دې نظامي یرغل د شوروي اتحاد او افغان ولسونو تر مینځ لسیزه اوږده او خونړۍ جګړه رامنځته کړه. د افغان قهرمان ولس د بې دریغه سرښندنو، مقاومت او د جنیوا د تړونونو له مخې، د شوروي ځواکونو وتل د ۱۹۸۹ کال د فبرورۍ په ۱۵ مه نیټه بشپړ شول.
د امریکا او ناټو د حضور پر مهال په افغانستان کې د روسیې اړیکې د امنیتي اندېښنو او سیمې د ثبات پر محور راڅرخېدې. مسکو د لویدیځ حضور خپل امنیت ته مستقیم ګواښ باله، خو د ترهګرۍ ضد مبارزې او د سولې پروسې په برخو کې یې د اړتیا له مخې له هغوی سره محدودې او عملي همغږۍ درلودې.
دلته د دې دورې د اړیکو مهم اړخونه په لنډ ډول کتلی شو:
امنیتي اندېښنې او ګواښونه: روسیې د ناټو حضور د خپلو پولو (منځنۍ آسیا) په لور د نفوذ د پراختیا په سترګه کتل. مسکو تل اندېښنه درلوده چې د امریکا شتون دایمي دی او د سیمې د بې ثباتۍ لامل ګرزیدلای شي.
د طالبانو سره اړیکې: د طالبانو د ځپلو په موخه د امریکا او ناټو له هڅو سره سره، روسیې د سیمې د امنیت (په ځانګړې توګه د داعش د مخنیوي) په پلمه د طالبانو له ځینو استازو سره په مسکو کې خبرې اترې پیل کړې او له هغه وخت نه را دیخوا یې اړیکې ورسره جوړې کړې.
د مخدره توکو او تروریزم ضد همکاري: د ګډو ګټو په ځینو برخو لکه د تروریزم او مخدره توکو قاچاق پر وړاندې مبارزه کې، روسیې او لویدیځ تر ډېره د استخباراتي معلوماتو تبادله کوله او د روسیې له لارې د ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو (لکه ریل پټلۍ او هوايي حریم) اجازه ورکړل شوې وه.
د سولې هڅې: د افغان سولې پروسې په وروستیو کلونو کې، روسیې د (مسکو فارمیټ) په جوړولو سره هڅه وکړه چې د افغان حکومت، امریکا او طالبانو ترمنځ په سیاسي کچه منځګړیتوب وکړي او په افغانستان کې د خپل نفوذ توازن وساتي. خو په ټوله کې، د یاد حضور پر مهال د روسیې تګلاره دوه مخې وه، له یوې خوا یې د ناټو نظامي حضور په کلکه غانده، او له بلې خوا یې د افغان جګړې د مدیریت او سیمه ییزو ګواښونو د کنټرول لپاره له امریکا او ناټو سره د عملي ډیپلوماسۍ لار غوره کړی وه.
اوسنی وضعیت: د امریکایې اشغال او د ناټو ځواکونو د ماتې او تیښتې له سقوط وروسته، د طالبانو د حاکمیت په موجودیت کې د روسیې د یو شمېر اندیښنو سره، سره اوسنۍ اړیکې د افغانستان او روسیې د فدراسیون تر منځ د دیپلوماتیکو استازولیو او د سیمه ایزو همکاریو په چوکاټ کې پرمخ ځي. دواړه لوري د امنیتي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو مسایلو په اړه کله ناکله مشورې او خبرې اترې کوي.
روسیه له افغانسیتان سره د ښو اړیکو او مناساتو ساتل حیاتي او د اهمیت وړ بولي، همدا علت هم دی، چې د ټولو نړیوالو په خاص ډول د امریکې او غربي هیوادونو له فشارونو سره، سره یې خپل سفارت تر اوسه په افغانستان کې فعال وساته او د نړۍ لومړی هېواد و چې د طالبانو حاکمیت یې په رسمیت و پیژاند.
په دې کې شک نه شته چې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهور رئیس دونالد ټرامپ ورستیو غلطو او ناکامه پالیسیو نړیوالو تعاملاتو کې نوې بدلونونه رامینځته کړل، چین، روسیه او شمالي کوریا یې نور هم سره رانږدي کړل، د امریکا، اسرائیلو او ایران په جګړه کې د د غو درې پر مختللو هېوادو تبلیغاتي، استخباراتي او ممکن عملی مرستو د ایران مقاومت او نظامي وړتیا لا پیاوړې کړه او امریکا یې د جګړې پر ځای خبرو اترو ته مجبوره کړه، دغه جګړې د امریکا غرور دومره را ټیټ کړ چې د پاکستان منځګړیتوب ته هم مجبور شو، چین ته د ټرامپ ورتګ یو بل د هغه د بې وسۍ او ناکامۍ لامل یادولای شو، د ترامپ د بې وسۍ یو لامل همدا هم و، چې د نړۍ د یو سوپر پاوړ او ځواکمن هېواد جمهور رئیس مخې ته د چین جمهور رئیس را نغلو، چې دا د دپلوماتیکو مناسباتو له مخې یو سپکاوي یادولای شو.
په نړیوالو لوبو او تعاملاتو کې یو شمېر نور مسایل هم د یادولو وړ دې چې د روسیې پاملرنه یې افغانستان او له طالبانو سره د ښو اړیکو ساتلو ته راجلب کړه، د دونالد ټرامپ له لورې وار وار، د بګرام د اډې بیرته تر لاسه کول، چې په دې هکله د طالبانو جدي غبرګون او منفي ځواب امریکا ته د روسیې پاملرنه را جلبوي، همدا ډول د امریکا په لمسون د پاکستاان مکرر تجاوز د افغانستان پر خاوره او یو شمېر نور استخباراتي پټ رازونه د دې لامل شوول چې په چین هېواد کې د روسیې او چین هېواد په ګډه اعلامیه کې د افغانستان د تجزیې خوبونه، د افغانستان پر خاوره تجاوزونه په کلکه توګه وغندل او د افراطیت او مخدره توکو د له منځه وړلو په لار کې د طالبانو د مبارزو سره د هر ډول همکاریو ژمنه تر سره شوه.
د پورتنیو ژمنو د عملي کولو عملي چاره یوه همدا ده چې د افغانستان د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد تېره سه شنبې په نړیوال امنیتي فورم کې د ګډون له پاره مسکو ته ولاړ، چې په همدې سفر کې د افغانستان او روسیې تر مینځ یو نطامي، تخنیکي، دفاعي تړون هم لاسلیک شو.
د افغانسان او روسیې ترمینځ نظامياو تخنیکي تړون د ستراتېژیک او دفاعي تړون پر لور یو مهم ګام دی چې د دغه تړون له مخې به افغانستان ډېرژر د خپل دفاعي سیستم خاوند شي.
نور بیا
دومره په لوړه کچه جنایات؟ (د جفري اپستین په هکله راټول شوي معلومات)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.