په دې ورځو کې مو د ساینس او مثبته پوهنو په اړه واورېدل، چې کوم ښاغلي «فضول علوم» ګڼلي دي.
د «علم» او «فضول» لغتونه عربي دي. علم ته په پښتو کې پوهه/ پوهنه وايو او فضول ته ابته و بېکاره څه ویلی شو. خو د دواړو لغتونو د عربي اصالت له مخې یې ښايي تر هرڅه وړاندې ساده قاموسي تعریفونه په عربي فرهنګونو کې وپلټو. المعجم الوسیط «علم» داسې راپېژني:
« العِلْمُ: إدراكُ الشيءِ بحقيقته، ويُطلَقُ على اليقينِ والمعرفة. » علم د یو څه د حقیقت درک او پېژندنه ده او د یقین و معرفت په مانا هم پېژندل کیږي. بلځای لیکلي: « العِلْمُ: جملةُ المسائلِ والأصولِ الكُلِّيَّةِ المُرتبطةِ بموضوعٍ واحد.»
علم د یوه ټاکلي څه په اړه ټولو اړوندو مسئلو او عمومي اصولو ټولګه ده.
همدا معجم الوسیط د «فضول» په اړه لیکي: «الفُضولُ: ما لا فائدةَ فيه، ويُقال: هذا من فُضول القول، واشتغالُ المرءِ أو تدخُّلُه فيما لا يعنيه.» فضول هغه څه ته ویل کیږي، چې ګټه و فایده ونهلري. یا هغه چا ته ویل کیږي، چې د نورو خلکو په چارو کې بېځایه لاسوهنه و مداخله کوي او په هغه څه کې ځان ورننباسي، چې له ده سره تړاو نهلري.
د عربۍ کلاسیک فرهنګونه لکه معجم لسان العرب یې بله مانا هم رااخلي، وايي چې فضول د «فضل» جمع ده او د زیاتوالي، اضافي په مانا راځي، چې دا بیا هغه څه ته وايي چې تر اړتیا بهر وي، له همدې ځایه یې مانا منفي بار اخیستی، مانا هغه اضافي څه چې «خیر او اړتیا» په کې نهوي.
دلته د «علم» او «فضول» تر منځ یو بل شرطي مفهوم رامنځ ته شو، چې «فایده» وه. فضول هغه څه دی، چې له فایدې بهر وي او علم خو نو سراسر فایده ده. راځئ بحث ته د ننوتو لپاره به د «فایدې» قاموسي مانا هم راواخلو:
معجمالوسیط یې لومړۍ مانا داسې یادوي:
«الفَائِدَةُ: ما يُسْتَفَادُ من عِلْمٍ أو عَمَلٍ أو مَالٍ أو غيرِه.» فایده هغه ګټنه ده، چې انسان یې له علم، عمل، مال یا بل څه ځنې ترلاسه کوي. له دې تعریف څخه ښکاري، چې «فایده» د «علم» ذاتي جوهر دی او د منطق له مخې هغه څه چې فایده پرې مرتبه نهوي، علم یې ګڼلای نه شو، نو هېڅ «علم» «فضول» نهدی. ځکه که یوڅه فضول وي او فایده ونهلري، هغه نو بیا علم نهدی.
دلته ښايي، د ځینو له خوا، لومړۍ نیوکه دا راوړاندې شي، چې دنیايي/ عصري/ مادي/ طبیعي/ موډرن/ نادیني یا تجربي و عقلي علوم خو علوم نهدي. علوم خو یوازې دیني بحثونو ته وايي او دا نور خو ټول فنون او کسبونه دي، لکه خټګري و نجاري و پښتوب یا بلڅه.
زه په دغه بحث کې نهننوځم، ځکه ما چې له لرغونې زمانې څخه راپهدېخوا د پوهنې تاریخ کتلی ټولو عقلي و تجربي یا مثبته و طبیعي پوهنو ته علم وايي. علم له عقل سره کلک تړاو لري. د ابن سینا له نظره، ان «عرفان» هم د «علم» له لارې بېل نه دی او علم بیا له «فعال عقل» سره د ناطقه نفس له تړون څخه زیږي چې عرفاني اړخ یې په اسماني عقولو کې ریښه لري.
ابنسینا د علم په تعریف کې د ترټولو عقلاني علم «هندسې» مثال ورکوي، په خپل کتاب «اشارات او تنبیهات» کې د علومو د تناسب په اړه لیکي: « د هر علم په برخه کې د هغه څه په اړه بحث کیږي، چې مناسبت ورسره لري او د یوڅه د ذاتي اعراضو احوال څرګندوي، چې د علم موضوع هم ورته وایي، لکه څومرهوالی په هندسه کې. او هرعلم مبادي و مسایل لري.»
پوهېدل د انسان اړتیا ده. پوهېدو ته تنده و تلوسه غریزي ده. له پوهېدو موخه د انساني ژوند په شرایطو کې د ښهوالي راوستل دي. د جبر او اختیار په دیالکتیکي مخامختیا کې پایله اخیستل شوې، چې انسان د خپلې پوهې تر بریده مختار او د خپلې ناپوهۍ تر بریده مجبور دی. لرغونیو انسانانو غوښه اومه (خامه) خوړه، یا یې لمر ته کېښوده چې مړاوې شي، یو مهال یې اور وموند (اور یې زده کړ، د اور بلولو عقلاني تجربه یې ترلاسه کړه، د اور بلولو علم ته ورسېد) او د پخې غوښې خوړل او ځان تودولو تجربه یې خوښه شوه. ژوند یې ښه شو. انسان کرنه زده کړه، لیک یې وکیښ، له طبیعت سره د مخامختیا په بهیر کې یې خپلې تجربې شریکې کړې، ژوند یې نور هم ښه او خوندور شو. همدا د عقلي – تجربي پوهنو پیل و. هغه «فایده» چې پورته ورته اشاره وشوه عقلاني علم ته د انسان اړتیا راپېژني. له هماغې لرغونې زمانې تر نن پورې له علم سره د انسان پیوند له «اړتیا» څخه رازیږي. فیزیک، کیمیا، هندسه، الجبر، بیولوژي، ستورپېژندنه او د زمکې علم د انسان د ښه مادي ژوند اړتیا ته ځواب وايي. جغرافیا، تاریخ، ادبیات، هنر، توکمپوهنه، ژبپوهنه، سیاست، حقوق او نور د انسان د ټولنیز ژوند اړتیاوو ته ځواب وايي. عرفان او دینپوهنه د انسان روحاني اړتیا تأمینوي. فیلوسوفي د دې ټولو پوهنو په برخه کې له انسانانو سره پوښتنې زېږوي، چې بیا یې انسان د همدغو پوهنو په مرسته د ځواپ پلټلو هڅه وکړي.
کله چې له پوهنې سره د انسان پیوند د «اړتیا» او «فایدې/ګټې» پربنسټ وي، دلته نو پوهنه داسې شي، لکه ساهکاږل، اوبهڅښل یا خوراک کول. په عقلاني ټولنو کې پوهه لرل، کوم فوقالعاده فضیلت نهګڼل کیږي، لکه چې ساهکاږل، اوبه څښل او یا ډوډۍ خوړل کوم فضیلت نهدی. عقلي علوم زده کول د ژوندي انسان ځانګړنه و اړتیا ده او له مړي سره یې یو توپیر همدا دی، چې ژوندی انسان هره ورځ د طبیعت قانونمندي تجربه کولای او خپله پوهه زیاتولای شي، د پوهې د زیاتولو په مرسته د طبیعت په وړاندې د خپل اختیار کړۍ هم پراخولای شي.
موږ پر انسان خبرې وکړې، ښځه و نر دواړه انسانان دي او پوهنې ته یې اړتیا هم برابره ده. ځکه خو پوهه ترلاسه کول تر حق وړاندې یوه طبیعې – غریزي ځانګړنه ده. اصلاً پر دې بحث له بنسټه ناسم، نامنطقي او ناعقلاني دی، چې ښځه یا نر دې د علمترلاسه کولو «حق» ولري که نه؟ اصلاً دا له بنیاده غلطه خبره ده، چې داسې څوک دې وي چې ځان ته حق ورکړي په دې اړه چا ته اجازه ورکړي که نه؟
دا کټ مټ داسې ده، لکه یومهال په بشریت کې یوه واکمني یا دولت رامنځ ته شي، چې خلکو ته د اکسیجن تنفس کولو، یا د لمر له رڼا د ګټې اخیستنې «حق» ورکول یا نه ورکول انحصار کړي. داسې واکمني به تاسو ته څنګه وایسي؟ چې نیمو خلکو ته ووايي: تاسو کولای شئ د درېیو ساعتونو لپاره په خیرن سر او مرداره څېره اکسیجن تنفس کړئ، خو نارینه کولای شي اته ساعته یې تنفس کړي او بیا ماشومان پینځه نیم ساعته اکسیجن تنفس کولای شي. د عقلي، تجربي یا عصري علومو زدکړې ته اړتیا داسې ده، لکه اکسیجن تنفس کول، چې ټول ورته اړتیا لري. نو پر دغو پوهنو بندیزونه لګول پخپل یو «فضول» کار دی، نه دا چې دغه پوهنې دې څوک «فضول» وګڼلای شي.
Comments are closed.